توحید

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا لیکنه د اسلام د یوې عقیدې په اړه ده، که تاسو د همدې نوم سورت په لټه کې یاست، د توحید سوره مدخل ته مراجعه وکړئ.

توحید یا یو خدای منل، په اسلام کې تر ټولو بنیادي اعتقادي اصل دی چې معنی یې ده د خدای یو او بې سارې ګڼل او همداراز د نړۍ په خلقت کې له هغه سره څوک نه شریکول. اسلام ته د خلکو د بلنې په پېل کې د حضرت محمد(ص) لومړۍ جملې د خدای په یووالي شهادت او له شرکه لرې والی و. توحید همداراز په قرآن کریم او د معصومینو په روایتونو کې د پام وړ ګرځېدلی او توحید سوره په همدې موضوع ده.

توحید په اسلامي فرهنګ او لغت کې د شرک په مقابل کې ګڼل شوی او مسلمانو متکلمانو ورته ځینې مرتبې بیان کړې دي؛ دغه مرتبې دا دي: ذاتي توحید چې معنی یې ده د خدای د ذات په یووالي عقیده، د صفاتي توحید مطلب دی د خدای د ذات او صفاتو سره یووالی، افعالي توحید دا چې خدای تعالی کوم مرستندویي او ملګري ته ضرورت نه لري او د عبادي توحید مطلب دی چې بې له خدایه هیڅوک د عبادت لایق نه دي په توحید په عقیده کې څلور مرتبې دي چې لومړی یې ذاتي توحید او تر ټولو لوړه مرتبه یې افعالي توحید دی.

په قران کریم، د معصومانو په حدیثونو او د مسلمانو فیلسوفانو او متکلمانو په اثارو کې د توحید د اثبات لپاره ډول ډول برهانونه او استدلالونه موجود دي. د تمانع برهان، د انبیاوو د بعثت برهان او د تعین برهان د دې ځینې بېلګې دي.

یو شمېر اهل سنت منجمله ابن تیمیه، محمد بن عبد الوهاب او عبدالعزیز بن باز، له مرګه وروسته د پېغمبرانو او الهي اولیاوو په شفاعت، او توسل عقیده د شرک او په عبادي توحید د نه عقیدې نښه ګڼلې ده. شیعیان د قرآن په ایتونو په تکیې سره دغه ادعا غلطه ګڼي؛ په دې استدلال سره چې مسلمانان د بت پرستانو په اپوټه، پېغمبر رب او د هستۍ چارواکی نه ګڼي او د پېغمبر او الهي اولیاوو د تکریم نه یې مقصد، د هغوي له لارې له خپل رب سره نزدېکت دی.

شیعه عالمانو په ډېرو اثارو کې په توحید خبرې کړې دي؛ په دې کې ځینې کتابونه په مستقله توګه د توحید په اړه دي او ځینې نور یې د توحید په اړه برخې لري. کتاب التوحید د شیخ صدوق، گوهر مراد لیک د عبد الرزاق لاهیجي، الرسائل التوحیدیه لیک د علامه طباطبایي او توحید، لیک د مرتضی مطهري، له دغو کتابونو څخه دي.

معنا پېژندنه

د توحید تر ټولو مشهور شعار خطاطي: "لا اله الا الله"، د ترکي خطاط محمد ازوچاي لخوا لیکل شوی.

توحید چې د خدای د یو ګڼلو په معنا دی، په اسلام کې یوه ډېره اصلي اعتقادي مساله ده.[۱] د مسلمانانو په عقیده، خدای تعالی د نړۍ یوازینی خالق دی او شریک نه لري.[۲] توحید له پېغمبر(ص) او شیعه امامانو منجمله امام علي(ع) او امام صادق(ع) په نقل شویو روایتونو کې د «لا اله الّا اللّه وحدَه لاشریک له» په مضمون د شهادت ورکولو او دې ته ورته معناګانو کې کارول شوی دی.[۳]

د توحید ټکی د خدای له یو والي، صفاتو او افعالو سره اړوندو کلامي بحثونو کې د اشارې لپاره هم کارول شوی دی. امام صادق(ع) او امام رضا(ع) د توحید د معنې په باره کې د ځینو پوښتنو په ځواب کې، ځینو کلامي بحثونو منجمله له خدایه د انساني صفتونو نفي ته اشاره کړې ده.[۴]

په دریو کلامي، عرفاني او فلسفي لیدتوګو کې، توحید ته درې مختلف نظرونه موجود دی؛ کلامي توحید د خدای د یو والي د منلو په معنا دی، فلسفي توحید د خدای په یووالي له عقلي عقیدې د راپورته شوې ایمان په معنا دی او عرفاني توحید د خدای یووالي ته د رسېدو او شهود په معنا دی.[۵] په فلسفه کې توحید، د واجب الوجود د وحدت په باره کې د یو مفهوم په توګه دی خو په عرفان کې د مفهوم هیڅ خبره نیشته، بلکې خبره د توحید د مصداق یعنې خدای ده چې یو واحد وجود دی او نور مخلوقات له هغه ګټه پورته کوي.[۶] د فیلسوف هڅه د واجب الوجود د توحید ثابتولو ده، خو د عارف هڅه شهود او توحید ته باطني رسایي ده. سره له دې متعالیه حکمت چې په ملا صدرای شیرازي پورې منسوب دی، د قرآن، عرفان او برهان تر مینځ جمع ګڼلې شوې او پکې عرفاني شهود له استدلالي بحثونو سره یو ځای بیان شوی دی.[۷]

په اسلام کې د توحید مقام

توحید د اسلام تر ټولو مهم تعلیم او له نورو دینونو د اسلام د بېلتون او امتیاز ټکی ګڼل شوی دی.[۸] د قران په تصریح، د ټولو پېغمبرانو پېغام په توحید عقیده پاتې شوې ده.[۹] سره له دې چې د توحید ټکی په قران کریم کې نه دی راغلی خو د توحید د اثبات او د شرک د نفي په اړه ډېر قرآني ایتونه موجود دي[۱۰]؛ تر دې چې ملا صدرا په خپل تفسیر کتاب کې، د قران کریم اصلي هدف د خدای د توحید اثبات ګڼلی دی.[۱۱]

د خدای په یووالی شهادت او له شرکه لرې والی لومړي تعلیمات وو چې د اسلام پېغمبر د خپل ښکاره دعوت په پېل کې د مکې خلکو ته په خطاب کې بیان کړې دي.[۱۲]د پېغمبر استازي منجمله معاذ بن جبل چې د اسلام د تبلیغ لپاره مختلفو ټاټوبو ته تلل، همېشه یې خلک د خدای د یووالي او یکتایۍ منلو ته بلل.[۱۳] ځینې مسلمانو عالمانو په اسلام کې د توحید د تعلیم اهمیت او مقام ته په پام سره، مسلمانان «اهل التوحید» ګڼلې دي.[۱۴] او توحید یې د مسلمانۍ نښه بللې ده.[۱۵] امام علي(ع) په توحید او د خدای په یو والي عقیده د خدای د پېژندلو بنیاد ګڼلی دی.[۱۶]«أَوّلُ الدّینِ مَعرِفَتُهُ وَ کَمَالُ مَعرِفَتِهِ التّصدِیقُ بِهِ وَ کَمَالُ التّصدِیقِ بِهِ تَوحِیدُهُ» ژباړه: د دین پیل د هغه علم دی، او د هغه د معرفت کمال د هغه د جوهر تصدیق کول دي او د هغه د جوهر تصدیق کولو کمال توحید او د هغه د توحید شاهدي ده. [۱۷]

د خدای تعالی توحید او یووالی، په مختلفو تعبیرونو او عبارتونو سره په ځلونو په قرآن کې راغلی او پرې ټینګار شوی دی؛ منجلمه په توحید سوره کې چې خدای «احد» یو ګڼل شوی دی[۱۷] د نورو خدایانو نفي، د خدای یو والی، د ټولو لپاره یو خدای، د ټولو کایناتو خدای، د ډېرو خدایانو په وجود د عقیده لرونکو غندنه، د تثلیث او درې ګونو خدایانو د منونکو د ادعا رد، او همداراز د خدای لپاره د هر ډول مثل او ساري نفي له توحید سره اړوند مفاهیم دي چې په قرآن کې راغلې دي.[۱۸] د قرآن کریم ځینې ایتونه چې نېغ په نېغه په توحید دلالت لري دا دي:

  • قُل هُوَ اللهُ أحَد: ووایه هغه خدای یو دی. .[۱۹]
  • لا إلٰه إلّا الله: بې له الله هیڅ خدای نیشته.[۲۰]
  • لا إلٰه إلّا هو: بې له هغه هیڅ خدای نیشته .[۲۱]
  • إلٰهُکُم إلٰهٌ واحِد: ستاسو خدای هماغه یوازینی خدای دی.[۲۲]
  • ما مِن إلٰهٍ إلّا الله: بې له الله هیڅ خدای نیشته. .[۲۳]

د توحید مراتب

د ثلث جلی خط، د مثنی العبیدی لخوا، د عراقی خطاط، ۲۰۲۳ م.

زیاتره مسلمانو متکلمانو، عارفانو او فیلسوفانو، په قران کریم ، د اسلام د پېغمبر او شیعه امامانو په روایتونو په تکیې سره د توحید لپاره ځينې مرتبې او درجې بیان کړې چې لومړۍ یې ذاتي توحید، بیا صفاتي او افعالي او تر ټولو لوړه درجه یې په عبادي توحید دی.[۲۴]

په قران کریم او اسلامي فرهنګ کې توحید، د شرک پر وړاندې ګڼل کیږي او له شرک سره مبارزه په قران کریم کې یوه اصلي موضوع ده.[۲۵] مسلمانان لکه څنګه چې د توحید لپاره په مراتبو او درجو قایل دي، د شرک لپاره یې هم ځینې درجې بیان کړې دي.[۲۶] د خدای په ذات کې په تعدد او شمېروالي عقیده د خدای په ذات کې شرک ګڼل کیږي.[۲۷] او په دې باور چې نړۍ تر یو مستقل فاعل څخه زیات فاعلان لري، په فعل کې شرک یا فاعلي شرک دی.[۲۸] همداراز د خدای له ذاته د هغه د صفاتو په جدایۍ عقیده، صفاتي شرک[۲۹] او بې له یوازیني خدایه د بل چا عبادت په عبادت کې شرک ګڼل کیږي.[۳۰]

ذاتي توحید

اصلي مقاله: ذاتي توحید

ذاتي توحید د توحید له مراتبو لومړۍ مرتبه ده.[۳۱] او یوه معنا یې د خدای په یووالي عقیده او دا عقیده چې هغه هیڅ مثال، ساری او ځای ناستی نه لري. د توحید سورې څلورم ایت (وَلَمْ یکُنْ لَه کُفُواً أحَدٌ)، په همدې معنا ګڼل شوی دی.[۳۲] د ذاتي توحید بله معنا دا ده چې د خدای په ذات کې دوه ګون والی او زیات شمېر والی نیشته او هغه هیڅ مثال او ساری نه لري.[۳۳] لکه څنګه چې د توحید سورې په لومړي ایت (قُل هُو الله أحَدٌ) کې راغلي دي.[۳۴]

صفاتي توحید

اصلي مقاله: صفاتي توحید

صفاتي توحید د خدای له ذات سره د هغه د صفاتو یو والی دی. صفاتي توحید یعنې دا چې عقیده ولرو د حق ذات د هغه له صفاتو سره بیخي یو دی او الهي صفات په خپلو کې هم سره یو دي.[۳۵] د مثال په توګه، خدای عالم دی، خو په دې معنا نه چې علم د خدای په ذات ورزیات شوی دی، بلکې په دې معنا چې خدای عین علم دی؛ د انسان په اپوټه چې علم او قدرت د هغه له ذاته بهر دي او ورو ورو په هغه ورزیات شوې دي.[۳۶] د خدای صفات پر دې سربېره چې له خدایه جدا نه دي، له یو بله هم جدا نه دي، یعنې خدای علم هماغه د هغه قدرت دی او د خدای ټول وجود، هماغه علم او قدرت او دهغه نور ذاتي صات دی.[۳۷] د مصباح یزدي له نظره صفاتي تحید د فیلسوفانو او متکلمانو له نظره دا دی چې د علم، ژوند او قدرت په شان صفتونه چې خدای ته یې نسبت ورکوو، په حقیقت کې د خدای له ذاته جدا څه نه دي؛ بلکې ټول یې د خدای ذات او د یو بل عین دی. له ذات او یو بل سره یې اختلاف یوازې به مفهوم کې دی.[۳۸] قرآن کریم خدای تعالی له هغو صفتونو چې هغه ته یې نسبت ورکول کیږي، سپېڅلی ګڼلی دی.[۳۹] امام صادق(ع) په یوې وینا کې چې له ابو بصیره یې نقل کړې، د خدای علم، اورېدل، لیدل او قدرت د خدای ذات ګڼلی د او جوته کړې یې ده چې خدای تعالی مخکې له دې چې یو څه د اورېدل کېدو او لیدل کېدو لپاره موجود وي، اورېدونکی او لیدونکی و.[۴۰]

افعالي توحید

اصلي مقاله: افعالي توحید

افعالي توحید یعنې دا چې خدای تعالی لکه څنګه چې په خپل ذات کې یو او یوازې دی، په خپلو افعالو کې منجمله په خالقیت، ربوبیت، مالکيت او تکویني حاکمیت کې هم شریک نه لري.[۴۱] په افعالي توحید د عقیدې تقاضا دا هم ده چې درسته نړۍ د خدای فعل دی او د بندګانو او مخلوقاتو د ټولو کارونو اصلي سرچینه خدای دی.[۴۲] د نړۍ مخلوقات لکه څنګه چې په ذات کې خپلواکه نه دي او ټول په هغه قایم دی، او هغه د قرآن په تعبیرد ټول عالم «قیوم» دی، د تاثیر او علیت په مقام کې هم استقلال نه لري. په نتیجه کې خدای تعالی هماغه شان چې په ذات کې شریک نه لري په فاعلیت کې هم شریک نه لري. [۴۳]

قرآن کریم، خدای تعالی د هر شي پېدا کوونکی او یوازینی قاهر ګڼلی دی.[۴۴] امام صادق(ع) خدای تعالی یوازینی ذات ګڼلی چې یو شی له نیستۍ او نیشتوالي خلق کوي او یوازینی ذات دی چې مخلوقات له هستۍ نیستۍ ته منتقلوي.[۴۵]

عبادي توحید

اصلي مقاله: عبادي توحید

عبادي توحید یعنې په دې عقیده چې بې له الله هیڅوک د پرستش او عبادت لایق نه دی او عبادت یوازې هغه لره دی.[۴۶] د قرآن کریم په اساس د یوازیني خدای عبادت ته بلنه د ټولو الهي استازو اصلي بلنه او پروګرام و.[۴۷]

عبادي توحید د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې لیدلی شو؛ منجمله په نحل سوره کې چې په هر امت کې د یو پېغمبر د استولو خبره کوي چې هغوي د یو خدای عبادت او له طاغوته ډډه کولو ته وبلي. [۴۸] د قرآن کریم په یو بل ایت کې، پېغمبر د هغو کسانو له پرستشه چې بې له خدایه د بل چا عبادت ته بلنه ورکوي نهي شوې او د نړۍ د پنځګر د عبادت امر شوی دی.[۴۹]

د اسلام پېغمبر مشرکانو ته په خطاب کې په یوه خبره کې له هغوي پوښتنه کړې چې کله تاسو له الهي مخلوقاتو مجسمه جوړوئ او عبادت یې کوئ او ورته سجده کوئ، یا لمونځ کوئ او خپل مخونه په ځمکه ږدئ، د نړۍ د پالونکي لپاره مو څه شي باقي پرېښی دی؟[۵۰] د پېغمبر په تصریح، د هغه چا چې تعظیم او عبادت یې کیږي یو حق دا دی چې له بندګانو سره یې یو شان ونه ټاکل شي. [۵۱]

د توحید دلیلونه

اصلي مقاله: د توحید براهین

په قرآن کریم، د معصومانو په روایتونو او د اسلامي متکلمانو او فیلسوفانو په اثارو کې، د خدای د توحید د اثبات لپاره ځینې دلیلونه ذکر شوی دی. چې یو شمېر برهانونه یې دا دي:

  • د تمانع برهان، چې له «لَوْ کانَ فیهِما آلِهَةٌ إِلاَّ اللهُ لَفَسَدَتا»[۵۲] آیته اخستل شوی، د شرک د ردولو له لارې د توحید د اثبات هڅه کوی.[۵۳] د دغه برهان په وضاحت کې ویل شوي چې که دوه خدایان فرض شي او یو د یو کار اراده ولري او بل یې د هغه په خلاف کار اراده وکړي نو درې فرضونه ممکن کیدی شي:
  1. د دواړو اراده تحقق ومومي: په دې بڼه کې د ضدینو اجتماع رامخته کیږي چې ناممکنه ده.
  2. د هیڅ یو اراده پر ځایښت ونه مومي: دا فرض د دواړو د عجز او ناتوانۍ ښودنه کوي
  3. په دوي کې د یو خدای اراده تحقق ومومي: په دې بڼه کې روښانیږي چې په دغو دوو کې یو یې عاجز او بې وسه دی او بل حقیقي خدای دی.[۵۴]
  • د ترکیب برهان، د اسلامي فلسفې برهان دی، چې د خدای د مرکب والي د ردولو له لارې د توحید په اثبات ولاړ دی. په دې استدلال، په دوو خدایانو د عقیدې تقاضا او لازمه په مرکب والي عقیده او په دې خبره عقیده ده چې واجب الوجود له دوو واجبو جوړ شوی دی. او له دې امله چې هر مرکب وجود یو لامل ته اړتیا لري چې دغه ترکیب جوړ کړي، نو د مرکب وجود واجب الوجود نه شي کېدلی او باید بسیط وي چې واجب الوجود ووسي؛ پر دې اساس مرکب والي له واجب الوجودوالي سره په تضاد کې دي او په نتیجه کې واجب الوجود یوازې یو کېدلی شي.[۵۵]

پر دغو مواردو سربېره ځینې نور برهانونه هم شته لکه د تعین برهان، د امتناع کثرت برهان، د مقدورات برهان او د پیغمبرانو د بعثت برهان چې دا ټول په اسلامي کلام او فلسفې کې ذکر شوې دي.[۵۶] امام علي(ع) امام حسین(ع) ته په یو لیک کې د خدای تعالی د یووالي د اثبات یو دلیل بیان کړی او جوته کړې یې ده چې که خدای شریک لرلی، د هغه رسولان به هم د بندګانو لور ته راتلل.[۵۷] مسلمانو متکلمانو دغه برهان د پیغمبرانو د بعثت د برهان په نامه په خپلو کتابونو کې ذکر کړی دی.[۵۸]

په شیعیانو د شرک تور

وهابیانو د پېغمبرانو او الهي اولیاوو په شفاعت او توسل عقیده او همداراز له پېغمبرانو او الهي ولیانو په پاتې اثارو او قبرونو پورې تبرک شرک ګڼلی دی.[۵۹] خو شیعیان دغه تور ناسم ګڼي او باوري دي چې مسلمانان چې دغه عملونه کوي هیڅکله یې اراده دا نه ده چې د پېغمبرانو یا د خدای د ولیانو پرستش وکړي او هغوي ته د الوهیت او خدایۍ مقام نه ورکوي او اراده یې یوازې د الهي پیغمبرانو او ولیانو تکریم او عزت او د هغوي له لارې له خدای سره تقرب او نزدېکت لټول دي.[۶۰]

د ابن تیمیه په باور، څوک چې له امام علي(ع) سره توسل وکړي کافر دی او څوک چې د دغه شان کس په کفر کې شک وکړي هغه هم کافر دی[۶۱] او څوک چې د پېغمبر یا یو صالح کس قبر ته لاړ شي او له هغوي حاجت وغواړي مشرک دی او لازمه ده چې توبې ته مجبوره کړی شي او که توبه ونه کړي باید ووژل شي.[۶۲] وهابي مفتي عبدالعزیز بن باز هم په خپلو اثارو کې، د قبرونو خواته دعا او استغاثه، د شفا غوښتل او پر دښمنانو د کامیابۍ دعا د شرک اکبر له بېلګو ګڼلې دي. [۶۳]

شیعیان د قرآن کریم په ایتونو په تکیې سره شفاعت یوازې په هغه بڼه کې مردود ګڼي چې په خپلواکه توګه او د خدای اجازې ته له له اړتیا پرته وغوښتل شي؛ ځکه چې په دې بڼه کې د خدای په ربوبیت او تدبیر کې شرک دی.[۶۴] شیعه عالمان په ځواب کې د هغو ایتونو چې پکې له بوتانو د شفاعت غوښتل منع شوې دي د محمد بن عبد الوهاب او عبدالعزیز بن باز د استناد په ځواب کې، له پېغمبر د شفاعت غوښتلو او له بوتانو د بت پالو له شفاعت غوښتلو سره په اساسي فرق اتکا کړې او باوري دي چې مسلمانان په قران کریم کې د بوت پالو په اپوټه، هیڅکله پېغمبر، اله، رب او یا د نړۍ چلوونکی نه ګڼي.[۶۵]

کتابونه

مسلمانانو په تېره بیا امامیه متکلمانو او محدثانو کله کله د توحید په باب کې پوره پوره کتابونه لیکلي او کله یې د شیعه عقایدو د بیان په ترڅ کې د توحید خبره هم څېړلې ده. ځینو سرچینو په شیعیانو کې د توحید په اړه جدا کتابونه ۲۲ ګڼلې دي؛[۶۶] چې ځینې یې دا دي:

  • الرسائل التوحیدیة، لیک د علامه طباطبایی، چې پکې د ذاتي توحید، د الهي نومونو و افعالو او د خدای او د عالم طبعیت تر مینځ د واسطو په اړه څلور مقالې دي.[۷۱] دا کتاب همداراز له دنیا مخکې انسان، په دنیا کې او له دنیا وروسته انسان په اړه درې مقالې لري.[۷۲] الرسائل التوحیدیه په ۱۳۶۱ ق کال کې په عربۍ ژبه لیکل شوی [۷۳] او په ۱۳۷۰ کال کې د علي شیرواني په ژباړه او څېړنه په ایران کې چاپ شوی دی. [۷۶]
  • توحید، چې پکې د مرتضی مطهري د اوه لسو ویناوو لیکل شوی متن دی چې په ۴۷-۱۳۴۶ کلونو کې یې کړې دي.[۷۵] او ۳۴۶ مخونه دي. د دغه کتاب لویه برخه د تکامل په نظریې او د شر په مسالې سره د د توحید د رابطې په اړه شبهاتو ته ځوابونه لري.[۷۶]
  • التوحید و الشرک فی القرآن الکریم، لیک د جعفر سبحاني. لیکوال په دې کتاب کې د توحید د اوو مرتبو او د عبادت د تعریف له بیانه وروسته د وهابیانو عقیدې او په توحید او شرک کې د هغوي معیارونه یې بیان کړې دي. له ایت الله سبحاني یو بل کتاب د بحوث قرآنیة فی التوحید و الشرک په نوم په عربۍ ژبه خپور شوی چې د توحید او شرک په اړه بحثونه او د وهابیانو شبهوته ځوابونه لري. زیاتره بحثونه (له پینځو څپرکو درې څپرکي) هم په عبادت کې د توحید په اړه دي.[۷۷] دا کتاب د مهدي عزیزان له خوا په قرآن کریم کې د توحید او شرک د پولو تر نامه لاندې په فارسۍ ژباړل او د مشعر خپرنځي له خوا خپور شوی دی.[۷۸]
  • توحید و شرک در نگاه شیعه و وهابیت، لیک د احمد عابدي، د لیکوال په وینا د عربستان د محمد بن سعود د اسلامي پوهنتون د محصل ناصر القفاري لیکلي کتاب «أصول مذهب الشیعة الإمامیة الإثنی عشریة»،ته ځواب دی.[۷۹] احمد عابدي په دې کتاب کې، په الوهیت کې توحید، په ربوبیت کې توحید، په اسماء او صفاتو کې توحید او د شیعه له نظره د ایمان او د هغه د ارکانو په اړه وضاحت کوي او د توحید په اړه د وهابیانو په عقایدو د شیعه عقایدو د لوړاوي په ښودلو سره په خپل کتاب کې د ناصر القفاري نظر نقدوي.[۸۰] د دغه کتاب ژباړه په ۱۴۳۴ ق کال کې په عربۍ ژبه او د «التوحید و الشرک عند الشیعه و الوهابیة» په نامه خپره شوې ده.[۸۱]
  • الله شناسی درې ټوکیزه ټولګه ده چې علامه طهراني په توحید پورې اړوند مسایلو په اړه لیکلې او د ایتونو روایتونو په استفادې سره یې د توحید په اړه فلسفي او عرفاني نظرونه تشریح کړې دي.[۸۲]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • استادی، رضا، شیعه و پاسخ به چند پرسش، تهران، مشعر، ۱۳۸۵ش.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، زیارة القبور والاستنجاد بالمقبور،‌دار الصحابة للتراث، طنطا (مصر)، ۱۴۱۲ق.
  • بن باز، عبدالعزیز، «بعض الممارسات الشرکیة عند القبور»، در سایت رسمی ابن باز، تاریخ بازدید: ۹ مرداد ۱۳۹۶ش.
  • حائری، سید مهدی، «توحید مفضل»، در دائرة المعارف تشیع، ج۵، ۱۳۸۰ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشریعة، تصحیح عبدالرحیم ربانی شیرازی، ج۴، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۲ش.
  • الدّرر السّنیة فی الأجوبة النّجدیة، تحقیق عبدالرحمن بن محمد بن قاسم، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • رضانژاد، عزالدین، «توحید در مذاهب کلامی»، در مجله اندیشه تقریب، ش۴، پاییز ۱۳۸۴ش.
  • رمضانی، حسن، «توحید»، سایت دانشنامه موضوعی قرآن، تاریخ بازدید: ۱۱ مرداد ۱۳۹۶ش.
  • روحانی، محمدحسین، «التوحید»، در دائرة المعارف تشیع، ج۵، ۱۳۸۰ش.
  • زکی افشاگر، احمد و حسن معلمی، «توحید افعالی و آموزه‌های مرتبط از نظر ابن عربی و ملاصدرا»، در پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، ش۳۳، پاییز ۱۳۸۹ش.
  • سبحانی تبریزی،‌ سیمای انسان کامل در قرآن، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۳۷۷ش.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، گزیده سیمای عقاید شیعه، ترجمه جواد محدثی، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، مرزهای توحید و شرک در قرآن، ترجمه مهدی عزیزان، تهران، مشعر، ۱۳۸۰ش.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تحقیق صبحی صالح، بیروت، دار الکتب اللبنانی و مکتبة المدرسة، [۱۳۸۷ق].
  • شریعتمداری، محمدتقی، «توحید از دیدگاه قرآن و نهج البلاغه (۱)»، در مجله سفینه، ش۴، پاییز ۱۳۸۳ش.
  • شیخ صدوق، اسرار توحید، ترجمه محمدعلی اردکانی، تهران، نشر علمیه اسلامیه، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، ترجمه یعقوب جعفری، قم، نسیم کوثر، ۱۳۸۹ش.
  • صافی، لطف الله، تجلی توحید در نظام امامت، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار حضرت آیت الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۲ش.
  • طارمی‌راد، حسن، «توحید»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۸، ۱۳۸۳ش.
  • طباطبایی، فاطمه و مرضیه شریعتی، «توحید شهودی از منظر امام خمینی»، در پژوهشنامه متین،‌ ش۵۷، زمستان ۱۳۹۱ش.
  • الطباطبایی، محمدحسین، الرسائل التوحیدیة، بیروت، مؤسسة النعمان، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م.
  • طباطبایی، محمدحسین، رسائل توحیدی، ترجمه و تحقیق علی شیروانی، تهران، الزهراء، ۱۳۷۰ش.
  • عابدی، احمد، توحید و شرک در نگاه شیعه و وهابیت، تهران، مشعر، بی‌تا.
  • عابدی، احمد، التوحید والشرک عند الشیعة و الوهابیة، تهران، مشعر، ۱۴۳۴ق.
  • کریمی، جعفر، توحید از دیدگاه آیات و روایات (۲)، تهران، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۷۹ش.
  • کریمی، جعفر، توحید از دیدگاه عقل و نقل، تهران، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۷۹ش.
  • کریمی، جعفر، مبدأشناسی، تهران، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح و تعلیقه از علی اکبر غفاری، تهران، دارالکتب اسلامیه، ۱۳۸۸ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، موسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه قرآن و حدیث، ج۵، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث،‌ ۱۳۹۱ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، خداشناسی (مجموعه کتب آموزشی معارف قرآن ۱)، تحقیق و بازنگاری امیررضا اشرفی، قم، انتشارات موسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • مطهری، مرتضی، توحید، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۷ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، ج۲، تهران، انتشارات صدرا، چاپ هفتم، ۱۳۷۷ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، نهج البلاغه با ترجمه فارسی روان، تهیه و تنظیم: محمدرضا آشتیانی و محمدجعفر امامی، ناشر: مدرسة الامام على بن ابى طالب( ع)، قم، ۱۳۸۴ش.
  • ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم، قم، نشر بیدار، ۱۳۶۶ش.
  • هوشنگی، حسین، «التوحید»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • یثربی، یحیی، تاریخ تحلیلی انتقادی فلسفه اسلامی، قم، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • یحیی، عثمان بن اسماعیل، «سیر مسآله توحید در عالم اسلام تا قرن هفتم هجری»، ترجمه علی‌رضا ذکاوتی قراگزلو، در مجله معارف، شماره ۱۶ و ۱۷، فروردین و آبان ۱۳۶۸ش.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.

بهرنې اړیکه