سنت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

سُنَّت د پېغمبراکرم(ص) قول، عمل او تقریر(په یو څیز باندې خاموش پاتی کیدلو) ته ویل کیږي او د شيعو د عقيدې له مخې پر هغه سربېره د امامانو قول، عمل او تقریر ته هم سنت ویل کیږي. سنت د شريعت د احکامو د ثابتولو لپاره له څلورو دلائلو څخه یو دلیل دی او له قرآن څخه وروسته د اجتهاد دوهمه سرچینه ګڼل کېږي. مسلمان عالمان سنت ته ډېر ارزښت ورکوي او له دې څخه ډېر شرعي احکامو راوباسل کیږي.

د مسلمانانو د اجماع له مخې د رسول الله(ص) سنت حجت دي. د دوي یو دلیل دا دی چې پیغمبر(ص) معصوم دی او خطا ترې نه کيږي. په پایله کې، هر هغه څه چې د هغه لخوا صادر شوي، معتبر دي او د هغه پیروي کول اړین دي. همداراز بل دلیل دا دی چې د قران کریم په ځینو آیتونو کې د پیغمبر(ص) د پیروي کولو امر شوی دی.

د شیعو له نظره امامان(ع) هم د پیغمبر(ص) په شان معصوم دي او له همدې امله د هغوي سنت هم حجت دی. پر دې عقلي دلیل سربیره، دوي په آیتونو او روایتونو سره هم دلیل راوړي؛ له هغو څخه یو د تطهیر آیت دی چې د اهل بیتو(ع) په عصمت او پاکۍ باندې دلالت کوي. همدارنګه د ثقلینو حدیث چې د اهل بیتو(ع) د پیروي امر کوي.

مفهوم پيژندنه او مقام

د مسلمانو پوهانو له نظره سنت د شرعي احکامو د ترلاسه کولو له منابعو څخه دی[۱] او په د اهل سنتو په مذهب کې ترې مراد د رسول الله(ص) وينا، عمل او تقریر(يه یو عمل باندې چې د هغوي په وړاندې وشي خاموش پاتی کیدل) دي[۲] او په شيعه کې د معصومینو علیهم السلام وينا، عمل او تقریر دی.[۳]. د محمد رضا مظفر له قوله د «سنت» د اصطلاح اصل هغه روایتونه دي چې له رسول الله(ص) څخه روایت شوي دي چې په هغه کې یې خپلو پیروانو ته د خپل سنت د پیروي امر کړی دی.[۴] د علماء کرامو په اند په شرعي احکامو د سنت د سرچینې په توګه د حجیت لرلو بحث د اصول فقه د علم په ډګر کې یوه مسله ده.[۵]

د «سنت» اصطلاح په فقهي ادبیاتو کې هم کارول کیږي، چې د هغې اصولي معنی (د شرعي احکامو د یوې سرچینې په توګه) لږ توپیر لري.[6] د بېلګې په توګه کله نا کله مستحب اعمال د واجبو اعمالو په مقابله کې ویل کیږي. د بېلګې په توګه، نافله لمونځونه چې مستحب دي، «سنت» بلل کېږي او واجب لمونځونه «فريضه» بلل کېږي.[۷] دا ځینې وختونه د بدعت په مقابله کې هم کارول کیږي. بدعت هغه څه ته وايي چې یو څیز په شريعت کې له ځانه داخل کړي په داسې حال کې چې حقيقت کې په شريعت کې نه وي.[۸]

د سنت او حدیث تر منځ توپیر

سنت یعني د رسول الله(ص) یا د معصوم(ع) قول، عمل او تقریر چې د احادیثو له لارې نقل کیږي.خو کله کله دوه اصطلاحات «سنت» او «حدیث» د یو بل پر ځای کارول کیږي.[۹]

د سنت اهمیت او اعتبار

له قرآن نه وروسته د ټولو مسلمانو فقهاوو له نظره د شرعي حکم د اخستلو لپاره تر ټولو معتبره سرچینه سنت ده.[10] په اسلامي فقه کې ډېر شرعي احکام او همدارنګه د ډېرو احکامو جزئيات چې په قرآن کې په کلي او مجمله توګه بیان شوي دي، د سنتو له لارې معلومېږي.[11] مسلمان عالمان په اسلام کې د سنتو اعتبار د دين له ضرورياتو څخه ګڼي.[۱۲] او وايي چې د سنتو له اعتباره انکار کول د دين له ضرورياتو څخه په یوه کې شک او انکار دی او په نتيجه کې له اسلام څخه د وتلو برابر دی.[۱۳] همدارنګ سنت د قرآن د پوهیدو لپاره کلید او کونجي ګڼل کیږي او باور لري چې د قرآن د پوهیدو لپاره سنت ته رجوع کول اړین دي.[۱۴]

د سنتو حدود

اسلامي مذهبونه په دې هکله اختلاف لري چې سنت کومو څیزونو ته شامل دی: د امامي شیعو په مذهب کې، معصوم امامان د خدای لخوا د پیغمبر له لارې ټاکل شوي ترڅو له پیغمبر څخه وروسته الهي فرمانونه بیان کړي، او دوی پخپله د الهی احکامو د تشریع حقیقي سرچینه دي.[۱۵] نو له همدې سببه دا مذهب د رسول الله(ص) پر سنتو سربېره د امامانو سنت هم حجت ګڼي دی او ورباندې عمل کوي.[۱۶]

د اهل سنتو په مذهب کې سنت یوازې د رسول الله(ص) وینا، عمل او تقریر دی.[۱۷] البته د دې مذهب ځينو علماوو لکه شاطبي د صحابه کرامو سنت هم حجت ګڼلی دی؛[۱۸] ځکه چې د دوي په اند د صحابه کرامو عمل د هغه روایتونو له مخې وو چې دوي ته ثابت شوی وو، خو مونږ ته نه و رسېدلی او یا د دوي د خپل اجتهاد له مخې و.[۱۹]

د مسلمانانو نور مذهبونه

د اَباضیه و زیدیه دوه فقهي مکتبونه دي د سني فقهې سره نږدې ګڼل شوي دي، چې د شرعي احکامو د راوباسلو لپاره په نبوي سنتو تکيه کوي.[20] اباضیه د نبوي سنتو ترڅنګ د صحابه کرامو قول او سیرت هم د سنت په توګه ګڼي.[۲۱] زیدیه هم د اهل بیتو د سنتو تر څنګ، د صحابه کرامو سنت د شرعي احکامو د یوې سرچینې په توګه ګڼي او ورباندې عمل کوي.[22]

ډولونه

سنت په درې ډوله ويشل شوی دی: عملي، قولي، او تقریر:[23]

عملي سنت

هغه عمل چې پیغمبر یا معصوم هغه د شرعي حکم په نیت ترسره کړی وي لکه اودس کول، لمونځ کول او حج کول هغه عملي سنت بلل کیږي [۲۴] د پېغمبراکرم او معصومینو ځینې کارونه لکه اشاره کول، ليکل کول او د یو کار پرېښودل هم د فعلي سنت برخه ګڼل کېږي.[۲۵]

په دې هکله چې د رسول الله(ص) او د معصومینو یو عمل څه رنګ په یو شرعي حکم دلالت کوي، ویل کیږي چې دوه حالتونه لري:

  • یو فعل چې د پېغمبر يا معصوم امام له لوري ترسره کیږي له ځينې شواهدو او قرائنو سره دى چې دا ښوونه کوي چې پېغمبر يا معصوم امام د یو شرعي حكم د بيانولو يا د عباداتو لكه لمونځ، اودس، حج او داسې نورو د ترسره كولو په حالت كې دى. همدارنګه له دې قرائنو(نښو نښانو) څخه څرګندیږي چې دا فعل واجب دی او که مستحب دی او که بل ډول.[۲۶]
  • هغه فعل چې د پیغمبر یا معصوم امام لخوا صادر شوی وي خو ورسره کومه قرینه او نښه نیشته چې دا ترې معلومه شي[27] چې دا په کوم حکم دلالت کوي نو دلته درې څو نظرونه دي:[28] ځینې وايي چې دا د دې عمل په واجب شونې باندې دلالت کوي،[29] نور په دې باور دي چې دا د هغې مستحب شونه ښيي.[30] او نور په دې باور دي چې له هغو څخه هیڅ یو ته اشاره نه کوي او یوازې په دې پوهیږو چې دا کار زموږ لپاره روا دی یعنی مباح او جایز دی.[۳۱]

همدارنګه اصولیانو ويلي دي چې که له پېغمبر او يا معصوم امامه سو کار صادر شي خو داسې قرینه او اشاره ورسره وي چې معلومه شي دا عمل د پېغمبر او يا معصوم امام لپاره مخصوص دى، لکه د رسول الله لپاره د تهجد واجبیدل. نو دا عمل د نورو مسلمانانو لپاره حجت نه دی؛[۳۲] خو که د پېغمبر او یا د امام معصوم له خوا صادر شوی عمل کې داسې قرینه نه وي چې دا کار له دوي سره خاص دی که ټول مسلمانان پکې شامل ډي نو د ټولو مسلمانانو لپاره د دې عمل په حجیت کې اختلاف دی.[33] ځينې په دې اند دي چې دا ډول عمل يوازې د هغوي لپاره خاص دى او ځينو نورو ويلي چې د ټولو مسلمانانو لپاره حجت دى او ټول ورباندې عمل کولى شي.[۳۴]


قولي سنت

د پېغمبراکرم او ټولو امامانو وينا ته قولي سنت وايي.[۳۵] د سنتو لویه برخه د پیغمبر(ص) او د معصومو امامانو خبرې او اقوال دي.[۳۶]

تقریري سنت

اصلي مقاله: د معصوم تقریر د پېغمبر او معصومینو تقریر دې ته وايي چې د هغو خبرو او چلند په وړاندې چې د دوي په حضور كې ترسره کیږي هغوي ورباندې خاموش پاتی شي.[۳۷] ویل کیږي چې د معصوم تقریر په ځینو شرایطو سره د هغوي په وړاندې د یو عمل شوي چلند یا شوی وینا د جواز یا سموالي معنی لري؛[38] په دې دلیل سره چې معصوم دا دنده لري چط که د هغه وړاندې بد عمل ترسره شي نو خاموش پاتی نه شي او ناپوهه کس ته سمه لاره وښايي.[۳۹]

د سنت د اعتبار او حجیت دلیلونه

مسلمانو علماوو د رسول الله(ص) د سنتو د حجیت لپاره قرآن، اجماع او عقلي دلایل وړاندې کړي دي. په دې برخه کې د قرانکریم د آیتونو څخه هغه آیتونه دي چې د پیغمبر د اطاعت په مسلمانانو باندې واجب ګڼي.[40] د اجماع په اړه ویلای شو چې ټولې مسلمانې فرقې د رسول الله(ص) د قول، عمل او تقریر په حجیت باندې متفق دي.[۴۱] او عقلي دلیل په دا رنګ دی: په علم کلام کې دا ثابته شوې ده چې پیغمبر(ص) له ګناه او خطا او غفلته پاک دی نو د هغه خبرې، عمل او تقرير حجت دي او د باور وړ دي.[42]

د پيغمبر(ص) د سنتو د حجيت لپاره د دغو دلائلو ترڅنګ، شيعه عالمان له قرآن، د پيغمبر له سنتو او عقل سره د امامانو د سنتو د حجيت د ثابتولو لپاره هم دليلونه وړاندې کوي:[۴۳]

  • قرآن: د تطهیر د آيت او د اولی الامر آيت له مخې امامان عصمت لري نو د هغوى سنت هم د باور وړ دی او د هغوي پيروي کول ضروري دي.[۴۴]
  • د پیغمبر(ص) سنت: د ثقلین د حدیث پر بنسټ چې له رسول الله(ص) څخه په متواتره توګه روایت شوی دی، له ګمراهۍ څخه د بچکیدو لپاره د قرآن او اهل بیت(ع) په ګډه پیروي کولو امر شوی دی.[۴۵]
  • عقل: د پیغمبر(ص) د سنتو د حجیت اصلي ملاک د هغه عصمت دی. له بلې خوا په علم کلام کې کې ثابته شوې ده چې اهل بیت(ع) هم د پیغمبر(ص) په شان معصوم دي. نو د هغوی سنت هم حجت دی.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آخوند خراسانی، محمدکاظم، کفایة الاصول، قم، مجمع الفکر الاسلامی، چاپ هفتم، ۱۴۳۷ق.
  • ابوزهره، محمد، اصول الفقه، دمشق، دار الفکر العربی، بی‌تا.
  • ابوزهره، محمد، الامام زید، قاهره، دار الفکر العربی، ۱۴۲۵ق.
  • ابن‌نجار، محمد بن احمد، مختصر التحریر شرح الکواکب المنیر، بی‌جا، نشر عبیکان، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
  • بحرانی، محمد صنقور، المعجم الاصولی، قم، انتشارات عترت، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • جیزانی، محمد بن حسین، معالم اصول الفقه عند اهل السنة و الجماعة، ریاض، دار ابن الجوزی، چاپ هفتم، ۱۴۲۹ق.
  • حارثی، سالم، العقود الفضیه فی اصول الاباضیة، عمان، بی‌نا، بی‌تا.
  • حکیم، سید محمدتقی، الاصول العامه للفقه المقارن، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۹۷۹م.
  • خضری بک، محمد، اصول الفقه، مصر، المکتبة التجاریة الکبری، ۱۳۸۹ق.
  • زحیلی، وهبه، اصول الفقه الاسلامی، دمشق، دار الفکر، ۱۴۰۶ق.
  • زرقا، مصطفی احمد، المدخل الفقهی العام، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۸ق.
  • شاطبی، ابراهیم بن موسی، الموافقات، بی‌جا، انتشارات دار ابن عفان، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • شوکانی، محمد بن علی، ارشاد الفحول الی تحقیق الحق من علم الاصول، دمشق، دار الکتب العربی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • شیروانی، علی، تحریر اصول فقه، قم، دارالعلم، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • ضیائی، علی اکبر، فقه اباضی، تهران، انتشارات بین المللی امین، بی‌تا.
  • مالک بن انس، الموطأ، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۶ق.
  • مظفر، محمدرضا، اصول الفقه، قم، نشر دانش اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • میرزای قمی، سید ابوالقاسم، القوانین المحکمة فی الاصول، قم، احیاء الکتب الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۳۰ق.
  • نمله، عبدالکریم بن علی، المهذب فی علم أصول الفقه المقارن، ریاض، دار النشر، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • هاشمی گلپایگانی، سید هاشم، مباحث الالفاظ: تقریرات درس اصول آیت‌الله سیستانی، قم، اسماعیلیان، چاپ اول، ۱۴۴۱ق.