منځپانگې ته ورتلل

کردوس بن زهیر تغلبي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

کُرْدُوس بن زُهیر بن حرث تغلبي (شهادت ۶۱ق) د کربلا له شهیدانو او د امام علي(ع) له اصحابو کردوس په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) له سپایانو و. هغه د کربلا په پېښه کې ځان له خپلو وروڼو قاسط او مقسط سره د شپې شپې د امام حسین(ع) کاروان ته ورساوه او د عاشورا په ورځ شهید شو.

نسب

کردوس بن زهیر بن حرث تغلبي، تغلب قبیلې ته منسوب و. په ابصار العین کتاب کې یې نوم د تغلبي شهیدانو په لیکه کې راغلی دی.[۱] په وقعة صفین کې هم هغه د « تغلب قبیلې د مشر د زوي» په توګه یاد شوی دی.[۲]

د هغه لپاره نور نومونه لکه کرش او کردوش هم ذکر شوي، همداراز پلار یې «عبدالله بن زهیر» هم یاد شوی دی.[۳]

په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې یې ګډون

په ابصار العین کتاب کې د محمد بن طاهر سماوي (۱۲۹۲-۱۳۷۰ق) په وینا کردوس په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) له سپایانو و له دې امله یې په جنګونو په تېره بیا صفین کې د نوم یادونه شوې ده.[۴] همداراز سماوي هغه د امام حسن(ع) له اصحابو هم ګنلی دی.[۵]

په کربلا کې شهادت

کردوس په کوفه کې اوسیده. کربلا ته د امام حسین(ع) له رسېدلو وروسته له خپلو وروڼو قاسط او مقسط سره د شپې شپې د امام له سپایانو سره یو ځای او د عاشورا په ورځ شهید شو.[۶]

په زیارت الشهداء کې له هغه او ورور قاسط څخه یې د «السلام علی قاسط و کردوس إبنی زهیر التغلبیین»» په عبارت سره د کربلا د شهیدانو په توګه یادونه شوې ده.[۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۹-۲۰۰.
  2. ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۷
  3. ↑ حسینی حائری، ذخیرة الدارین، بی‌تا، ص۵۴۵
  4. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  5. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  6. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  7. ↑ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۴؛ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۱۵۳؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۲۷۳.

سرچينې

  • ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • حسینی حائری شیرازی، سیدعبدالمجید ، ذخیرة الدارین فیما یتعلق بمصائب الحسین علیه‌السلام و اصحابه، قم، نشر زمزم هدایت، بی‌تا.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین علیه‌السلام، قم، انتشارات دانشگاه شهید محلاتی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار، تحقیق مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت،‌دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، القاهرة، المؤسسة العربیة الحدیثة، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۲ق، افست قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.