کفاره

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

کَفّاره هغه جرمانه ده چې د ځینو حرامو کارونو د کولو او یا د ځینو واجباتود پرېښودلو په بدل کې باید ورکړی شی. د بنده ازادول، فقیر ته ډوډۍ یا جامه ورکول، روژه نیول او قرباني کول له مهمو کفارو څخه دي. ځینې کارونه چې کفاره لري دا دي: د انسان وژل، د روژې د میاشتې د روژې عمدي خوړل، د عهد او نذر او قسم ماتول او د احرام د ځینو حرامو کارونو کول.

د کفارې ډول او د ورکولو طریقه یې په هغه عمل پورې اړه لري او سره فرق لري: د ځینو عملونو لپاره یوه ټاکل شوې کفاره ده؛ د ځینو نورو لپاره بیا څو کفارې ټاکل شوې چې مکلف اختیار لري له هغو په یوې عمل وکړي؛ د ځینو عملونو لپاره څو کفارې په ترتیب سره ټاکل شوې چې باید په لومړیتوب سره ورکړی شي. ځینې عملونه بیا کفاره جمع لري؛ یعنې څو کفارې ورپاره ټاکل شوې چې ټولې باید په یو ځای ادا کړي.

مفهوم پېژندنه

هغه مالي او بدني جرمانې ته چې د ځینو ګناهانو د کولو په بدل کې ورکول کیږي، کفاره ویل کیږي.[۱] کفاره غالبا د اخرت د ګناه د ختمېدو یا کمېدو سبب ګرځي.[۲]

کفاره د کَفر له مادې راوتې چې معنا یې ده پټول.[۳] کفاره له دې امله چې د ګناهانو د پټېدو یعنې پرې د سترګو پټولو سبب ګیږي، کفاره نومول شوې ده.[۴] [یادداشت۱] کله کله په عرفي محاوراتو کې د فدیې په معنا هم راځي. د مثال په توګه یو مُد طعام (۷۵۰ ګرامه غنم یا داسې نور) ته د روژې کفاره ویل کیږي؛[۵] په داسې حال کې چې په حقیقت کې د روژې فدیه ده؛ یعنې جانشینه او نعم البدله یې ده او د بیمارۍ یا داسې نورو مسایلو له امله د ناتوانۍ په علت د روژې نه نیولو په بدل کې ورکول کیږي.[۶]

د کفارو ډولونه او موردونه یې

د فقهي کتابونو له مخې، کفارې په لاندې ډول دي:

هغه ګناهانې چې کفاره لري

په فقهي کتابونو کې د هغو عملونو چې کفاره لري د ظِهار په برخه کې بحث کیږي.[۱۸] البته بې د احرام د مُحَرَّماتو د کفاراتو چې د حج په برخه کې بیان شوې.[۱۹] کوم عملونه چې کفاره لري، د کفارې د ډول او د کولو د څرنګوالي له اړخه سره فرق لری: ځینې یې ټاکل شوې (کفاره مُخَیَّره). په ځینو مواردو کې بیا څو کفارې په ترتیب سره ټاکل شوې چې باید د لومړیتوب په اساس ترسره شي؛ یعني که لومړۍ مو ونه کړی شوه هغه بله کوو (کفاره مُرتَّبه). د ځینو عملونو لپاره بیا په يو ځای څو کفارې ټاکل شوې چې باید ټولې ترسره کړی شي (کفاره جمع).[۲۰]

هغه کارونه چې کفاره لري د کفارې ډول کفاره
۱. ظِهار او غیر عمدي قتل [۲۱]

۲. له شرعي ظهر وروسته د رمضان د قضایي روژې ماتول [۲۲]

مُرتَّبه کفاره ۱.د بنده ازادول او که وې نه کړی شي شپېتو بېوزلانو ته ډوډۍ ورکول[۲۳]

۲.لسو مسکینانو ته ډوډۍ ورکول او که وې نه کړی شي درې ورځې روژه نیول. روزه[۲۴]

الف)

۱.د روژي میاشتي د روژي قصدي ماتول [۲۵] ۲. د نذر ماتول [۲۶] ۳. د عهد ماتول[۲۷] ۴. په مصیبت کې د ښځې د سر ویښته شوکول (د ځینو فقیهانو له نظره).[۲۸] ۵. د اعتکاف[په حال کې له مېرمنې سره کوروالی [۲۹] ب) د حج باب ۱. له قربانۍ مخکې د ویښتو خریل یا واړه کول. [۳۰] ۲. د احرام په حال کې ښکار[۳۱]

مُخَیَّره کفاره الف) اختیار لري چې

۱.یو بنده ازاد کړي ۲. یا دوه میاشتې روژې ونیسي ۳. او یا شپېتو فقیرانو ته ډوډۍ ورکړي [۳۲] ب) د حج باب ۱ و ۲. اختیار لري چې قرباني وکړی، شپږ یا لس مسکینان ماړه کړي او یا درې ورځې روژه ونیسي.[۳۳]

۱. د قسم نه پوره کول [۳۴]

۲. ښځه په مصیبت کې ویښته وشوکوي.[۳۵] ۳. ښځه په مصیبت کې په مخ نوکارې ولګوي.[۳۶] ۴. سړی د زوي یا مېرمنې په مرګ کې جامې وشلوي.[۳۷]

مُخَیَّره او مُرتَّبه کفاره الف) اختیار لري چې

۱. بنده ازاد کړي ۲.لس مسکینان ماړه کړي ۳. لسو بېوزلو ته جامه ورکړي ب) که دغه درې نه شي کولی ۴. دري ورځې دې روژه ونیسي [۳۸]

۱ په عمد سره د مومن وژل[۳۹][۳۹]

۲. په حرام کار سره په رمضان کې روژه ماتول[۴۰]

کفاره جمع دغه درې واړه کارونه دې په یو ځای وکړي

۱.د بنده ازادول ۲. دوه میاشتې روژه نیول ۳. شپېتو بېوزلو ته ډودۍ ورکول[۴۱]

د احرام محرمات لکه

۱.له مېرمنې سره کوروالی له ميرمنې سره لوبې چې د انزال سبب شي. د شهوت له مخې د مېرمنې ښکلول[۴۲] ۲د حرم د ونې شوکول[۴۳] ۳د خوشبویۍ استعمال[۴۴] په سر سیوری کول (یوازې سړي)[۴۵] د لاس یا پښې د ټولو نوکونو واړه کول.[۴۶] دهغو جامو اچول یا خوراک کول چي په مُحرِم حرام دي[۴۷] بې له شهوته د مېرمنې ښکلول د ميرمنې په شهوت سره لمسول چې د انزال سبب نه شي.[۴۸] ۴د هر نوک د وړوکی کولو په بدل کې که ټوټل شمېر یې تر لسو کم وي.[۴۹] ۵. د احرام په حال کې نامحرم ته کتل چې د منی د وتلو سبب شي.[۵۰]

مُعیَّنه کفاره ۱. قرباني(د اوښ)[۵۱]

۲. د غوا یا پسه قرباني( د ونې په اندازې پورې اړه لري.[۵۲] ۳. قرباني (د پسه)[۵۳] ۴. یو مد طعام[۵۴] ۵. د اوښ قرباني دهغه چا لپاره چې ښه مالي حالت لري، د غوا قرباني د هغه چا لپاره چې متوسط مالي حالت لري د پسه قرباني د هغه چا لپاره چې تر متوسط ټیټ مالي وضعیت لري[۵۵]

احکام

  • د اطعام یا د جامو ورکولو کفاره باید مسلمان فقیر ته ورکړی شي.[۵۶]
  • کفاره له تعبدي واجباتو ده. له دې امله یې په ورکولو کې د قربت نیت شرط دی.[۵۷]
  • که د کفارې ځینې موارد لکه د بنده ازادول ممکن نه دي، په دې بڼه کې کفاره جمع ساقطه ده او په مخیره او مرتبه کفارو کې باید نور موارد ترسره کړي.[۵۸]
  • ویل شوې چې په هغو مواردو کې چې روژه د کفارې په توګه ټاکل شوې، باید روژې په یو بل پسې ترسره شي.[۵۹] البته په شپېتو ورځو روژو کې یې ۳۱ باید پرله پسې ترسره شي.[۶۰]
  • که د احرام د محرماتو د کفارو سبب مختلف وي، باید د هر یو لپاره جدا جدا کفاره ورکړی شي.[۶۱]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۸.
  2. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۸؛ وګورئ: شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۵.
  3. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۱۴۸ (ذیل واژه کفر).
  4. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۱۴۸(ذیل واژه کفر)؛ شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۵.
  5. وګورئ: خامنه‌‎ای، اجوبةالاستفتائات، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۳۸، س۸۰۲.
  6. صدر، ماوراءالفقه، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۲۰.
  7. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  8. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  9. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  10. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۵.
  11. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  12. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۹-۲۷۳.
  13. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۹-۲۷۳.
  14. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۹-۲۷۳.
  15. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۹-۲۷۳.
  16. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۹-۲۷۳.
  17. شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳.
  18. وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۶۷.
  19. وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۶۸-۲۷۱.
  20. وګرئ: محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۹.
  21. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۶۹-۱۷۰.
  22. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰: نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۲.
  23. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۰.
  24. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۲.
  25. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  26. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  27. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰.
  28. شهید اول، غایةالمراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۸۳.
  29. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۵۹۳.
  30. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۴۴.
  31. طوسی، التبیان، داراحیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۶.
  32. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۵.
  33. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۴۴؛ طوسی، التبیان، داراحیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۶.
  34. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۵۷-۴۵۸؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۸.
  35. شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۸۶.
  36. شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۸۶.
  37. شهید اول، غایة المراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۸۶.
  38. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۸؛ شهید اول، غایةالمراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۶۳.
  39. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۸.
  40. وګورئ: شهید اول، غایةالمراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۵۸-۴۵۹.
  41. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۱؛ شهید اول، غایةالمراد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۴۵۸-۴۵۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۱۷۸.
  42. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۶۹-۲۷۰.
  43. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۲.
  44. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۰.
  45. خامنه‌ای، مناسک‌الحج، ۱۴۲۶ق، ص۷۴، م۱۶۲.
  46. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱.
  47. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۳
  48. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۰.
  49. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱.
  50. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۰، ص۳۸۵
  51. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۶۹
  52. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۲.
  53. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۰-۲۷۳.
  54. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۱.
  55. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۰، ص۳۸۵.
  56. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۳.
  57. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۹.
  58. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۹.
  59. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۳۹.
  60. امام خمینی، توضيح المسائل‌، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۷.
  61. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۲.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، تصحیح احمد فارس، قم، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌اللّه، توضیح المسائل، محقق و مصحح: مسلم قلی‌پور گیلانی‌، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • خامنه‌ای، سیدعلی، اجوبةالاستفتائات، بیروت، الدار الاسلامیه، ۱۴۲۰ق.
  • خامنه‌ای، سیدعلی، مناسک‌الحج، قم، مشعر، ۱۴۲۶ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، غایة المراد فی شرح نکت الارشاد، تصحیح رضا مختاری، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، قم، مؤسسة المعارف اسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • صدر، محمد، ماوراءالفقه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا علیه‌السلام، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، تصحیح احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • عبدالمنعم، محمود بن عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، قاهره، دارالفضیله، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعد الاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • قطب راوندی، سعید بن هبةالله، فقه القرآن فی شرح آیات الاحکام، قم، کتابخانه مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه و معظم عناوینه الموضوعیه، قم، الهادی، ۱۳۷۷ش/۱۴۱۹ق.
  • مفید، محمد بن مفید، الامالی، تصحیح حسین ولی و علی‌اکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.