هجري قمري کال

د wikishia لخوا

هجري قمري کال د سپوږمۍ د څرخیدو په بنیاد حسابیږي او مسلمانان خپل عبادي عملونه او مذهبي مناسبتونه د دغه کال په بنیاد ترسره کوي.

د هجري قمري کال سرچینه له مکې نه مدینې ته د پیغمبر اکرم(ص) هجرت دی چې په ۶۲۲ میلادي کال کښې وشه. د یو مشهور قول له مخې، هجري قمري کال د عمر بن خطاب د خلافت په دوران کښې د امام علي علیه السلام په وړاندیز د مسلمانانو د کلونو د شمیر په توګه وټاکل شو.

هجري قمري کال ۳۵۴ یا ۳۵۵ ورځې لري او له شمسي او میلادي کال نه لس یا یوولس ورځې وړوکی دی. دا کال د محرم په میاشتې پیلیږي او د ذی الحجې یا لوې اختر په میاشتې پاې ته رسي. د ځینو روایتونو له مخې، د رمضان میاشته د قمری کال اوله میاشت ده او په دې وجه د دعاګانو په ځینو کتابونو کښې د قمري کال پیلیدل د رمضان په میاشتې پیلیږي او د شعبان په میاشت ختمیږي. د اوومې پیړۍ مشهور شیعه محدث سید بن طاووس احتمال ورکړی دی چې د رمضان میاشته د عبادي کال پیل دی او د محرم میاشت د مناسبتي کال ابتدا ده.

د قمري کال د میاشتو نومونه په ترتیب سره داسې دي: محرم، صفر، ربیع الاول، ربیع الثاني، جمادي الاول، جمادي الثاني، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذي‌القعده او ذی‌الحجه.

پښتو کې: «د امامانو میاشت، صفره، وړومبۍ خور، دویمه خور، دریمه خور، څلورمه خور، بزرګه، شوقدر یا برات، روژه، وړوکی اختر، میانه او لوې اختر.

موقعیت او اهمیت

قمري یا سپوږمیز کال هغه کال دی چې د قمر (سپوږمۍ) د څرخیدو په بنیاد حسابیږي او له دې امله چې سرچینه یې په ۶۲۲عیسوي کال کښې د پیغمبراکرم(ص) هجرت و، هجري قمري کال نومول شوی دی.[۱] مسلمانان خپل دیني عملونه د هجري قمري کال په بنیاد ترسره کوي او په دې وجه هجري قمري کال هیندارې ته اسلامي کال هینداره هم ویل کیږي.[۲]

هجري قمري کال د وړومبي نړیوال جنګ(۱۹۱۴-۱۹/*-۱۸م) نه تر مخکښې پورې په اسلامي هیوادونو کښې رسمي تاریخي سرچینه وه او پیښې به د هغه په بنیاد ثبت کیدلې.[۳] په ایران کښې په فارسي میاشتو د هغو د بدلیدو قانون په پهلوي پړاؤ کښې د ۱۳۰۴هجري لمریز کال د وري میاشتې په ۱۱ نیټه تصویب شو او د قمري تاریخ ځاې شو  په رسمي توګه شمسي یا لمریز تاریخ ته ورکړی شو.[۴] هم داشان په افغانستان کښې په ۱۳۰۱لمریز کال کښې د قمري تاریخ ځاې لمریز تاریخ واخیسته.[۵] په سعودي عربستان کښې له ۱۴۳۹قمري/۱۳۹۶شمسي څخه د قمري تاریخ ځاې میلادي یا عیسوي تاریخ ته ورکړی شوی دی.[۶]

علامه تهراني په رساله نوین کښې د سوره توبه ۷۳ آیت [یادداشت ۱] کارولی دی چې قمري کلونه د اسلام او قرآن د تایید وړ کلونه دي او د قمري او شمسي کلونو د بیلولو نظریه او په عبادي کارونو کښې د قمري کلونو کارول او د ژوند په نورو چارو کښې د لمریزو کلونو کارول یې ناسم بللي دي او دا کار یې د قرآن او د پیغمبر د سنتو د څرګند حکم او د پاکو امامانو او د اسلام د علماؤ د سیرت او حتی د ټولو مسلمانانو د ریښتونې طریقې مخالفت بللی دی هغه یې هم داشان له سیاست نه د دیني د بیلیدو لامل بللی او باوري دی چې په دې کار سره به له تیر نسل سره د اوسني نسل علمي اړیکه غوڅه شي ځکه چې د اسلام له پیل نه تراوسه پورې اسلام د تفسیرونو او حدیثونو او تاریخ په ټولو کتابونو کښې د پيښو او حادثو نیټې د قمري کلونو او قمري میاشتو په بنیاد راغلې دي. هغه هم داشان دا بیلتون په دنیا کښې د مسلمانانو د یووالي د ختمیدو سبب بللی او باوري دی چې ټول مسلمانان باید قمري تاریخ خپل بنیاد وګرځوي او که په هغوي کښې هر یو ځان ته یوه بیله لاره غوره کړي او لمریز تاریخ کښې هغه هجري وی او که عیسوي او یا زرتشتي یا کورشي وغیره خپل کړي نو د پیغمبر اکرم(ص) د طریقې په مخالفې لارې ځي او د مسلمانو ټولنو د تفرقې او د هغوي د سترتوب د خرابیدو سبب کیږي.[۷]

د هجري قمري کال سرچینه

د تاریخي رپورټونو له مخې د هجري قمري تاریخ سرچینه، له مکې نه مدینې ته د اسلام د ګرانقدره پیغمبر د هجرت کال دی، خو په دې هکله چې دغه فیصله په کوم پړاؤ کښې وشوه، رپورټونه مختلف دي، د ځینو رپورټونو له مخې د اسلامي تاریخ د سرچینې په توګه مدینې ته د پیغمبر د هجرت ټاکل، په ۱۷ یا ۱۸ قمري کال کښې د عمر بن خطاب د خلافت په پړاؤ کښې ترسره شوي دي.[۸] د تاریخي رپورټونو په بنیاد، ابو موسی اشعري عمر بن خطاب ته په یو لیک کښې د یو منسجم او کوټلي تاریخ د نشتوالي ګیله وکړه ځکه چې د دویم خلیفه له خوا به ورته لیکونه ورتلل او د تاریخ د نه ذکر کیدو په وجه به نه پوهیده چې وړومبنې لیک کوم یو دی او ورپسې او وروستۍ کوم یو.[۹] په دې وجه عمر بن خطاب د اسلامي تاریخ د ټاکلو لپاره یوه شورا جوړه کړه[۱۰] چې په دې دغې شورا کښې د پیغمبر مبعث، وفات او هجرت د اسلامي تاریخ د سرچینې په توګه مطرح شول[۱۱] او د امام علي علیه السلام وړاندیز چې له مکې نه مدینې ته د پیغمبر اکرم(ص) هجرت و، ومنل شو او د اسلام د تاریخ سرچینه شوه.[۱۲]

د ځینو نورو رپورټونو له مخې، مدینې ته له هجرت وروسته د پیغمبر(ص) په حکم، هجرت د اسلامي تاریخ سرچینه وګرځیدله.[۱۳] د شیعه فقیه، متکلم او تاریخ لیکونکي جعفر سبحاني په وینا، په قمري تاریخ سره د پیغمبر د زمانې ځیني لیکونه موجود دي چې په کښې د پنځم هجري قمري کال په تاریخ سره د پیغمبر او د نجران د نصاراؤ ترمینځ صلح نامه[۱۴] او د نهم هجري قمري کال په تاریخ سره د حضرت علي(ع) په املا سره سلمان فارسي ته د پیغمبر(ص) وصیت موجود دی.[۱۵]

د قمري کال د پیلیدو میاشت

قمري کال د محرم په میاشتې سره پیلیږي او د ذي الحجې په میاشتې سره ختمیږي.[۱۶] د اسلام د تاریخ د سرچینې په توګه د پیغمبر د هجرت له ټاکل کیدو مخکښې په عربانو او یهودیانو کښې قمري کال رایج و او د محرم په میاشتې به پیلیده.[۱۷] په دې وجه او د اسلام د تاریخ د سرچینې په توګه د هجرت له ټاکل کیدو وروسته، دویم خلیفه ته د قمري کال د پیلیدو د میاشتې په توګه د رمضان او محرم د میاشتو وړاندیز وشه چې هغه د محرم میاشته ومنله.[۱۸]

د پنځمې قمري پيړۍ شیعه فقیه او محدث شیخ طوسي ویلي دي چې د شیعه و د مشهورو روایتونو له مخې، رمضان د قمري کال اوله میاشت ده او په هم دې بنیاد، په مصباح المتهجد کتاب کښې د قمري کال اعمال د رمضان د میاشتې په اعمالو سره پیل شوي دي.[۱۹] هغه هم داشان د رجب یا بزرګې میاشتې وروستۍ حرامه میاشت بللې ده[۲۰] او د قمري کال اعمال یې د شعبان د میاشتې په عملونو سره پاې ته رسولي دي.[۲۱]

په اتمې قمري پیړۍ کښې شیعه محدث سید بن طاووس د قمري کال د پیلیدونکې میاشتې په هکله د روایتونو اختلاف ته په اشارې سره، د ډیرو تیرو عالمانو عمل او د هغوي کتابونه د دې ښودونکې ګڼي چې رمضان د قمري کال اوله میاشت ده، خو په عین حال کښې یې احتمال ورکړی دی چې د رمضان میاشته د عبادي کال پیل او محرم د مناسبتي کال ابتدا ده.[۲۲]

د قمري کال میاشتې

اصلي مقاله: قمري میاشت

هجري قمري کال دولس میاشتې لري[۲۳] او هره میاشت ۲۹ یا ۳۰ ورځنۍ ده او کوم خاص ترتیب او قاعده هم نه لري.[۲۴] سره له دې په قراردادي قمري کال کښې مفرد میاشتې ۳۰ ورځنۍ او جفت میاشتې ۲۹ ورځنۍ ټاکل شوې دي او په لیف کلونو کښې وروستۍ میاشته د ۳۰ ورځو ده.[سرچینې ته اړتیا لري]

د قمري کال د ورځو شمیر له شمسي یا میلادي کال څخه(چې ۳۶۵ ورځې لري) لس یا یوولس ورځې کم دی، په دې وجه د قمري کال د ورځو شمیر په عادي کلونو کښې ۳۵۴ ورځې او په لیف کلونو کښې ۳۵۵ ورځې دی.[۲۵]

د څلورمې پیړۍ د تاریخ لیکونکي د علي بن حسین مسعودي په وینا، عربانو به د جاهلیت په زمانه کښې هر درې کاله پس، په قمري کال کښې یوه میاشت زیاتوله او قرآن کریم د هغوي دغه کار د نسیء(د ځنډولو) په توګه یادکړی دی او رټلی یې دی.[۲۶]

د قمري کال د میاشتو نومونه په ترتیب سره په دا ډول دي:

  1. محرم
  2. صفر
  3. ربیع الاول
  4. ربیع‌الثانی
  5. جمادی الاول
  6. جمادي الآخر
  7. رجب
  8. شعبان
  9. رمضان
  10. شوال
  11. ذي‌القعده
  12. ذیي الحجة[۲۷]

پښتو نومونه: «د امامانو میاشت، صفره، وړومبۍ خور، دویمه خور، دریمه خور، څلورمه خور، بزرګه، شوقدر یا برات، روژه، وړوکی اختر، میانه او لوې اختر» [۲۸]

فوټ نوټ

  1. «پیدایش سال هجری قمری».
  2. وګورئ: فریمن گرنویل، «تقویم‌های اسلامی و مسیحی و جدول‌های تبدیل آنها به یکدیگر»، ص۷۳.
  3. «تاریخ رسمی کشورهای اسلامی»
  4. حائری، روزشمار شمسی، ۱۳۸۶ش، ص۷، پانویس۱.
  5. قاسملو، «مقایسه روش‌ها و معادلات مختلف برای اعمال کبیسه‌های گاهشماری هجری خورشیدی در منابع مختلف»، ص۹۸.
  6. «تغییر تقویم قمری به میلادی در عربستان»
  7. حسینی طهرانی، محمدحسین، رساله نوين درباره بنای اسلام بر سال و ماه قمری، ص۸۳-۸۵.
  8. مسکویه، تجارب الامم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۴۱۳.
  9. مسکویه، تجارب الامم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۴۱۳؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۸۸.
  10. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۸۸؛ ابن کثیر، البدایة و النهایة،‌ ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۰۷.
  11. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۸۹.
  12. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۴۵؛ مسعودی، مروج‌الذهب،‌ ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۰۰.
  13. وګورئ:‌ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۸۸.
  14. سبحانی، سید المرسلین، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۶۱۰.
  15. سبحانی، سید المرسلین، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۶۰۹.
  16. وګورئ: مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۸۸-۱۸۹.
  17. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۸۹.
  18. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۸۹.
  19. طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۳۹.
  20. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۹۷.
  21. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۲۵.
  22. سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴-۵.
  23. وګورئ: مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۸۸-۱۸۹.
  24. عبداللهی، «معرفی دو تقویم دائمی جدید گاه‌شماری‌های هجری شمسی و هجری قمری»، ص۷۳۴، پانویس۲.
  25. عبداللهی، «معرفی دو تقویم دائمی جدید گاه‌شماری‌های هجری شمسی و هجری قمری»، ص۷۳۵-۷۳۴، پانویس۳و۴.
  26. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۸۹.
  27. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۸۸-۱۸۹.
  28. دهجري قمري میاشتو پښتو نومونه https://www.safiahaleem.com/?p=6303

سرچينې