منځپانگې ته ورتلل

قاسط بن زهیر تغلبي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

قاسِط بن زُهیر بن حرث تغلبي (شهادت ۶۱ق) د امام علي(ع) له اصحابو او د کربلا له شهیدانو.

قاسط په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي (ع) له سپایانو و. هغه د کربلا په پېښه کې له خپلو وروڼو کردوس او مقسط سره ځان د شپې شپې د امام حسین(ع) کاروان ته ورساوه. هغه د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد د لښکریانو په لومړۍ حمله کې شهید شو.

نسب

قاسط بن زهیر بن حرث تغلبي تغلب قبیلې ته منسوب و، له دې امله په ابصار العین کتاب کې د هغه نوم د تغلبي شهیدانو په لیکه کې راغلی دی.[۱]

په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې یې ګډون

په ابصار العین کتاب کې د محمد بن طاهر سماوي (۱۲۹۲-۱۳۷۰ق) په وینا قاسط په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) له سپایانو. له دې امله په جنګونو په تېره بیا صفین جنګ کې دهغه خبره شوې ده.[۲] همداراز سماوي هغه د امام حسن(ع) له اصحابو هم ګڼلی دی.[۳]

په کربلا کې شهادت

قاسط په کوفه کې اوسېده، کربلا ته د امام حسین(ع) له رسېدلو وروسته له خپل ورور کردوس او مقسط سره د شپې د امام له سپایانو سره یو ځای شو او د عاشورا په ورځ شهید شو.[۴] د ابن شهر اشوب په وینا، هغه د عمر بن سعد د سپایانو په لومړۍ حمله کې د کربلا له شهیدانو و.[۵]

په زیارت الشهدا کې له هغه او ورور کردوس څخه یې د «السلام علی قاسط و کردوس إبنی زهیر التغلبیین»» په عبارت سره د کربلا د شهیدانو په توګه یادونه شوې ده.[۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۹-۲۰۰.
  2. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  3. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  4. ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۰۰.
  5. ↑ ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۳.
  6. ↑ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۴؛ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۱۵۳؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۲۷۳.

سرچينې

  • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین علیه‌السلام، قم، انتشارات دانشگاه شهید محلاتی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار، تحقیق مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، مدرسه امام مهدی علیه‌السلام، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.