د جمعې لمونځ

د wikishia لخوا
په قدس کې د جمعې لمونځ

د جُمعې لمونځ، دوه رکعتي لمونځ دی چې د جمعې ورځې په ماسپښین، د ماسپښین لمانځه په ځای او په جَماعت سره کیږي. د جمعې لمونځ لږ تر لږه پینځو کسانو سره کیږي چې یو یې د جُمعې امام دی. د جمعې امام باید له لمانځه مخکې د لمونځ کوونکو لپاره دوه خطبې ووایي چې تقوا ته بلنه پکې شامله ده.

د دغه لمونځ د ترسره کولو فقهي حکم په جمعې سورې کې راغلی دی. روایتونو د جمعې لمونځ د بېوزلانو حج او د ګناهانو د بخښل کېدو سبب ګڼلی او ځینو روایتونو د هغه پرېښودل د نفاق او فقر سبب ګڼلی دی. د جمعې لمونځ د معصومو امامانو په شتون کې واجب او د غیبت په زمانه کې د تقلید د ډېرو مراجعو په نظر تخییري واجب دی.

د جمعې لمونځ د قاهرې په التحریر چوک کې

په ایران کې د جمعې لمونځ د شاه اسماعیل صفوي د حکومت په زمانه کې دود شو او له دې وروسته په ډېرو ښارونو کې ترسره کېده. د اسلامي جمهوریت په زمانه کې د هیواد په ټولو ښارونو کې کیږي.

د جمعې لمونځ د اسلام له لومړيو وختونو د مسلمانانو له مهمو ټولنیزو شعایرو و او د مسلمانانو د یووالي له بېلګو ګنل کېږي. د خطبو سیاسي-ټولنیزو مسایلو ته په پام سره، د جمعې لمونځ په عبادي-سیاسي لمونځ هم مشهور شوی دی.

د جمعې لمانځه اهمیت او مقام

د جمعې لمونځ په اسلام کې یو ډېر مهم عبادي واجب دی[۱] چې د جمعې ورځې په ماسپښین او په جَمعې ترسره کیږي. د جمعې لمونځ د لمونځونو لپاره د ورځینو اجتماعاتو، د لوی او وړوکي اخترونو د کلنۍ اجتماع او د حج د اجتماع تر څنګ چې د خدای د کور تر څنګ ترسره کیږي له څلورو اجتماعاتو څخه یوه اجتماع ده.[۲]

د جمعې لمونځ د اسلامي حکومت د ولسي توب یوه جلوه ګڼل شوې ده[۳] او د «عبادي-سیاسي لمونځ» په نامه یادیږي.[۴] د جمعې لمونځ د ټولنې د خلکو د خبرولو او اګاهۍ، له ایمان سره یو ځای د پوهې چمتوکوونکی[۵] او پراخه او نفوذ لرونکې رسنۍ هم بلل شوې ده.[۶] د جمعې لمانځه سیاسي اړخونه دومره پیاوړي دي چې د امویانو او عباسیانو په زمانه کې ورو ورو د جمعې لمانځه عبادي اړخونه کمزوري او د جمعې لمونځ په یو سیاسي سمبول او د خلافت په یو شعار بدل شو.[۷]

په قرآن او حدیثونو کې د جمعې لمانځه اهمیت

په قرآن کې د جمعه په نوم یوه سوره ده چې د جمعې لمانځه په چورلیزتوب نازله شوې او مومنان پکې په صراحت سره د ورځینو کارونو پرېښودو او په دغه لمانځه کې ګډون کولو ته بلل شوي دي. ویل شوي چې د جمعې لمانځه په هکله له پېغمبر او امامانو کابو دوه سوه حدیثونه راغلې دي.[۸] په حدیثونو کې هم د جمعې په لمانځه کې ګډون د تېرو ګناهونو د بخښل کېدو،[۹] د قیامت د سختیو د اسانېدو،[۱۰] او د جمعې لمانځه په لاره کې د هر ګام لپاره د پریمانه ثواب[۱۱] سبب ګڼل شوی او همداراز ویل شوي چې خدای تعالی د هغه په بدن اور حراموي[۱۲] او سپک ګڼل یې د پریشانۍ او بې برکتۍ سبب کیږي.[۱۳] همداراز نقل شوي چې علی بن ابي طالب(ع) ځینې زندانیان د جمعې په لمانځه کې د ګډون کولو په خاطر ازادول.[۱۴] د یوولسمې پېړۍ محدث او فقیه فیض کاشاني د جمعې لمونځ په اسلام کې تر ټولو زیات فضیلت لرونکی واجب ګڼلی دی.[۱۵] او په یو بل حدیث کې د جمعې لمونځ د بېوزلانو حج بلل شوی دی.[۱۶]

په مختلفو اسلامي سیمو کې د جمعې لمونځ ترسره کېدل

د جمعې لمونځ د رسول الله مبارک له زمانې همېشه په مدینه کې کېده او له هغه وروسته د مختلفو خلیفه ګانو په زمانه کې هم د خلافت په مرکز او په نورو ښارونو کې ترسره کېده.[۱۷] کله کله ځینې لاملونه لکه د ښارونو پراختیا او لوییدا، په یو ښار کې د مختلفو فرقو او مذهبونو شتون او د واکمنانو سیاسي امنیتي ملاحظات سبب کېدل چې په یو ښار کې د جمعې څو لمونځونه وشي.[۱۸] په اومه پېړۍ کې د ابن بطوطه په راپور د بغداد په یوولسو جوماتونو کې د جمعې لمونځ کېده.[۱۹] د ممالیکو په پړاو کې د نفوسو د زیاتېدو له امله، د جمعې لمونځ په سیمه ایز جوماتونو او مدرسو کې هم ترسره کېده.[۲۰] ادعا شوې چې د مسلمانانو د جمعې تر ټولو لوی لمونځ هغه دی چې په مکې کې اوعرفات ته د حجیانو له روانېدو مخکې ترسره کیږي او په ټوله نړۍ کې حجیان پکې برخه اخلي.[۲۱]

د جمعې لمانځه وجوب

ټول مسلمانان د جمعې لمونځ واجب ګڼي. شیعه او اهل سنت فقیهان د جمعې لمانځه د وجوب د ثابتولو لپاره د جمعې سورې په نهم ایت او ډېرو حدیثونو[۲۲] او اجماع استناد کوي او د هغه پریښودونکی یې د سزا وړ ګڼلی دی.[۲۳] د جمعې لمونځ په ښځو، مسافرو، ناروغانو او کمزورو او هغو کسانو چې د جمعې لمانځه له ځایه تر دوو فرسخو زیاته فاصله لري واجب نه دی.[۲۴]

د اسلامي مذهبونو په فقهي سرچینو کې د لمانځه د بحث یو څپرکی (کتاب الصلوة) د جمعې لمانځه ته مخصوص دی.[۲۵] همداراز د جمعې لمانځه په باره کې د فقهي اثارو او پوره پوره رسالو لیکل د دغه عبادت د مهم مقام په وجه، له لومړیو پېړیو څخه دود وو.[۲۶] د صفویانو په پړاو کې په ایران کې د جمعې لمانځه د اقامې له دودېدو وروسته په دې اړه رساله لیکنې لا جدي شوې.[۲۷] ډېرو نومیالیو فقیهانو د جمعې لمانځه په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبه رسالۍ ولیکلې چې ځینې یې د نورو رسالو په رد یا دفاع کې وې.[۲۸]

د جمعې لمانځه په وخت د پېر پلور منعوالی

د جمعې سورې د نهم ایت مطابق د جمعې لمانځه په وخت له پېر پلوره منع شوې ده او د همدې سورې د لسم ایت مطابق د لمانځه له ختمېدو وروسته پېر پلور او هر ډول کار روزګار(لکه د ناروغ پوښتنه او له مومنو وروڼو سره لیده کاته او...) هیڅ محدودیت نه لري.[۲۹]

د قرآن مفسر او د تقلید مرجع ایت الله جوادي املي په دې باور دی چې د جمعې سورې په نهم ایت کې د وَذَرُوا الْبَیْعَ عبارت مطلب یوازې پېر پلور نه دی بلکې مطلب دا دی چې هر کار چې جمعې لمانځه ته د تګ مخه نیسي جایز نه دی او که څوک دغه کار کړي ګناه یې کړې که څه هم د هغه پېر پلور صحیح دی. هغه همداراز باوري دی چې که څوک د جمعې لمانځه په لور د تګ (سعي) په وخت پېر پلور وکړي نو باک نه لري، ځکه چې دا کار د تګ (سعي) مخه نه نیسي.[۳۰]

د غیبت په زمانه کې د جمعې د لمانځه حکم

اصلي مقاله: د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ

««یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذَا نُودِیَ لِلصَّلَاةِ مِن یَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَیٰ ذِکْرِ اللَّـهِ وَذَرُ‌وا الْبَیْعَ ۚ ذَٰلِکُمْ خَیْرٌ لَّکُمْ إِن کُنتُمْ تَعْلَمُونَ»:ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، کله چې د جمعې لمانځه ته غږ ورکړی شي، نو د خدای د ذکر لور ته وزغلئ او پېر پلور پرېږدئ. پوه شئ دا ستاسو لپاره غوره ده.»

* جمعه سوره، ۹ آیت

د معصوم امام د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ کول د شیعه فقیهانو تر مینځ یوه بحث راپارونکي موضوع ده چې ځینو یې د حرمت، ځینو یې د تعیین وجوب او ځینو یې د تخییري وجوب نظر ورکړی دی.[۳۱]

د جمعې لمانځه د ترسره کولو څرنګوالی

د جمعې لمانځه د ترسره کولو لپاره اول باید دوه خطبې (ویناوې) ورکړی شي او بیا دوه رکعته د جمعې لمانځه په نیت وکړی شي. دغه دوه رکعته، دوه مستحب قنوته لري؛ یو د لومړي رکعت له رکوع مخکې او بل له دوهم رکعت وروسته.

د جمعې لمانځه د ترسره کولو شرایط

زیاتره شیعه فقیهان[۴۹] باوري دي چې د جمعې لمانځه د ترسره کولو لپاره لږ تر لږه د پینځو کسانو ضرورت دی[۵۰] او ځینو اوه کسان لازم ګڼلې دي. حنفیان د جمعې پر امام سربېره لږ ترلږه درې کسان او حنبلیان لږ تر لږه څلویښت کسان او مالکیان لږ تر لږه د ښار د دولسو تنو شتون لازم ګڼي.[۵۱] همداراز د امامي فقهاوو په نظر لازمه ده چې د جمعې د دوو لمونځونو تر مینځ لږ تر لږه یو فرسخ فاصله وي او که دغه شرط پوره نه شي هغه لمونځ چې وروسته شوی وي باطل دی.[۵۲]

د ترسره کېدو ځای

د هند د جمعې لمونځ – فتح پوري جومات

د جمعې لمونځونه معمولا د هر ښار په جامع جومات کې ترسره کیږي چې کله د اعظم جومات، کله د مسجد جماعت کله د جمعې جومات او کله د آدینې جومات په نامه یادیږي.[۵۳] دغه جوماتونو ته جامع جومات ویل په هغو کې د جمعې د لمانځه په شان اجتماعاتو د ترسره کولو په وجه دي.[۵۴] په ځینو ښارونو کې د مصلی (عیدګاه) په نوم ځایونه جوړ شوي چې د جمعې لمونځ هلته ترسره کیږي؛ لکه د تهران لویه مصلی، په قم کې قدس مصلی او په کابل شهید مزاري مصلی

د جمعې لمانځه خطبې

د جمعې لمونځ په دوو خطبو سره پېل کیږي چې په حقیقت کې د ماسپښین د دوو لومړیو رکعتونو په ځاي دي.[۵۵] د تقلید د ډېرو مراجعو په باور، د جمعې خطبې باید له شرعي ماسپښینه وروسته ورکړی شي.[۵۶] د شیعه فقیهانو د مشهور نظر مطابق په خطبې کې باید لږ ترلږه د خدای حمد، پر پېغمبر(ص) درود، تقوا ته بلنه او نصیحت او د قرآن د یوې وړې سورې قرائت شامل وي.[۵۷] لمونځ کوونکي باید د هر هغه کار چې هغوي د خطبې له اورېدلو منعې کوي لکه خبرې کول یا سودا کول. پرېږدي[۵۸] د مرتضی مطهري په وینا قرآن دغه دوو خطبو ته که څه هم منبر او وینا ده، د لمانځه په شان د « ذکر الله» نوم کارولی دی.[۵۹]

له امام رضا په یو حدیث کې راغلي چې: دوه خطبې وټاکل شوې چې په یوې کې الهي حمد او تسبیح وي او په بله کې اړتیاوې، خبرداري، دعاګانې، او هغه اوامر او حکمونه چې د اسلامي ټولنې له فساد او صلاح سره اړه لري، هغوي ته وویل شي.[۶۰]

د جمعې لمانځه شکل او قنوتونه یې

له دوو خطبو وروسته، دوه رکعته د جمعې لمونځ ادا کیږي. په لومړي رکعت کې له حمده وروسته د جمعې سورې لوستل او په دوهم رکعت کې د منافقون سورې لوستل، یا په لومړي رکعت کې د اعلی سورې او په دوهم رکعت کې غاشیه سورې لوستل مستحب دي. د سورو لوستل په لوړ غږ (جَهْر) لوستل هم مستحب دي[۶۱] د شیعه فقیهانو په نظر په لومړي رکعت کې له رکوع مخکې د قنوت لوستل او په دوهم رکعت کې له رکوع وروسته د قنوت لوستل مستحب دي.[۶۲]

د جمعې امام

اصلي مقاله: د جمعې امام

د جمعې امام د جماعت د امام لپاره د لازمو شرطونو پر لرلو سربېره[۶۳] باید ځینې نور شرطونه هم ولري لکه دا چې ښه وینا ولري، مېړانه، د مطالبو په بیانولو کې صراحت او د اسلام او مسلمانانو له مصالحو سره بلدتیا. همداراز غوره ده د جمعې امام ښه عالم او ډېر شریف انسان وي.[۶۴] په اومه هجري قمري پېړۍ کې شیعه فقیه محقق حلي په شرایع کې د ایمان او عدالت تر څنګ د عقل کمال هم د جمعې امام له شرایطو ګڼلی دی.[۶۵] او له دې امله چې د جمعې لمونځ کې ښځې شتون نه لري په هیڅ ډول شرایطو کې د ښځې لپاره د جمعې لمانځه امامتي جایزه نه ده.[۶۶]

شیعیانو او د اهل سنتو د زیاتره مذهبونو فقیهانو د جمعې لمانځه د صحیح والي لپاره ( د نورو بدني عبادتونو په شان) د وخت د حاکم اجازت یا شتون شرط نه دی ګڼلی او د دې لپاره یې جمعې په لمانځه کې د امام علي(ع) پر امامت هغه وخت چې عثمان د مخالفانو په محاصره کې و، استناد کړی دی.[۶۷] سره له دې، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د جمعې امامت همېشه حکومتي منصب پاتې شوی دی.[۶۸]

مشهور د جمعې امامان

په ایران کې د اسلامي جمهوریت له راتګ او د جمعې لمانځه له پراختیا وروسته، مشهورو شخصیتونو د جمعې لمونځ اقامه کړ چې تر ټولو مشهور یې سید محمود طالقاني،[۶۹] او سید علي خامنه اي دي چې د امام خمیني لخوا د تهران د جمعې د امامتۍ لپاره وټاکل شو.[۷۰] علی مشکیني اردبیلي،[۷۱] عبد الله جوادي آملي،[۷۲] هم له مشهورو عالمانو دي چې د قم د جمعې لمونځ یې ورکاوه. په عراق کې د بعثي نظام له سقوطه وروسته عبد المهدي کربلایي او سید احمد صافي، د کربلا د جمعې دوه امامان شول او په عراق کې میشته د تقلید د مرجع ایت الله سید علي سیستاني استازي ګڼل کیږي.[۷۳]

په ایران کې د ۱۳۶۰ لمریزې لسیزې په لومړیو کلونو کې د جمعې څو امامان په ترهه ګرو پېښو کې شهیدان شول چې په شهدای محراب مشهور شول.[۷۴] په عراق کې سید محمد باقر حکیم په ۱۳۸۲ ل کال کې د جمعې لمانځه له کولو وروسته د امام علي په حرم کې په یوې ترهه ګرې چاودنې کې شهید شو.[۷۵] له هغه مخکې سید محمد صدر (وفات:۱۳۷۷ل) د صدام حسین د حکومت په دوران کې په کوفې ښار کې د جمعې لمونځ ورکاوه[۷۶] او په یوې ترهه ګرې حملې کې شهید شو.[۷۷]

د جمعې لمانځه د ترسره کولو مخینه

د جمعې لمونځه له هجرته مخکې او د بعثت په دولسم کال په مکې کې تشریع شو. په دې کال پېغمبر اکرم(ص) چې په مکې کې یې د جمعې لمانځه د ترسره کولو امکان نه درلود، له مصعب بن عمیره په یو لیک کې وغوښتل چې د جمعې لمونځ په مدینې کې ترسره کړي[۷۸] د یو بل راپور په اساس[۷۹] د جمعې لومړی لمونځ اسعَد بن زُرارَه په مدینه کې اقامه کړ.

مدینې ته د پېغمبر په ورتګ سره، د جمعې لمونځ د هغوي په امامت ترسره شو.[۸۰] له مدینې ښار وروسته لومړی ځای چې پکې د جمعې لمونځ ترسره شو په بحرین کې عبدالقیس کلی و.[۸۱]

له نبوي زمانې وروسته د تاریخي راپورونو په اساس د جمعې لمونځ د لومړیو دوو خلیفه ګانو او د حضرت علي(ع) د حکومت (کال ۳۵-۴۰ق) او امام حسن(ع) (کال۴۰) په دوره کې هم دود و.[۸۲] ځینې شیعه روایتونه لکه د پېغمبر اکرم (ص) شعبانیه خطبه او د نهج البلاغې ځینې خطبې د دغه لمونځونو یادګارونه دي.

د امویانو (۴۱-۱۳۲ق) او عباسیانو (۱۳۲-۶۵۶ق) په زمانه کې هم د جمعې لمونځ خلیفه ګانو یا د هغوي چاروالو ترسره کاوه[۸۳] خلیفه ګانو به د خلافت د مرکز د جمعې امامان ټاکل[۸۴] او د نورو ښارونو د جمعې د خطیبانو انتخاب هم د هغه ځای د امیرانو او ولیانو په غاړه و.[۸۵]

د جمعې په لمانځه کې د امامانو شرکت

د شیعه له نظره، ظالم واکمنان او د هغوي له خوا ټاکل شوې د جمعې او جماعت امامان مشروعیت نه لري او د هغوي په امامت لمونځ نه شو کولی. سره له دې، د ځینو حدیثونو له مخې، شیعه امامانو او د هغوي پیروانو د تقیې له مخې یا په نورو دلایلو د جمعې لمانځه په دستورو کې شرکت کاوه.[۸۶] همداراز کله کله به د حکومتونو مخالفانو د خپل مخالفت د ښکاره کولو لپاره د جمعې په لمانځه کې له شرکته ډډه کوله.[۸۷] د جمعې په لمانځه نه حاضرېدل د وګړو لپاره ناخوښه مخینه ګڼل کېده.[۸۸]

د شیعه د جمعې لمونځونو اقامه

ویل شوي چې د غیبت کبرا په زمانه کې شیعه چې طاقت یې نه درلود، نه په خپله د جُمعې لمونځ اقامه کاوه او نه یې په ظالمو واکمنانو پورې په تړلو جمعې لمونځونو کې برخه اخیسته. سره له دې په محدودو مواردو لکه د ال بویه یا حمدانیانو په زمانه کې د شیعیانو له خوا د جمعې لمانځه ترسره کول راپور شوې دي.[۸۹]

په شیعه ټولنو کې د جمعې لمانځه په باره کې تر ټولو زاړه موجود راپورونه، د احمد بن فضل هاشمي په امامتۍ په بَراثا جومات (په بغداد کې د شیعیانو جومات) کې د جمعې لمانځه اقامه وه[۹۰] او حتی د ۳۴۹ ق کال په فتنې کې چې د بغداد د جمعې لمونځ بند شو په براثا کې د جمعې په لمانځه کې ځنډ رانغی،[۹۱] خو په ۴۲۰ ق کال کې د خلیفه له خوا د سني مذهبه خطیب په ټاکل کېدو سره د لمونځ اقامه یوه موده وځنډېده.[۹۲] همداراز د جمعې لمونځ به په ۳۵۹ ق کال کې په جامع ابن طولون او په ۳۶۱ق کال کې په جامع ازهر کې ترسره کېده.[۹۳] ځینې نښانې هم په دغه ښارونو کې په لومړیو هجري پېړیو کې د جمعې لمانځه په کېدو دلالت لري.[۹۴] په شیعیانو کې د جمعې لمونځ په ایران کې د صفوي شیعه حکومت د جوړېدو له وخته ځلا وموندله.[۹۵]

په ایران کې د جمعې لمونځ

اصلي مقالې: د تهران د جمعې لمونځ او د اصفهان د جمعې لمونځ

په شپږمې قمري پېړۍ کې شیعه لیکوال عبدالجلیل قزویني راپور کړی چې د جمعې لمونځ په ټولو شیعه میشته ښارونو کې کیږي او د بېلګې په توګه یې د قم، آوه، کاشان، ورامین او دیار مازندران نومونه اخستې دي.[۹۶]

د صفویه پړاو

د جمعې لمونځ شاه اسماعیل اول صفوي (۹۰۵-۹۳۰) د حکومت له وخته تدریجا د ایران په شیعه ټولنه کې پراخ شو. د دې چارې سبب له یوې خوا د جمعې لمانځه د نه ترسره کولو په وجه په شیعیانو د عثماني حکومت نیوکه او له بلې خوا په ایران کې د جمعې لمانځه د تبلیغ لپاره د شیعه عالمانو په تېره بیا محقق کرکي هڅه وه.[۹۷] له دې امله چې په شیعیانو کې د جمعې لمانځه ترسره کول چندانې دود نه وو او په عالمانو کې یې جدي مخالفان لرل[۹۸] د ایران په شیعه ټولنه کې هغه ته تدریجا رسمیت ورکړل شو.[۹۹] د معصوم امام د غیبت په زمانه کې د جمعې لمانځه د حکم او د لومړي شاه سلیمان صفوي په زمانه کې(حکومت: ۱۰۷۷ یا ۱۰۷۸-۱۱۰۵) یې د حرمت او وجوب په اړه بحث او جنجال تر دې حده ورسېد چې هغه د خپل وزیر اعظم په شتون سره د فقیهانو یوه غونډه جوړه کړه چې د جمعې لمانځه د حکم په اړه یوې واحدې نتیجې ته ورسیږي.[۱۰۰]

لومړي شاه طهماسب (حکومت:۹۳۰-۹۸۴ق) د محقق کرکي په سپارښتنه د هر ښار لپاره د جمعې امام وټاکه.[۱۰۱] د لومړي شاه عباس (حکومت: ۹۹۶- ۱۰۳۸) په زمانه کې رسما د جمعې د امامت منصب جوړ شو.[۱۰۲] معمولا د هر ښار شیخ الاسلام دغه منصب درلود، خو کله کله به ځینو عالمانو چې شیخ الاسلام نه وو لکه فیض کاشاني (وفات:۱۰۹۱) د شاه په غوښتنه د جمعې امامت په غاړه اخیسته.[۱۰۳]

د صفویانو په زمانه کې د جمعې لومړی لمونځ محقق کرکي د اصفهان په جامع جومات عتیق کې اقامه کړ.[۱۰۴] د دې پړاو د جمعې له نورو مهمو امامانو شیخ بهائي (وفات: ۱۰۳۰ یا ۱۰۳۱)، میرداماد (وفات: ۱۰۴۱ق)، محمد تقي مجلسي (وفات: ۱۰۷۰ق)، محمد باقر مجلسي (وفات: ۱۱۱۰ یا ۱۱۱۱ق)، محمد باقر سبزواري (وفات: ۱۰۹۰) او لطف الله اصفهاني (وفات: ۱۰۳۲) وو.[۱۰۵] د صفویانو په پړاو کې د جمعې لمانځه د خطبو لرونکي کتابونه دود شول چې د میرزا عبدالله افندي (وفات: ح ۱۱۳۰)لیکلی کتاب «بساتین الخطبا» په هغو کې یو مشهور کتاب دی.[۱۰۶]

د قاجار پړاو

د قاجاریانو په وخت (۱۲۱۰-۱۳۴۴ق) د جمعې امامت د صفویانو د پړاو په شان حکومتي منصب و.[۱۰۷] د افشاریه (۱۱۴۸-۱۲۱۰ق) او قاجاریه په پړاو کې په لویو ښارونو کې د جمعې د ډېرو امامانو نومونو ته پام د دې ښودنه کي چې په دې پړاو کې د جمعې د امامت منصب موروثي بڼه خپله کړې وه او ځینو کورنیو هغه په غاړه لره،[۱۰۸] منجمله په تهران کې د خاتون ابادي کورنۍ، په اصفهان کې د مجلسي کورنۍ، او په یزد کې د محمد مقیم یزدي کورنۍ.[۱۰۹]

د پهلوي پړاو

په پهلوي پړاو کې (۱۳۰۴-۱۳۵۷ل) د جمعې امامانو په تېره بیا د تهران په شان ښارونو کې له دې امله چې له حکومت سره رسمي اړیکي لرل، غالبا ولسي محبوبیت نه درلود او د جمعې لمانځه اقامې هم چندانې ځلا نه لرله.[۱۱۰] د ویلو ده چې ځینو شیعه فقیهانو د خپلې فتوا مطابق د جمعې لمانځه د جوړولو اقدام کاوه، هغه یې اقامه کاوه چې له لا زیات هرکلي سره مخ شو.[۱۱۱] منجمله په قم کې سید محمد تقي خوانساري، محمد علي اراکي او سید احمد شبیري زنجاني په امام حسن عسکري(ع) جومات کې لمونځ اقامه کاوه،،[۱۱۲] سید محمد تقي غضنفري په خوانسار ښار کې له کابو ۱۳۱۰ ق کاله د خپل رحلت تر زمانې ۱۲۵۰ ق کاله پورې، حسینعلي منتظري په نجف‌آباد، حاج آقا رحیم ارباب[۱۱۳] او سید جلال الدین طاهري په اصفهان،[۱۱۴] او سید محمد حسین طهراني په تهران کې.[سرچینې ته اړتیا]

د اسلامي جمهوریت پړاو

په تهران پوهنتون کې د ایت الله خامنه اي د جمعې لومړی لمونځ

له اسلامي انقلاب وروسته (۱۳۵۷ل) په ایران کې د جمعې لمانځه ترسره کېدو دوباره ځلا وموندله. د ۱۴۰۳ په زمري کې د جمعې د امامانو د سیاستګذارۍ د شورا د یو مرستیال په وینا، هره اونۍ په ایران کې کابو نه سوه د جمعې لمونځونه ترسره کیږي.[۱۱۵] په دې پړاو کې د جمعې لومړی لمونځ د سید محمود طالقاني (وفات: ۱۳۵۸ل) په امامتۍ – چې امام خمیني هغه په دغه مقام ټاکلی و- د ۱۳۵۸ ل کال د زمري په ۵ په تهران پوهنتون کې ترسره شو.

د تهران د جمعې دوهم امام هم ایت الله منتظري و چې له ټاکل کېدو وروسته په ډېر لږ وخت کې قم ته لاړ او د تهران د جمعې له امامتۍ یې استعفا ورکړه او ایت الله خامنه اي د تهران د جمعې امامت په غاړه واخیست.[۱۱۶]

د نورو ښارونو خلکو هم د جمعې د امام د ټاکلو غوښتنه وکړه. په ایران کې د جمعې د لمانځه په پراختیا سره، امام خمیني د ایت الله خامنه اي په وړاندیز چې په هغه زمانه کې ولسمشر و د جمعې په لمانځه پورې اړوندو مسایلو سرڅڼه کول او تعقیبونه په قم کې یو مرکز ته وسپارله اوپه ۱۳۷۱ کال کې د د اسلامي جمهوریت د رهبر په مقام کې د ایت الله خامنه اي په حکم سره، د جمعې د امامانو د سیاست جوړونې د شورا په نوم یوې شورا چې نه تنه غړي یې لرل د دغه کار مسوولیت په غاړه واخیست.[۱۱۷]

د جمعې لمانځه دایرة المعارف

اصلي مقاله: د جمعې لمانځه انساییکلوپیډیا

د جمعې لمانځه دایرة المعارف، د دایرة المعارف په لیدتوګې سره د جمعې په لمانځه پورې اړوند موضوعات معرفي کوي. دغه ټولګه د جمعې امامانو د سیاستګذارۍ په شورا پورې اړوند ده او ځینې موضوګانې لکه د جمعې لمانځه مفاهیم، احکام، پېښې او موثر کسان او د جمعې په لمانځه پورې د اړوند اثارو او ودانیو مطالب لري.[۱۱۸] همداراز د سید محمد کاظم مدرسي او میرزا محمد کاظمیني، لیکلي د هیواد د جمعې امامانو په دایراة المعارف کتاب کې، له اسلامي انقلابه وروسته ځینې د جمعې امامان معرفي شوې دي.

نندارتون

فوټ نوټ

  1. ورعی، «نهضت احیای نماز جمعه»، ص۵.
  2. ورعی، «نهضت احیای نماز جمعه»، ص۵.
  3. هاشمی رفسنجانی، «ابعاد فقهی، سیاسی و اجتماعی نماز جمعه»، ۵۴.
  4. هاشمی رفسنجانی، «ابعاد فقهی، سیاسی و اجتماعی نماز جمعه»، ۵۵.
  5. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در نهمین گردهمایی ائمه جمعه.، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضر آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  6. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در جمع ائمه جمعه.، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  7. رودگر، «از نماز تا نماد»، ص۴.
  8. زروندی رحمانی، «جایگاه و نقش ولایت فقیه در برپایی نماز جمعه»، ص۵۵.
  9. علامه مجلسی، بحارالانوار، بیروت، ج۸۶، ص۱۹۷.
  10. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۲۷.
  11. نوری، مستدرک الوسائل، قم، ج۲، ص۵۰۴.
  12. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۴۷.
  13. حرعاملی، وسائل الشیعه، قم، ج۵، ص۷.
  14. نوری، مستدرک الوسائل، قم، ج۶، ص۲۷.
  15. فیض کاشانی، المحجة البیضاء، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۱.
  16. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۳، ص۲۳۷.
  17. ورعی، «نهضت احیای نماز جمعه»، ص۵.
  18. ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، ۱۴۱۲ق، ج۱۳، ص۵-۶؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، لایپزیگ، ذیل کلمه «جمعه»؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۵ق، ج۵، جزء۱۰، ص۱۰۵؛ ج۶، جزء۱۱، ص۳۳۲.
  19. ابن‌بطوطه، رحلة ابن‌بطوطه، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۳.
  20. قلقشندی، صبح الاعشی فی صناعة الانشا، قاهره، ج۳، ص۳۶۲.
  21. ابراهیمی، «مطالعه تطبیقی سیاست‌ها و اهداف برگزاری نماز جمعه ...»، ص۱۳۶.
  22. احمد بن حنبل، مسند، ۱۴۰۲ق، ج۳، ص۴۲۴-۴۲۵؛ نسائی، سنن نسائی، ۱۴۰۱ق، ج۳، ص۸۵-۸۹؛ حرعاملی، وسائل الشیعه، قم، ج۷، ص۲۹۵-۳۰۲؛ نوری، مستدرک الوسائل، قم، ج۶، ص۱۰.
  23. شوکانی، نیل الاوطار، مصر، ج۳، ص۲۵۴-۲۵۵؛ شیخ طوسی، خلاف، قم، ج۱، ص۵۹۳؛ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۳۶۴ش، ج۲، ص۲۷۴.
  24. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۱۶۴؛ حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، قم، ج۸، ص۴۶۳-۴۸۳؛ زحیلی، الفقه الاسلامی وادلّته، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۶۵-۲۶۸.
  25. مالک بن انس، المُوَطّأ، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۰۱-۱۱۲؛ شافعی، الامّ، بیروت، ج۱، ص۱۸۸-۲۰۹؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۱ق، ج۳، ص۴۱۸-۴۲۸؛ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۱۴۴- ۱۴۸؛ عسقلانی، فتح الباری، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۴۵۰-۵۴۴.
  26. د دغو آثارو ځینې یې دا دي:
    • کتاب الجمعة نوشته محمد بن ادریس شافعی (درگذشت: ۲۰۴)؛
    • کتاب الجمعة و العیدین، تألیف احمد بن موسی اشعری (درگذشت: ۳۰۰)؛
    • کتاب الجمعة از عبدالرحمان نَسائی (درگذشت: ۳۰۳)؛
    • کتاب صلاة الجمعة نوشته محمد بن احمد جُعفی معروف به صابونی (درگذشت: بعد از ۳۳۹)؛
    • کتاب صلاة یوم الجمعة نوشته محمد بن مسعود عیاشی (درگذشت: بعد از ۳۴۰)؛
    • کتاب الجمعة و الجماعة نوشته ابوالقاسم جعفر بن محمد بن قولویه (درگذشت: ۳۶۹)؛
    • کتاب الجمعة و العیدین تألیف احمد بن ابی‌زهر؛
    • کتاب الجمعة و الجماعة نوشته شیخ صدوق (درگذشت: ۳۸۱)؛
    • کتاب عمل الجمعة نوشته احمد بن عبدالواحد (درگذشت: ۴۲۳).
  27. جعفریان، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی، ۱۳۷۲ش، ص۳۷.
  28. جعفریان، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی، ۱۳۷۲ش، ص۳۷- ۳۸؛ جعفریان، صفویه در عرصه دین، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۲۵۱.
  29. طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعیلیان، ج۱۹، ص۲۷۴.
  30. «تفسیر سوره جمعه آیت‌الله جوادی جلسه 10 (1397/01/2»، بنیاد اسرا.
  31. له نور ویناو لپاره وګورئ: رضانژاد، صلاة الجمعه، ۱۴۱۵ق، ص۲۸.
  32. رضانژاد، صلاة الجمعه، ۱۴۱۵ق، ص۷۷.
  33. حلی، السرائر، قم، ج۱، ص۳۰۴.
  34. فاضل هندی، کشف اللثام، تهران، ج۱، ص۲۴۶-۲۴۸؛ طباطبائی، ریاض المسائل، بیروت، ج۴، ص۷۳-۷۵؛ نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۶۰؛ خوانساری، جامع المدارک، ۱۳۵۵ق، ج۱، ص۵۲۴.
  35. رضانژاد، صلاة الجمعه، ۱۴۱۵ق، ص۲۹-۶۵.
  36. له نورو ویناوالو او د دلیلونو تفصیل لپاره وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۹۹-۳۰۱؛ فیض کاشانی، الشهاب الثاقب فی وجوب صلاة الجمعة العینی، ۱۴۰۱ق، ص۴۷-۱۰۲؛ آقا بزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۶۳، ۶۷، ۷۳؛ جابری، صلاة الجمعه: تاریخیاً و فقهیاً، ۱۳۷۶ش، ص۵۴-۵۵.
  37. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۶۷۶؛ سید مرتضی، مسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۲۶۵؛ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الامامیة، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۴۳.
  38. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، قم، ج۱، ص۲۷۲، ج۳، ص۴۱.
  39. شهید ثانی، رسائل، قم، ص۱۹۷.
  40. موسوی عاملی، مدارک الاحکام، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۲۵.
  41. یزدی، الحجة فی وجوب صلوة الجمعة، چاپ جواد مدرسی، ص۵۳-۵۴.
  42. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶.
  43. علامه حلی، مختلف الشیعه، قم، ج۲، ص۲۳۸-۲۳۹.
  44. حلی، المهذب البارع، قم، ج۱، ص۴۱۴.
  45. شهید اول، الدروس الشرعیه، قم، ج۱، ص۱۸۶.
  46. محقق کرکی، رسائل المحقق الکرکی، قم، ج۱ ص۱۵۸-۱۷۱.
  47. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۹؛ توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۷۱ -۸۷۲؛ علامه حلی، تذکرة الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۷؛ محقق کرکی، رسائل المحقق الکرکی، قم، ص۱۶۳؛ حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، قم، ج۸، ص۲۱۶.
  48. کاشف الغطا، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة، ۱۳۸۰ش، ج۳، ص۲۴۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۹۸۱م، ج۱۱، ص۱۵۱؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، بیروت، ج۱، ص۲۰۵؛ له نورو ویناوالو لپاره وګورئ: دانش پژوه، فهرست کتابخانه مرکزی دانشگاه تهران، ج۱۴، ص۳۶۰۴.
  49. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، قم، ج۱، ص۲۲۲؛ حلی، السرائر، قم، ج۱، ص۲۹۰؛ فاضل هندی، کشف اللثام، تهران، ج۴، ص۲۱۵.
  50. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۴ق، ص۱۰۳.
  51. کاسانی، بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۶۶.
  52. حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، قم، ج۲، ص۱۳۰-۱۳۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۹۸۱م، ج۱۱، ص۲۴۵.
  53. کلینی، کافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۶؛ ماوردی، الاحکام السلطانیة و الولایات الدینیة، ۱۴۰۹ق، ص۱۶۴.
  54. کاسانی، کتاب بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۱۳.
  55. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، قم، ج۳، ص۴۱؛ رافعی قزوینی، فتح العزیز شرح الوجیز، بیروت، ج۴، ص۵۷۶؛ نووی، المجموع، بیروت، ج۴، ص۵۱۳؛ مقایسه کنید با: حرعاملی، وسائل الشیعه، قم، ج۷، ص۳۱۲-۳۱۳.
  56. علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۶۸-۶۹؛ حائری، صلاة الجمعه، قم، ۱۴۰۹ق، ص۱۹۳-۱۹۹.
  57. سلاّر دیلمی، المراسم العلویة فی الاحکام النبویة، ۱۴۱۴ق، ص۷۷؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، قم، ج۷، ص۳۴۴؛ توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۷۸-۸۷۹.
  58. سرخسی، المبسوط، قاهره، ج۲، ص۲۹-۳۰؛ حلی، السرائر، قم، ج۱، ص۲۹۱-۲۹۵؛ نووی، روضة الطالبین و عمدة المفتین، بیروت، ج۱، ص۵۷۳؛ خوئی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۷؛ توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۸۸، ۸۹۲.
  59. مطهری، آشنایی با قرآن، ۱۳۹۰ش، ج۷، ص۸۸.
  60. حرعاملی، وسائل الشیعه، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ج۷، ص۳۴۴.
  61. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۱۴۱؛ کاسانی، کتاب بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۶۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۹۸۱م، ج۱۱، ص۱۳۳-۱۳۴.
  62. شیخ طوسی، الخلاف، قم، ج۱، ص۶۳۱-۶۳۲؛ توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۷۸.
  63. توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۷۲-۸۷۳.
  64. ابن‌عطار، ادب الخطیب، ۱۹۹۶م، ص۸۹-۹۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، بیروت، ج۱، ص۲۰۹؛ توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۷۹-۸۸۰.
  65. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۶.
  66. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۲۹۶.
  67. شافعی، الامّ، بیروت، ج۱، ص۱۹۲؛ ابن‌قدامه، المغنی، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۷۳-۱۷۴؛ نووی، المجموع، بیروت، ج۴، ص۵۰۹.
  68. جعفریان، صفویه در عرصه دین، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۲۵۵.
  69. صدور اجازه اقامه اولین نماز جمعه تهران به امامت آیت الله طالقانی
  70. حکم انتصاب آقای خامنه‌ای به سمت امامت جمعه تهران، پرتال امام خمینی.
  71. خوش‌قلب، خطبه‌های سبز، ۱۳۹۲ش، ص۲۸.
  72. آخرین نماز جمعه آیت‌الله جوادی آملی. خبرگزاری ایرنا.
  73. کربلائی، «شکل‌گیری و اداره تولیت جدید حرم حسینی»، ص۶۱.
  74. سبک زندگی اولین شهید محراب. پایگاه حوزه نیوز
  75. خبرگزاری رسا.
  76. عبدالرزاق، الشهید الصدر الثانی، ۲۰۰۸م، ص۱۰۱.
  77. عبدالرزاق، الشهید الصدر الثانی، ۲۰۰۸م، ص۹۸.
  78. طبرانی، المعجم الکبیر، بیروت، ج۱۷، ص۲۶۷؛ احمدی میانجی، کتاب مکاتیب الرسول، ۱۳۶۳ش، ص۲۳۹.
  79. ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۴۴؛ نسائی، سنن نسائی، ۱۴۰۱ق، ج۸، ص۱۵۰.
  80. مثال په توګه وګورئ: مسعودی، مروج الذهب، بیروت، ج۳، ص۱۹.
  81. حلبی، سیرة الحلبیه، بیروت، ج۲، ص۵۹.
  82. طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۳، ص۴۴۷، ۲۷۴۰؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، ج۱۳، ص۲۵۱؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۵ق، ج۴، جزء۷، ص۱۸۹؛ محمودی، نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغة، بیروت، ج۱، ص۴۲۷، ۴۹۹؛ ج۲، ص۵۹۵، ۷۱۴؛ ج۳، ص۱۵۳، ۶۰۵.
  83. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۸۵، ۳۶۵؛ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۸، ص۵۷۰-۵۷۹، ۵۹۴؛ ج۹، ص۲۲۲.
  84. ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۳۸۳؛ ج۱۵، ص۳۵۱.
  85. قلقشندی، صبح الاعشی فی صناعة الانشا، قاهره، ج۱۰، ص۱۵، ۱۹-۲۰.
  86. زراری، تاریخ آل زراره، اصفهان، ج۲، ص۲۷؛ نوری، مستدرک الوسائل، قم، ج۶، ص۴۰؛ جابری، صلاة الجمعه: تاریخیاً و فقهیاً، ۱۳۷۶ش، ص۲۴.
  87. مثال په توګه وګورئ: ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، ۱۴۱۲ق، ج۱۶، ص۳۱-۳۲؛ علامه مجلسی، بحارالانوار، بیروت، ج۴۴، ص۳۳۳.
  88. طبری، تاریخ الطبری: بیروت، ج۴، ص۳۲۸.
  89. هاشمی رفسنجانی، «ابعاد فقهی، سیاسی و اجتماعی نماز جمعه»، ص۴۸-۴۹.
  90. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۳۰.
  91. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، ج۸، ص۵۳۳.
  92. ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، ۱۴۱۲ق، ج۱۵، ص۱۹۸-۲۰۱.
  93. قمی، الکنی و الالقاب، صیدا، ج۲، ص۴۱۷؛ جعفریان، صفویه در عرصه دین، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۲۵۸-۲۵۹.
  94. جعفریان، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی، ۱۳۷۲ش، ص۲۳- ۲۵.
  95. ورعی، «نهضت احیای نماز جمعه»، ص۶.
  96. رازی قزوینی، نقض، ۱۳۹۱ش، ص۴۲۹.
  97. منتظری، البدر الزاهر فی صلاة الجمعة و المسافر، ۱۳۶۲ش، ص۷؛ جعفریان، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی، ۱۳۷۲ش، ص۲۶-۲۷.
  98. از جمله شیخ ابراهیم قطیفی (درگذشت: ۹۵۰ق).
  99. جابری، صلاة الجمعه: تاریخیاً و فقهیاً، ۱۳۷۶ش، ص۵۰-۵۴؛ جعفریان، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی، ۱۳۷۲ش، ص۲۸.
  100. قزوینی، تتمیم امل الآمل، ۱۴۰۷ق، ص۱۷۲-۱۷۳.
  101. آقابزرگ طهرانی، طبقات اعلام الشیعه، ۱۴۰۴ق، قسم۱، ص۱۷۶؛ جابری، صلاة الجمعه: تاریخیاً و فقهیاً، ۱۳۷۶ش، ص۵۰-۵۱.
  102. آقا بزرگ طهرانی، الذریعة ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۲۸.
  103. جعفریان، صفویه در عرصه دین، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۲۳۷.
  104. جعفریان، صفویه در عرصه دین، فرهنگ و سیاست، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۶۹.
  105. مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۵۱۳؛ خوانساری، جامع المدارک، ۱۳۵۵ق، ج۲، ص۶۸-۷۸، ۱۲۲-۱۲۳؛ بحرانی، لؤلؤة البحرین، قم، ص۶۱، ۹۵، ۱۳۶، ۴۴۵.
  106. وګورئ: بحرانی، لؤلؤة البحرین، قم، ص۱۰۰، ۱۲۷؛ آقابزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۱۸۳-۱۸۷.
  107. منتظری، البدر الزاهر فی صلاة الجمعة و المسافر، ۱۳۶۲ش، ص۷.
  108. آقا بزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۷۶-۸۸؛ ج۳، ص۲۵۲ ،۳۰۱، ۳۷۰-۳۷۱؛ ج۴، ص۳۲۲؛ ج۶، ص۵-۶، ۱۰۰؛ ج۹، ص۷۸۵، ۱۰۸۷- ۱۰۸۸؛ رضانژاد، صلاة الجمعه، ۱۴۱۵ق، ص۱۲۳-۱۴۵.
  109. یزدی، الحجة فی وجوب صلوة الجمعة، چاپ جواد مدرسی، ص۵۰.
  110. یزدی، وظایف روحانیت، ۱۳۷۵ش، ص۸۴.
  111. مثال په توګه وګورئ: کشوری، فرزانگان خوانسار، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۳.
  112. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، نشر موسسه کتاب شناسی شیعه، ج۲، ص۶۲۵.
  113. جمعی از پژوهشگران حوزه علمیه قم، گلشن ابرار، ۱۳۸۵ش، ج ۳، ص۳۵۲.
  114. آیت‌الله طاهری: باید از حکومتی کردن نماز جمعه پرهیز کرد. پرتال امام خمینی.
  115. نماز جمعه در ۹۰۰ نقطه برگزار می‌شود. خبرگزاری مهر.
  116. «یک انتصاب تاریخی برای نماز جمعه تهران»، ایسنا.
  117. شورای سیاستگذاری ائمه جمعه، ۱۳۸۲ش، ص۲.
  118. «معرفی دانشنامه نماز جمعه»، وبگاه دانشنامه نماز جمعه.

سرچينې

  • ابراهیمی، مهدی، «مطالعه تطبیقی سیاست‌ها و اهداف برگزاری نماز جمعه در جمهوری اسلامی ایران، عربستان و ترکیه»، فصلنامه مطالعات الگوی پیشرفت اسلامی ایرانی، شماره ۲۳، پاییز ۱۴۰۱ش.
  • ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، ۱۳۸۵-۱۳۸۶ق/ ۱۹۶۵-۱۹۶۶م.
  • ابن‌بطوطه، رحلة ابن‌بطوطة، بیروت، چاپ محمد عبدالمنعم عریان، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الملوک والامم، بیروت، چاپ محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، چاپ علی شیری، ۱۴۱۵-۱۴۲۱ق/ ۱۹۹۵-۲۰۰۱م.
  • ابن‌عطار، کتاب ادب الخطیب، بیروت، چاپ محمد سلیمانی، ۱۹۹۶م.
  • ابن‌قدامه، المغنی، بیروت، چاپ افست، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، چاپ احمد ابوملحم و دیگران، ج۴، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م ج ۵ و ۶ ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، استانبول، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • احمد بن حنبل، مسند احمد، استانبول، ۱۴۰۲ق/۱۹۸۲م.
  • احمدی میانجی، علی، مکاتیب الرسول، تهران، ۱۳۶۳ش.
  • آقابزرگ طهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، بیروت، چاپ علینقی منزوی و احمد منزوی، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • آقابزرگ طهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعة: نقباءالبشر فی القرن الرابع عشر، مشهد، ۱۴۰۴ق.
  • الصحیفة السجادیة، چاپ محمدجواد حسینی جلالی، قم، ۱۳۸۰ش.
  • امام خمینی، سیدروح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • امام خمینی، سیدروح‌اللّه، تحریر الوسیله، بیروت، ۱۴۰۷ق-۱۹۸۷م.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، لؤلؤة البحرین، چاپ محمدصادق بحرالعلوم، قم.
  • بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در نهمین گردهمایی ائمه جمعه.، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ بازدید:‌ ۱۴ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • بیانات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای در جمع ائمه جمعه.، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ بازدید:‌ ۱۴ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • توضیح المسائل مراجع: مطابق با فتاوای دوازده نفر از مراجع، گردآوری محمدحسن بنی‌هاشمی خمینی، قم: دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۸ش.
  • جابری، کاظم، صلاة الجمعه: تاریخیاً و فقهیاً، قم، ۱۳۷۶ش.
  • جعفریان، رسول، صفویه در عرصه دین فرهنگ و سیاست، قم: پژوهشگاه حوزه و دانشگاه، ۱۳۷۹ش.
  • جعفریان، رسول، نماز جمعه: زمینه‌های تاریخی و آگاهی‌های کتابشناسی، تهران، شورای سیاستگذاری ائمه جمعه، ۱۳۷۲ش.
  • حائری، مرتضی، صلاة الجمعه، قم، ۱۴۰۹ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، ۱۴۰۹-۱۴۱۲ق.
  • حسینی عاملی، محمدجواد بن محمد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلامة، قم، چاپ افست، موسسه آل البیت.
  • حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، بیروت.
  • حلّی، ابن‌ادریس، السرائر الحاوی لتحریرالفتاوی، قم، ۱۴۱۰-۱۴۱۱ق.
  • حلّی، ابن‌فهد، المهذب البارع فی شرح المختصر النافع، قم، چاپ مجتبی عراقی، ۱۴۰۷-۱۴۱۳ق.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، تاریخ مدینة السلام، چاپ بشار عواد معروف، بیروت، ۱۴۲۲ق-۱۹۸۸م.
  • خوانساری، احمد، جامع المدارک فی شرح المختصر النافع، تعلیق علی اکبر غفاری، ج۱، تهران، ۱۳۵۵ش.
  • خوئی، ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدینة العلم، ۱۴۱۰ق.
  • خوش‌قلب، محمدمهدی، خطبه‌های سبز، دار الحدیث، قم، ۱۳۹۳ش.
  • دانش پژوه، محمدتقی، فهرست کتابخانه مرکزی دانشگاه تهران، ج۱۴، تهران، ۱۳۴۰ش.
  • رازی قزوینی، عبدالجلیل، نقض، تحقیق: میرجلال‌الدین محدث اورموی، دار الحدیث، قم، ۱۳۹۱ش.
  • رافعی قزوینی، عبدالکریم بن محمد، فتح العزیز شرح الوجیز، بیروت، دارالفکر.
  • رضانژاد، عزالدین، صلاة الجمعه: دراسة فقهیة و تاریخیة، قم، ۱۴۱۵ق.
  • رودگر، قنبرعلی، «از نماز تا نماد: تأملی در تاریخ نماز جمعه تا پایان خلافت عباسی»، دوفصلنامه تاریخ و تمدن اسلامی، شماره ۱۲، پاییز و زمستان ۱۳۸۹ش.
  • روزها و رویدادها، تهیه و تنظیم دفتر عقیدتی سیاسی فرماندهی معظم کل قوا، ج۲، تهران، نشر رامین، ۱۳۷۸ش، ج ۳، تهران، زهد، ۱۳۷۷ش.
  • زحیلی، وهبه مصطفی، الفقه الاسلامی وادلّته، دمشق، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۴م.
  • زراری، احمد بن محمد، تاریخ آل زراره، اصفهان، بی‌تا.
  • سرخسی، محمد بن احمد شمس الائمه، کتاب المبسوط، قاهره، ۱۳۲۴- ۱۳۳۱ق، چاپ افست استانبول، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • سلاّر دیلمی، حمزه بن عبدالعزیز، المراسم العلویة فی الاحکام النبویة، بیروت، چاپ محسن حسینی امینی، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۴م
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، چاپ مهدی رجائی، ۱۴۰۵-۱۴۱۰ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، مسائل الناصریات، تهران، ۱۴۱۷ق/ ۱۹۹۷م.
  • شافعی، محمدبن ادریس، الامّ، چاپ محمد زهری نجار، بیروت.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الامامیة، قم، ۱۴۱۲-۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، بیروت، چاپ محمد کلانتر، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، رسائل الشهیدالثانی، قم، ۱۳۷۹-۱۳۸۰ش.
  • شورای سیاستگذاری ائمه جمعه، آشنایی با تشکیلات تهران، ۱۳۸۲ش.
  • شوکانی، محمد، نیل الاوطار: شرح منتقی الاخبار من احادیث سید الاخبار، مصر، شرکه مکتبه و مطبعه مصطفی البابی الحلبی.
  • شیخ صدوق، الامالی، قم، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، المقنع، قم، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، قم، چاپ علی‌اکبر غفاری، قم، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف فی الحکام، قم، ۱۴۰۷-۱۴۱۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، ج۱، چاپ محمدتقی کشفی، تهران، ۱۳۸۷ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، بیروت، چاپ حسن موسوی خرسان، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۱م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، دار الکتب الاسلامیه، تهران، ۱۳۶۵ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، ۱۴۱۰ق.
  • طباطبائی، علی بن محمدعلی، ریاض المسائل فی بیان الاحکام بالدّلائل، بیروت، ۱۴۱۲-۱۴۱۴ق/۱۹۹۲-۱۹۹۳م.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، بیروت، چاپ حمدی عبدالمجید سلفی.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری: تاریخ الامم و الملوک، چاپ محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت ۱۳۷۸-۱۳۸۲ق/۱۹۶۲-۱۹۶۷م.
  • عبدالرزاق، صلاح، الشهید الصدر الثانی مرجع امه، مرکز الهدی للدراسات الحوزویه، نجف، ۲۰۰۸م.
  • عسقلانی، ابن‌حجر، فتح الباری شرح صحیح البخاری، بیروت، چاپ عبدالعزیز بن عبداللّه بن باز، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی احکام الشریعة، قم، ۱۴۱۲- ۱۴۲۰ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالانوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، لبنان.
  • غروی تبریزی، علی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی تقریرات درس آیة اللّه خوئی، ج۱، قم، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۸م.
  • فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف اللثام، تهران، چاپ سنگی، ۱۲۷۱- ۱۲۷۴ چاپ افست، قم، ۱۴۰۵ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، الشهاب الثاقب فی وجوب صلاة الجمعة العینی، قم، ۱۴۰۱ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، المحجة البیضاء فی تهذیب الإحیاء، مؤسسة النشر الاسلامی، قم، ۱۴۱۷ق.
  • قاضی نعمان، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام و ذکر الحلال و الحرام، بیروت، چاپ عارف تامر، ۱۴۱۶/۱۹۹۵م.
  • قزوینی، عبدالنبی بن محمدتقی، تتمیم امل الآمل، قم، چاپ احمد حسینی، ۱۴۰۷ق.
  • قلقشندی، احمد بن علی، صبح الاعشی فی صناعة الانشا، قاهره، ۱۳۳۱- ۱۳۳۸ق/ ۱۹۱۳-۱۹۲۰م، چاپ افست ۱۳۸۳ق/۱۹۶۳م.
  • قمی، عباس، کتاب الکنی و الالقاب، صیدا، ۱۳۵۷- ۱۳۵۸ چاپ افست قم.
  • کربلائی، عبدالمهدی، «شکل‌گیری و اداره تولیت جدید حرم حسینی، فصلنامه فرهنگ زیارت، شماره ۳، فروردین ۱۳۸۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، چاپ علی‌اکبر غفاری، بیروت، ۱۴۰۱ق.
  • کاسانی، ابوبکر بن مسعود، کتاب بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع، کویته ، ۱۴۰۹ق/ ۱۹۸۹م
  • کاشف‌الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم: بوستان کتاب، ۱۳۸۰ش.
  • کشوری، احمدرضا، قم، فرزانگان خوانسار، ۱۳۷۸ش.
  • مالک بن انس، المُوَطّأ، استانبول، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • ماوردی، علی بن محمد، الاحکام السلطانیة و الولایات الدینیة، بغداد، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • مبلغی، احمد، «عناصر تأثیرگذار در وجوب تعیینی نماز جمعه در روش اخباریان»، مجله حکومت اسلامی، سال ۹، ش ۲، تابستان ۱۳۸۳ش.
  • مجلسی، محمدتقی بن مقصود علی، لوامع صاحبقرانی المشتهر بشرح الفقیه، ج۴، قم، ۱۳۷۴ش.
  • محقق حلّی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، ۱۳۶۴ش.
  • محقق حلّی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تهران، چاپ صادق شیرازی، ۱۴۰۹ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، رسائل المحقق الکرکی، تحقیق محمد حسون، قم، ۱۴۰۹ق.
  • محمودی، محمدباقر، نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغة، ج۱، بیروت.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب، چا شارل پلا، بیروت ۱۹۶۵-۱۹۷۹م.
  • مطهری، مرتضی، آشنایی با قرآن، صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • منتظری، حسینعلی، البدر الزاهر فی صلاة الجمعة و المسافر، تقریرات درس آیةاللّه بروجردی، قم، ۱۳۶۲ش.
  • موسوی عاملی، محمد بن علی، مدارک الاحکام فی شرح شرائع الاسلام، قم، ۱۴۱۰ق.
  • نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، ج۱۱، بیروت، چاپ عباس قوچانی، ۱۹۸۱م.
  • نجفی کازرونی، سید محمدباقر، «مقدمه همپای انقلاب»، همپای انقلاب: خطبه‌های نماز جمعه حضرت آیت‌الله العظمی موسوی اردبیلی، دانشگاه مفید، قم، ۱۳۸۵ش.
  • نراقی، احمد بن محمدمهدی، مستند الشیعة فی احکام الشریعة، قم، ج۶، ۱۴۱۵ق.
  • نسائی، احمدبن علی، سنن النسائی، بشرح جلال‌الدین سیوطی و حاشیه نورالدین بن عبدالهادی سندی، استانبول، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، ۱۴۰۷-۱۴۰۸ق.
  • نووی، یحیی بن شرف، المجموع: شرح المهذّب، بیروت، دارالفکر.
  • نووی، یحیی بن شرف، روضة الطالبین و عمدة المفتین، چاپ عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت.
  • یاقوت حموی، معجم البلدان، چاپ فردیناند ووستنفلد، لایپزیگ ۱۸۶۶-۱۸۷۳م.
  • یزدی، محمد مقیم بن محمدعلی، الحجة فی وجوب صلوة الجمعة فی زمن الغیبة، چاپ جواد مدرسی.
  • یزدی، محمد، «وظایف روحانیت» در نقش روحانیت در نظام اسلامی، تهران، شورای سیاستگذاری ائمه جمعه، ۱۳۷۵ش.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر.
  • نماز جمعه در ۹۰۰ نقطه برگزار می‌شود. خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۳ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • «یک انتصاب تاریخی برای نماز جمعه تهران»، ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۲۴ دی ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • صدور اجازه اقامه اولین نماز جمعه تهران به امامت آیت الله طالقانی، پرتال امام خمینی، تاریخ درج مطلب: ۵ مرداد ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • حکم انتصاب آقای خامنه‌ای به سمت امامت جمعه تهران، پرتال امام خمینی، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • آخرین نماز جمعه آیت‌الله جوادی آملی. خبرگزاری ایرنا، تاریخ درج مطلب ۱۶ آذر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • سبک زندگی اولین شهید محراب، پایگاه حوزه نیوز، تاریخ درج مطلب: ۱۱ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • «تفسیر سوره جمعه آیت‌الله جوادی جلسه ۱۰ (۱۳۹۷/۰۱/۲»، بنیاد اسرا، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • «معرفی دانشنامه نماز جمعه»، وبگاه دانشنامه نماز جمعه، تاریخ بازدید:‌ ۱۴ مرداد ۱۴۰۳ش.

بهرنۍ لینک