مد طعام
- دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
مُد طَعام یا د خوراک مُد، د اوړو، غنمو، وریجو او یا خرماو ۷۵۰ ګرامه دي چې په فقهې کې د کفارو او د روژې د فدیې د اندازې د معلومولو معیار ګڼل کیږي. د شیعه فقیهانو په فتوا کوم کسان چې د بوډا توب یا ناروغۍ په وجه ونه کړی شي د رمضان روژه ونیسي یا امیدواره او بچي ته پۍ ورکوونکې ښځه وېره لري چې روژه یې ځان یا بچي ته تاوان ورسوي، او د هغوي عذر د راتلونکي کال تر روژې میاشتې روان وي، باید د هرې ورځې په بدل کې یو مد طعام فقیر ته ورکړي. همداراز چا چې د رمضان روژې د شرعي عذر په وجه مثلا سفر یا بل کوم عذر په وجه نه وي نیولې که د عذر له ختمېدو وروسته د بل کال تر روژې پورې یې قضا ونه نیسي باید د هرې ورځې په بدل کې د ځنډولو د کفارې په توګه یو مد طعام ورکړي. د احرام د ځینو محرماتو د ارتکاب کفاره هم د یو مد طعام ورکول دي.
اهمیت او څرنګوالی
مشهور فقیهان د هر مد اندازه اوه نیم سوه ګرامه او له طعامه مطلب ، غنم، وریجې، خرما، اوړه او .... ګڼي.[۱] ځینو هم ویلي چې د هر مد اندازه یو سل درې پنځوس نیم مثقاله دی چې له ۷۱۹ ګرام سره برابر دی.[۲] او ځینې نور یې بیا اندازه ۹۰۰ ګرامه ګڼي.[۳] مد طعام په فقې کې د کفارو د اندازې د معلومولو د معیار او اندازې په توګه استعمالیږي او په فقهي کتابونو کې د روژې[۴] ظهار، حج (د احرام محرمات)[۵]او کفارو په برخو کې یې بحث شوی دی.
د فدیې د اندازه کولو معیار
فدیه یا د ځنډ کفاره هغه جایګزین یا نعم البدل دی چې د روژې د نه نیولو په بدل کې ورکول کیږي.[۶] هغه موارد چې باید یو یا دوه مده طعام د فدیې په توګه بې وزله ته ورکړل شي.[۷] دا دي: د راتلونکي کال تر روژې میاشتې د رمضان د روژې د قضا ځنډول؛ څوک چې د روژې میاشتې د روژې قضا د بل کال تر رمضانه پورې بې عذره وځنډوي او قضا یې ونه کړي باید دهرې ورځې په بدل کې یو مد طعام فقیر ته ورکړی.[۸] امیدواره ښځه او هغه چې ماشوم ته پۍ ورکوي که ویریږي چې روژه یې ځان یا بچي ته ضرر لري روژه نه نیسي.[۹] څوک چې د تندې په مرض اخته وي او روژه نه شي نیولی.[۱۰] هغه بوډاګان چې روژه نه شي نیولی یا یې ورته نیول ډېر سخت وي.[۱۱]
احکام
په دې باره کې چې په دغه مواردو کې د یو مد طعام ورکول واجب دي که دوه مده د نظر اختلاف موجود دی[۱۲] که څه هم دوه مده احتیاط ته نزدې دی[۱۳] سره له دې د تقلید مراجع د یو مد ورکول کافي ګڼي.[۱۴] همداراز د تقلید د مراجعو په فتوا فقیر ته د یو مد طعام پېسې ورکول کافي نه دي بلکې باید اصل طعام او ډودۍ ورکړل شي مګر دا چې که یقین وي چې فقیر په دغه پیسو خوراکي مواد اخلي.[۱۵]
د کفارو د اندازه کولو معیار او تله
د یو مد طعام ورکول، د احرام د ځینو محرماتو د ارتکاب لپاره د کفارې په توګه هم په نظر کې نیول شوي لکه:
- د احرام په حالت کې د مرغۍ وژل[۱۶]
- د احرام په حال کې دهر نوک د وړوکي کولو په بدل کې ، په داسې بڼه کې چې ټول تر لسو نوکونو کم وي[۱۷]
- په عهد او نذر د وفا نه کولو او نه پوره کولو د کفارې له ورکړې ناتواني.[۱۸]
همداراز ویل شوې چې د چا لپاره د ورځنیو نافلو قضا سخته وي، د هغې له ثوابه د برخمنېدو لپاره دې یو مد طعام فقیر ته ورکوي
فوټ نوټ
- ↑ بنیهاشمی خمینی، رساله توضیحالمسائل مراجع، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۹۲۸.
- ↑ شعرانی، تبصره المتعلمین، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۰۳.
- ↑ وګورئ: بنیهاشمی خمینی، رساله توضیحالمسائل مراجع، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۹۲۸.
- ↑ علامه مجلسی، بیست و پنج رساله فارسی، ۱۴۱۲ق، ص۳۹۳.
- ↑ علامه حلی، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۱۹.
- ↑ صدر، ماوراءالفقه، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۲۰.
- ↑ صدر، ماوراءالفقه، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۲۰.
- ↑ حکیم، مستمسک العروةالوثقی، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۴۹۶.
- ↑ حکیم، مستمسک العروةالوثقی، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۴۴۹.
- ↑ نراقی، تذکرة الاحباب، ۱۴۲۵ق، ص۱۴۷.
- ↑ نجفی، مجمع الرسائل، ۱۴۱۵ق، ص۴۳۴؛ نراقی، تذکرة الاحباب، ۱۴۲۵ق، ص۱۴۶.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بیست و پنج رساله فارسی، ۱۴۱۲ق، ص۳۹۳.
- ↑ حکیم، مستمسک العروةالوثقی، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۴۴۷و۴۵۱.
- ↑ وګورئ: بنیهاشمی خمینی، رساله توضیحالمسائل مراجع، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۹۴۸.
- ↑ «کفاره روزه و مقدار آن»، دفتر حفظ و نشر آثار.
- ↑ علامه حلی، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۱۹.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱.
- ↑ مکارم، الفتاوی الجدیده، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۳۲۶.
سرچينې
- بنیهاشمی خمینی، محمدحسن، رساله توضیح المسایل (مراجع)، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم دفتر نشر اسلامی.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دارالتفسیر، ۱۴۱۶ق.
- شعرانی، ابوالحسن، تبصرة المتعلمین فی احکام الدین- ترجمه و شرح (فقه فارسی)، تهران، منشورات اسلامیه، ۱۴۱۹ق.
- صدر، سید محمد، ماوراء الفقه، تصحیح جعفر هادی دجیلی، بیروت، دار الاضواء للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۲۰ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، ارشاد الاذهان الی احکام الایمان، تحقیق: فارس حسون، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بیست و پنج رساله فارسی، تصحیح: سید مهدی رجائی، قم، انتشارات کتابخانه آیة الله مرعشی، ۱۴۱۲ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، الفتاوی الجدیده، تصحیح: ابوالقاسم علیان نژادی و کاظم خاقانی، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابیطالب علیهالسلام، ۱۴۲۷ق.
- نجفی، محمدحسن، مجمع الرسائل (محشّٰی) همراه با حواشی تعدادی از فقهای بزرگ، مشهد، مؤسسه صاحب الزمان علیهالسلام، ۱۴۱۵ق.
- نراقی، احمد بن محمدمهدی، تذکرة الاحباب، تصحیح: پژوهشگاه علوم و فرهنگ، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۵ق.
- نراقی، محمدمهدی، تحفه رضویه، تصحیح: پژوهشگاه علوم و فرهنگ، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۶ق.