مسبحات

د wikishia لخوا

مُسَبِّحات د قرآن هغه سورې چې د خدای په تسبیح سره پېل کیږي. اوه سورې، اِسراء، حَدید، حَشْر، صَفْ، جمعه، تَغابُن او اَعْلی هغه سورې دي چې د سبح ټکي په یو مشتق سره پېل کیږي. البته په دې اړه چې په مسبحاتو کې دغه ټولې سورې شاملیږي، د نظر اختلاف موجود دی.

د دین په اصولو خبرې کول د دغه سورو ګډ مضمون دی. اسراء سوره د مسبحاتو چورلیز ګڼل شوې ده او د اسلام د پېغمبر(ص) د نبوت په ټوله موده کې هم په مکه او هم مدینه کې دغه سورې نازلې شوې دي.

د یو روایت له مخې پېغمبر(ص) هره شپه له خوبه مخکې مسبحات سورې تلاوتولې او فرمایل به یې:« په مسبحاتو کې یو ایت دی چې تر زرو ایتونو غوره دی»

نوموَنه

مسبحات هغو سورو ته ویل کیږي چې د خدای په تسبیح سره پېل کیږي.[۱] د تسبیح معنا ده تنزیه[۲] او د خدای تسبیح له هر ډول نیمګړتیا د خدای تعالی د مبرا او سپېڅلې ګڼلو په معنا دی.[۳]

د مسبحاتو د قرائت د اجر په اړه امام باقر(ع) فرمایلی دی:

منْ قَرَأَ الْمُسَبِّحَاتِ کلَّهَا قَبْلَ أَنْ ینَامَ لَمْ یمُتْ حَتَّی یدْرِک الْقَائِمَ وَ إِنْ مَاتَ کانَ فِی جِوَارِ مُحَمَّدٍ النَّبِی(ص).[۴]

* ژباړه: « څوک چې له اوده کېدو مخکې مسبحات قرائت کړي، نه مړ کیږي مګر دا چې امام قائم(ع) وویني او که مړ شي د خدای د رسول(ص) په څنګ کې به وي.

مصداقونه

په روایتونو کې د مسبحات سورو نومونو ته اشاره نه ده شوې؛ له دې امله د هغوي د شمېر په باب مختلفو نظرونه موجود دي:

  1. پینځه سورې: حدید، حشر، صف، جمعه او تغابن چې په سَبَّحَ یا یسَبِّحُ سره پېل کیږي.[۵]
  2. شپږ سورې: حديد، حشر، صف، جمعه، تغابن او اعلى.[۶] ځکه چې په دغو سورو کې له بسم الله وروسته، د سَبَّحَ، یسَبِّحُ او سبِّح یو فعل راغلی دی.‏ سید علي قاضي طباطبایي خپلو شاګردانو ته سپارښتنه کوله چې دغه شپږ سورې هره شپه د مسبحاتو په توګه ولولي.[۷]
  3. اوه سورې: اسراء، حَدید، حَشْر، صَفْ، جمعه، تَغابُن او اعلی.[۸] دغه سوري د (س ب ح) له جرړې په یو مشتق سره پېل کېږي.[۹]
  4. نه سورې: د قرآني علومو څیړاندي محمد هادي معرفت (۱۳۰۹-۱۳۸۵ل) فرقان او ملک سوره هم له دغه اوو سورو سره یو ځای کړې دي.[۱۰]

ځانګړنې

مسبحات سورې ځینې ګډ مضامین او ځانګړنې لري چې په دې ډول دي:

  • د دین د اصولو لرل: د مسبحات سورو مضامین توحید، نبوت، معاد، عدل او امامت دي.[۱۱]
  • د اسراء چورلیزي رول: ځینې باوري دي چې د مسبحاتو مضامینو ته په پام سره د هغوي تر مینځ خاص اړیکي موجود دي او اسراء سوره د نورو سورو د چورلیز او محور په شان ده. د دغه نظر مطابق مسبحات د یو کتاب په شان دي چې سریزه یې اسراء سوره، بابونه یې پینځه نورې سورې او نتیجه یې اعلی سوره ده.[۱۲]
  • زماني دایره: دغه سورې تقریبا د پېغمبر(ص) د نبوت په ټوله موده کې نازلې شوې دي؛ اعلی سوره اومه، اسراء، پنځوسمه سوره ده چې په مکه کې نازله شوې او حدید، حشر، صف، جمعه او تغابن په مدینې کې نازلې شوي او له ۹۴ تر ۱۱۰ سورو په مینځ کې نازلې شوې دي.[۱۳]

فضیلت

  • له زرو ایتونو غوره ایت: د یو روایت له مخې پېغمبر(ص) به هره شپه له اوده کېدو مخکې مسبحات سورې قرائتولې او فرمایل به یې:« په مسبحاتو کې یو ایت دی چې تر زرو ایتونو غوره دی.»[۱۴]
  • د امام زمان لیدل: له امام باقر(ع) یو روایت دی چې « څوک چې له اوده کېدو مخکې مسبحات قرائت کړي، نه مړ کیږي مګر دا چې امام قائم(ع) وویني او که مړ شي د خدای د رسول(ص) په څنګ کې به وي.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. حریرى، فرهنگ اصطلاحات قرآنى، ۱۳۸۴ش، ص۱۸۵.
  2. جوهری، الصحاح، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۷۲(ذیل واژه سبح).
  3. دغیم، موسوعة مصطلحات علم الکلام الاسلامی، ۱۹۸۸م، ج۱، ص۳۱۰.
  4. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۰.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۱۴۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۳، ص۲۹۲.
  6. حسن‌زاده آملی، رساله نور على نور، ۱۳۷۱ش، ص۲۹؛ جوادى آملى، «تفسیر سوره حشر»، ص۷.
  7. حسن‌زاده، هزار و یک نکته، ۱۳۶۵ش، ص۶۰۵.
  8. فیض کاشانى، الوافی‌، ۱۴۰۹ق‌، ج۹، ص۱۷۵۶؛ حجتی، پژوهشی در تاریخ قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۱۰۵؛ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۳ش، ص۵۹۶.
  9. حسن‌زاده، هزار و یک نکته، ۱۳۶۵ش، ص۶۰۵
  10. معرفت، التمهید فی علوم‌القرآن، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۲۹۳.
  11. آل‌رسول-اعتصامی، «سوره‌شناسی مسبحات»، ص۵۲.
  12. آل‌رسول-اعتصامی، «سوره‌شناسی مسبحات»، ص۵۲.
  13. آل‌رسول-اعتصامی، «سوره‌شناسی مسبحات»، ص۵۲.
  14. سیوطی، الدرالمنثور، دارالفکر، ج۶، ص۱۷۰؛ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ص۲۳۵.
  15. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۰.

سرچينې

  • آل‌رسول، سوسن و اعتصامی، سیده زهرا، سوره‌شناسی مسبحات، فصلنامه فدک، سال۱، ش۱، بهار ۱۳۸۹ش.
  • جوادى آملى، مرتضى، «تفسیر سوره حشر»، نشریه پاسدار اسلام، ش۱۸۳ و ۱۸۴، اسفند ۱۳۷۵ و فروردین ۱۳۷۶ش.
  • جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح تاج اللغه و صحاح، تحقیق احمد عبدالغفور عطا، بیروت، دارالعلم للملایین، ۱۴۱۰ق.
  • حجتی، سید محمدباقر، پژوهشی در تاریخ قرآن، تهران، انتشارات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • حریرى، محمدیوسف، فرهنگ اصطلاحات قرآنى، قم، هجرت، چاپ دوم، ۱۳۸۴ش.
  • حسن‌زاده آملى، حسن، هزار و یک نکته، تهران‌، رجاء، چاپ پنجم‌، ۱۳۶۵ش.
  • حسن‌زاده آملى، حسن، رساله نور على نور در ذكر و ذاكر و مذكور، قم، تشيع، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
  • دغیم، سمیح، موسوعة مصطلحات علم الكلام الإسلامی، بیروت، مکتبة لبنان ناشرون، ۱۹۹۸م.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدرالمنثور فی تفسیر بالمأثور، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ترجمه علی‌اکبر غفاری، تهران، انتشارات صدوق، ۱۳۷۳ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامى جامعه مدرسین حوزه علميه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • فیض کاشانى، محمد‌محسن بن شاه‌مرتضى، الوافی‌، اصفهان‌، کتابخانه امام أمیرالمؤمنین على علیه‌السلام‌، ۱۴۰۹ق‌.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحكام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم‌القرآن، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۱۶ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ دوازدهم، ۱۳۷۱ش.