عمار بن ابي سلامه همداني

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

په عمار دالاني مشهور، عَمّار بن ابي سلامه دالاني هَمْداني د پېغمبر(ص) له اصحابو او په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) له سپایانو او د کربلا له شهیدانو.[۱]

عمار له بني دالانو، د همدان قبیلې له یوې تپې و.[۲] هغه د کربلا په پېښه کې کوفې ته نزدې په نخیله کیمپ کې د ابن زیاد د وژلو هڅه وکړه خو بریالی نه شو. له هغه وروسته د امام حسین(ع) له قافلې سره یو ځای شو[۳] په ځينو سرچینو کې هه ته عامر هم ویل کیږی.[۴]

په الاکلیل من اخبار الیمن، کتاب کې د ابن‌حائک هَمْدانی (وفات ۳۳۴ق) په وینا، عمار بن ابي سلمه په پټه له کوفې ووته، هغه له زحر بن قیس او دهغه له ملګرو سره ښکېل شو او هغوی ته یې ماته ورکړه او ځان یې امام حسین(ع) ته ورساوه. ابن زیاد،زحر بن قیس له ۵۰۰ کسانو سره د جسر الصراة په څوکیدارۍ ګمارلی و چې څوک له کوفې ونه وځي.[۵]

عمار بن ابي سلامه د عاشورا په ورځ، په لومړي حمله ( د امام په سپایانو د عمر بن سعد د لښکریانو په عمومي حمله) کې شهید شو.[۶] په زیارت الشهدا (غیر معروف ناحیه زیارت) کې په «السَّلَامُ عَلَی عَمَّارِ بْنِ أَبِی سَلَامَةَ الْهَمْدَانِی» عبارت سره هغه ته سلام شوی دی.[۷]

محمد بن طاهر سماوي (وفات: ۱۳۷۰ق) په اِبْصار العین کې له تاریخ طبري څخه په نقل سره بصرې ته د ذي قار په لاره کې د هغه او امام علي تر مینځ یوه مکالمه نقل کړې ده. په دې خبرو اترو کې عمار له امامه پوښتنه کوي: کله چې هغوي ته ورسېږې نو څه به کوې؟ امام یې په ځواب کې وویل: هغوي خدای او اطاعت ته یې بلم او که ویې نه منله ورسره جنګېږم. عمار وویل: په دې بڼه کې به هغوي خدای ته پر بلونکي بریالي نه شي.[۸] د تاریخي سرچینو د راپور له مخې امام علي(ع) له عایشه، طلحه او زبیر سره د جنګ لپاره له مدینې د عراق په لور وخوځېد او عراق ته له ننوتلو وروسته یې په ذي قار سیمه کې پړاو واچوه.[۹]

فوټ نوټ

  1. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۰۷؛ سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۴.
  2. وګورئ: ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۰۷؛ سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۳.
  3. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۸۰.
  4. ابن‌حائک، الاکلیل، ۱۴۲۵ق، ج۱۰، ص۹۳.
  5. ابن‌حائک، الاکلیل، ۱۴۲۵ق، ج۱۰، ص۹۳.
  6. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۳.
  7. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۵.
  8. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۴.
  9. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج‏۳، ص۲۲۶.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌حائک، حسن بن احمد، الاکلیل من اخبار الیمن و انساب حمیر، تحقیق محمد اکوع حوالی، صنعا، وزارة الثقافة و السیاحة، ۱۴۲۵ق/۲۰۰۴م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌مشهدی، محمد، المزار الکبیر، قم، قیوم، ۱۴۱۹ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
  • سماوی، محمد بن طاهر، ابصارالعین فی انصار الحسین، تحقیق محمدجعفر طبسی، مرکز الدراسات الاسلامیة لحرس الثورة، ۱۴۱۹ق.