معاد

د wikishia لخوا

مَعاد، د اسلام او الهي دینونو له اصولو او د متکلمانو په اصطلاح کې له مرګه وروسته جسم ته د روح د ستنېدو او د قیامت په ورځ د انسان د بیا ژوند په معنا دی. د دې اصل پر اساس، ټول انسانان د قیامت په ورځ بیا ژوندي کیږي، د هغوي عملونه د خدای په وړاندې کتل کیږي او د خپلو ښو یا بدو کارنو اجر یا سزا ویني.

معاد په اسلام کې له توحیده وروسته تر ټولو مهمه عقیده او ایمان پرې د مسلمانۍ شرط ګڼل شوی دی. د قرآن له ۱۴۰۰ تر ۲۰۰۰ ایتونو پورې د معاد او د اخروي ژوند په اړه خبرې شوي دي. په معاد عقیده د عدالت د اجرا، د ټولنې د سلامتیا، د ژوند په سختیو کې د نه نهیلي کېدو، د نورو د حقوقو د خیال ساتلو او.... عامل ګڼل شوی دی.

مسلمانان د معاد د اصل په منلو کې اختلاف نه لري؛ خو د واقع کېدو په څرنګوالي کې یې اختلاف لري او په دې اړه یې درې نظرونه وړاندې کړې دي. زیاتره مسلمان عالمان منجمله فیلسوفان په جسماني او روحاني معاد عقیده لري، زیاتره متکلمانو معاد یوازې جسماني ګڼلی او د یوازې روحاني معاد نسبت هم مشاء فیلسوفانو ته ورکړل شوی دی. البته تر ټولو لوی مشایي فیلسوف ابن سینا د شرعې له لارې جسماني معاد منلی و.

د معاد د جسماني- روحاني والي پلویان د اخروي بدن په بیان کې، مختلف نظرونه وړاندې کوي: مادي دنیوي بدن ته د روح ستنېدا، مثالي بدن ته د روح ستنېدا، او اسماني بدن ته د روح ستنېدا له دغو لیدتوګو څخه ګڼل کیږي.

مسلمانو فیلسوفانو د دې د ثابتولو لپاره چې دنیاوي او اخروي انسان یو دی، د نفس او د هغه د تجرد مساله لاسوند ګرځولې او نفس یې د دنیاوي او اخروي انسان د وحدت او عینیت لامل ګڼلی دی.

د معاد د امکان او واقع کیدو د اثبات لپاره په مختلفو دلیلونو استناد شوی دی. د قرآن د ایتونو له لارې د معاد امکان یې د ځینو ایتونو لکه د ځمکې بیا ژوندي کېدو ته د ځینو ایتونو اشارې او د ځینو انسانانو د بیا ژوندي کېدو د بېلګو لکه اصحاب کهف او عُزیر په وسیله اثبات کړی دی. د معاد د ضرورت او وقع د اثبات لپاره هم په ځینو دلایلو لکه د معاد په واقع کېدو کې د خدای د رښتینوالي، د انسان په فطرت کې همیشني ژوند ته ګروهنې او د خدای د صفت او عدالت په شان دلایلو استناد شوی دی.

د معاد د امکان او واقع کېدو لپاره له ډېرو دلیلونو سره سره ځینو د هغه انکار کړی دی. جهالت، د خدای له قدرته غفلت، بې بند وبارۍ ته ګروهنه او د ذمه وارۍ نه قبلول د معاد د انکار له عواملو ګڼل شوي دي. مختلفې شبهې لکه د آکل و ماکول شبهه، د معدوم د اعادې شبهه او د معاد په واقع کېدو کې د خدای په علم او قدرت کې شبهه د منکرانو له خوا وړاندې شوي او مسلمانو عالمانو ورته مختلف ځوابونه ورکړې دي.

معاد، د اسماني دینونو له اعتقادي باورونو

په معاد او په اخرت کې د انسان په ژوندي کېدو عقیده، له اعتقادي اصولو[۱] او د ټولو اسماني دینونو[۲] له اصلي عقیدو ګڼل شوې ده. په «ادیان زنده جهان» کتاب کې له مرګه وروسته ژوند د ټولو دینونو منجمله الهي دینونو، هندو، بودا، تائو او شینتو له عقیدو او تعلیماتو څخه ګڼل شوې ده.[۳]

د شیعه عالمانو په باور، معاد له توحیده وروسته، ترټولو مهم اصل دی چې الهي پېغمبرانو خلک په هغه ایمان ته بللي دي.[۴] په معاد او اخروي ژوند ایمان د مسلمانۍ شرط او منکر یې د مسلمانۍ له دایرې وتلی ګڼل شوی دی.[۵]

د محمد تقي مصباح یزدي په باور، په قرآن کې په معاد عقیده په خدای له عقیدې سره برابره ګڼل شوې او تر شلو زیاتو ایتونو کې د «الله» او «الیوم الآخر»ټکی یو ځای کارول شوی دی.[۶] په دولسو ایتونو کې هم په خدای له ایمان وروسته د اخرت په ورځې د ایمان خبره راغلې ده.[۷] مصباح یزدي باوري دی چې د قرآن په ایتونو کې له ځیرتیا څخه پوهیږو چې د پېغمبرانو د خبرو زیاته برخه او له خلکو سره د هغوي جدلونه د معاد په اړه وو تر دي چې ویل شوي پېغمبرانو د معاد د اثبات لپاره د توحید تر اثباته زیاته هڅه کړې ده؛ ځکه چې خلکو په غیبي چارو د ناخبرۍ او بې بندوبارۍ ته د ګروهنې او د مسوولیت د نه منلو په وجه د معاد د اصل په منلو کې زیات ضد کاوه.[۸]

ویل شوي د معاد ټکی په قران کې یوازې یو ځل[۹] او هغه هم په لغوي معنا (د ستنېدو ځای) کې استعمال شوی دی؛[۱۰] خو تر ۱۴۰۰[۱۱] یا دوو زرو زیاتو ایتونو (د قرآن له ایتونو په دریمه برخه) کې[۱۲] د معاد او اخروي ژوند په اړه خبرې شوې دي. له معاد سره اړوند ایتونه په څو ډلو وېشل شوي چې دا دي:

  • په اخرت د ایمان په ضروري والي پورې اړوند ایتونه؛[۱۳]
  • هغه ایتونه چې د معاد د انکار پایلې یې ذکر کړي؛[۱۴]
  • د جنت په ابدي نعمتونو پورې اړوند ایتونه؛[۱۵]
  • هغه ایتونه چې د دوزخ د همشیني عذاب په اړه دي؛[۱۶]
  • هغه ایتونه چې په قیامت کې د نیکو یا بدو کارونو او د هغوي د نتیجې تر مینځ د اړیکو په اړه دي؛
  • د قیامت په امکان او ضروري والي پورې اړوند ایتونه چې د منکرانو پوښتنو او شبهو ته یې ځواب ورکړی دی.[۱۷]

مسیحیان هم د عیسی د بیا راپورته کېدو په ذکرولو او له مرګه وروسته د ځینو کسانو د ژوندي کېدو[۱۸] د تاریخي بېلګو په وړاندې کولو سره د معاد په واقع کېدو باور لري.[۱۹] د عهد عتیق[۲۰] او جدید[۲۱] له مخې ټول خلک له مرګه وروسته «هاویه» یا د مړو نړۍ ته ځي چې دوه برخې لري: یوه برخه د شرارتي کسانو لپاره چې د عذاب ځای دی او بله برخه د عادلانو لپاره چې فردوس (جنت) نومیږي.[۲۲] د رسولانو په اعتقادنامه او د نیقیه په اعتقادنامه کې چې دوه نړېوالې او د ټولو مسیحیانو د منلو وړ اعتقادنامې دي په معاد او قیامت عقیده او ایمان ذکر شوی دی.[۲۳]

ویل شوي د یهودیانو په مقدس کتاب عهد عتیق(تَنَخ) کې، په معاد عقیده نه ده ذکر شوې؛ خو د یهودو د حدیثونو او احکامو په کتاب تَلْمُود کې د معاد ډېره خبره شوې ده.[۲۴] احتمال ورکړل شوی چې د عهد عتیق د تحریف په وجه، په معاد پورې اړوند عبارتونه حذف شوې دي.[۲۵] سره له دې، د عهد عتیق په یوه جمله کې راغلې «یَهُوَه مړول او ژوندي کول کوي، قبر ته ښکته کول او راپاڅول کوي.»[۲۶]

د زرتشت دین له مخې هم روح له مرګه وروسته له تنه جدا کیږي او باقي پاتې کیږي چې د قیامت په ورځ د حساب و کتاب لپاره راپاڅیږي.[۲۷] ویل شوي چې د زرتشیتانو جنت په اسلام کې د توصیف شوي جنت په شان دی؛ خو په زرتشت دین کې دوزخ اورین او سوزوونکی نه دی بلکې ډېر سوړ، تیاره او وېروونکی ځای دی.[۲۸] هغوي په «چینوَن پل»( پل صراط او جدا کوونکي) هم عقیده لري.[۲۹]

په دنیاوي ژوند کې په معاد د عقیدې اثرات

معاد ته پام په تېره بیا جزییاتو ته یې د انسان په روح او زړه او د هغه په ټول ژوند کې د رغنده تربیتي او نفسیاتي اثراتو شیندونکی ګڼل شوی دی.[۳۰] د مصباح یزدي په وینا څوک چې په معاد باور لري او مرګ د ژوند پای نه ګڼي د خپل ژوند پروګرام داسې برابر او اجرا کوي چې د ابدي ژوند لپاره یې ګټه ور وي. له بلې خوا، د دنیاوي ژوند سختۍ او ناکامۍ هغه نهیلي او ناامیده کوي نه او د ابدي کمال د سعادت د لاسته راوړلو لپاره له هڅو یې نه اړوي. د هغه له نظره، په معاد د عقیدې اثر په وګړنیز ژوند پورې محدود نه دی؛ بلکې پرې باور په ټولنیز ژوند لکه د نورو د حقوقو په خیال ساتلو، او د اړمنو په نسبت په سرښندنې او احساس کې هم مهم رول لري. په کومه ټولنه کې چې په معاد عقیده ژوندۍ وي، د عادلانه قوانینو او اصولو د اجرا او په نورو د ظلم او تیري د مخنیوي لپاره، له زور او فشاره کار اخستلو ته ضرورت کم پېښیږي.[۳۱] شیعه مفسر او فیلسوف ایت الله جوادي آملي، د معاد د یاد ساتلو تر ټولو مهم اثرد عدالت اجرا او د وګړنیز او ټولنیز انصاف ټینګول او د هېرولو تر ټولو مهم اثر یې وګړنیز او ټولنیز ظلم او تباهکاري ګڼلې ده.[۳۲]

په معاد باورلرونکی انسان دا دنیا د اخرت لپاره یو پټي او کرونده ګڼي او خپل عملونه د هغه تخم په شان ګڼي چې میوه به یې په اخرت کې شوکوي. له دې امله په دنیاوي ژوند کې په حساب سره عمل کوي او د الهي اوامرو او فرایضو په وړاندې کوتاهي نه کوي.[۳۳] همداراز په معاد باور، مرګ ته د انسان نظر بدلوي او هغه د فنا او نیستۍ له معنا څخه یوې ښایسته او اوچتې نړۍ ته د یو پل او نظر په بڼه بدلوي.[۳۴] له پوچۍ او ډډوالي خلاصی او دا چې ټوله دنیا صرف مادیات نه دي په معاد د عقیدې له نورو اثارو ګڼل شوې دي.[۳۵]

ویل شوي په معاد باور په هغه بڼه کې د انسان په دنیاوي ژوند اثر شیندلی شي چې د دنیاوي او اخروي ژوند ترمینځ عّلي او معلولي رابطه موجوده وي او اخروي نعمتونه او عذابونه په دې دنیا کې د ښو او بدونو کارونو د انعام یا سزا په توګه ومنل شي.[۳۶]

د ځینو له نظره، په معاد عقیده د ټولنې د سلامتیا لامل، د حقوقي او ټولنیز امنیت لامل او له یو بل سره د انسانانو د اړیکو د اصلاح لامل دی.[۳۷]

مفهوم پېژندنه

معاد د متکلمانو په اصطلاح کې په قیامت کې جسم ته د روح ستنېدل او د هغه بیا ژوندي کېدل دي چې د هغه د عملونو جاج واخستل شي او نیکان جنت او تل پاتې نعمتونو او بدان خپلې سزا او عذاب ته ورسیږي.[۳۸] عبد الله جوادي آملي معاد، خدای ته د انسان ستنېدل معنا کړې دي.[۳۹] په اتمه پېړۍ کې اهل سنت عالم سعدالدین تفتازاني، د معاد لپاره څلور معناوې ذکر کړې دي: له فنا وروسته وجود ته ستنېدل، د بدن د ټوټو له خپرېدو وروسته د هغو راغونډېدل، له مرګه وروسته ژوند ته ستنېدل او د روح او بدن له جدایۍ وروسته یو ځل بیا بدن ته د روح ستنېدل.[۴۰] ځینو معاد له مرګه وروسته په بلې دنیا کې د انسان د ژوند او سیل ټولګه ګڼلې ده.[۴۱] د علامه مجلسي په وینا، معاد په لغت کې یا میمي مصدر دی یا اسم زمان یا اسم مکان. په دې اساس په دریو معناو راغلی دی: یو ځای یا حال ته د یو څیز ستنېدل چې له هغه جدا شوی دی، د ستنېدو وخت، د ستنېدو ځای.[۴۲]

له معاد سره اړوند مفاهیم

د مفسر او فقیه ناصر مکارم شیرازي په وینا، په قران کې د معاد ډول ډول تعبیرات راغلې دي چې قیامت یې تر ټولو مشهور تعبیر دی او په قران کې اویا ځله د بیا پاڅېدو ورځ ته یوم القیامه ویل شوې دي.[۴۳] د هغه له نظره، په دې کې هر یو نوم او صفت د معاد او قیامت یوه ځانګړنه بیانوي.[۴۴] د مفسر او متکلم جعفر سبحاني له نظره، په قرآن کې د معاد مختلف نومونه او صفتونه معاد ته د قرآن د اهمیت ورکولو ښودنه کوي. هغه قیامت په قران کې د معاد یو نوم ګڼلی دی.[۴۵]

په قرآن کې د معاد ځینې نومونه او صفتونه دا دي:

ردیف نوم ردیف نوم
۱. الآخِرة /یوم الآخِر (بله نړۍ) ۱۱. یَومً مَجْموعً له النّاس (هغه ورځ چې خلک پکې راغونډول کیږي )
۲. یوم الجَمْع (هغه ورځ چې ټول خلک راغونډیږي.) ۱۲. یوم مُحیط (هر اړخیزه ورځ)
۳. یوم القِیامَة (د راپاڅېدو ورځ) ۱۳. یوم عَظیم (لویه ورځ)
۴. یوم الدّین (د جزا ورځ) ۱۴. یَومً یَجْعَلُ الوِلْدانَ شِیْباً (هغه ورځ چې ماشومان بوډاګان کوي)
۵. یوم البَعْث (د راپاڅولو ورځ) ۱۵. الْيَوْمُ الْمَوْعُودُ ( هغه ورځ چې وعده یې ورکړل شوې)
۶. یوم الحَسْره (د حسرت ورځ) ۱۶. يَوْمٌ أَلِيمٌ (دردناکه ورځ)
۷. یوم الفَصْل (د جدایۍ ورځ) ۱۷. یوْمُ التَّغَابُنِ (د تاوانونو د څرګندېدو ورځ)
۸. یوم الخُلود (د تل پاتې والي ورځ) ۱۸. یوْمَ التَّلَاق (د ملاقات ورځ)
۹. یوم الخُروج (له قبرونو د وتلو ورځ) ۱۹. یَوْمَ لاتَجْزى‌ نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَیْئاً (هغه ورځ چې هیڅوک د بل چا سزا په غاړه نه اخلي)
۱۰ یوْمِ الْحِسَابِ (د حساب کتاب ورځ) ۲۰. يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (هغه ورځ چې رازونه پکې افشا شي)[۴۶]

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا هم ووینئ: په قرآن کې د قیامت د نومونو لړلیک

د معاد روحاني یا جسماني والی

اصلي مقاله: جسماني معاد

د فیاض لاهیجي په وینا، د معاد د اصل په منلو کې د مسلمانانو تر مینځ اختلاف نیشته؛[۴۷] خو هغوي د معاد د حقیقت او د هغه د واقع کېدو په څرنګوالي کې او دا چې جسماني دی او که روحاني یا جسماني-روحاني دی اختلاف لري.[۴۸] د دغه نظر اختلافونو جرړه یې د انسان په حقیقت کې اختلاف ګڼلی دی.[۴۹] د معاد د څرنګوالي په اړه د مسلمانو عالمانو نظرونه په دې ډول دي:

  1. جسماني او روحاني معاد: ډېر مسلمان عالمان باوري دي چې معاد هم جسماني دی هم روحاني.[۵۰] دغه نظر د ټولو مسلمانو حکماو او بلکې الهي حکماو نظر ګڼل شوی دی.[۵۱] علامه مجلسي هم دغه نظر زیاتره د متکلمانو ګڼلی دی.[۵۲] د قرآن د مفسر ناصر مکارم شیرازي په وینا، معاد په قرآن کې یوازې د جسماني او روحاني معاد په شکل وړاندې شوی دی؛ په دې معنا چې په قیامت کې به هم جسم راستنیږي او هم روح.[۵۳] هر څوک چې د انسان حقیقت د مجرد نفس او بدن ترکیب ګڼي، په جسماني-روحاني معاد قایل دی.[۵۴]
  2. جسماني معاد: د فخر الدین رازي او فیاض لاهیجي په قول، اکثره متکلمانو[۵۵] او ځینو فقیهانو او حدیث لیکونکو[۵۶] یوازې په جسماني معاد عقیده لرله او د روحاني معاد منکر وو. د دې سبب دا و چې دغه ډلې د انسان حقیقت یوازې مادي بدن ګاڼه.[۵۷] د هغوی له نظره روح یو مادي واقعیت دی چې په سکرو کې د اور په شان یا د ګل په پاڼو کې د اوبو به شان په بدن کې روان دی او په نتیجه کې په مرګ سره د بدن په ختمېدو سره روح له مینځه ځي.[۵۸] او د قیامت په وخت، ړنګ شوی بدن د خدای مطلق علم او قدرت ته په پام سره بیا رغول کیږي او بیا ستنیږي.[۵۹]
  3. یوازې روحاني معاد: د جعفر سبحاني په وینا، اکثره مَشّاء فیلسوفانو یوازې روحاني او عقلي معاد مانه او د جسماني معاد منکر وو؛ ځکه چې د هغوي له نظره بدن له مرګه وروسته نابوديږي او څه ترې نه پاتې کیږي چې په قیامت کې راستون شي؛ خو نفس مجرد دی نو نه نابودیږي.[۶۰] او له بدنه له جدایۍ وروسته، له عالم مجرداتو سره یو ځای کیږي.[۶۱] د مشاء فلسفې تر ټولو د لوی فیلسوف ابن سینا په وینا، جسماني معاد او په قیامت کې یې بدن ته ستنېدل یوازې د شرعې له لارې او د پېغمبر اکرم(ص) د خبر ورکولو له لارې اثبات او منل کیږی.[۶۲] علامه مجلسي په صراحت سره د جسماني معاد انکار، کفر او د قرآن او پېغمبر(ص) او امامانو د انکار مستلزم ګڼلی دی.[۶۳] هغه فلسفیان د جسماني معاد منکران ګڼلي دي؛ ځکه چې هغوي د معدوم اعاده محاله ګڼي.[۶۴] د فیاض لاهیجي په وینا، هغه کسان چې د انسان حقیقت یوازې مجرد او بدن مازې له نفسه جدا او د نفس لپاره وسیله ګڼي، یوازې روحاني معاد مني.[۶۵]

د جسماني-روحانی معاد د څرنګوالي په اړه نظریات

په روحاني-جسماني معاد قایلانو خپل نظرپه څو ډولونو وړاندې کړی دی:

  • مادي دنیاوي بدن ته د روح ستنېدل: د دغه نظر مطابق چې تر ټولو مشهوره نظریه ګڼل شوې او مسلمانو متکلمانو ته یې نسبت ورکړل شوی،[۶۶] خدای تعالی په اخرت کې، د بدن خواره واره اجزا راټولوي او له هغوي د دنیاوي بدن په شان بدن راپېدا کوي او روح ورته ستنوي.[۶۷] ځینې متکلمان په دې نظر دي چې د هر انسان د بدن اصلي اجزا چې نه بدلېدونکي دي، په معاد کې اعاده او راستنیږي. دغه اجزا د مرګ په وخت له بدنه جدا کیږي او په هماغه حال باقي پاتې کیږي او په معاد کې بیا ترکیبیږي.[۶۸]
  • مثالي بدن ته د روح ستنېدل: د دغه نظر مطابق، روح په معاد کې له مثالي بدن سره تعلق مومي.[۶۹] ایت الله سبحاني دغه نظریه د اشراق حکیمانو او ملا صدرا ګڼلې او د دغه دوو ډلو تر مینځ یې دا فرق بیان کړی چې اشراق فیلسوفانو ونه کړی شول د اخروي مثالی بدن او د دنیا د مادي بدن عینیت ثابت کړي؛ خو ملا صدرا هغه ثابت کړ او د دغو دوو فرق یې نقص او کمال ته ستون کړ.[۷۰]
  • له فلکي (اسماني) بدن یا له لوګي یا هوا جوړ بدن سره د روح تعلق: د دغه نظر مطابق چې فارابي او ابن سینا ته یې نسبت ورکړل شوی، د هغه کسانو نفسونه چې تکامل ته نه دي رسیدلې او خپل تعلقات یې له بدن او نړۍ سره نه دي غوڅ کړې، له فلکي یا له لوګي او هوا جوړ نفس سره تعلق موموي؛ خو کوم کسان چې تکامل ته رسیدلي، بې له بدنه خپل ژوند ته دوام ورکوي.[۷۱]

مجرد روح ته د عنصري بدن ستنېدل (د آقا علي مدرس نظریه) تکامل موندلي عنصري بدن ته د روح ستنېدا (د سید ابوالحسن رفیعي قزویني نظر) او هورقلیایي بدن ته د روح ستنېدا (د شیخ احمد احسابي نظریه) په دې اړه نور نظرونه دي.[۷۲]

د نفس له مسالې سره د معاد پییلتیا

ویل شوي چې معاد او بدنونو ته د ارواوو او نفوسو ستنېدل، د نفس په تجرد او د هغه په بقا ولاړ دی.[۷۳] محمد تقي مصباح یزدي باوري دی چې په هغه بڼه کې له مرګه وروسته ژوند په صحیح توګه تصور کولی شو چې نفس مجرد او د هغه له خواصو پرته وګڼو.[۷۴] د هغه له نظره، که د نفس په تجرد باور ونه لرو، د معاد او د بیا ژوند فرض کول به معقول نه وي.[۷۵] پر دې اساس، د معاد معقول او صحیح تصور د دغه چارو په منلو ولاړ دی: د روح (نفس) شتون، د روح جوهروالی، له بدنه د روح خپلواکي او د بدن له مرګه وروسته یې بقا، او د دې منل چې روح د انسان حقیقت او اصلي برخه ده او تر څو چې باقي وي، د انسان انسانیت به خوندي وي.[۷۶]

مسیحیان هم غالبا له مرګه وروسته ژوند په مجرد او له بدنه په خپلواکه نفس په عقیدې سره ممکن ګڼي تر دې چې ویل شوي د مسیحیت په تاریخ کې ټولو عالمانو دغه نظر منلی دی.[۷۷]

دا مساله چې دنیوي او اخروي انسان یو دی

په معاد عقیده یې په دې باور ولاړه ګڼلې چې کوم انسان چې په اخرت کې ژوندی کیږي هماغه انسان دی چې په دنیا کې یې ژوند کاوه. دې مسالې ته د «هوهویَت» او یا «دا هماغه انسان» نوم ورکړل شوی دی.[۷۸] له دې هماغه والي چې د معاد په بحث کې مطرح دی مطلب دا دی چې ایا کوم کس چې له مرګه وروسته باقي دی، له عددي لحاظه، نه د څرنګوالي او ځانګړنو له نظره ،[یادداشت۱] هماغه کس دی چې له مرګه مخکې یې ژوند کاوه.[۷۹] زیاتره الهیات پېژاندو او مسلمانو[سرچینې ته اړتیا] او مسیحي فیلسوفانو[۸۰] دا هماغه کس عددي یو والی منلی دی. ویل شوي چې د مسیحیانو سپېڅلي کتاب هم د دغه نظر تعلیم ورکړی دی.[۸۱]

په دې کې چې د دنیاوي ژوند دا هماغه والي او وحدت عامل (له مرګه مخکې) له اخروي انسان سره (له مرګه وروسته انسان) څه دی او په کوم دلیل، له مرګه ورسته انسان هماغه له مرګه مخکې انسان دی، مسلمانو فیلسوفانو نفس د دنیاوي او اخروي انسان د یووالي عامل او معیار ګڼلی دی.[۸۲] د ملا صدرا له نظره، د انسان د بقا ملاک، د هغه د نفس ساتنه او بقا ده. تر هغه وخته چې د یو کس نفس باقي وي، هغه هم باقي دی، که څه هم د بدن غړي او اجزا یې بدل شي. کله چې مثلا د زید په نوم د یو کس پوښتنه وشي چې آیا ځوان زید هماغه په وړوکوالي او بوډاتوب کې زید دی یا نه، ملا صدرا، زید په ټول عمر کې د خپل نفس د بقا په وجه، یو شخص ګڼي. په اخرت کې هم د نفس د بقا په وجه، په دې دنیا کې زید به هماغه په اخرت کې زید وي.[۸۳]

محمد تقي مصباح یزدي هم د نفس د ملاک په منلو سره باوري دی چې د مجرد او له بدنه د مستقل نفس له منلو پرته، له مرګه مخکې د یو کس لپاره د بیا ژوند فرض به معقول نه وي.[۸۴] د هغه په نظر له دې امله چې نفس مجرد دی او له مرګه مخکې او وروسته نه بدلیږي، د بدن له مرګه وروسته هم باقي پاتې کېدلی شي او کله چې بیا له بدن سره تعلق ومومي، وحدت او د یو کس دا هماغه والی باقي ساتلی شي؛ خو که یو کس د انسان و جود یوازې په همدې مادي او محسوس بدن کې منحصر وګڼي، د بدن د اندامونو په ختمېدو سره ختمیږي. له دې امله، له معاده صحیح تصور نه شي وړاندې کولی.[۸۵]

د سجدې سورې یوولسم ایت [یاداشت۲] یې د دغه نظر له شواهدو ګڼلی دی چې پر اساس یې د هر انسان د انسانیت او شخصیت قوام هماغه شی دی چې ملک الموت یې قبض کوي، نه بدن چې خور وور او ورَستیږي.[۸۶]

د بدن یا مغزو ملاک ( په ټول وخت کې د یو بدن یا مغزو لرل)، د حافظې او یادداشت ملاک( د وخت په اوږدو کې د حافظې او یادونې استمرار) له هغو نورو ملاکونو او نظریو دي چې د همدغه شخصي هماغه والي په مساله کې د نفس د منکرانو له خوا مطرح شوې دي.[۸۷]

د معاد امکان

د معاد د امکان د اثبات او دا چې هغه لرې ونه ګڼو د قرآن په دریو[۸۸] پینځو[۸۹] یا شپږ[۹۰] ډول ایتونو استناد شوی دی. ایت الله جوادي املي دغه ایتونه په پینځو ډلو کې داسې بیان کړې دي:

  1. هغه ایتونه چې د انسان په لومړي خلقت دلالت لري؛ لکه د یس سورۍ ۷۹ ایت ، د روم سورې ۲۷ ایت او د عنکبوت سورې ۱۹ ایت. د روم سورې په ۲۷ ایت کې راغلي چې خدای تعالی خلقت پېلوي او بیا یې نوی کوي او د خلقت نوې کول یا بیا پېدا کول هغه ته لا اسان دي.
  2. هغه ایتونه چې پکې خدای تعالی د هستۍ د نړۍ په تېره بیا د اسمانونو خلقت بیانوي او خپل قدرت راښیي؛ لکه د اسراء سورې ۹۹ ایت، د غافر سورې ۵۷ ایت او د احقاف سورې ۳۳ ایت. د یس سورې په ۸۱ ایت کې راغلي چې ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه یې پېدا کړې، نه شي کولی د قیامت په ورځ انسانان بیا ژوندي کړي؟
  3. هغه ایتونه چې د ځمکې د ژوندي کېدو په اړه دي چې د مړو د ژوندي کیدو د امکان په اړه یوه حسي بېلګه ګڼل کیږي؛ منجمله د روم سورې ۱۹ او ۵۰ ایتونه د فاطر سورې ۹ ایت او د اعراف سورې ۵۷ ایت.
  4. هغه ایتونه چې د انسان د خلقت پېل او د یو انسان د شکل په توګه د جنین د جوړېدو او بشپړېدو پړاوونه یې د معاد پر امکان د یوې بېلګې په توګه بیان کړې دي؛ لکه د حج سورې ۵ او ۶ ایتونه، د مومنون سورې له ۱۲ تر ۱۶ ایتونه او د قیامت سورې له ۳۷ تر ۴۰ ایتونه. د قیامت سورې په ۳۷-۴۰ ایتونه کې راغلي چې خدای چې انسان یې له نطفې او عَلَقې پېدا کړ، د دې قدرت نه لري چې مړي راژوندي کړي؟
  5. هغه ایتونه چې د مړو د ژوندي کېدو عیني بېلګې انځوروي.[۹۱]

د مړو د ژوندي کېدو ځینې عیني بېلګې چې په قرآن کې ذکر شوي دا دي:

  • د بقرې سورې د ۵۵ او ۵۶ ایتونو له مخې، د حضرت موسی(ع) اویا ملګري چې د سر په سترګو یې د خدای د لیدلو غوښتنه لرله، د یو تندر له امله مړه شول او خدای هغوي بیا ژوندي کړل.
  • د بني اسراییلو د یو کس کیسه چې وژل شوی و او د هغه په بدن د حلالې شوې غوا د یوې ټوټې په مږل کېدو سره بیا ژوندی شو. دا خبره د بقرې سورې په ۷۲ او ۷۳ ایتونو کې راغلې ده.
  • د عُزیر یا اِرمِیا کیسه چې د بقرې سورې د ۲۵۹ ایت په اساس، خدای هغه سل کاله مړ او بیا ژوندی کړ.
  • د اصحاب کهف کیسه چې د مشرکانو له ځوره د خوندي والي او د خپل ایمان د ساتلو لپاره یې یو غار ته پناه یوړه او ۳۰۹ کاله اوده شول (مړه شول) او بیا ژوندي شول.
  • د ابراهیم د څلورو مارغانو ژوندي کېدل ( هغه څلور مارغان چې ابراهیم(ع) ټوټې ټوټې کړل او د هرې یوې ټوټه په یو غر کې کېښودل شوه او بیا د خدای په اذن ژوندي شول) د بقرې سورې ۲۶۰ ایت دغه مطلب ته اشاره لري.
  • د حضرت عیسی(ع) په معجزې د ځینې مړو ژوندي کېدل چې د ال عمران سورې په ۴۹ او د مائدې سورې په ۱۱۰ ایتونو کې یې ذکر شوی دی.[۹۲]

د معاد د ضروري والي او واقع کېدو دلیلونه

د معاد د ضروري والي او واقع کېدو د اثبات لپاره مختلف دلیلونه وړاندې شوې دي. د بېلګې په توګه د قرآن مفسر او فیلسوف عبدالله جوادي آملي نهه برهانه،[۹۳] جعفر سبحاني شپږ دلیله[۹۴] او ناصر مکارم شیرازي اوه برهانه[۹۵] ذکر کړې دي. د ایت الله جوادي آملي برهانونه دا دي: د توحید برهان، د صدق برهان، د فطرت برهان، د حرکت او هدف لرنې برهان، د حکمت برهان، د رحمت برهان، د حقیقت برهان، د عدالت برهان او د روح د تجرد برهان.[۹۶]

د صدق تعبدي برهان

د معاد د واقع کیدو د ضروري والي یو دلیل، تعبدي دلیل دی. کله چې پوه شو او ومو منله چې قرآن د خدای کلام دی، کله چې خدای په قرآن کې په ځلونو ویلي چې یو معاد شته او انسانان به محشور کیږي، نو معاد به واقع کیږي.[۹۷] د محمد تقي مصباح یزدي له نظره، د قرآن کابو دوه زره ایتونه په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه د قیامت په واقع کېدو دلالت لري.[۹۸] د جوادي آملي په وینا، کله چې خدای چې تر ټولو رښتینو زیات رښتینی دی، د معاد د تحقق خبره کړې نو یقینا معاد او قیامت به راځي.[۹۹] ویل شوي چې اشاعره د معاد واقع کېدل د قرآن او سنت له لارې ثابتوي، نه د عقل او عقلي دلایلو له لارې.[۱۰۰]

د فطرت دلیل

د دغه دلیل په اساس

  • د انسان په فطرت کې، له همیشني ژوند او دنیا سره مینه او ګروهنه، او له نیستۍ او ختمېدو څخه کرکه ایښودل شوې ده.
  • هر څه چې د انسان په خټه او فطرت کې اېښودل شوي، حق او صحیح دي او چټي نه دي.
  • له همېشه والي او بقا سره د انسان مینه د یوې تل پاتې او نابودۍ څخه د خوندي نړۍ په شتون دلیل دی.
  • دا طبیعي نړۍ د بقا او تل پاتې والي وړتیا و قابلیت نه لري.
  • نو که یوه بله نړۍ چې د بقا قابلیت لري موجوده نه وي، د انسان جاودانګي غوښتنه او همېشه پاتې کېدو ته د انسان ګروهنه به چې د انسان په فطرت کې اېښودل شوې، چټي او باطله وي.
  • د طبیعت په نړۍ کې هیڅه باطل او چټي نیشته؛ ځکه چې دا هر څه حکیم خدای پېدا کړې دي.
  • نو یوه تل پاتې نړۍ او ژوند موجود دی.[۱۰۱]

فطرت د خلقت په معنا، هغه خټه اوخمیر او ګوهر دی چې هر مخلوق یې د خپل خلقت په پېل کې لري.[۱۰۲]

د حکمت دلیل

دغه برهان مختلفې بڼې لري.[۱۰۳] یوه شکل بندي او تقریر یې د انسان او نړۍ د خلقت په هدفمندۍ ولاړ دی. د دغه تقریر او شکل بندۍ په اساس

  • اخروي ژوند د انسان او نړۍ له خلقته هدف او غایت دی.
  • که دغه شان نړۍ موجوده نه وي، د انسان او نړۍ ژوند به په همدې دنیاوي ژوند کې منحصر پاتې شي او د انسان خلقت به عبث او باطل وي؛ ځکه چې دا نړۍ او شیان یې ختمېدونکي دي.
  • خدای تعالی له دې پاک او حکم دی چې عبث او چټي کار وکړي.
  • نو باید له دې مادي نړۍ وروسته یوه بله نړۍ وي چې د دغه دنیاوي ژوند او د انسان د خلقت هدف وي.[۱۰۴]

د مومنون سورې ۱۱۵ ایت، د ص سورې ۲۷ ایت او د دخان سورې ۳۸ او ۳۹ ایتونه دغه دلیل ته اشاره کوونکي ګڼل شوې دي.[۱۰۵]

د عدالت دلیل

دغه دلیل چې پر الهي عدل ولاړ دی، په دې ډول دی:

  • د خدای یو صفت عدالت دی او دا نړۍ د عدالت او انصاف په بنیاد جوړه شوې ده.
  • په دې دنیا کې انسان د ښو او بدو کارونو په انتخاب کې ازاد او مختار دی.
  • د اختیار په نتیجه کې، ځینې انسانانان خپل وس او طاقت د خدای په لاره او په ښو کارونو کې لګوي اوځینې یې د شهوتونو او د ګناهانو په لاره کې کاروي.
  • دا دنیا د دې وړتیا او ظرفیت نه لري چې انسانان د خپلو علمونو نتیجه په پوره ډول وویني؛ نه د نیکو کسانو پوره اجر ممکن دی او نه د بدچارو پوره سزا.

پر دې اساس د خدای عدالت حکم کوي چې له دې مادي نړۍ وروسته یوه بله عادلانه نړۍ موجوده وي چې پکې، عدالت اجرا او د ټوو لپاره یو شان وي.[۱۰۶] «أَمْ نَجْعَلُ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِینَ فِی الأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِینَ كَالْفُجَّارِ؛ ( یا [مګر] هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي دي په ځمکه کې د مفسدانو په شان ګرځوو یا پرهیزګاران له تباهکارانو او ګناهکارو سره یو شان ګرځوو؟»[۱۰۷] او د جاثیې سورې ۲۱ او ۲۲ ایتونه، د مومن سورې ۵۸ ایت ، د قلم سورې ۳۵ او ۳۶ ایتونه په دغه برهان دلالت کوونکي ګڼل شوې دي.[۱۰۸]

د معاد انکار

د ایت الله جوادي آملي له نظره، د نړۍ لید او په اعتقادي مسایلو کې انکار منجمله د معاد انکار، غالبا د دغو مسایلو د نه پېژندلو په وجه دی. د معاد منکرانو د معاد له معنې ژور او کره تصور نه درلود او د هغوي دلیل او منطق دا و چې معاد ډېره بعیده خبره ده. هغوي هیڅکله حتی یو ځل هم د معاد د نفي او انکار لپاره یو دلیل نه رانه وړ.[۱۰۹]

جهالت، له الهي قدرته غفلت،[۱۱۰] بې خرته ازادۍ او د ذمه وارۍ نه منلو ته ګروهنه[۱۱۱] او طاقت موندلو او سلطه غوښتلو ته ګرونه[۱۱۲] د معاد د انکار ځینې اسباب ګڼل شوې دي. د جاثیې سورې په ۲۴ ایت کې جهالت،[۱۱۳] د قیامت سورې په ۳-۵ ایت کې بې خرته ازادۍ او د مسئولیت نه منلو ته ګروهنه[۱۱۴] او د مومنون سورې په ۳۳-۳۸ ایتونو کې[۱۱۵] قدرت غوښتنې او ولکه حاصلولو ته اشاره شوې ده.

طبیعت ګروهي فیلسوفان د معاد د اصل منکران ګڼل شوې دي.[۱۱۶] د دغه ډلې له نظره، انسان له مادي جسمه جوړ دی چې د مرګ په وسیله په بشپړه توګه له مینځه ځي. له بلې خوا، د معدوم بیا راتګ محال دی. نو له مرګه وروسته د انسان بیا راتګ به محال وي.[۱۱۷] نقل شوي چې ځینې فیلسوفانو لکه جالینوس او منونکو یې د معاد په اصل کې شک درلود؛[۱۱۸] ځکه چې په دې شکمن وو چې د انسان نفس د بدن مادي مزاج دی چې مرګ سره ختمیږي او که نه داسې جوهر دی چې له مرګه وروسته باقي پاتې کیږی.[۱۱۹]

د معاد شبهې

د منکرانو له خوا د معاد د امکان او واقع کېدو په اړه ډېرې شبهې ذکر شوې دي چې یو شمېر یې دا دي:

د آکل او مأکول شبهه

اصلي مقاله: د آکل او مأکول شبهه

د دغه شبهې له مخې، که انسان د یو بل انسان خوراک شي، آیا د قیامت په ورځ به د ماکول (خوړل شوي) د بدن ټوټې، د آکِل (خوړونکي) په بدن کې راستنیږي که د ماکول ( هغه کس چې خوړل شوی دی)؟ په هر صورت چې یې فرض کړو د قیامت په ورځ په دې دوو کې د یو بدن په بشپړه توګه نه شي محشورېدی.[۱۲۰] دا شبهه په دې ډول هم مطرح شوي چې که یو کافر د یو مومن انسان بدن وخوري، د دنیاوي بدنونو د محشورېدو په بڼه کې، لازمه راځي چې مومن کس عذاب شي او کافر کس اجر ومومي.[۱۲۱]

دغه شبهې ته مختلف ځوابونه ورکړل شوي دي. ځینې متکلمان لکه علامه حلي، د بدن د اصلي او غیر اصلي اجزاوو په جدا کولو سره باوري دي چې د هر کس د بدن اصلي غړي د عمر له اول تر آخره باقي پاتې کیږي. او د بل انسان د بدن په اصلي غړي نه بدلیږي. همدا اصلي اجزا او غړي به په قیامت کې محشور کیږي.[۱۲۲] ملا صدرا باوري دی چې د انسان هویت او حقیقت د هغه په نفس دی، نه بدن. له همدې امله، هغه بدن چې په اخرت کې محشور کیږي لازمه نه ده چې کټ مټ هماغه دنیاوي بدن وي چې د یو بل انسان یا حیوان خوراک ګرځېدلی دی؛ بلکې هر بدن چې نفس ورسره یو ځای شي، هغه بدن به بعینیه او کټ مټ د هماغه کس بدن وي. د هغه له نظره، هغه څه چې د بدنونو په حشر کې لازم دي، دا دي چې هر کس چې محشور کس وویني ووایي چې دا هماغه دنیاوي کس دی او بدن یې هماغه دنیاوي بدن دی.[۱۲۳]

دغه شبهه په مسیحیت کې هم د سړي خوړنې د مسالې په توګه مطرح شوې ده.[۱۲۴]

د اعاده معدوم شبهه

اصلي مقاله : اعاده معدوم

د معدوم د اعادې محالوالی د معاد د منکرانو یو بل دلیل ګڼل شوی دی.[۱۲۵] د دغه شبهې له مخې، د معاد منکرانو فکر کاوه چې انسان همدا مادي بدن دی او په مرګ سره ختمیږي. که دوباره ژوندی شي، بل انسان به وي؛ ځکه چې د هغه مخلوق ستنول چې معدوم او ختم شوی، محال دي.[۱۲۶]

د دغه شبهې په ځواب کې، د سجدې سورې ۱۰ او ۱۱ ایتونو ته په پام سره[یادداشت۳] ویل شوي چې د انسان هویت او حقیقت د هغه له روح سره اړه لري نه بدن او مادي اندامونو سره. پر دې اساس، د معدوم اعاده او بیا ستنېدل نه دي؛ بلکې د روح ستنېدل دي.[۱۲۷] ځینو متکلمانو د دغه شبهې په ځواب کې د معدوم اعاده ممکنه ګڼلې ده. د هغوي له نظره، د معدوم د اعادې د محالوالي په فرض کې، له معاده مطلب د اجزاوو ستنېدل او اعاده هغه حالت او ژوند ته ده چې له مرګه مخکې یې لره.[۱۲۸]

د خدای د علم او قدرت په اړه شبهه

د معاد په اړه یوه شبهه دا ده چې د مړو بیا ژوندي کول، د انسانانو د بدن په ټولو ټوټو په علم او پوهې پورې اړه لري چې د هر انسان د بدن اجزا د هماغه انسان بدن ته ستانه کړی شي. دغه شان شناخت او علم ناممکن دی. څنګه ممکنه ده چې هغه بدنونه چې خاورې شوي او ذرې یې یو بل سره ګډې شوې، له یوبله جدا او وپېژنو؟[۱۲۹] د دغه شبهې په ځواب کې، د سبا سورې په ۳ ایت کې راغلي دي: «عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ؛ هغه د غیبو عالم دی چې حتی د یوې ذرې په اندازه شی هم په اسمانونو او ځمکه کې له هغه پټ نه دي؛ او نه تر دغه ذرې وړوکی شی او نه ترې لوی، مګر دا چې په کتاب مبین کې ثبت شوی دی»[۱۳۰] دغه شبهه د هغو کسانو له خوا مطرح شوې چې د خدای بې پایانه علم یې نه دی پېژندلی او هغه له خپلو محدودو علومو سره پرتله کوي؛ حال دا چې خدای علم حد او پوله نه لري او خدای پر هر څه واکمن دی.[۱۳۱]

د معاد یوه بله شبهه دا ده چې له کومه معلومه ده چې خدای تعالی د مړو په ژوندي کولو قدرت ولري. د دې پوښتنې په ځواب کې ویل شوي چې د خدای قدرت حد او پوله نه لري او په هر ممکن الوقوع شي یې قدرت خپور دی؛ لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي دي:«وَ اللَّهُ‏ عَلى‏ كُلِ‏ شَيْ‏ءٍ قَدِير؛ خدای پر هر کار قدرت لري»[۱۳۲]‏ پر دې سربېره، که د انسان بیا ژوندي کول د هغه تر لومړي ژوندي کولو اسان نه وي، ګران نه دي.[۱۳۳] د قرآن په ایتونو کې هم جوته شوې چې هماغه خدای چې تاسو یې په لومړي ځل پېدا کړئ، بیا به مو له مرګه وروسته ستانه کړي.[۱۳۴]

کتاب پېژندنه

مَنْهَجُ الرَّشاد فی مَعْرفَةِ المَعاد کتاب لیک د محمد نعیم طالقانی.

د معاد مسالې ته معمولا په کلامي[۱۳۵] او تفسیري[۱۳۶] کتابونو کې یوه برخه بیله شوې ده؛ خو پر دې سربېره، په اړه یې جدا کتابونه هم لیکل شوې دي. په «منبع‌شناسی معاد» کتاب کې ۱۰۹۸ کتابونه، ۲۴۰ تهیسیز او ۵۱۲ مقالې د معاد د موضوع په چورلیزتوب معرفي شوي دي.[۱۳۷] ځینې کتابونه یې دا دي:

  • سَبیلُ الرَّشاد فی اثباتِ المعاد اثر آقاعلي مدرس طهرانی (۱۲۳۴-۱۳۰۷ق): لیکوال په دې اثر کې خپل خاص نظر په جسماني معاد کې د ملا صدرا د نظریې په وړاندې بیان کړی دی.
  • مَنْهَجُ الرَّشاد فی مَعْرفَةِ المَعاد لیک په ۱۲ق پېړۍ کې د شیعه عالم محمد نعیم طالقانی.
  • معادشناسی، سید محمد حسین حسیني طهراني: دغه لس ټوکیز کتاب د معاد او ورپورې اړوند مسایلو په اړه دی. بحثونو کې یې د قرآن ایتونه، روایتونه، فلسفي او عرفاني بحثونه شامل دي.[۱۳۸]
  • معاد در قرآن (د قرآن موضوعي تفسیر، څلورم او پینځم ټوک) عبدالله جوادي آملي: دا کتاب د قرآن د موضوعي تفسیر په ټولګو کې د ایت الله جوادي آملي د بیاناتو ټولګه ده چې د معاد بحثونه یې په دوو ټوکو کې برابر شوې دي.
  • معاد انسان و جهان، جعفر سبحاني: دا کتاب د اسلامي عقیدو له شپږ ټوکیز کتاب څخه شپږم ټوک دی چې په لومړي ځل په ۱۳۵۸ل کال کې د صدر خپرنځي له خوا خپور شوی.[۱۳۹] «معاد شناسي» کتاب هم په الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل کتاب کې د معاد په اړه د ایت الله سبحاني بحثونه دي چې د علي شیرواني به همت ژباړه او په بشپړه توګه د یو جدا کتاب په شکل خپاره شوې دي.

معاد در قرآن لیک د حسین مظاهري، معاد و جهان پس از مرگ لیک د ناصر مکارم شیرازي، معاد در قرآن لیک د ابراهیم امیني، معاد تألیف د غلامحسین ابراهیمی دینانی، معاد در المیزان، راغونډوونکی شمس‌الدین ربیعی ( د معاد په اړه په تفسیر المیزان کې د علامه طباطبایي بحثونه) معاد (د مرتضی مطهري د ویناوو لیکل شوی متن)،[۱۴۰] معاد از نظر روح و جسم (درې ټوکیز) د محمد تقي فلسفي، المعاد؛ رویة قرآنیة لیک د سید کمال حیدري او معاد از دیدگاه آیات و روایات لیک د عبد النبی نمازي د معاد په اړه له نورو اثارو دي.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۵۸؛ نمازی، معاد از دیدگاه آیات و روایات، ۱۳۸۵ش، ص۱۱.
  2. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۶۳.
  3. هیوم، ادیان زنده جهان،‌ ۱۳۷۳ش، ص۳۸۰-۳۸۲.
  4. وګورئ: مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۵۰۷؛ سبحانی، معادشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵.
  5. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۵۰۷؛ سبحانی، معادشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵.
  6. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۶۳.
  7. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۵۰۷.
  8. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۱ و ۳۴۲.
  9. سوره قصص، آیه ۸۲.
  10. سبحانی، معادشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵.
  11. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۴.
  12. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۱و۳۶۳.
  13. وګورئ:‌ سوره بقره، آیه ۴؛ سوره نمل، آیه ۳.
  14. وګورئ:‌ سوره اسراء، آیه۱۰؛ سوره فرقان، آیه۱۱؛ سوره صبا، آیه۸؛ سوره مؤمنون، آیه۷۴.
  15. وګورئ:‌ سوره الرحمن، آیه۴۶ تا آخر؛ سوره الواقعه، آیه۱۵-۳۸؛ سوره الدهر آیه۱۱-۲۱.
  16. وګورئ:‌ سوره الحاقه، آیه۲۰-۲۷؛ سوره الملک، آیه ۶-۱۱؛ سوره الواقعه، آیه ۴۲ و ۵۶.
  17. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۱.
  18. بېلګۍ په توګه وګورئ: انجیل یوحنا، باب ۵، ایه ۲۸ و ۲۹؛ انجیل لوقا، باب ۲۰، آیه ۳۴-۳۸؛ انجیل متی، باب ۲۲، آیه ۲۳-۳۳.
  19. ماری و ری، درآمدی به فلسفه دین، ۱۳۹۸ش، ص۳۹۹ و ۴۰۰.
  20. مثال په توګه وګورئ: ایوب، باب ۲۴، فقره ۱۹؛ مزامیر، باب ۹، فقره ۱۷ و باب ۴۹، فقره ۱۴ و ۱۵.
  21. وګورئ: مکاشفه، باب ۹، فقره ۱و ۲ و باب ۲۰، فقره ۱-۳.
  22. تیسن، الهیات مسیحی، انتشارات حیات ابدی، ص۳۶۲ و ۳۶۳.
  23. مک‌گراث، درسنامه الهیات مسیحی، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۵۵-۵۷؛ پترسون و دیگران، عقل و اعتقاد دینی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱۹.
  24. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۰.
  25. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۰.
  26. اول سموئیل، باب ۲، فقره ۶.
  27. ابراهیم‌زاده و علی‌نوری، ادیان الهی و فرق اسلامی، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۹؛ توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۶ش، ص۶۲.
  28. ابراهیم‌زاده و علی‌نوری، ادیان الهی و فرق اسلامی، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۹ و ۱۲۰؛ توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۶ش، ص۶۲.
  29. ابراهیم‌زاده و علی‌نوری، ادیان الهی و فرق اسلامی، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۹ و ۱۲۰.
  30. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۷.
  31. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۳۹و۳۴۰.
  32. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۲۲.
  33. سبحانی و برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲، ۱۳۹۷ش، ص۳۵۸.
  34. سبحانی و برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲، ۱۳۹۷ش، ص۳۵۸.
  35. سبحانی و برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲، ۱۳۹۷ش، ص۳۵۸.
  36. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۰و۳۴۱؛ مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۱۷۳.
  37. نمازی، معاد از دیدگاه آیات و روایات، ۱۳۸۵ش، ص۱۲-۱۵.
  38. وګورئ: فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۵۹۵؛ مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۲، ص۳۶۹؛ خاتمی، فرهنگ علم کلام، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۲۰۴.
  39. وګورئ: جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۲۱ و ۱۳۷.
  40. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۸۲.
  41. نمازی، معاد از دیدگاه آیات و روایات، ۱۳۸۵ش، ص۱۵.
  42. مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ص۳۶۹.
  43. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۲۹و۳۱.
  44. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۴۴.
  45. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۶.
  46. وګورئ: سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۶؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۴۵-۱۰۲.
  47. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  48. وګورئ: فخر رازی، الاربعین فی اصول الدین، ۱۹۸۶م، ج۲، ص۵۵؛ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۳.
  49. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  50. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۴.
  51. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۲.
  52. مجلسی، حق الیقین، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۳۷۰.
  53. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۰۷.
  54. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  55. فخر رازی، الاربعین فی اصول الدین، ۱۹۸۶م، ج۲، ص۵۵؛ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  56. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۴.
  57. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۶.
  58. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۴.
  59. وګورئ: خوش صحبت، «معاد جسمانی از منظر علامه طباطبایی با تأکید بر تفسیر المیزان»، ص۳۸.
  60. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۴.
  61. علامه حلی، الباب الحادی عشر، ۱۳۷۰ش، ص۲۰۶.
  62. ابن‌سینا، الشفا(الهیات)، ۱۴۰۴ق، ص۴۲۳.
  63. مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۲، ص۳۶۹ و ۳۷۰.
  64. مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۲، ص۳۶۹.
  65. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  66. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۹۹.
  67. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۹۹.
  68. بحرانی، قواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۴؛ علامه حلی،‌ کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ۴۰۶.
  69. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۸۸و۱۸۹.
  70. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۸۸-۱۹۰.
  71. وګورئ: ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۱۴۸-۱۵۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۷۹-۱۸۷.
  72. وګورئ: فیاضی و شکری، «معاد ‌جسم عنصری (دلایل نقلی و نقد دیدگاه‌های رقیب)»، ص۷۵-۸۵.
  73. آشتیانی، لوامع الحقائق فی اصول العقائد، ۱۳۹۰ش، ص۴۴۰.
  74. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۹.
  75. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۵۵.
  76. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۹-۳۵۰.
  77. .Baker, «Material Persons and the Doctrine of resurrection», p151, 152
  78. مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۱۷۴.
  79. مسلین، درآمدی بر فلسفه ذهن، ۱۳۹۱ش، ص۳۶۱.
  80. Merricks, «The Resurrection of the Body and the Life Everlasting», p268.
  81. Merricks, «The Resurrection of the Body and the Life Everlasting», p268.
  82. بېلګۍ په توګه وګورئ: ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۱۹۰؛ آشتیانی، شرح بر زاد المسافر، ۱۳۸۱ش، ص۱۹ و ۲۲۴؛ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۸ و ۳۴۹ و ۳۵۵.
  83. آشتیانی، شرح بر زاد المسافر، ۱۳۸۱ش، ص۱۹ و ۲۲۴ و ۲۲۵.
  84. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۸ و ۳۵۵.
  85. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۹.
  86. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۵۰.
  87. وګورئ: حسینی شاهرودی و فخارنوغانی، «این‌همانی شخصی»، ص۲۸-۳۲.
  88. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۷۱.
  89. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۹-۱۲۶.
  90. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۴۸۵-۴۸۷.
  91. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۹-۱۲۰.
  92. وګورئ: جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۲۰-۱۲۶؛ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۷۳-۳۷۵.
  93. جوادی آملی، معاد در قرآن‌(۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۳۹-۱۷۷.
  94. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۷.
  95. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۸۲.
  96. جوادی آملی، معاد در قرآن‌(۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۳۹-۱۷۷.
  97. مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۲۱۳.
  98. مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۲۱۳.
  99. جوادی آملی، معاد در قرآن‌(۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۴۱و۱۴۲.
  100. فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۰و۶۲۱.
  101. وګورئ:‌ ملاصدرا، الحکمة‌ المتعالیه، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۲۴۱؛ جوادی آملی، معاد در قرآن‌(۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۴۳.
  102. جوادی آملی، معاد در قرآن‌(۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۴۳و۱۴۴.
  103. مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۲۲۳.
  104. وګورئ: سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۸؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۹۲؛ مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۲۲۳.
  105. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۵۵-۱۵۸؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶۸؛ مصباح یزدی، انسان‌شناسی در قرآن، ۱۴۰۱ش، ص۲۲۰-۲۲۳.
  106. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۶۵ و ۱۶۶؛ مصباح یزدی، انسان‌شناسی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲۷.
  107. سوره ص، آیه ۲۸
  108. وګورئ: جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۱۶۷؛ مصباح یزدی، انسان‌شناسی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲۵ و ۲۲۶.
  109. جوادی آملی، معاد در قرآن (۱)، ۱۳۹۵ش، ص۹۵.
  110. سبحانی و برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲، ۱۳۹۷ش، ص۳۶۴و۳۶۵.
  111. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۲؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۷۳و۷۴.
  112. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۷۴.
  113. سبحانی و برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲، ۱۳۹۷ش، ص۳۶۴و۳۶۵.
  114. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۴۲؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۷۳و۷۴.
  115. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۷۵.
  116. فخر رازی، الاربعین فی اصول الدین، ۱۹۸۶م، ج۲، ص۵۵؛ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۳.
  117. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۳ و ۱۵۴.
  118. فخر رازی، الاربعین فی اصول الدین، ۱۹۸۶م، ج۲، ص۵۵؛ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۲۱.
  119. فخر رازی، الاربعین فی اصول الدین، ۱۹۸۶م، ج۲، ص۵۵؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۵، ص۱۵۴.
  120. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۴۰۶؛ ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۱۹۹ و ۲۰۰؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۹۶.
  121. ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۲۰۰؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۹۶.
  122. وګورئ: علامه حلی،‌ کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ۴۰۶ و ۴۰۷؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۹۵.
  123. ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۲۰۰.
  124. See: Baker, «Death and the Afterlife», p377.
  125. ملاصدرا، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۱۶۷؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۹۳ و ۹۴.
  126. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۷۹.
  127. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۳۷۹.
  128. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۹۴ و ۹۵.
  129. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۸۶؛ مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۸۱.
  130. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۸۶.
  131. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۸۱.
  132. وګورئ: سوره بقره، آیه ۲۸۴؛ سوره احقاف، آیه ۳۳.
  133. مصباح یزدی، آموزش عقائد، ۱۳۸۴ش، ص۳۸۰و۳۸۱.
  134. مثال په توګه وګورئ: سوره اسراء، آیه ۵۱؛ سوره روم، آیه ۲۷.
  135. بېلګۍ په توګه وګورئ: طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، مقصد ششم، ص۲۹۷-۳۱۰؛ علامه حلی،‌ کشف المراد، ۱۴۱۳ق، مقصد ششم، ص۳۹۹-۴۲۷؛ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۵۹۵-۶۶۴؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، فصل دهم، ص۱۵۷-۲۹۸.
  136. بېلګۍ په توګه وګورئ: سبحانی، منشور جاوید، کل جلد ۵؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، کل جلد ۵.
  137. اخوان مقدم و دیگران، منبع‌شناسی معاد، ۱۳۹۵ش، ص۸.
  138. حسینی طهرانی، معادشناسی، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۸و۹.
  139. سبحانی، معاد انسان و جهان، ۱۳۷۳ش، ص۷-۱۰.
  140. مطهری، معاد، انتشارات صدرا، ص۹.

سرچينې

  • ‌ آشتیانی، سید جلال‌الدین، شرح بر زاد المسافر، قم، بوستان کتاب، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
  • آشتیانی، میرزا احمد، لوامع الحقائق فی اصول العقائد، تحقیق محسن آشتیانی، قم، کنگره علامه آشتیانی، ۱۳۹۰ش.
  • ابراهیم‌زاده، عبدالله و علیرضا علی‌نوری، ادیان الهی و فرق اسلامی، قم، انتشارات تحسین، چاپ دوم، ‌۱۳۸۳ش.
  • ابن‌سینا، حسین بن علی، الشفا (الالهیات)، قم، مکتبة آیة الله مرعشی، ۱۴۰۴ق.
  • اخوان مقدم، زهره و دیگران، منبع‌شناسی معاد، تهران،‌ دانشیاران ایران، چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
  • اردبیلی، سید عبدالغنی، تقریرات فلسفه امام خمینی، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول،‌ ۱۳۸۱ش.
  • بحرانی، ابن‌میثم،‌ قواعد المرام فی علم الکلام، قم، مکتبة آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۶ق.
  • پترسون، مایکل و دیگران، عقل و اعتقاد دینی؛ درآمدی بر فلسفه دین، ترجمه احمد نراقی و ابراهیم سلطانی، تهران، طرح نو، ۱۳۷۶ش.
  • تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، تحقیق عبدالرحمن عمیره، افست قم، الشریف الرضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق
  • توفیقی، حسین، آشنایی با ادیان بزرگ، تهران-قم، سمت-طه، چاپ دهم، ۱۳۸۶ش.
  • ‌ تیسن، هنری، الهیات مسیحی، ترجمه ط. میکائیلیان، تهران، انتشارات حیات ابدی، بی‌تا.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر موضوعی قرآن کریم (ج۴): معاد در قرآن (۱)، تحقیق و تنظیم علی زمانی قمشه‌ای و علی اسلامی،، قم، مرکز نشر اسراء، چاپ یازدهم، ۱۳۹۵ش.
  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، معادشناسی، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۷ق.
  • ‌ حسینی شاهرودی، سید مرتضی و فخارنوغانی، وحیده، «اینهمانی شخصی»، فصلنامه اندیشه دینی، شماره ۲۹، زمستان ۱۳۸۷ش.
  • خاتمی، سید احمد، فرهنگ علم کلام: ش‍رح‌ ل‍غ‍ات‌ و اص‍طلاح‍ات‌ و اع‍لام‌ ع‍ل‍م‌ ک‍لام‌، تهران، نشر صبا، ۱۳۷۰ش.
  • خوش‌صحبت، مرتضی، «معاد جسمانی از منظر علامه طباطبایی با تأکید بر تفسیر المیزان»، قم، مجله معرفت کلامی، ش۱۲، بهار و تابستان ۱۳۹۳.
  • ‌ سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۳ق.
  • ‌ سبحانی، جعفر، معادشناسی، مقدمه و ترجمه علی شیروانی، قم، دار الفکر، چاپ چهارم، ۱۳۸۷ش.
  • سبحانی، جعفر، معاد انسان و جهان، انتشارات مکتب اسلام،‌ چاپ دوم، ۱۳۷۳ش.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • سبحانی، محمدتقی و رضا برنجکار، معارف و عقاید ۱ و ۲ (ویرایش سوم)، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه، چاپ پنجم، ۱۳۹۷ش.
  • طوسی، خواجه نصیرالدین، تجرید الاعتقاد، تحقیق حسینی جلالی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، الباب الحادی عشر مع شرحیه النافع یوم الحشر و مفتاح الباب، شرح و توضیح: فاضل مقداد و ابوالفتح بن مخدوم، تهران، مؤسسه مطالعات اسلامی، ۱۳۶۵ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح و تعلیقه حسن حسن‌زاده آملی، قم، مرکز النشر الاسلامی، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، الاربعین فی اصول الدین، قاهره، مکتبة الکلیات الازهریه، چاپ اول، ۱۹۸۶م.
  • فیاض لاهیجی، ملاعبدالرزاق، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • فیاضی، غلامرضا و مهدی شکری، «معاد ‌جسم عنصری (دلایل نقلی و نقد دیدگاه‌های رقیب)»، فصلنامه معرفت کلامی، سال سوم، شماره دوم، پاییز و زمستان ۱۳۹۱ش.
  • ماری، مایکل جی. و مایک سی. ری، درآمدی به فلسفه دین، ترجمه سعید عابدی، تهران، نشر نی، چاپ اول، ۱۳۹۸ش.
  • مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • مسلین، کیت، درآمدی بر فلسفه ذهن، ترجمه مهدی ذاکری، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۹۱ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر،، چاپ هجدهم، ۱۳۸۴ش.
  • ‌ مصباح یزدی، محمدتقی، انسان‌شناسی در قرآن، تدوین و تنظیم محمود فتحعلی، قم،‌ مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ نهم، ۱۴۰۱ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
  • ‌ مک‌گراث، آلیستر، درسنامه الهیات مسیحی (ج۱/ ویرایش سوم)، ترجمه بهروز حدادی، قم، مرکز مطالعات و تحقیقات ادیان و مذاهب، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، الحکمة المتعالیة فی الاسفار الاربعة العقلیة، بیروت،‌ دار احیاء التراث، چاپ سوم، ۱۹۸۱م.
  • نمازی، عبدالنبی، معاد از دیدگاه آیات و روایات، قم، تحسین، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • هیوم، رابرت، ادیان زنده جهان،‌ ترجمه عبدالرحیم گواهی، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • Baker, Lynne Rudder, «Death and the Afterlife», The Oxford handbook of philosophy of religion, Edited by William J. Wainwright, New York, Oxford University Press, 2005.
  • Baker, Lynne Rudder, «Material Persons and the Doctrine of resurrection», Faith and Philosophy, Vol. 18, NO. 2, April 2001.
  • Merricks, Trenton, «the Resurrection of the Body and the Life Everlasting», In: Reason for the Hope Within, ed. Michael J. Murray, Wm. B. Eerdmans Publishing Co, 1999.

بهرنۍ لینکونه