د ناروغ تپوس
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د ناروغ تپوس او پوښتنه له اسلامي آدابو څخه دی چې په احادیثو کې له غوره نیکیو څخه ګڼل شوی دی. د شیعه په فقهې سرچینو کې په دې اړه په لسګونو حدیثونه نقل شوي دي. د ناروغ تپوس د رسول الله(ص) او امامانو(ع) سیرت و او په شیعه روایتونو کې دا له هغو حقونو څخه یاد شوی دی چې باید د نورو مسلمانانو په حق کې رعایت شي. د دعا قبلیدل، د خدای رحمت او د پرښتو استغفار شاملیدل د تپوس له دیني اجرونو څخه دي چې د ناروغانو د تپوس لپاره ذکر شوی دی.
د احادیثو له مخې د ناروغ د تپوس ځینې آداب په لاندې ډول دي: ناروغ ته تسلي ورکول، ناروغ ته ډالۍ وړل، د لیدنې وخت لنډول او د ناروغ اړتیاوې پوره کول. «آداب عیادت» کتاب چې د محمد باقر طاعتي لخوا ليکل شوي او «آداب عیادت از مریض» کتاب چې د محمد جواد نوري او نورو له خوا ليکل شوي د ناروغ د تپوس پوښتنې په اړه ځانګړی لیکنې دي.
په اسلامي کلتور کې د ناروغانو د تپوس مقام
د ناروغ تپوس یا د ناروغ لیدلو ته ورتلل[1] له اسلامي دودونو څخه دی[2] او له دیني غوره اعمالو څخه ګڼل شوی دی.[3] د شيعه په روايي سرچینو کې په دې اړه لسګونه احاديث نقل شوي دي [۴] او د دې دنيا [۵] او آخرت [۶] ګټې او آثار یې بیان شوي دي.
د ناروغ تپوس کول د پيغمبر(ص)[7] او امامانو(ع)[8] سیرت دی او په احاديثو کښې چې له پيغمبر(ص)[9] او اهل بيت(ع) څخه روايت شوي دي[10] د ناروغ پوښتنه له هغه حقونو څخه ګڼل کیږي چې باید مسلمانان یې د یو بل په حق کې خیال وساتي.
همدارنګه په احادیثو کې دا سپارښتنه هم شوې ده چې د هغه ناروغ ته هم ورشئ چې ستاسو پوښتنې ته نه دی درغلی[۱۱] او نورو ته د ناروغ د حال خبر ورکړئ تر څو نورو ته د هغه د لیدنې ثواب ورکړل شي.[۱۲]
د تپوس دیني اجر
د رسول الله(ص) او امامانو(ع) په احادیثو کې د ناروغانو د عیادت لپاره دنیوي او اخروي آثار بیان شوي دي چې ځینې یې دا دي: د دعا قبلیدل، د خدای رحمت، جنت او د پرښتو استغفار ورته شاملیدل.
د طَبْرسي په کتاب مکارم الاخلاق کې له پیغمبر(ص) څخه یو حدیث نقل شوی دی چې د هغه له مخې څوک چې د کوم مؤمن بنده پوښتنې ته لاړ شي، نو خدای به له دغه بنده سره مومي او که له خدایه کوم حاجت وغواړي هغه به پوره شي.[۱۳] همدارنګه له امام رضا(ع) څخه روایت دی چې که یو مؤمن د بل مؤمن په ناروغی کښې د هغه پوښتنه وکړی نو اویا زره فرښتې به ورسره وي او د خدای رحمت به ورته شاملیږیي او ملائکې به د هغه لپاره تر شپې پورې بخښنه وغواړي او که شپه وي نوهماغه اجر به يې تر سهاره پورې وي.[۱۴]
په يو روايت کې چې شيخ صدوق (وفات ٣٨١ هـ ق) له امام علي(ع) څخه روايت کړى دى، که څوک د ناروغ د ليدلو په نيت له کوره ووځي او په لاره کې مړ شي، جنت پرې واجبيږي.[۱۵]
د تپوس آداب
د اهل بیت (ع) په احادیثو کې د مریض د تپوس لپاره ځینې آداب راغلي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- ناروغ ته تسلي ورکول؛[۱۶]
- ناروغ ته ډالۍ ورړل؛[۱۷]
- ناروغ ته هغه خواړه ورکول چې د هغه خوښ وي؛[18]
- د لیدنې وخت لنډول،[19] مګر دا چې ناروغ د اوږدې لیدنې غوښتنه وکړي؛[20]
- د مریض لپاره په مینه دعا کول؛[21]
- د ناروغ اړتیا پورا کول؛[22]
- له ناروغ سره د مينې اظهار کول.[۲۳]
ځانګړی لیکنی
د ناروغانو د لیدلو په اړه چاپ شوي کتابونه په لاندې ډول دي:
- آداب عیادت، چې د محمد باقر طاعتي ليکلی دی: په دې کښې د ناروغانو د پوښتنې په باره کښې د رسول الله(ص) او د امامانو(ع) روايتونه راغونډ شوي دي.[24] دا کتاب په 1386 کال کې د برکت کوثر خپرندویې ټولنې لخوا خپور شوی دی.[۲۵]
- آداب عیادت از مریض، چې محمد جواد نوري او نورو له خوا ليکلی شوی دی: په دې کتاب کې د ناروغ د پوښتنې په اړه د رسول الله(ص) او امامانو(ع) له احاديثو سره سره په ايران کې د مريضانو د ورتګ په اړه حالات راغلي دي او همدارنګه د ناروغانو په وړاندې د ټولنې او عمومي کلتور رول ته کتنه شوې ده.[۲۶] دا کتاب په 1395 کال کې د عابد اندېش خپرونې له خوا چاپ شوی دی.[۲۷]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن اشعث، محمد بن محمد، الجعفريات (الأشعثيات)، تهران، کتابخانه جدید نینوا، بیتا.
- ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارالفكر - دار صادر، ۱۴۱۴ق.
- حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، تهران، اسلامیه، ۱۴۰۳ق.
- ذهبی، شمس الدین، میزان الاعتدال، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۸۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- طاعتی، محمدباقر، آداب عیادت، همدان، برکت کوثر، ۱۳۸۶ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۰ش.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، كتابخانه امام اميرالمؤمنين على(ع)، ۱۴۰۶ق.
- قشیری نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- قمی، شیخ عباس، اخلاق و آداب، قم، نور مطاف، ۱۳۸۹ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۲ش.
- متقی هندی، علی بن حسامالدین، کنز العمال، بیروت، الرسالة، ۱۴۰۱ق.
- محمدی ریشهری، محمد، میزان الحکمه، ۱۳۸۹ش، نشر موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، سازمان چاپ و نشر قم- ایران.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، جلاء العیون، تهران، اسلامیه، بیتا.
- مهدوی کنی، محمدرضا، اخلاق عملی، قم، مسجد جمکران، ۱۳۸۵ش.
- نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل، قم، آلالبیت، ۱۴۰۸ق.
- نوری، محمدجواد و دیگران، آداب عیادت از مریض، قم، عابداندیش، ۱۳۹۵ش.