نشوز

د wikishia لخوا
دا مقاله د نشوز مفهوم په اړه ده. په قرآن کې د نشوز په اړه د زده کړې لپاره، د نشوز آیات مدخل وګورئ.
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

نُشوز د مېړه یا مېرمن په وړاندې له شرعي دندو سرغړونه. د فقیهانو په فتوا سړي ته ځان نه ورکول او بې دلیله ترش رویی او تندی تریوول، د ښځو د نشوز نښې او د نفقې نه ورکول او د ښځې ځورول د سړو د نشوز نښې دي. په فقهي کتابونو کې، زیاتره د ښځو د نشوز په اړه بحث شوی دی.

د ښځې د نشوز په بڼه کې پر مېړه د نفقې (خرچې) ورکول واجب نه دي. د فقیهانو په نظر، مېړه باید اول ناشزه ښځې ته نصیحت وکړي او که ګټه یې ونه کړه، بستره دې ترې جدا کړي او که بیا یې هم اثر ونه کړ بدني سزا دې ورکړي. که نشوز د سړی له خوا وي ښځه باید اول هغه ته نصیحت وکړي او خپل حقوق ترې وغواړي او که اثر یې نه درلود شرعي حاکم ته دې مراجعه وکړي.

فقهي تعریف او په شرعې کې یې حیثیت

نشوز په فقه کې یوه اصطلاح ده چې مطلب یې دی د ښځې یا مېړه په وړاندې له شرعي دندو سرغړونه.[۱] سړي ته د ښځې تمکین نه کول (ځان نه ورکول )[۲] او د سړي له خوا یې د نفقې نه ورکول د نشوز له بېلګو دي.[۳]

هغه ښځې ته چې د مېړه په وړاندې له ازدواجي دندو سرغړونه وکړي «ناشزه» ویل کیږی او کوم سړی چې د ښځې په وړاندې له ازدواجي فرایضو ډډه وکړي «ناشز» بلل کیږی.[۴]

د نشوز او احکامو یې د فقهي کتابونو په نکاح باب کې خبرې کیږي.[۵] البته په فقهي کتابونو کې، زیاتره، د ښځې د نشوز احکام بیان شوې دي.[۶]

د ښځې د نشوز نښې

ځينې څیزونه چې فقیهانو د ښځو د نشوز نښه ګڼلې په دې ډول دي:

  • تمکین نه کول: یعنې د مېړه د مشروعو جنسي غوښتنو نه پوره کول[۷]
  • په مېړه کې دلچسپي نه ښودل او ورسره په تریو تندي اوسېدل.[۸]
  • د ظاهري صفایۍ او سینګار خیال نه ساتل، تر دې حده چې له ښځې له خوند اخستلو سره غږملتیا ونه لري.[۹]
  • د مېړه له اجازې او اطلاع پرته له کوره وتل.[۱۰]

د سړي د نشوز نښې

فقیهانو د سړي د نشوز نښې داسې بیان کړې دي:

  • د نفقې له ورکولو ډډه کول.[۱۱]
  • بې دلیله د ښځې وهل او ځورول[۱۲]
  • د قَسْم ( د مېرمنو تر مینځ د شپو د تقسیم) د حق خیال نه ساتل، که سړی څو ښځې ولري.[۱۳]

د یو بل د نشوز په وړاندې د ښځې او مېړه دندې

د فقیهانو په فتوا که ښځه ناشزه وي سړی باید اول هغه نصیحت کړي که ګټه یې ونه کړه په بسترې کې دې ورته شا کړي او یا دې ترې بستره جدا کړي او که بیا یې هم فایده نه کوله بدني سزا دې ورکړي.[۱۴] او که نشوز د سړي له خوا وي، ښځه باید سړي ته نصیحت وکړي او خپل حقوق ترې وغواړي او که اثر یې نه درلود، شرعي حاکم ته دې مراجعه وکړي.[۱۵]

د نشوز نور احکام

د نشوز ځینې نور احکام دا دي:

  • که ښځه ناشزه وي، پر میړه د نفقې ورکول واجب نه دي.[۱۶]
  • که سړی نشوز ولري، ښځه حق نه لري د هغه په وړاندې خپل ازدواجي فرایض پرېږدي[۱۷] یا بدني سزا ورکړي.[۱۸]
  • د ښځې بدني سزا باید درنه نه وي او د ماتېدو، ژوبلېدو او د بدن د شین کېدو سبب نه شي.[۱۹]
  • د هغو کارونو له کولو چې په ښځه واجب نه دي، لکه اخلی پخلی، ګنډل، او د کور صفایي د ښځې ډډه کول، د نشوز نښې نه دي.[۲۰]
  • په ضروري اندازه د شرعي احکامو او اعتقادي معارفو د زده کولو لپاره.[۲۱] یا د ناروغۍ د علاج لپاره، په هغه بڼه کې چې په کور کې یې د درملنې امکان نه وی.[۲۲] یا له ځاني ، مالي او ناموسي تاوانونو د تېښتې لپاره بې د مېړه له اجازې له کوره د ښځې وتل نشوز نه ګڼل کیږي.[۲۳]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. شهیدثانی، الروضة البهیة، ۱۳۸۶ق، ج۵، ص۴۲۷؛ محقق حلی، مختصرالنافع، ۱۴۱۰ق، ص۱۹۱.
  2. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۳۸۶ق، ج۵، ص۴۲۷.
  3. خویی، منهاج الصالحین، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج۲، ص۲۸۹.
  4. مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۱۹.
  5. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۳۸۶ق، ج۵، ص۴۲۷.
  6. بېلګه په توګه وګورئ: نجفی،جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۲۰۰-۲۰۹.
  7. فاضل هندی، کشف‌اللثام، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۵۲۴؛ صافی گلپایگانی، هدایةالعباد، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۷۴.
  8. شهید اول، اللمعة الدمشقیة، دارالفکر، ص۱۷۴.
  9. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۲۰۵؛ امام خینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۳۰۵.
  10. فاضل هندی، کشف‌اللثام، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۵۲۴.
  11. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۲۰۷.
  12. بحرانی، حدائق‌الناضره، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۲۴، ص۶۱۴.
  13. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۱۹۵.
  14. بېلګه په توګه وګورئ: محقق اردبیلی، زبدةالبیان، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ص۵۳۷.
  15. شهید ثانی، روضة البهیة، ۱۳۸۶ق، ج۵، ص۴۲۹.
  16. فاضل هندی، کشف‌اللثام، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۵۲۴؛ فاضل هندی، کشف‌اللثام، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۵۷۶.
  17. خوانساری، جامع‌المدارک، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۴۳۳.
  18. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۲۰۷.
  19. مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ص۲۱۹.
  20. امام خمینی، تحریرالوسیلة، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۳۰۵.
  21. فاضل لنکرانی، جامع‌المسائل، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۳۱.
  22. مکارم شیرازی، احکام خانواده، ۱۳۸۹ش، ص۲۱۰.
  23. فاضل لنکرانی، جامع‌المسائل، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۳۱.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیلة، نجف، دار الکتب العلمیة۱۳۹۰ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، حدائق الناظرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • خوانساری، سید احمد، جامع‌المدارک فی شرح مختصر النافع، تهران، مکتبة الصدوق، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، نجف، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، بی‌تا.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة، بیروت، دارالتراث، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، نجف، منشورات جامعة النجف الدینیة، ۱۳۸۶ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، هدایةالعباد، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۱۶ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، جامع‌المسائل، قم، انتشارات امیر، چاپ یازدهم، ۱۳۸۳ش.
  • فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف‌اللثام و الابهام عن قواعدالاحکام، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، مختصرالنافع، تهران، قسم الدراسات الإسلامیة فی مؤسسة البعثة، چاپ سوم، ۱۴۱۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، احکام خانواده، قم، امام علی بن ابی‌طالب علیه‌السلام، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.