عمر بن حسن بن علي

د wikishia لخوا

عُمَر بن حسن بن علي بن ابی‌ طالب د امام حسن مجتبی(ع) زوی چې د کربلا په پېښه کې موجود و او د کربلا له اسیرانو څخه و.

نوم او نسب

ځینو یې نوم عَمْرو لیکلی دی.[۱] ځینو هغه د امام حسین(ع) په بچیانو کې شمېر کړی دی.[۲] خو مشهوره دا ده چې هغه د امام حسن(ع) له بچیانو و او مور یې ام ولد ده.[۳]

د کربلا په پېښه کې اسارت

هغه څه چې مورخان ورباندې ډېر اتفاق لري، په کربلا کې د هغه اسارت دی. په مقاتل الطالبیین کې راغلي دي: د امام حسین(ع) اهل بیت یې بندیان کړل او پکې د امام حسن مجتبی(ع) له بچیانو څخه عمر، زید او حسن هم وو.[۴] د طبري په وینا، یزید بن معاویه وړوکی عمر بن حسن وغوښت او وې ویل: تیار یې زما له زوي خالد سره غېږه ورکړې؟ عمر وویل: په دې طریقه نه. مونږ دواړو ته یو چاقو راکړه چې وجنګیږو که هغه زه ووژلم له خپل نیکه پېغمبر(ص) به یو ځای شم او که ما هغه وواژه، له خپل نیکه معاویه او ابو سفیان سره به یو ځای شي.[۵]

ځینو ویلي چې هغه په کم عمرۍ کې د کربلا په پېښه کې شهید شوی دی.[۶] او ځینو یې شهادت په شک و تردید سره نقل کړی دی.[۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن حبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۲، ص۳۱۱.
  2. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۲۵۹.
  3. یغقوبی، تاریخ یعقوبی، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۲۲۸.
  4. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفه، ص۱۱۹.
  5. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۴۶۲.
  6. خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۴۸.
  7. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۲۵۹.

سرچينې

  • ابن‌ حبان‌، محمد، کتاب‌ الثقات‌، به‌ کوشش‌ عزیزبیگ‌ و دیگران‌، حیدرآباد دکن‌، ۱۳۹۳ق‌.
  • اصفهانی، ابوالفرج، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت،‌ دار المعرفة، بی‌تا.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، موسسه الاعلمی، بیروت، ۱۴۰۳ق.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین علیه‌السلام، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۳ق.
  • مازندرانی، محمد بن علی، ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب. نجف: المکتبة الحیدریة، ۱۳۷۶ق.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، ترجمه محمدابراهیم آیتی، تهران، ۱۳۶۲ش.