Jump to content

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوګو

د اسلاي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک یا سپاه قدس، چې د اسلامي انقلاب ګارډ پورې تړلی دی، د دې ادارې د بهرنیو چارو مسئولیت په غاړه لري. قدس ځواک په ۱۳۶۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي په امر جوړ شو.

احمد وحیدي د قدس ځواک لومړی قوماندان و چې اوه کاله یې دغه دنده په غاړه درلوده. په ۱۳۷۶ کال کې قاسم سلیماني، د ایران د رهبر له خوا د قدس ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو او په ۱۳۹۸ کال کې، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې په برید کې شهید شو او اسماعیل قاآني د دې ځواک د قوماندان په توګه وټاکل شو.

له هېواده په بهر کې مشورتي او پوځي شتون، د سیمې په هېوادونو کې د شیعه ځایونو او نښانونو ساتنه لکه د امامانو(ع) د حرمونو او د مقاومت د ډلو تنظیمول لکه په لبنان کې حزب الله او په عراق کې د حشد الشعبي، د قدس ځواک له مهمو فعالیتونه څخه وو. د دغه ځواک د مشورتي او پوځي فعالیتونو یوه برخه، په عراق او سوریه کې د داعش او تکفیري ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره حاضریدل وو.

قدس ځواک د فلسطین له مقاومت څخه هم ملاتړ کوي او د فلسطین د مقاومت ډلې یې په پرمختللو وسلو سمبال کړی څو د اسرائیلو پر وړاندې ودریدی شي.

تاریخ او تأسیس څرنګوالی

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قدس ځواک چې د قدس ځواک په نوم یادیږي، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له پنځو ځواکونو څخه[یادونه 1] یو ځواک دی.[1] قدس ځواک په ۱۳۶۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوهم رهبر، سید علي خامنه اي په حکم سره، د سپاه ځواکونو سره ورزیات شو.[2]

ویل شوي چې د سپاه قدس د ځواک د فعالیت تاریخ د رمضان کمپ او بدر لوا ته ورګرځي.[3] رمضان کمپ د سپاه پاسدارانو لومړنۍ ځواک و چې په 1362 کې د مرتضی رضایی تر قوماندې لاندې د سرحدونو څخه بهر د عملیاتو د ترسره کولو لپاره تاسیس شو.[۴] په هرصورت، ځینو د سپاه پاسداران قدس ځواک د جوړښت اصل د آزادۍ د غورځنګونو یو واحد ګڼلی دی.[5]

ایت الله خامنه ای د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې په ۲۷ د جمعې د لمانځه په خطبو کې د سپاه پاسداران قدس ځواک د بې سرحده جنګیالیو په توګه معرفي کړ چې هر چرته اړتیا وي هلته به حاضریږي او په خپل ټول توان سره د نورو ملتونو او په سیمه کې د کمزورو خلکو مرسته به کوي او د ایران له هېواد څخه به د جګړې، ترور او بربادۍ سیوري لیرې کوي.[۶]

قوماندانان

همدارنګ وګورئ: قاسم سلیماني

احمد وحیدي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک لومړۍ قومندان و، چې له ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۶ پورې یې ۷ کاله د دې ځواک قومانداني په غاړه درلوده.[۷] په ۱۳۷۶ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي له خوا، قاسم سلیماني د قدس ځواک د دوهم قوماندان په توګه، د دغه ځواک د قوماندې لپاره وټاکل شو.[۸] د ډونلډ ټرمپ په مستقیم امر، د 1398 کال د مرغومې په ۱۳ مه، قاسم سلیماني سره د ابو مهدي المهندس د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې شهیدان شول.[۹] له دغې پېښې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر، اسماعیل قاآني د قدس ځواکونو د نوي قوماندان په توګه وټاکه.[۱۰]

فعالیتونه

د سپاه قدس ځینې فعالیتونه په دا ډول دي:

په سیمه چې د مقاومت د مرکزونو تنظیمول

په سیمه کې د بحرانونو د مدیریت په برخه کې د سپاه پاسداران قدس ځواک یو له مهمو فعالیتونو څخه په لبنان کې د حزب الله، په عراق کې د حشد الشعبي، په افغانستان کې د لشکر فاطمیون او په یمن کې د انصارالله د ځواکونو په څیر د مقاومتي ډلو جوړول، تنظیم او تقویه کول دي.[11] د دغو ډلو ګډ هدف د امریکې او اسرائیلو او د هغوی د پلانونو پر ضد جګړه ده.[۱۲] ایت الله خامنه اي په ټوله نړۍ کې د حزب الله د عامو خلکو د مرکزونو جوړول د امام خمیني له ارمانونو څخه ګڼلي، چې اوس د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ماموریت په توګه تعریف او عملي شوي دي.[13]

په بیلا بیلو هېوادونو کې مشورتي او پوځي حضور

د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو له مهمو فعالیتونو څخه په سیمه ایزو بحرانونو کې مشورتي او نظامي حضور دی.[14] د سیمې په هیوادونو کې د قدس ځواک ځینې شتونونه او فعالیتونه په لاندې ډول دي:

  • په بوسنیا کې فعالیت

د سپاه قدس لومړۍ رسمي حضور د اروپا د مسلمانانو په ملاتړ کې، د بوسنیا له جګړې سره تړاو لري.[۱۵] په بوسنیا او هرزیګوینا کې د کورنۍ جګړې په جریان کې، چې د صربانو، بوسنیانو او کرواتو ترمنځ وې،[16] د قدس ځواک د بوسنیایي مسلمانانو سره د مرستې لپاره ګمارل شوی ځکه چې هغو مسلمانانو نظامي ځواک نه درلود.[17]

  • په افغانستان کې فعالیت

د ۱۹۸۰م کار په لومړۍ لسیزې کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته په افغانستان کې د قدس ځواک حضور له پولو بهر د قدس ځواک له نورو فعالیتونو څخه ګڼل کیږي.[۱۸] په افغانستان کې د سپاه قدس ځواک له لومړنیو کارونو څخه یوه د احزاب هشتګانه په نوم د شیعه مجاهدو ډلو جوړول وو، چې وروسته د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند سره یې اتحاد وکړ او همدارنګ د افغانستان له اسلامي جمعیت سره یې هم همکاري کوله چې د برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود په مشرۍ کې وو.[۱۹]

  • 33 ورځنې جنګ

په ۲۰۰۶م کال کې د اسرایلو او لبنان د حزب الله تر منځ ۳۳ ورځنۍ جګړه وه[۲۰] او ویل کیږي چې د هغه مهال د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني ۳۳ ورځې د عملیاتو په خونه کې او د حزب الله د قومندانانو ترڅنګ موجود و.[21] هغه په ​​یوه مرکه کښې وویل له حزب الله سره په ۳۳ ورځنی جنګ کښې د معنوي، مادي، وسلو، تجهیزاتو او رسنیزو مرستې د ایران د اسلامی جمهوریت د رهبرۍ او نورو چارواکو غوښته ګڼلې ده.[۲۲]

  • په عراق او سوریه کې داعش سره مقابله
قاسم سلیماني؛ د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان له ۱۳۷۶لمریز کال تر ۱۳۹۸لمریز.

په عراق او سوریه کې د داعش او تکفیری ډلو پر وړاندې مبارزه د سپاه پاسداران قدس ځواک یو له مهمو فعالیتونو څخه ګڼل شوي دي.[23] دا فعالیتونه د مشورتي مرستو، د عملیاتو نقشه جوړولو او قوماندې کولو او پوځي عملیاتو په بڼه وو.[۲۴]

  • په یمن کې حاضریدل

په یمن کې د قدس ځواک د شتون په اړه بېلابېل خبرونه دي. د سعودي ایتلاف رسنۍ په ۲۰۱۴م کال کې د یمن له انقلاب وروسته په یمن کې د قدس ځواکونو د ځینو اجنټانو او قوماندانانو د شتون ادعا کوي.[۲۵] د دغو رسنیو په وینا، د سپاه پاسداران قدس ځواک ځینې کارمندان په یمن کې وو چې د انصارالله ځواکونو ته یې له ایران څخه د توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او پوځي وسلو د ملاتړ، جوړولو او انتقال مسولیت په غاړه درلود.[۲۶] له بلې خوا، د سپاه پاسداران د قدس ځواک اقتصادي مرستیال رستم قاسمي په ۲۰۱۹ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک په یمن کې شتون نه لري.[۲۷]

د فلسطین د مقاومت د ډلو ملاتړ او مزبوتیا

قدس ځواک د فلسطیني مقاومت مرسته او ملاتړ کوي. د حماس د یوه مشر په وینا، قاسم سلیماني په قدس ځواک کې د خپلې قوماندې پرمهال، حماس د اسراییلو په وړاندې په پرمختللو وسلو سمبال کړی دی.[۲۸] د ایران رهبر ایت الله خامنه اي هم ویلي دي: قاسم سلیماني د امریکایانو په وړاندې چې غوښتل یې فلسطینیان په یوه کمزوري حالت کې وساتي تر څو د جګړې تونه ونه لري، د هغوي لاس ډک کړ؛ هغه داسې کار وکړ چې مقاومت دا توان پیدا کړ چې د غزې د تړانګې په شان یوه وړه سیمه د صهیونیسټ رژیم په وړاندې، له خپلو ټولو ادعاګانو سره، ودریږي.[۲۹] د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په میاشت کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومی منشی زیاد النَخاله، آیت الله خامنه اي ته په یوه لیک کې د اسلامي جمهوري د ملاتړ او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ په دولس ورځنۍ جګړه کې د قدس ځواک او د هغه د قوماندان اسماعیل قاآنی، د رول له امله مننه وکړه.[۳۰] همدارنګه د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني هم د دغه ځواک له خوا د هغوي ملاتړ اعلان کړ.[۳۱]

د امامانو(ع) د حرم ساتنه او دفاع

ویل شوي چې د سپاه پاسداران قدس ځواک له کړنو څخه یو خاص کار په عراق او سوریه کې د داعش او تکفیري ډلو د ګواښونو او بریدونو په وړاندې د شیعه امامانو د زیارتونو ساتنه وه.[۳۲] په همدې لړ کې په سامرا باندې د داعش د حملې تمبول یو له دغو اقداماتو څخه ګڼل کیږي چې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۱۵ نیټه داعش د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) د زیارتونو د نیولو او ویجاړولو په هدف د سامرا په ښار باندې پراخ برید شورو وکړ او د دغه ښار ځینې سیمې یې ونیولې،[۳۳] د قدس ځواک د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې او د مقاومت د ډلو او عراقي پوځ په هماهنګۍ او همکارۍ سره وتوانید چې دغه بریدونه په شا وتمبوي.[۳۴]

د مقاومت چورلیز ډلې
شمېر نوم جوړېدل جوړوونکی تکړه شخصیتونه مشر مذهب زېږنځای علامت رسنیز
۱ امل غورځنګ ۱۳۵۳ل امام موسی صدر مصطفی چمران نبیه بری شیعه لبنان وسط NBN ټیلي ویژن
۲ د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ ۱۳۶۰ل فتحی شقاقی رمضان عبدالله
حسام ابوهَربید
زیاد نَخاله اهل سنت غزه وسط د فلسطین الیوم چینل
۳ د لبنان حزب الله ۱۳۶۱ل سید عباس موسوی
سید حسن نصرالله
نعیم قاسم شیعه لبنان وسط المنار چینل
۴ بدر تنظیم ۱۳۶۴ل عدنان ابراهیم
ابومهدي المهندس
هادي العامري شیعه عراق وسط الغدیر چینل
۵ حَماس
(حركة المقاومة الاسلامية)
۱۳۶۶ش شیخ احمد یاسین عبدالعزیز رنتیسی
اسماعیل هنیه
یحیی سنوار
د حماس موقته کمیټه اهل سنت فلسطین وسط
۶ سپاه قدس ۱۳۶۹ل سید علي خامنه اي احمد وحیدي
قاسم سلیماني
اسماعیل قاآني شیعه ایران وسط
۷ د یمن انصارالله ۱۳۶۹ل حسین الحوثي بدرالدین الحوثي عبدالملک الحوثي زیدیه یمن وسط المسیره چینل
۸ د عراق کتائب حزب الله ۱۳۸۲ل ابومهدي المهندس ابوحسین حمیداوي
ابوباقر الساعدی
ارکان العلاوي
احمد محسن فرح الحمیداوي شیعه عراق وسط الاتجاه چینل
۹ د عراق کتائب سیدالشهداء ۱۳۸۲ل ابومصطفی خزعلي
حاج ابوسیف
ابوآلاء الولائي شیعه عراق وسط
۱۰ عصائب اهل الحق ۱۳۸۳ل قیس الخزعلي عبدالهادي الدراجي
محمد البهادلي
قیس الخزعلي شیعه عراق وسط العهد چینل
۱۱ د نجباء اسلامي مقاومت ۱۳۸۳ل اکرم الکعبي ابوعیسی اقلیم
مشتاق کاظم الحواري
اکرم الکعبي شیعه عراق وسط
۱۲ زینبیون لښکر ۱۳۹۲ل د پاکستاني شیعیانو یوه ډله زینت‌علي جعفري
عقید مالک
مطهر حسین
شیعه پاکستان وسط
۱۳ فاطمیون لښکر ۱۳۹۲ل د افغانستاني جنګیالیو یوه ډله علیرضا توسلی
سید محمدحسن حسینی
سید احمد سادات
شیعه افغانستان وسط
۱۴ حشد شعبي ۱۳۹۳ل هادي عامري
ابومهدي المهندس
فالح فیاض شیعه عراق وسط


فوټ نوټ

سرچينې