مداد العلماء افضل من دماء الشهداء

مِدادُ العُلماءِ أفضَلُ مِن دِماءِ الشُّهداءِ یوه مشهوره جمله ده، په دې معنې چې د عالمانو د قلم رنګ د شهیدانو له وینو غوره ده. دا جمله د شیعه په زړو کتابونو کې نه ده راغلی؛ خو په مَنهَجُ الصّادقین تفسیر کې، چې په لسمې هجري پیړۍ کې لیکلی شوی دی، د حدیث په توګه ذکر شوی دی.
د شیعه د حدیث څیړونکی علي اکبر غفاري دا جمله حدیث نه دی ګڼلی او وايي چې دا د شیخ صدوق له حدیث څخه غلط تعبیر دی چې هغه له امام صادق(ع) څخه د روایت کړی دی، او دا پدې معنی نه دی چې د عالم د قلم رنګ د شهید له وینې څخه غوره دی؛ بلکې مطلب یې دا دی چې الهي بلنه د شهادت او د ژوند له قربانۍ په پرتله د قلم او رنګ، استدلال او برهان په وسیله زیات ورکړی شوی دی. له همدې امله، دا روایت د شهید د وینې په پرتله د عالم د قلم د رنګ کیفیتي برتري یا فضیلت باندې دلالت نه کوي.
له بلې خوا، د علامه مجلسي او ابن فهد حلي په څېر عالمان، له امام صادق(ع) څخه روایت شوي حدیث باندې دلیل سره، په دې باور دي چې د عالم د قلم رنګ د شهید له وینې څخه غوره دی؛ په دې دلیل سره چې د عالم قلم د دین حقیقت بشپړوي، خو د شهید وینه د دین ظاهري بڼه بشپړوي. همدارنګه، د یو عالم قلم د هغه له مرګ وروسته هم ګټور پاتې کیږي، خو د شهید وینه داسې نه ده.
د دې روایت او بل روایت ترمنځ د ټکر په اړه چې پکې ویل شوي چې له هر یو نیک عمله یوه بله نیکي شته، پرته له دې چې انسان د خدای په لاره کې شهید شي، دا ویل شوي چې په احادیثو کې د شهادت د فضیلت په اړه، پخپله عمل په پام کې نه دی نیول شوی؛ بلکې، د عمل کوونکی یعنی شهید په نظر کې نیول شوی دی؛ خو په «مدادالعلماء...» جمله کې، په خپله عمل او په ټولنه کې د هغې اغیزمنتوب په نظر کې ساتلی شوی دی.
موقعیت
«مِدادُ العُلماءِ أفضَلُ مِن دِماءِ الشُّهداءِ» جمله «د علماوو د قلم رنګ د شهیدانو له وینې څخه غوره دی» یوه مشهوره جمله ده چې په ځینو وروستیو شیعه تفسیري سرچینو کې د حدیث په توګه نقل شوې ده؛ له هغو ځینې د ملا فتح الله کاشاني(وفات: ۹۸۸ هجري) په تفسیر مَنهَجُالصّادقین کې دا جمله د څو احادیثو په منځ کې راغلې ده.[۱] دا د سید عبد الحسین طیب (۱۲۷۲-۱۳۷۰ هـ.ق) په تفسیر اَطیَبُالْبیان کې هم د حدیث په توګه نقل شوې ده.[۲] د شیعه عالمانو ترمنځ د دې جملې او د دې تشریح په هکله د شیعه عالمانو تر مینځ بحثونه شوي دي.[۳]
د «مدادالعلماء» د جملې د حدیث شونې په هکله بحثونه
لومړني کتابونه چې د «مِدادُ العُلماءِ أفضَلُ مِن دِماءِ الشُّهداءِ» «د علماوو د قلم رنګ د شهیدانو له وینې څخه غوره دی» عبارت یې نقل کړی دی، د هغې د سند په اړه یې بحث نه دی کړی او دا یې یوازې د حدیث په توګه یاده کړې ده.[۴] د څو تنو عالمانو په ویناوو کې هم دا جمله د حدیث په توګه یاده شوې ده؛ خو په دې اړه هیڅ علمي دلیل یا بحث نه دی وړاندې شوی. د مثال په توګه، د آیت الله بروجردي په یوه وینا دا جمله حدیث ګڼلې دی.[۵] له بلې خوا، مرتضی مطهري په خپل کتاب «حماسه حسیني» کې دا عبارت د یوې «جملې» په توګه یاد کړی دی.[۶]
په یوه څېړنه کې ویل شوي چې د حدیثو شیعه څیړونکی علي اکبر غفاري لومړنی کس و چې دا عبارت د سند او محتوا له مخې په تفصیل سره څیړلی دی..[۷] د غفاري په وینا، د «مداد العلماء» عبارت حدیث نه دی؛ بلکې دا د یو بل روایت غلط تعبیر دی چې په ځینې کتابونو لکه من لا یحضره الفقیه او الامالی شیخ صدوق کې راغلی دی.[۸] هغه روایت چې غفاري له شیخ صدوق څخه له امام صادق(ع) څخه نقل کړی دی په لاندې ډول دی: «إِذَا كَانَ يَوْمُ اَلْقِيَامَةِ جَمَعَ اَللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ اَلنَّاسَ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ وَ وُضِعَتِ اَلْمَوَازِينُ فَتُوزَنُ دِمَاءُ اَلشُّهَدَاءِ مَعَ مِدَادِ اَلْعُلَمَاءِ فَيَرْجَحُ مِدَادُ اَلْعُلَمَاءِ عَلَى دِمَاءِ اَلشُّهَدَاءِ؛[۹] «کله چې د قیامت ورځ راشي، خدای تعالی به خلک په یوه هواره ځمکه کې راټول کړي، او د تلې به ولګیږي، نو د شهیدانو وینې به د علماوو قلم رنګ سره وزن شي، خو د علماوو د قلم رنګ به د شهیدانو پر وینو درون او زیاته وې.[۱۰]
آیا د عالمانو د قلم رنګ د شهیدانو په وینو غوره دی؟
د عالمانو تر منیځ په دې کې اختلاف دی چې آیا د عالمانو د قلم رنګ د شهیدانو په وینو غوره دی که نه:
مخالفان
مرتضی مطهري د شهیدانو د وینې په پرتله د علماوو د قلم رنګ غوره نه دی منلی او اعتراض یې کړی چې ولې په دې جملې باندې په تکیه کولو سره د شهید او شهادت ارزښت ټیټ کړی دی.[۱۱] علي اکبر غفاري ويلي دي چې دا جمله د شيخ صدوق له روايت څخه اخيستل شوې ده، چې په هغه کې دا نه راغلي چې د شهيدانو وينه د علماوو د قلم له رنګ څخه غوره ده. د غفاري له نظره، «د علماوو د قلم د رنګ د شهیدانو له وینې څخه غوره والی» پدې معنی دی چې حجم او وزن له نظره د علماوو د قلم رنګ د شهیدانو له وینې څخه درون دی. مطلب یې دا دی چې الهي بلنه د شهادت او د ژوند د قربانۍ په پرتله ډېره د قلم او رنګ، استدلال او برهان له لارې ترسره شوې ده. له همدې امله، دا روایت د شهید د وینې په پرتله د عالم د قلم د رنګ کیفیتي برتري یا فضیلت نه په ګوته کوي.[۱۲]
موافقان
له هغو کسانو څخه چې د شهید د وینې په پرتله د عالم د قلم رنګ غوره ګڼي، یو علامه مجلسي دی چې وايي د عالم قلم د دین د حقیقت بشپړونکی دی؛ خو د شهید وینه د دین ظاهري بڼه بشپړوي.[۱۳] ابن فهد حلي دا هم لیکلي چې د یو عالم قلم د هغه له مرګ وروسته هم ګټور او تلپاتې وي؛ خو د شهید وینه داسې نه ده.[۱۴] فیض کاشاني هم په دې باور دی چې د عالم قلم دین له بې لارۍ څخه ساتي هغه ګمراهي چې انسان د جهنمي شونی او د تل لپاره له الهي نعمتونو څخه د محرومیدو سبب کیږي؛ خو د شهید وینه په دې نړۍ کې د پردیو له یرغل څخه د بدنونو او مالونو د ساتنې وسیله ده.[۱۵]
نورو روایتونو سره ټکر
دا پوښتنه شوې ده چې په احادیثو کې راغلي دي چې د هر نیک عمل څخه غوره بل نیک عمل شته، پرته له دې چې انسان د خدای په لاره کې شهید شي،[۱۶] پداسې حال کې چې د «مداد العلماء» جمله د عالم د قلم رنګ له شهادت څخه غوره ګڼي. په ځواب کې یې ویلي شوي دي چې د شهادت په اړه په احادیثو کې، په خپله عمل په نظر کې نه دی ساتلی شوی؛ بلکې، د هغه عمل کوونکی یعنې شهید په نظر کې ساتلی شوی دی. نو له دې نظره د شهید عمل د بل هر عمل څخه غوره دی؛ خو د «مداد العلماء» په جمله کې، په خپله عمل او د هغې پایلې په ټولنه کې کتلی شي، او معنی یې دا ده چې په ټولنه باندې د هغې د اغیزې، د افرادو د لارښوونې او د دین د بنسټونو د جوړولو له پلوه، د عالمانو د قلم رنګ د شهیدانو د وینې په پرتله ډیر اغیزمن دی.[۱۷]
فوټ نوټ
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج۹، ص۲۰۶.
- ↑ طیب، اطیب البیان،۱۳۷۸ش، ج۱۴، ص۳۰۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: مطهری، حماسه حسینی، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۲۶؛ غفاری، تلخیص مقباس الهدایه، ۱۳۶۰ش، ص۲۴۷و۲۴۸.
- ↑ وګورئ: کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج۹، ص۲۰۶؛ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۱۴، ص۳۰۲.
- ↑ حسینی طهرانی، مطلع انوار، ۱۴۳۱ق، ج۳، ص۳۹۶.
- ↑ مطهری، حماسه حسینی، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۲۶.
- ↑ جدی، «اعتبارسنجی سندی و دلالی حدیث»، ص۱۹۹.
- ↑ وګورئ: غفاری، تلخیص مقباس الهدایه، ۱۳۶۰ش، ص۲۴۷.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۹۸؛ شیخ صدوق، امالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۶۸.
- ↑ بلاغی و غفاری، ترجمه و متن من لایحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۶، ص۳۴۵.
- ↑ مطهری، حماسه حسینی، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۲۶.
- ↑ وګورئ: غفاری، تلخیص مقباس الهدایه، ۱۳۶۰ش، ص۲۴۷؛ فتاحیزاده، مبانی و روشهای نقد حدیث، ۱۳۸۹ش، ص۵۲.
- ↑ مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۱۳، ص۱۰۸.
- ↑ ابنفهد حلی، عدة الداعی، ۱۴۰۷ق، ص۷۷.
- ↑ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۴۵.
- ↑ «فَوْقَ کُلِّ ذِی بِرٍّ بِرٌّ حَتَّی یقْتَلَ الرَّجُلُ فِی سَبِیلِ الله…» (کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۴۹.)
- ↑ «پاسخ به نامهها»، در مجله پاسدار اسلام، ۱ دی ۱۳۶۴ش، ص۶۲.
سرچينې
- ابنفهد حلی، احمد بن محمد، عدة الداعی و نجاح الساعی، بیجا، دارالکتب الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
- «پاسخ به نامهها»، در مجله پاسدار اسلام، شماره ۴۹، تاریخ درج مطلب: ۱ دی ۱۳۶۴ش.
- جدّی، حسین و دیگران، «اعتبار سنجی سندی و دلالی حدیث: (یرجح مداد العلماء علی دماء الشهداء) از منابع فریقین»، در مجله حدیث و اندیشه، شماره ۲۹، ۱۳۹۹ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، اَلْاَمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
- غفاری، علیاکبر، تلخیص مقباس الهدایه، نشر صدوق، ۱۳۶۰ش.
- غفاری، علیاکبر و محمدجواد غفاری و صدرالدین بلاغی، ترجمه و متن من لایحضره الفقیه، تهران، نشر صدوق، ۱۳۶۷ش.
- فتاحیزاده، فتحیه، مبانی و روشهای نقد حدیث در کتب اربعه، قم، دانشگاه قم، ۱۳۸۹ش.
- فیض کاشانی، محمد محسن بن شاه مرتضی، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی علیهالسلام، ۱۴۰۶ق.
- کاشانی، فتحالله، منهج الصادقین فی الزام المخالفین، تهران، کتابفروشی محمدحسن علمی، ۱۳۳۶ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
- مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، ۱۴۰۶ق.
- مطهری، مرتضی، حماسه حسینی، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.