موسوعة طبقات الفقهاء (کتاب)
موسوعة طبقات الفقهاء په عربۍ ژبه د څوارلسمې هجري پیړۍ تر پایه پورې د اسلامي مذهبونو د ۵۹۷۶ فقیهانو تعارف یا پېژندګلوي کوي. دا کتاب د ایران د اسلامي جمهوریت د کال کتاب په دستورو کې له غورو اثارو و او د شیعه د تقلید مرجع جعفر سبحانی (زوکړه ۱۳۰۸لمریز) او یو شمېر لیکوالانو ګډ تالیف دی.
د هر فقیه د زمانې د تاریخي پېښو، او علمي فعالیتونو تشریح، په فقیهانو کې د مشترکو لقبونو او نومونو تر مینځ فرق بیانول، ساده بیان او له زیات لیکنو ډډه کول، د دغه کتاب ځینې ځانګړنې دي. په کتاب دوه ټوکیزه سریزه ده او د کتاب اصلي مینځ پانګه هم څوارلس ټوکه ده چې لومړی ټوک یې د پېغمبر اکرم(ص) او تابعانو د هم مهالو فقیهانو په اړه دی. له دې وروسته، له دوهم تر څوارلسم ټوکه، له دوهمې تر څوارلسمې پیړۍ د فقیهانو معرفي ده او په هر ټوک کې د یوې پېړۍ فقیهان معرفي او پیژندل شوې دي.
مقام او اهمیت
موسوعة طبقات الفقهاء په ۱۳۷۸ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کال کتاب په اولسم پړاو کې د دین په برخه کې د غوره تالیف شوي اثر په توګه وپېژندل شو[۱] دغه کتاب د شیعه د تقلید مرجع جعفر سبحانی او یو شمېر لیکوالانو ګډ تالیف دی.[۲]
د جعفر سبحاني په وینا، د مسلمانو عالمانو او فقیهانو د معرفي کولو د نورو اثارو په اپوټه چې یوازې د خاصو فرقو د فقیهانو ژوند یې بیان کړی[۳] په دې اثر کې د ټولو اسلامي مذهبونو ژوند لیک او معلومات شامل دي[۴] او له زماني اړخه هم د اسلام له لومړیو وختونو څخه تر څلورمې هجري پېړې پورې فقیهان پکې شامل دي. کتاب څوارلس ټوکه لري او هر ټوک د یوې پېړۍ فقیهانو ته ځانګړی دی.[۵]
لیکوالان
موسوعة طبقات الفقهاء په قم کې د امام صادق علمي موسسې د لیکوالانو یوې دلې لیکلی دی[۶] چې دا دي: سید محمدحسین مدرسي یزدي، سید محمدکاظم مدرسي یزدي، سید محمدکاظم حکیمزاده، حیدر محمد بغدادي، سید احمد فاضلي بیارجمندي، یحیى صادقي، قاسم شیرزاده، او محمد الشویلي[۷] د دغه کتابه مفصله سریزه جعفر سبحاني لیکلې او د کتاب پرلیکلو څارنه هم په غاړه لرله.[۸]
ځانګړتیاوې
د کتاب ځینې ځانګړتیاوې دا دي:
- د ټولو اسلامي مذهبونو حتی هغو مذهبونو چې له یوې مودې وروسته له مینځه تللي فقیهان پکې شامل دي.
- د فقیهانو د مشترکو نومونو او القابو تر مینځ فرق شوی او د دلیل په ذکرولو سره د د ترجمې او رجالو د کتابونو د مولفانو ځینو غلطیو ته اشاره شوې ده.
- د فقیهانو د ژوند حالات، د هغوي د علمي فعالیتونو شرحې او د فقیه د زمانې تاریخي پېښې هم بیان شوې دی.
- په هر ټوک کې د فقیهانو ترتیب او انتخاب د «الفبا» حروفو په اساس دی او د هر ټول په اخر کې پر الفبایي لړلیک سربېره د وفات د کال په چورلیزتوب د فقیهانو د نومونو فهرست هم برابر شوی دی.
- په ساده او له زیات لیکنې پاک بیان سره لیکل شوی دی.[۹]
مینځ پانګه
په کتاب کې دوه ټوکه سریزه ده[۱۰] او څوارلس نور ټوکه[۱۱] دي چې پکې د څوارلسمې پېړۍ تر پایه پورې د ۵۹۷۶ اسلامي فقیهانو د ژوند حالات[۱۲] بیان شوې دي. سریزه جعفر سبحاني لیکلې[۱۳] او پکې مطرح شوې بحثونه دا دي:
- لومړی ټوک، سریزه چې شپږ څپرکي لري.
- لومړی څپرکی: د اسلامي قانون جوړونې معتبرې سرچینې چې پکې د قرآن، سنت، اجماع، عقل، عرف او سیرت په هکله بحث شوی دی.
- دوهم څپرکی: د اهل سنتو په نزد د قانون جوړونې سرچینې
- دریم څپرکی: د شرعي احکامو په استنباط کې د وخت او ځای اغیز
- څلورم څپرکی: د شیعه او اهل سنتو په نزد حدیثي میراث
- پینځم څپرکی: د شیعه او سنیانو په نزد فقهي میراث
- شپږم څپرکی: په شیعه او اهل سنتو کې د فقې د اصولو تاریخ[۱۴]
- دوهم ټوک چې پر سریزې سربېره د شیعه او اهل سنتو په نزد د فقې پړاوونه پکې شامل دي.[۱۵]
لومړی ټوک د صحابیانو او تابعانو د زمانې د فقیهانو په باب د کتاب اصلي مینځ پانګه ده.[۱۶] له دوهم تر څوارلسم ټوکه هم په هر ټوک کې د یوې پېړۍ فقیهان معرفي شوې؛ یعنې له دوهمې تر څوارلسمې پېړۍ فقیهان راپېژندل شوې دي.[۱۷]
چاپ او خپرښت
کتاب په قم کې د امام صادق(ع) موسسې له خوا او په ۱۴۱۸ سپوږمیز کال کې چاپ شوی[۱۸] همداراز په ۱۴۲۰ سپوږمیز کال کې هم په لبنان کې د دارالاضواء چاپخونې له خوا خپور شوی دی.[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ د ایران د اسلامي جمهوریت د اوولسم د کال کتاب دوره او د کال د اوومې نړیوالې جایزې د ګټونکو معرفي کول«معرفی برگزیدگان هفدهمین دوره کتاب سال و هفتمین دوره اعطای جایزه جهانی کتاب سال جمهوری اسلامی ایران»، ص۱۹-۲۰.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه.
- ↑ مدرسی یزدی، «موسوعة طبقات الفقهاء»، ص۸۶-۸۵.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه.
- ↑ گنجی، «مصاحبه با آیت الله جعفر سبحانی درباره موسوعة طبقات الفقهاء»، ص۱۹.
- ↑ مدرسی یزدی، «موسوعة طبقات الفقهاء»، ص۸۶-۸۵.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، مقدمه، ج۲و۱.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱۴، شناسنامه کتاب.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱۴، ص۱۱۱۱-۱۱۱۰.
- ↑ گنجی، «مصاحبه با آیت الله جعفر سبحانی درباره موسوعة طبقات الفقهاء»، ص۱۹.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، مقدمه، ج۱، ص۴۸۰-۴۶۹.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، مقدمه، ج۱، ص۵۰۵-۴۸۹.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳.
- ↑ مدرسی یزدی، «موسوعة طبقات الفقهاء»، ص۸۵.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۱، شناسنامه کتاب.
- ↑ سبحانی و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۲۰ق، ج۱، شناسنامه کتاب.
سرچينې
- سبحانی، جعفر و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۲۰ق.
- سبحانی، جعفر و همکاران، موسوعة طبقات الفقهاء، قم، مؤسسه امام صادق علیه السلام، ۱۴۱۸ق.
- گنجی، علیرضا، «مصاحبه با آیت الله جعفر سبحانی درباره موسوعة طبقات الفقهاء»، در مجله کتاب ماه دین، شماره ۵۰ و ۴۹، آبان و آذر ۱۳۸۰ش.
- مدرسی یزدی، سید محمدکاظم، «موسوعة طبقات الفقهاء»، در مجله پژوهش و حوزه، شماره ۲، تابستان ۱۳۷۹ش.
- «معرفی برگزیدگان هفدهمین دوره کتاب سال و هفتمین دوره اعطای جایزه جهانی کتاب سال جمهوری اسلامی ایران»، در ماهنامه کتاب ماه کلیات، ش۲۷و۲۸، اسفند ۱۳۷۸ و فروردین ۱۳۷۹ش.