منځپانگې ته ورتلل

مقسط بن زهیر تغلبي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

مقسط بن زُهیر بن حرث تغلبي (شهادت ۶۱ق) د امام علي له اصحابو او د کربلا له شهیدانو و.

مسقط په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي (ع) له سپایانو و، هغه د کربلا په پېښه کې له خپل ورور کردوس او قاسط سره ځان د شپې شپې د امام حسین(ع) کاروان ته ورساوه او د عاشورا په ورځ شهید شو.

نسب

مقسط بن زهیر بن حرث تغلبي، تغلب قبیلې ته منسوب و، له دې امله په اابصار العین کتاب کې د هغه نوم د تغلبي شهیدانو په شمېر کې راغلی دی.[۱]

په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې یې ګډون

په ابصارالعین کتاب کې د محمد بن طاهر سماوي (۱۲۹۲-۱۳۷۰ق) په وینا مقسط په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) له سپایانو و. له دې امله د جنګونو په تېره بیا صفین جنګ کې د هغه خبره شوې ده.[۲] همداراز سماوي هغه د امام حسن(ع) له اصحابو هم ګڼلی دی.[۳]

په کربلا کې شهادت

د سماوي په وینا، مقسط په کوفه کې اوسېده، کربلا ته د امام حسین(ع) له رسېدلو وروسته، له خپل ورور کردوس او قاسط سره د شپې شپې د امام له سپایانو سره یو ځای شو او د عاشورا په ورځ شهید شو.[۴]

په زیارت الشهداء کې یې له وروڼو کردوس او قاسط څخه د کربلا د شهیدانو په توګه یادونه شوې[۵] خو د هغه نوم نه دی راغلی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۹-۲۰۰.
  2. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  3. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  4. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  5. ↑ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۴؛ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۱۵۳؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۲۷۳.

سرچينې

  • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین علیه‌السلام، قم، انتشارات دانشگاه شهید محلاتی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار، تحقیق مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.