منځپانگې ته ورتلل

موږ د امام حسین ملت یو

د wikishia لخوا
موږ د امام حسین ملت یو جمله چی د تهران په ولی عصر چوک کې لیکل شوی، محرم ۱۴۴۲ هجري ق

موږ د امام حسین ملت یو یو ټولیزه (ګډ) خوځښت یا کمپاین و، چې د ۱۴۴۲هـ ق د محرم په لسیزه کې، د ۱۳۹۹هـ ش د وږي/سنبله په میاشت کې په ایران کې پیل شو.[۱] دا جمله د شهید قاسم سلیماني له یوې وینا څخه اخیستل شوې ده.[۲] قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان و،[۳] او همداراز د ایران او عراق د جګړې له وتلو قومندانانو څخه شمېرل کېده،[۴] چې په ۱۳۹۸هـ ش د مرغومي په میاشت کې، د امریکا د پوځ له خوا په عراق کې ترور شو.

دا خوځښت د شهید حاج قاسم سلیماني د آثارو د ساتنې او خپراوي بنسټ له خوا پیل شو.[۵] په دې کمپاین کې له خلکو غوښتنه شوې وه چې د محرم د ماتم مراسم دې د «موږ د امام حسین ملت یو» تر شعار لاندې ترسره کړي، او خپلې مرستې دې په همدې شعار سره هغو خلکو ته ورسوي، چې بې وزله دي یا د کرونا له ناروغۍ زیانمن شوي دي.[۶]

د همدې مناسبت لپاره، دا جمله «موږ د امام حسین ملت یو» د تهران په ولی‌عصر چوک کې پر یوه دیوال‌نښانه د وال‌پینټنګ (انځور) په شکل لیکل شوې وه.[۷] په بېلابېلو ایراني ښارونو کې هم، د محرم په مناسبت دا ډول پروګرامونه تر سره شول؛ لکه د صلواتي (وړیا) څښاک او خواړو تمځایونه، پر موټرو لیکنې[۸]، یا د «موږ د امام حسین ملت یو» تر شعار لاندې بیرغونو وېش.[۹] کیهان ورځپاڼې د ۱۳۹۹هـ ل د وږي پر ۶مه، د «موږ د امام حسین ملت یو» تر عنوان لاندې د محرم د ماتمي دستورو په اړه یوه تحلیلي راپور خپور کړ.[۱۰]

فوټ نوټ

سرچينې