عیسی احمد قاسم

عیسی احمد قاسم چې د شیخ عیسی قاسم په نوم مشهور دی (په ۱۳۱۵ لمریز کال کې زیږیدلی)، په بحرین کې یو شیعه عالم او ټولنیز- سیاسي فعال دی. هغه د قم او نجف په علمي مدرسو کې د زده کړې تاریخ لري او د سید محمد باقر صدر شاګرد دی هغه څه موده د بحرین د مقننه او ملي شورا غړی و.
ویل شوي چې د هغه د مختلفو ټولنیزو فعالیتونو لکه د جمعې د لمانځه او د ګوندونو او سازمانونو د جوړولو هدف د بحرین د شیعو د حقونو دفاع ده. عیسی قاسم اوس د بحرین د شیعو د روحاني مشر په توګه پیژندل کیږي او د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې ټولنه د عالي شورا غړی دی. د بحرین حکومت د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۳۱ مه د هغه تابعیت واخیست.
پیژندنه
عیسی احمد قاسم په ۱۹۴۱ کال کې د بحرین د پلازمینې منامې په څنډه کې د دراز په کلي کې زیږیدلی دی. د هغه کورنۍ د ټولنې د منځنۍ طبقې څخه وه او پلار یې کب نیونکی و. عیسی په څلور کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړ او د خپلې مور تر څارنې لاندې لوی شو.[۱]
د لومړنیو او منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته یې دوه کاله د ښوونکو په روزنه کې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۹ کال کې یې د تدریس جواز ترلاسه کړ او بیا د بحرین په ښوونځیو کې ښوونکی شو.[۲]
د دیني مدرسې زده کړې
عیسی قاسم د لومړنیو او منځنیو زده کړو او د استاذۍ د زده کړو ترڅنګ د دیني مدرسې زده کړې هم وکړې او د همدې لپاره به منامې ته نږدې د النعیم سیمې ته تله. او له علامه علوي الغریفي[۳] او عبدالحسين حلي شاګردي یې وکړه.[۴]
عیسی قاسم په ۱۹۶۲ کال کې په ۲۱ کلنۍ کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره نجف ته ولاړ او هلته یې د فقهې په پوهنځي کې زده کړې وکړې او له همدې پوهنځي څخه یې د «الفقه الشریعه» په برخه کې د لیسانس سند تر لاسه کړ او دې سره سره یې د سید محمد باقر صدر په درسونو کې هم ګډون وکړ.[۵] هغه په ۱۹۶۸ کال کې بحرین ته راستون شو او د بحرین په ښوونځیو کې یې تدریس پیل کړ، خو په ۱۹۷۰ کال کې بیا نجف ته راستون شو او د دیني حوزې درسونو ته یې ادامه ورکړه.[۶]
د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې قم ته د زده کړې لپاره داخل شو. په قم کې يې استادان محمد فاضل لنکراني، سيد کاظم حائري او سيد محمود هاشمي شاهرودي وو. په ۲۰۰۱میلادي کال (1380 لمریز) کې په بحرین کې د وضعیت له نسبتا ښه کیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو.[۷]
ټولنیز سیاسي فعالیتونه
د بحرین په مقننه مجلس کې غړیتوب

په ۱۹۷۱ کال کې له ایران څخه د بحرین له جلا کېدو او د دغه هېواد د اساسي قانون د طرحې لپاره د پارلمان له جوړېدو وروسته، عیسی قاسم د پارلمان د یوه غړي په توګه وټاکل شو او د پارلمان د اسلام ګروهنې تحریک ترڅنګ یې د بحرین د اساسي قانون کې یې د اسلامي موادو او بندونه په مسوده کې هم ونډه درلوده.[۸] د بحرین د ملي شورا د لومړۍ دورې غړی هم و.[۹]
د مذهبي ګوندونو او سازمانونو جوړول
عیسی قاسم د بحرین له یو شمېر نورو علماوو سره یوځای ګوندونه او تنظیمونه جوړ کړی دی. د دې مرکزونو څخه خورا مهم دا دي:
- جمعیة التوعیة الاسلامیة
- د بحرین د علماوو شورا
- جمعیه الوفاق الوطنی الاسلامیه: عیسی قاسم د جمعیه الوفاق معنوی مشر او سکرتر جنرال علی سلمان د هغه له شاګردانو څخه دی.[۱۰]
عیسی قاسم همدارنګ د اهل بیتو د نړیوالې ټولنه غړی هم دی.[۱۱]
د جمعې لمونځ قایمول
عیسی قاسم به په بحرین کې د خپل ژوند په اوږدو کې د بحرین په الدراز کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خپل دریځ څرګنداوه. دغو ځینو دریځونو د بحرین د حکومت غبرګون راپارولی دی. د آیت الله عیسی قاسم په «آیتالله عیسی قاسم؛ مردم صلح و اصلاح» کتاب کښې د دغو خطبو اقتباسات راټول شوي او خپاره شوي دي.[۱۲]
د آل خلیفه د حکومت له سیاستونو سره مخالفت
د بحرین د حکومت په وړاندې د عیسی قاسم ښکاره دریځونه د حکومت د ناخوښۍ سبب شول او د بحرین د عدلیې وزیر عیسی قاسم ته د جمعې د لمانځه په اړه د هغه د دریځونو په اړه خبرداری ورکړ او ګواښ یې وکړ چې هغه به د جمعې د لمانځه له ادا کولو منع کړي.[۱۳] د بحرین د عدلیې وزیر عیسی قاسم ته په خپل لیک کښې هغه په هیواد کښې د فتنې په رامینځته کولو او د خلکو په هڅولو او د قانون په ماتولو تورن کړ او هغه ته یې لیکلي وو: ته په داسې مقام کښې نه یې چې د رسول الله(ص) له منبره د مسلمانانو په هکله حکم صادر کړې یوه ډله تورنه کړې او بله ډله د ظالم په توګه معرفي کړې.[۱۴]
د تلبیه جمعه
دا ګواښ په بحرین کې د علماوو او شیعه ګانو له غبرګون سره سم شوی. د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم په ۱۹ نېټه په بحرین کې د جمعې د لمانځه ټول لمونځونه د حکومت له خوا تعطیل اعلان شول او د الدراز ښار ته په لاره کې د حکومت له خوا د رامنځته شویو خنډونو او د حکومتي ځواکونو د وهلو ټکولو سره سره، د جمعې د لمانځه قائمولو لپاره وتل او د عیسی قاسم تر امامت لاندې یې د جمعې لمونځ ادا کړ. د بحرین د خلکو د مقاومت په ترڅ کې دغه ورځ د جمعة التلبیه په نوم مشهوره شوې ده.[۱۵]
د فبروري د ۱۴ غورځنګ
- اصلي مقاله: په بحرین کې د فبروري د ۱۴ انقلاب
عیسی قاسم د خپلو علمی او مبارزو ریکارډونو له کبله د بحرین د شیعو په منځ کې ځانګړی ځای لري، او د اسلامی بیدارۍ په جریان کې د بحرین د شیعو مشر ګڼل کېږی.[۱۶]
د فبرورۍ د څوارلسمې د پاڅون په پیل کې هغه د بحرین د حکومت د سیاستونو په وړاندې په اعتراض کې چوپ پاتې شو.[۱۷] خو له هغه وروسته یې څو ځلې د دغه غورځنګ ملاتړ وکړ، د لاریون کوونکو تر مینځ حاضر شو او له نورو شیعه بحرینی عالمانو سره یو ځای یې د ټپیانو او خوشې شویو بندیانو تپوس وکړه. او د بحرین د حکومت پر ضد یې خپل احتجاج اعلان کړ.[۱۸]
د لبیک یا بحرین مظاهرې
عیسی قاسم د بحرین د پادشاه د هغو څرګندونو په غبرګون کښې چې د حکومت مخالفان یې کمزوری ګڼلی وو، د ۱۳۹۰ کال د کب د میاشتې په ۱۲ نیټه د جمعې د لمانځه په خطبو کښې د خپل ګډون د اعلانولو په ترڅ کښې د بحرین له ټولو خلکو وغوښتل چې د کب د میاشتې په ۱۹ نیټې د«لبیک یا بحرین» په لاریون کښې ګډون وکړی. دا مظاهرې د سعودی عربستان د فوځی ځواکونو د مداخلې د کلیزې په مناسبت د بحرین د شیعه مظاهره چیانو په ځپلو سره د ۱۳۹۰ کال د کب د میاشتې په ۱۹ نیټې ترسره شوې او ویل کیږی چې څه د پاسه ۵ لاکه کسانو پکښې ګډون کړی وو. مظاهره چیانو د بحرین د حکومت د بدلون او په بحرین کښې د آل خلیفه د واکمنۍ په خلاف شعارونه ورکول. هغوي همدارنګ د سعودي عربستان د پوځي ځواکونو د سمدستي وتلو او د سیاسي بندیانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.[۱۹]
د بحرین د حکومت اقدامات
د ابنا خبری اژانس د راپور له مخې د بحرین د حکومت زیات شمېر وسله والو پوځیانو د ۱۳۹۲ کال د غويي په ۲۷ نېټه د عیسی قاسم په کور حمله وکړه او د کور د دروازو د قلفونو په ماتولو او د کور د سامانونو په ویجاړولو سره یې د کور تالاشی وکړه. د دې عملیاتو په ترڅ کې عسکرو ښځې او ماشومان په کور کې په یوه کوټه کې بندیان کړل. دا عمل د بحرین دننه او بهر د پراخو لاریونونو لامل شو.[۲۰]
د تابعیت څخه محرومیت
د بحرین حکومت په عیسی قاسم باندې د خپلو فشارونو په دوام د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۳۱ نیټه له هغه تابعیت واخیست.[۲۱] دا عمل د بحرین دننه او نړیوالو غبرګونونو سبب شو.[۲۲]

قدرونه
د عیسی قاسم د درناوي په هدف «د بحرین مسیح» کنفرانس 1393 کال د وري په ۳۱ مه د تهران په امیر کبیر پوهنتون کې ترسره شو.[۲۳] جامعة المصطفی العالمیه پوهنتون هم د المصطفی نړیواله څلورمه جایزه د آیت الله شیخ عیسی قاسم د قدرونې په موضوع سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د عالمانو په شتون سره د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په نهمه نېټه په تهران کښې ترسره کړ. په دې مراسمو کې د عیسی قاسم د اثارو د ۴۵ ټوکونو مخ کتنه وشوه او د هغه استازي ته د ستاینې سند او د المصطفی نړیواله جایزه ورکړل شوه.[۲۴]
د اسوة الفقاهة و المقاومة سافټویر خپرول
د «اسوة الفقاهة و المقاومة» سافټ ویر کې د عیسی احمد قاسم د اثارو ۲۷ ټوکونه په عربي ژبه (۵ تصویري عنوانونه او ۹ متني) سره د نړیوال کنفرانس کتاب او انځورونه او څو لنډ مستند فلمونه او اړونده فلمونه، د اسلامي علومو د کمپیوټر څېړنیز مرکز (نور) لخوا په 1396 کال کې خپاره شول.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ «السیرة المختصرة لسماحة آیة الله الْشیخ عیسی أَحمد قاسم»، سایت الکوثر.
- ↑ «السیرة المختصرة لسماحة آیة الله الْشیخ عیسی أَحمد قاسم»، سایت الکوثر.
- ↑ رهنما، «نگاهی به زندگی و آثار مرحوم علامه الغریفی»، سایت تبیان.
- ↑ «میان اصلاح و انقلاب: شیخ قاسم، شیعیان بحرینی و جمهوری اسلامی ایران».
- ↑ «زندگینامه رهبر انقلابیون بحرین»، سایت مشرقنیوز.
- ↑ «الشیخ عیسی أحمد قاسم»، مجلة الوسط.
- ↑ «نگاهی گذرا بر سرگذشت مبارزاتی شیخ عیسی قاسم»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «نگاهی به اندیشهها و دیدگاههای شیخ عیسی قاسم رهبر شیعیان بحرین»، خبرگزاری فارس.
- ↑ «نگاهی به اندیشهها و دیدگاههای شیخ عیسی قاسم رهبر شیعیان بحرین»، خبرگزاری فارس.
- ↑ «لقبی که رهبر انقلاب به شیخ عیسی قاسم دادند/ مردم بحرین تابعیت آلخلیفه را لغو میکنند»، سایت مشرقنیوز.
- ↑ «معرفی مجمع»، سایت مجمع جهانی اهلبیت.
- ↑ «خطبه های نمازجمعه آیت الله شیخ عیسی قاسم منتشر شد»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ «احتمال ممنوعیت اقامه نماز جمعه رهبر شیعیان بحرین»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «آل خلیفه چارهای جز اصلاحات ندارد»، خبرگزاری فارس.
- ↑ «حشود غفیرة تصلی خلف الشیخ قاسم وتحت شعار "جمعة التلبیة"»، سایت قناة العالم.
- ↑ باقری و آجیلی، «واکاوی اندیشه سیاسی آیت الله شیخ عیسی احمد قاسم (رهبر انقلاب بحرین)»، ص۵۹.
- ↑ «تماس تلفنی آیتالله سیستانی با شیخ عیسی قاسم برای پیگیری انقلاب بحرین/ شیخ عیسی، آمریکا را شیطان بزرگ میداند»، خبرگزاری رسا.
- ↑ «علمای بحرین به ملاقات مجروحان رفتند»، شبکه العالم؛ «سخنرانی شیخ عیسی قاسم در سالگرد انقلاب ۱۴ فوریه بحرین»، خبرگزاری مهر؛ «شیخ عیسی قاسم درجمع 500 هزار بحرینی»، شبکه العالم.
- ↑ «شیخ عیسی قاسم در جمع ۵۰۰ هزار بحرینی»، شبکه العالم.
- ↑ «واکنشها به تجاوز به بیت شیخ عیسی قاسم»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «مردم بحرین با کفن از شیخ عیسی قاسم حمایت کردند + تصاویر»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «مردم بحرین با کفن از شیخ عیسی قاسم حمایت کردند + تصاویر»، خبرگزاری ابنا؛ «واکنش آمریکا به لغو تابعیت شیخ عیسی قاسم»، سایت تابناک؛ «حزبالله سلب تابعیت رهبر شیعیان بحرین را محکوم کرد»، خبرگزاری ابنا.
- ↑ «از مسیح بحرین تجلیل شد»، خبرگزاری دانشجو.
- ↑ «تصاویر/ چهارمین دوره جایزه جهانی المصطفی»، سایت المصطفی نیوز.
- ↑ اسوه فقاهت و مقاومت (مجموعه آثار آیتالله شیخ عیسی احمد قاسم)، مرکز تحقیقات کامپیوتری نور.
سرچينې
- اسوه فقاهت و مقاومت (مجموعه آثار آیتالله شیخ عیسی احمد قاسم)، مرکز تحقیقات کامپیوتری نور، تاریخ انتشار: ۱۳۹۶/۱۰/۲.
- «آل خلیفه چارهای جز اصلاحات ندارد»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۴ شهریور ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «احتمال ممنوعیت اقامه نماز جمعه رهبر شیعیان بحرین»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۲۷ مهر ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «از مسیح بحرین تجلیل شد»، خبرگزاری دانشجو، تاریخ درج مطلب: ۳۱ فروردین ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «السیرة المختصرة لسماحة آیة الله الْشیخ عیسی أَحمد قاسم»، سایت الکوثر، تاریخ درج مطلب: ۱۶ اکتبر ۲۰۱۷م، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «الشیخ عیسی أحمد قاسم»، مجله الوسط، تاریخ درج مطلب: ۲ سپتامبر ۲۰۰۵م، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- باقری، عابد، و هادی آجیلی، «واکاوی اندیشه سیاسی آیت الله شیخ عیسی احمد قاسم (رهبر انقلاب بحرین)»، در مجله مطالعات دولت پژوهی در جمهوری اسلامی ایران، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
- «تصاویر/ چهارمین دوره جایزه جهانی المصطفی»، سایت المصطفی نیوز، تاریخ درج مطلب: ۹ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «تماس تلفنی آیتاللهسیستانی با شیخ عیسی قاسم برای پیگیری انقلاب بحرین/ شیخ عیسی، آمریکا را شیطان بزرگ میداند»، خبرگزاری رسا، تاریخ درج مطلب: ۱ خرداد ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «حزبالله سلب تابعیت رهبر شیعیان بحرین را محکوم کرد»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۳۱ خرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «حشود غفیرة تصلی خلف الشیخ قاسم وتحت شعار "جمعة التلبیة"»، سایت قناة العالم، تاریخ درج مطلب: ۹ نوامبر ۲۰۱۲م، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «خطبه های نمازجمعه آیت الله شیخ عیسی قاسم منتشر شد»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۷ مرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۸ مرداد ۱۴۰۳ش.
- رهنما، حامد، «نگاهی به زندگی و آثار مرحوم علامه الغریفی»، سایت تبیان، تاریخ درج مطلب: ۵ اردیبهشت ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «زندگی و سوابق رهبر انقلابیون بحرین + تصاویر»، سایت مشرقنیوز، تاریخ درج مطلب: ۳ اردیبهشت ۱۳۹۰، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۳.
- «سخنرانی «شیخ عیسی قاسم» در سالگرد انقلاب ۱۴ فوریه بحرین»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۷ بهمن ۱۳۹۸، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۳.
- «شیخ عیسی قاسم در جمع ۵۰۰ هزار بحرینی»، شبکه العالم، تاریخ درج مطلب: ۱۹ اسفند ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «علمای بحرین به ملاقات مجروحان رفتند»، شبکه العالم، تاریخ درج مطلب: ۳ اسفند ۱۳۸۹، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۳.
- «لقبی که رهبر انقلاب به شیخ عیسی قاسم دادند/ مردم بحرین تابعیت آلخلیفه را لغو میکنند»، سایت مشرقنیوز، ۱ تیر ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «مردم بحرین با کفن از شیخ عیسی قاسم حمایت کردند + تصاویر»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۳۱ خرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «معرفی مجمع»، سایت مجمع جهانی اهل بیت، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «میان اصلاح و انقلاب: شیخ قاسم، شیعیان بحرینی و جمهوری اسلامی ایران».
- «نگاهی به اندیشهها و دیدگاههای شیخ عیسی قاسم رهبر شیعیان بحرین»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۲۰ دی ۱۳۹۰، تاریخ بازدید: ۳ تیر ۱۴۰۲.
- «نگاهی گذرا بر سرگذشت مبارزاتی شیخ عیسی قاسم»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب، ۳۱ خرداد ۱۳۹۵، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۳.
- «واکنش آمریکا به لغو تابعیت شیخ عیسی قاسم»، سایت تابناک، تاریخ درج مطلب: ۱ تیر ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.
- «واکنشها به تجاوز به بیت شیخ عیسی قاسم/ سخنان آیت الله قاسم پس از حمله»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۲۷ اردیبهشت ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اسفند ۱۳۹۷ش.