نافع بن هلال بجلي
نافع بن هلال بَجَلي یا نافع بن هلال جَمَلي د امام علي(ع) له اصحابو او د کربلا له شهیدانو څخه دی. د جمل، صفين او نهروان په جګړو کې يې برخه اخيستې وه. نافع په عذیب هجانات کې د امام حسین(ع) له کاروان سره یو ځای شو او د عاشورا په ورځ په کربلا کې شهید شو. هغه په خپلو خبرو کې له امام حسین(ع) سره خپل ملاتړ او وفاداري څرګنده کړه.
نوم او نسب
په ځینو تاریخي سرچینو او مقاتلو کې د نافع بن هلال نوم په غلطۍ سره د هلال بن نافع په نوم راغلی دی.[۱] په داسې حال کې چې هلال بن نافع هم د کربلا په پیښه کې موجود و خو د عمر بن سعد له سپایانو و او د دې پیښې خبریالانو دی.[۲] [یادونه 1]
نافع بن هلال د جمل له قبیلې، چې دا په خپله د مَذحِج د قبیلې یو ښاخ دی، او یَمَنی نسب یې درلود. په تاریخي سرچینو کې د جَمَلي، بَجَلي، مُرادي، او بَجَلي مرادي نسب سره هغه یاد شو دی.[۳]
د حضرت علی(ع) په حکومت کې
نافع د علي بن ابي طالب(ع) له اصحابو څخه و[۴] او د جمل، صفين او نهروان په جګړو کې يې برخه اخيستې وه.[۵] ويل شوي دي چې نافع يو زړور او غشې ویشتونکی کس و. له ابو مِخنَف څخه روایت دی چې امیرالمومنین علي(ع) هغه ته د جنګ هنر ورزده کړی و.[۶]
د کربلا پیښه
نافع بن هلال د مسلم بن عقیل له شهادت مخکې له کوفې ووت.[۷] هغه یو له هغو څلورو کسانو څخه و چې له امام حسین(ع) سره په عذیب الهجانات کې یوځای شول. حضرت له هغوي څخه د کوفې د خلکو د حال پوښتنه وکړه، هغوی ځواب ورکړ: د کوفې مشران او غټان د رشوت اخستلو له امله ستاسو په خلاف دي او د نورو خلکو زړونه له تاسو سره دي، خو تورې یې ستاسو پر ضد دي.[۸] په ځینو منابعو کې د نافع بن هلال پر ځای جابر بن حارث سلماني ذکر شوی دی.[۹]
امام(ع) سره بیعت بیا تازه کول
د محرم په دوهمه نیټه امام حسین(ع) کربلا ته داخل شو. حضرت اهل بیت او خپل اصحاب راټول کړل او بیا یې ورته خطاب وکړ. د امام(ع) له خبرو وروسته اصحاب له هغه امام(ع) څخه په ملاتړ کښې یو په بل پسې ودریدل او له هغه سره یې خپل بیعت تازه کړ. له زُهِیر بن قِین وروسته نافع د امام په ملاتړ خبرې وکړې.[۱۰] [2یادونه]
د اوبو راوړل
وروسته له دې چې د عمر بن سعد په حکم د امام حسین(ع) په خیمو باندې اوبه بندې شوې، نو امام حسین(ع) د شپې حضرت ابوالفضل له دېرشو اسونو او شلو پیاده کسانو سره د نافع بن هلال په شمول فرات ته واستاوه چې اوبه راوړي. نافع د دوي په وړاندې روان و، تر څو د فرات ګودر ته ورسېدل. دوی خیمو ته لږې اوبه ورسولې.[۱۱]
د نافع بن هلال عمرو بن حجاج سره خبرې
عمرو بن حجاج زبیدي: ته څوک یې؟
نافع: ستاسو د تره له زامنو څخه؛ موږ راغلي یوو چې له دې اوبو څخه وڅښو چې تا ترې ترې منع کړي یوو.
نوش جان وڅښه! خو د حسین(ع) لپاره دا اوبه مه وړه.
نه، په خدای قسم چې زه به د دې اوبو یو څاڅکی هم ونه څښم، په داسې حال کې چې حسین(ع) او د هغه کورنۍ او ملګري یې ټول تږي دي.[۱۲]
د عاشورا په شپه
د عاشورا په نیمه شپه کې، کله چې امام حسین(ع) له خیمې څخه یوازې د شاوخوا غونډیو او لارو د کتلو لپاره ووت؛ نافع ورو ورو هغوی تعقیب کړل. د راستنیدو په لاره کې امام حسین(ع) نافع ته وفرمایل: «ایا ته نه غواړې چې په دې توره شپه کې د دې دوو غرونو تر منځ تېر شې او خپل ژوند وژغورې؟» نافع ځان د امام(ع) په پښو کې وغورځاوه او ویې ویل:
«زه یوه توره لرم چې د زرو درهم ارزښت لري او یو آس لرم چې د ورته مقدار ارزښت لري، نو زه په هغه خدای قسم خورم چې ماته یې ستا په رکاب کې د شتون توفیق راکړی، ترڅو زما توره ستا په کار راځي زه به هیڅکله له تاسو جدا نه شم»[۱۳]
دا هم ویل شوي چې کله نافع احساس وکړ چې د امام حسین علیه السلام اهل بیت د خپلو ملګرو د وفادارۍ په اړه اندیښمن دي. نو د حبیب بن مظاهر په مشوره یې د امام ملګري د امام خیمې ته نږدې راغونډ کړل او هغوي له امام سره خپله وفاداري اعلان کړه.[۱۴]
د عاشورا ورځ
ځینو ویلي دي چې نافع بن هلال نوی واده کړی و او غوښتل یې چې د عاشورا په ورځ د جګړې ډګر ته ولاړ شي، مېرمنې یې له ورتګ څخه منع کړ؛ خو هغه د امام په مرسته ټينګار وکړ، او کله چې امام په دې خبره خبر شو، نو نافع ته يې وفرمايل: ستا ښځه اندېښمنه ده او زه نه غواړم چې تاسو په ځوانۍ کې له يو بل څخه جدا شئ؛ که غواړې نو خپله کورنۍ درسره واخله او دې صحرا لاړ شه.
نافع وويل: اې د رسول الله(ص) زويه، که زه تا په سختۍ کې پريږدم او په خپل عیش و عشرت پسې لاړ شم، نو د قيامت په ورځ به ستا نیکه رسول الله(ص) ته څه وايم؟[۱۵]
ویل شوي دي چې د عاشورا په ورځ د عمرو بن قَرَظَه انصاري له شهادت وروسته د هغه ورور علي چې د عمر بن سعد له لښکرو څخه ؤ، په امام باندې نیوکه وکړه او په هغه یې حمله وکړه. خو نافع بن هلال هغه ټپي کړ.[۱۶]
شهادت
د عمر بن سعد لښکر په ډله ایز برید کې هغه محاصره کړ، په غشو او تیږو یې په نښه کړ، لاسونه یې ورمات کړل او هغه یې ونیوه. شمر او د هغه یوې ډلې ملګرو هغه عمر بن سعد ته راوست. عمر بن سعد ورته وویل: «اې نافعه! افسوس دې وي په تا! ولې دې له ځان سره داسې وکړل؟»
نافع په داسې حال کې چې وینه یې په ږیرې روانه وه وویل: «زما رب زما په نیت خبر دی.» «قسم په خدای، ما له تاسو څخه دولس تنه ووژل، پرته له هغه څو کسانو چې مې ټپي کړل، او زه خپل ځان نه ملامتوم. که زما لاسونه روغ وای، تاسو به زه نه وې نیولی.»
عمر بن سعد شمر ته امر وکړ چې هغه ووژني! نافع شمر ته وویل: « قسم په خدای ای شمره! که ته مسلمان یاست، نو تا ته به دا سخته وي چې په داسې حال کې خدای سره ملاقات وکړې چې زما خون دې په غاړه وي. زه د خدای څخه مننه کوم چې زما مړینه یې د هغه د بدترین مخلوق په لاس لیکلې ده.» بيا د شمر په لاس شهيد شو.[۱۷]
د نافع بن هلال نوم د امام حسین(ع) په رجبیه زیارت او د شهدا په زیارت کې راغلی دی.
رجزلوستل
ويل شوي دي چې نافع چې نوې واده یې کړی و، د عاشورا په ورځ خپل نوم او د مور نوم يې[۱۸] په خپلو غشو باندې لیکلی و، هغه غشي به یې زهرجن کول او د دښمن په لور به یې ویشتل. او د غشو ویشتلو په وخت کې به یې دا رجز ویل:
أرمي بِها مُعلَّماً أفواقُها | مَسمومةً تَجري بها أخفاقُها | |
لَتَملََأَنَّ أرضَها رِشاقُها | وَالنَّفسُ لايَنفَعُها إشفاقُها |
ژباړه: «زه هغه غشي ولم چې خپل نوم[یادداشت 4] ورباندې لیکلی دی، په داسې حال کې چې زهرجن او په نشه کې مخ په وړاندې ځي، ترڅو د جګړې د ډګر ځمکه له نرمو غشو ډکه کړي او د هغې ویره روح ته هیڅ ګټه نه رسوي چې ترې وژغورل شي.»[۱۹]
دا هم ویل شوي چې هغه د عمر بن سعد ۱۲ تنه په غشو سره ووژل او کله چې غشي ختم شول نو په توره یې د عمر بن سعد په لښکر برید وکړ.[۲۰]
أنَا الغُلامُ اليَمَنِيُّ الجَمَلِي(البجلی) | ديني عَلى دينِ حُسَينٍ وعَلِي | |
إن اُقتَلِ اليَومَ فَهذا أمَلي | فَذاكَ رَأيي واُلاقي عَمَلي |
ژباړه: «زه یو یمني جملي ځوان یم، چې زمان دین هماغه د حسین(ع) او علي(ع) دین دی. نن مې ارمان دا دی چې ووژل شم. نو دا زما رایه ده او زه به خپل عمل سره پخپله ملاقات کوم.»[۲۱]
إن تُنکِروني فَأنَا ابنُ الجَمَلِي | ديني عَلى دينِ حُسَينٍ وعَلِي |
ژباړه: «که تاسو ما نه پیژنئ نو زه خپل ځان معرفي کوم، زه د جملي له قبیلې څخه یم، او زما دین د حسین بن علي(ع) دین دی»[۲۲]
کله چې یې دا رجز ولوست نو د عمر بن سعد له لښکره یو کس مزاحم بن حریث وویل: موږ د عثمان په مذهب یو. نافع وويل: ته د شیطان په مذهب يې او هغه یې ووژل.[۲۳]
فوټ نوټ
- ↑ سماوی،ابصارالعین، ۱۴۱۹ق،ص۱۳۲؛ابن نما حلی، مثیر الاحزان،الناشر مدرسة الامام المهدي « عج »، ص۷۵.
- ↑ الملهوف، ص۱۷۷.
- ↑ خیرالدین زرکلی، الأعلام، ج۸، ص۶.
- ↑ الامالی للشجری، ج۱، ص۱۷۲
- ↑ السماوی، ابصار العین فی انصار الحسین (ع)، ص۱۴۷.
- ↑ وقار شیرازی، عشره کامله، ۱۳۶۰ش، ص۴۰۲.
- ↑ السماوی، ابصار العین فی انصار الحسین(ع)، ص۱۴۷.
- ↑ ابن نما حلی، مثیر الاحزان، ص۳۱.
- ↑ ابومخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۸.
- ↑ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ج ۵، ص۸۳ ؛ الملهوف، ص۱۳۸.
- ↑ البلاذری، انساب الاشراف، ج ۳، ص۱۸۱؛ الطبری، تاریخ الأمم و الملوک، ج ۵، صص ۴۱۲ - ۴۱۳؛ ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، ص۱۱۷.مقتل الحسین، خوارزمی ج۱، ص۳۴۶-۳۴۷.
- ↑ البلاذری، انساب الاشراف، ج ۳، ص۱۸۱؛ الطبری، تاریخ الأمم و الملوک، ج ۵، صص ۴۱۲ - ۴۱۳؛ ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، ص۱۱۷.مقتل الحسین، خوارزمی ج۱، ص۳۴۶-۳۴۷
- ↑ بهبهانی، الدمعة الساکبة،۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۷۳؛ المقرم،مقتل الحسین(ع)، الناشر: مؤسسة البعثة، ص۲۱۹.
- ↑ بهبهانی، الدمعة الساکبة ج۴، ص۲۷۳-۲۷۴؛ المقرم، مقتل الحسین(ع)، ص۲۱۹.
- ↑ روضة الشهداء، ص۲۹۸. ناسخ التواریخ ج۲، ص۲۷۷.
- ↑ البلاذری، انساب الاشراف، ص۱۹۲ و الطبری، تاریخ، ص۴۳۴ و علی بن ابی الکرم ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ج ۴، ص۶۷.
- ↑ ناسخ التواریخ ج۲، ص۲۷۷-۲۷۹. البلاذری، انساب الاشراف، ص۱۹۷ و الطبری، تاریخ، ص۴۴۱ - ۴۴۲ و ابن اثیر، الکامل، ج ۴، ص۷۱ - ۷۲.
- ↑ وقار شیرازی، عشره کامله، ۱۳۶۰ش، ج۲، ص۴۰۲.
- ↑ الکوفی، الفتوح، ص۱۱۰ و البحرانی، العوالم، ص۲۷۱.
- ↑ البلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ۱۹۹۶م، ص۱۹۷؛ الطبری، تاریخ الطبری، منشورات مؤسسته الاعلمي للمطبوعات بيروت،ص۴۴۱ - ۴۴۲ و ابن اثیر، الکامل،۱۳۸۵ق، ج ۴، ص۷۱ - ۷۲.
- ↑ ابن شهرآشوب؛ مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۵ق، ۱۹۵۶م، ج ۳، ص۲۵۲، وقارشیرازی، عشره کامله،۱۳۶۰ش،ج۲، ص۴۰۳.
- ↑ الطبری، تاریخ، ص۴۳۵ و شیخ مفید؛ الارشاد،ج ۲، ص۱۰۳ و الموفق بن احمدالخوارزمی، مقتل الحسین(ع)، ج ۲، ص۱۴ - ۱۵ و طبرسی؛ اعلام الوری بأعلام الهدی،ج ۱، ص۴۶۲.
- ↑ الطبری، تاریخ، ص۴۳۵؛ شیخ مفید، الارشاد، ج ۲، ص۱۰۳.
سرچينې
- ابومخنف کوفی، وقعة الطف، جامعه مدرسین، چ: سوم، قم، ۱۴۱۷ق.
- محمد السماوی، ابصار العین فی انصار الحسین(ع)، تحقیق محمد جعفر الطبسی، مرکز الدرسات الاسلامیه لممثلی الولی الفقیه فی حرس الثورة الاسلامیه، چاپ اول.
- علی النمازی الشاهرودی، مستدرکات علم رجال الحدیث، تهران، ابن المؤلف، چاپ اول، ج ۸.
- الموسوی المقرم، عبد الرزاق؛ مقتل الحسین(ع)، بیروت، دارالکتاب الاسلامیه، چاپ پنجم، ۱۹۷۹.
- ابن اعثم الکوفی، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۹۹۱، ج ۵.
- عبدالله البحرانی، العوالم الامام الحسین(ع)، تحقیق مدرسه الامام المهدی(عج)، قم، مدرسه الامام المهدی(عج). چاپ اول، ۱۴۰۷.
- احمد بن یحیی البلاذری، انساب الاشراف، تحقیق محمد باقر محمودی، بیروت، دارالتعارف، چاپ اول، ۱۹۷۷، ج ۳.
- محمد بن جریر الطبری، تاریخ الأمم و الملوک (تاریخ الطبری)، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۹۶۷، ج ۵.
- ابن اثیر، علی بن ابی الکرم؛ الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر - داربیروت، ۱۹۶۵، ج ۴.
- شیخ مفید؛ الارشاد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳، ج ۲.
- الموفق بن احمد الخوارزمی، مقتل الحسین(ع)، تحقیق و تعلیق محمد السماوی، قم، مکتبة المفید، بیتا، ج ۲.
- طبرسی، اعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق، ج ۱.
- ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، تحقیق احمد صقر، بیروت، دارالمعرفه، بی تا.
- ابوالفداء اسماعیل بن عمر ابن کثیر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۹۸۶، ج ۸.
- السید ابراهیم موسوی زنجانی، وسیلة الدارین فی انصار الحسین(ع)، بیجا، چاپ سوم، ۱۴۱۰.
- علامه محمدباقر مجلسی، بحارالانوار، ج۴۵، بیروت، موسسه وفا، داراحیا التراث العربی، چ۳، ۱۴۰۳.
- ابی حنیفه احمد بن داود الدینوری، الاخبار الطوال، تحقیق عبدالمنعم عامر، ایران، قم، شریف رضی، ۱۳۷۰.
- محمدباقر دهدشتی بهبهانی، الدمعة الساکبة فی احوال النبی و العترة الطاهرة، بیروت، مؤسسة الاعلمی
- وقار شیرازی، عشره کامله، شیراز، نشر فروزنگه، ۱۳۹۰
- ابن نما حلی، مثیر الاحزان و منیر سبل الاشجان، المطبعة الحیدریه، نجف، ۱۳۶۹ق