رمضان

د wikishia لخوا

رَمَضان یا رَمَضانُ المُبارَک نهمه سپوږمیزه میاشت ده چې روژه یې پر مسلمانانو واجبه ده. په روایتونو کې د روژې لپاره ډېر فضایل بیان شوې او دا میاشته د خدای د مېلمستیا، د رحمت او مغفرت او برکت میاشته او د قرآن د پسرلي میاشته بلل شوې ده. د حدیثونو له مخې په دغه میاشته کې د خدای د رحمت ورونه او جنت پرانستل او د دوزخ ورونه بندیږي. د قدر شپه چې قرآن پکې نازل شوی په دغه میاشته کې ده. دا میاشته د مسلمانانو په نزد ځانګړی مقام او درنښت لري او مسلمانان پکې عبادت ته ځانګړی اهمیت ورکوی. په دعایي سرچینو کې د دې میاشتې لپاره مختلف عملونه او عبادتونه ‌ذکر شوې دي. تر ټولو مهم عمل په دې میاشته کې د قرآن تلاوت، د قدر د شپو روڼول، دعا، لمونځ، استغفار، روژه ماتی ورکول او له اړمنو سره مرسته کول دي.

د دغه میاشتې له مهمو پېښو د قدر په شپه د قرآن نزول او د روژې په یوویشتمه د شیعیانو د لومړي امام حضرت علي(ع) شهادت دی. امام حسن مجتبی(ع) هم د روژې په پینځلسمه پېدا شوی دی.

په روژې میاشتې کې عبادت او روژه نیول د مسلمانانو د شناخت یوه برخه ده. په اسلامي ټولنو کې د دغه میاشتې لپاره مختلف اداب او دودونه شته دي لکه مېلمستیاوې کول، ګډ مراسم، د جوماتونو او مذهبي ځایونو پاکول، د پخلاینې دستورې، کلوخ اندازان دستورې، د ډول ډول خوراکونو او شیرینیو پخول.

مقام

رمضان نهمه سپوږمیزه میاشته ده[۱] چې پکې د روژې نیول په مسلمانانو واجب دي.[۲]

قرآن کریم[۳] اوځینې اسماني کتابونه لکه د ابراهیم صحیفې، انجیل ، تورات او زبور په دې میاشته کې په پېغمبرانو نازل شوې دي.[۴]

د رمضان ټکی یو ځل په قرآن کې ذکر شوی[۵] او یوازینۍ میاشته ده چې نوم یې په قرآن کې راغلی دی.[۶]

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًیٰ لِّلنَّاسِ وَبَينَاتٍ مِّنَ الْهُدَیٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيصُمْهُ.


رمضان هغه میاشته ده چې پکې قرآن نازل شوی دی (هغه کتاب) چې د خلکو لپاره لارښود، او د هدایت د ښکاره دلیلونو (لرونکی) او له باطله د حق د معلومولو (معیار) دی. نو په تاسو کې چې په هر چا دغه میاشته راشي باید پکې روژه ونیسي، او څوک چې بیمار یا په سفر کې دی (باید د هغې په شمېر) په نورو وروځو کې روژه ونیسي[۷]


همداراز د قدر شپه چې قرآن پکې نازل شوی[۸] د روایتونو[۹] او تفسیرونو [۱۰] پر اساس په روژې میاشتې کې ده.[۱۱]

«رَمَضان» په لغت کې د لمر سختې ګرمۍ [۱۲] ته وایي. نقل شوې چې رمضان ته په دې وجه رمضان ویل کیږي چې ګناهانې سوزوي.[۱۳] همداراز په روایي سرچینو کې، رمضان د خدای یو نوم هم ګڼل شوی دی.[۱۴]

ځانګړنې

پېغمبر اکرم(ص) په شعبانیه خطبه کې د روژې میاشتې لپاره ځینې ځانګړنې بیان کړي چې دا دي:

  • خلک په دغه میاشته کې د خدای مېلمستیا ته بلل شوي.
  • د قدر شپه چې تر زرو میاشتو لوړه ده په دې میاشته کې ده.
  • د دې په هره شپه کې لمونځ کول او روڼول یې د نورو میاشتو له اویا لمونځونو سره برابر دي.
  • دا میاشته، د صبر میاشته ده او د صبر بدله جنت دی.
  • د خواخوږۍ میاشته ده.
  • داسې میاشته ده چې د بندګانو روزي پکې زیاتیږي.

د پېغمبر اکرم(ص) په وینا دا داسې میاشته ده چې که څوک یې په قدر پوه شي، انسان ارمان کوي چې ټوله میاشته رمضان وي.[۱۵] د پېغمبر د روایت له مخې رمضان میاشته د جنت د ورونو د پرانستل کېدو او د دوزخ د ورونو د تړل کېدو او په زولنو د شیطانانو د بندي کېدو میاشته ده.[۱۶]

  • د پېغمبر(ص) په زمانه کې رمضان میاشته مرزوق [یادداشت ۱] نومېدله[۱۷]

همداراز د معصومینو په روایتونو کې د رمضان میاشته د خدای د میاشتې.[۱۸] الهي رحمت او بخښنې میاشتې.[۱۹] د مبارکې او د نیکیو د دوه ګونه کېدو او د ګناهونو د پاکېدو میاشتې[۲۰] او داسې میاشتې په نوم نومول شوې چې که پکې بنده ونه بخښل شي په نورو میاشتو کې یې د بخښل کېدو هیله نیشته.[۲۱]

اعمال

اصلي مقاله: د رمضان د میاشتې اعمال

رمضان میاشته خاص اعمال او احکام لري چې ځینې یې له نورو میاشتو سره مشترک او ځینې یې خاص دي.

د روژې واجبوالی

اصلي مقاله : روژه

په رمضان میاشتې کې روژه پر مسلمانانو واجبه ده.[۲۲] روژه، له ځینوکارونو منجمله د سهار له اذانه د ماښام تر اذانه پورې له خوراک څښاکه د ډډه کولو میاشته ده[۲۳] په رمضان میاشتې کې د روژې نیولو امر او ورسره اړوند ځینې اوامر په قرآن [۲۴] او په فقهي کتابونو کې راغلي دي. د فقیهانو په فتوا که څوک د شرعي عذر د لرلو په وجه له روژې معاف وي پکار نه ده چې د خلکو په مخکې روژه خوري وکړي.[۲۵]

د دعا لوستل

اصلي مقاله: د رمضان میاشتې د روژو دعاګانې

په اندونیزیا کې د قرآن د تلاوت دستورې

د سحر د دعاګانو منجمله د بهاء دعا او دعای ابو حمزه ثمالي [۲۶] او همداراز په شپو کې د افتتاح دعا[۲۷] د «یا عَلِی یا عَظیمُ»، «اَللّهُمَّ اَدْخِلْ عَلی اَهْلِ الْقُبُورِ السُّرُورَ» و «اَللّهُمَّ ارْزُقْنی حَجَّ بَیتِک الْحَرامِ» دعاګانې له واجبو لمونځونو وروسته[۲۸] د دغه میاشتې له ګډو عملونو دي.

د قرآن تلاوت

اصلی مقاله: تلاوت

په ځینو روایتونو کې، رمضان د قرآن د پسرلي میاشته معرفي شوې ده.[۲۹] همداراز په دې میاشتې کې د قرآن د یو آیت تلاوت په نورو میاشتو کې د یو قرآن د ختمولو هومره ثواب لري.[۳۰] په ځینو اسلامي هیوادونو کې مسلمانان د دغه میاشتې له پېله هره ورځ د قرآن یوه سیپاره تلاوتوي او د میاشتې په اخر کې قرآن پوره ختم کیږي. دغه ختمونه زیاتره په جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو کې په ډله ایزه توګه کیږي.همداراز په ایران کې د قرآن جزء خواني یا د سيپارو تلاوت له ریډیو او ټي وي هم خپریږي.[۳۱]

د قدر د شپو روڼول

اصلي مقاله: د قدر شپه

د کربلا په بین الحرمین کې د سر لپاسه قرآن نیول

د روایتونو له مخې د قدر شپه د روژې د میاشتې نولسمه، یوویشتمه یا درې ویشتمه شپه ده[۳۲] په ځینو روایتونو کې ۲۳ شپه د قدر شپه ټاکل شوې ده.[۳۳] شیخ صدوق ویلي چې زمونږ استادان د نظر اتفاق لري چې د قدر شپه د رمضان ۲۳ شپه ده.[۳۴] د علامه طباطبایي په وینا، د اهل سنتو په مینځ کې مشهوره دا د ه چې ۲۷ شپه د قدر شپه ده.[۳۵]

شیعیان هر کال د رمضان نولسمه، یوویشتمه او درې ویشتمه شپه له شپې تر سهاره په مذهبي ځایونو یا کورونو کې احیا (شپه روڼول) او عبادت کوي.[۳۶] د قدر د شپې عملونه لکه د جوشن کبیر دعا لوستل او د سر لپاسه قرآن نیول تر ټولو مهم عملونه دي چې په دغو شپو کې کیږي.[۳۷]

مستحبي لمونځونه

اصلي مقاله: د رمضان د میاشتې لمونځونه

مستحبي لمونځونه یا نوافل د روژې د میاشتې له عملونو دي؛ ځینې لمونځونه یې د کال په ټولو شپو او د روژې په شپو کې مشترک دي او ځینې یې له خاصې شپې یا ورځې سره مخصوص دي.[۳۸]

منجمله د روژې میاشتې په شپو کې د زرو رکعتونو د کولو سپارښتنه شوې ده.[۳۹] د دغه لمونځونو کول یې زیاتره داسې ګڼلې دي: د رمضان له لومړۍ تر شلمې شپې، هره شپه شل رکعته او له شلمې څخه د میاشتې تر پایه هره شپه دېرش رکعته ترسره کیږي او په هغو شپو کې چې د قدر د شپې احتمال ورکول کیږي، پر دغو سربېره سل رکعته نور هم لوستل کیږي.[۴۰] اهل سنتهره شپه دېرش رکعته تراویح لمونځ کوي[۴۱]اهل سنت د دوهم خلیفه په پېروۍ دغه لمونځ په جمعې کوي چې تروایح لمونځ ورته ویل کیږي چې شیعیان یې په جمع کول بدعت ګڼي.[۴۲]

د اخري لسیزې اعتکاف

اصلي مقاله: اعتکاف

د رمضان میاشتې په وروستۍ لسیزې کې اعتکاف مستحب دی او ډېر زیات فضیلت لري.[۴۳] اخري لسیزه، د اعتکاف تر ټولو ښه وخت او ثواب یې د دوو حجونو او عمرو برابر ګڼل شوی دی.[۴۴] د اسلام پېغمبر(ص) اول د روژې میاشتې لومړۍ لسیزه بیا یې دوهمه لسیزه او بیا دریمه د اعتکاف لپاره غوره کړه او له هغې وروسته د عمر تر آخره د روژې په وروستۍ لسیزې کې معتکف کېده.[۴۵]

آداب او دودونه

په اسلامي ټولنې کې د رمضان میاشتې آداب او رسوم مختلف او پراخ دي.

د روژه ماتي دسترخوان

اصلي مقاله : روژه ماتی

د نړۍ د مختلفو هیوادونو مسلمانان د روژې په میاشته کې په مذهبي او... ځایونو کې د روژه ماتي دسترخوان خپروي.[۴۶] همداراز د ایران خلک د روژه ماتي لپاره خپلو کورونو ته یو بل بلي او په مذهبي ځایونو کې د روژه ماتي په وخت نذر تقسیموی.[۴۷] له پېغمبر اکرم(ص) د یو روایت له مخې د هغه چا اجرچې په روژې میاشتې کې یو مومن ته روژه ماتی ورکړي که څه هم په یو ګوټ اوبو او یوې دانې خرما سره وي، د یو بنده د ازادولو برابردی.[۴۸] په ځينو سیمو کې د ماښام له اذانه سملاسي وروسته لمونځ کیږي او په ځینو سیمو کې له روژه ماتي وروسته لمونځ اقامه او بیا ورپسې ویناوې او لمانځنې ترسره کیږي.

زلوبیا او بامیه په ایران کې د رمضان خاصې شیرینۍ دي.

سحر خواني

اصلی مقاله: پېشمنی

په ځینو ښارونو کې د پېشمنی یا سحر د وخت اعلان او د خلکو راویښول په مختلفو طریقو سره کیدل، لکه په واټونو کې د موذنانو او جارچیانو ګرځېدل، د جوماتونو په ګلدستو کې د فانوسونو لګول، طبل او شېپور وهل، د کورونو د دروازو ټکول او د توپې ډز.[۴۹] همداراز د سهار له اذان مخکې د سحر دعا او د ماښام له اذان مخکې د ربنا مناجات او لمانځنې د ایران له ریډیو ټیلي ويژن او د جوماتونو له لوډسپیېکرو خپریږي.[سرچینې ته اړتیا]

د مبلغانو لیږل

د دین د تبلیغ لپاره د طالبانو لیږل

شیعه عالمان د روژې په میاشته کې د دین د تبلیغ لپاره په مختلفو ښارونو او کلیو کې ځای پر ځای کیږي او شرعي احکام بیانوي، ویناوې کوي او د جَعمې لمونځونه کوي.[۵۰] همداراز تبلیغي ادارې په دې میاشتې کې د ایران او نورو هیوادونو مختلفو سیمو ته مبلغان لیږي.[۵۱]

د ورځنیو دعاګانو په ګډه لوستل

شیعیان د ورځینو د جماعت لمونځونو وروسته د «یا علی یا عظیم» دعا په ګډه لولي. همداراز معمولا له لمونځ کوونکي یې یو د «اللهم ادخل علی اهل القبور السرور» دعا او همداراز د روژې د هرې ورځې دعا په لوړ غږ سره لولي او نور یې له هرې برخې وروسته آمین وایي.[ سرچینې ته اړتیا]

د ګرګیعان دستورې

ګرګیعان یا قرقیعان یو دودیز رسم دی چې د رمضان په پینځلسمه شپه او د امام حسن(ع) له زوکړې سره په یو وخت ترسره کیږي. په دغه دستورې کې ماشومان د شپې تر ناوخته د کورونو دروازو ته ورځي او د شعرونو په لوستلو سره د کورونو له خاوندانو چاکلیټ او شیرینۍ اخلي.[۵۲] ویل شوي چې دغه دستوري د پېغمبر(ص) له وخته پاتې دي چې خلک به د امام حسن(س) د وزکړې د مبارکۍ لپاره د حضرت علي او بي بي فاطمې(س) د کور دروازې ته ورتلل[۵۳] د ګرګیعان دستورې د ایران په جنوب او په مصر، عراق، بحرین، اماراتو او... کې ترسره کیږي.[۵۴]

د رمضان په اوه ویشتمه د سري پایې او د آجیل مراد خوړل

د ایران په ځینو ښارونو لکه تهران او زنجان کې د رمضان ۲۷ د ابن ملجم د وژل کېدو ورځ ګڼل شوې او دود دی چې په اوه ویشتمه شپه، سرپښې (سري پای یا کله پاچه) او آجیل مراد خوري.[۵۵] په دغه آجیل یا وچې میوې کې خرما، پسته، فندق، بادام او...شامل دي او باید هغه کسان چې نوم یې محمد، علي او فاطمه دی هغه تیار کړي او د رمضان په ۲۷ یې په روژتیانو کې وویشي.[۵۶]

د قدس ورځې لاریون

اصلي مقاله: د قدس نړیواله ورځ

امام خمیني د ۱۳۵۸ لمریز کال د روژې د میاشتې اخري جمعه د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د قدس ورځ ونوموله.[۵۷] مسلمانان هر کال په دې ورځ، په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره لاریونونه کوي.[۵۸]

نور دودونه او رسوم

  • د کورونو څنډل: روژې ته په پاتې ورځو کې د کورونو څنډل، د جوماتونو، مذهبي ځایونو، محلو او بازارونو صفایي
  • د کلوخ اندازانو دستورې: د شعبان په اخري ورځ، خلک په لویو کورونو باغونو او یا تفریح ځایونو کې غونډېدل او خوشالۍ به یې کولې.
  • پخلاینه: کوم کسان چې په خپلو کې وران وو، پخلا کېدل به
  • پېشواز یا پېشبازه روژه: له روژې یوه یا درې ورځې مخکې روژه نیول د روژې د پیشباز یا هرکلي په توګه دود دي.[۵۹]
  • د پیراهن مراد او حلقه مراد دستورې
  • د اویشتمې د ډوډۍ تیارول
  • د دوست، دوست علي دوست دستورې[۶۰]

د رمضان میاشتې د پېل او پای ټاکل

اصلي مقالې: استهلال

د رمضان د میاشتې د لیدلو هڅه

د روژې میاشتې پېل او پای په لاندینیو کې په یوې لارې سره ثابتیږي:

  1. د میاشتې لیدل: سړی په خپله د میاشتې اوله او اخره سپوږمۍ وویني.
  2. د ځینو کسانو په خبرو یقین پېدا کول
  3. د دوو عادلو سړو ګواهي چې خبره یې له یو بل سره په ټکر کې نه وي.
  4. د تېرې قمري میاشتې څخه دېرش ورځې تېرې شوې وي.
  5. د حاکم شرع حکم[۶۱]

ځینې حدیثونو د روژې میاشته دېرش ورځې ګڼلې[۶۲] او ځینې شیعه عالمان هم په دې قایل وو؛[۶۳] خو په مقابل کې د ځینو روایتونو له مخې د رمضان میاشته د نورو میاشتو په شان ده او ممکنه ده نه ویشت یا ۳۰ ورځې وي.[۶۴] مشهور فقیهان په دې نظر قایل دي.[۶۵]

رمضان میاشته د شوال میاشتې په پېل او د وړوکي اختر په اعلان سره پای ته رسیږي. د عید فطر یا وړوکي اختر عملونه، د فطریه زکات ورکول او د اختر لمونځ کول دي.[۶۶]

پېښې او مناسبتونه

اصلي مقاله : د رمضان میاشتې پېښې

رمضان په فارسي شعرونو کې

مولوی:


اندر رمضان خاک تو زر می‌گرددچون سنگ که سرمه بصر می‌گردد[۷۴]





آمد رمضان و عید با ماستقفل آمد و آن کلید با ماست
بربست دهان و دیده بگشادوان نور که دیده دید با ماست
آمد رمضان به خدمت دلوان کش که دل آفرید با ماست[۷۵]


شاه نعمت‌ الله ولی:



رمضان آمد و روان بگذشتبود ماهی به یک زمان بگذشت
گوئیا عمر بود زود برفتتا که گفتم چنین چنان بگذشت[۷۶]


صائب تبریزی:



افسوس که ایام شریف رمضان رفتسی عید به یک مرتبه از دست جهان رفت
افسوس که سی پاره این ماه مبارکاز دست به یکبار چو اوراق خزان رفت[۷۷]


کتاب پېژندنه

د روژې میاشتې په اړه ډېر کتابونه خپاره شوې چې ځینې یې دا دي:

  • شهر الله فی الکتاب و السنة د محمد محمدی ری‌شهری لیکنه. دا کتاب د روژې میشاتې د فضایلو او ادابو او د اهل بیتو(ع) د حدیثونو او قرآني تعلیماتو په اساس د روژه نیولو په اړه دی. دا کتاب د «ماه خدا (د قران او سنت له نظره د رمضان د مبارکط میاشتې په اړه یوه څېړنه) » په نامه د جواد محدثي له خوا په فارسۍ ژباړل شوی دی.د کتاب لنډیز هم د «مراقبات ماه رمضان» په نوم چاپ شوی دی.[۷۸]
  • در محضر ماه مبارک رمضان: د رمضان د مبارکې میاشتې د مناسبتونو، شرعي احکامو، اعمالو او فضایلو په اړه څېړنه، لیک د ابوالفضل شیخي ، خپرنځای روضة العباس.
  • اهمیت ماه مبارک رمضان از دیدگاه قرآن و روایات، د اکبر اکبرزاده مرشدی لیکنه. خپرنځی: کوثر هدایت.
  • رمضان در فرهنگ مردم، لیک د سید احمد وکیلیان.دا کتاب د روژې په میاشته کې د ایران د خلکو د دودونو او رسومو یو لنډیز دی چې سروش خپرنځي چاپ کړی دی.[۷۹]

ګالري

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۲۳.
  2. بستانی‏، فرهنگ ابجدی‏، ۱۳۷۵ش، ص۴۴۳.
  3. سوره بقره، آیه۱۸۵.
  4. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۹.
  5. بقره، آیه ۱۸۵.
  6. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۸۵.
  7. د بقره سوره، ۱۸۵ آیت
  8. سوره قدر، آیه۱.
  9. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۶، ۱۵۷ و ۱۵۸.
  10. وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۸۶.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۳۴.
  12. راغب، مفردات ألفاظ القرآن‏، ۱۴۱۲ق، ص۳۶۶.
  13. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۵، ص۳۴۱.
  14. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۶، ص۱۱۰.
  15. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۳۴۶.
  16. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۳۴۸.
  17. شیخ صدوق، من لايحضره الفقيه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶۰.
  18. صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۹، ح۱.
  19. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۳۴۲.
  20. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۳۴۰.
  21. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۶.
  22. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۵۲۱.
  23. علامه حلی، تذکرة الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۵.
  24. سوره بقره، آیات ۱۸۳-۱۸۵ و ۱۸۷.
  25. وګورئ: موسوی گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۱۵.
  26. سید بن طاووس، الإقبال بالأعمال الحسنة، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۵۶–۱۸۵.
  27. سید بن طاووس، الإقبال بالأعمال الحسنة، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۳۸.
  28. سید بن طاووس، الإقبال بالأعمال الحسنة، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۷۹ و ۸۰.
  29. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۳۰.
  30. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۳۴۱.
  31. «زمان پخش ترتیل جزء‌خوانی قرآن کریم در تلویزیون + جدول»، ایسنا.
  32. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۶–۱۶۰.
  33. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۸، ح۸؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۰۸، ح۱.
  34. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۱۹.
  35. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۳۴.
  36. مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۱.
  37. مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۲.
  38. وګورئ: قمی، مفاتیح الجنان، نشر اسوه، ص۱۸۳ و ۲۳۸ و ۲۳۹.
  39. قمی، مفاتیح الجنان، نشر اسوه، ص۱۸۳ و۱۸۴.
  40. نجفی، جواهر الکلام، دار احیاءالتراث العربی، ج۱۲، ص۱۸۷–۱۹۰.
  41. «چرا شیعیان نماز تراویح نمی‌خوانند؟»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت.
  42. صادقی فدکی، «تراویح»، دانشنامه حج و حرمین شریفین.
  43. قمی، مفاتیح الجنان، نشر اسوه، ص۲۳۴.
  44. قمی، مفاتیح الجنان، نشر اسوه، ص۲۳۴.
  45. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۷۵، ح۳.
  46. «رمضـان در کشورهای مختلف جهان»، سایت کیهان.
  47. «افطاری»، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی.
  48. صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۵–۲۹۷، ح۵۳.
  49. وګورئ: رحیمی، «رمضان».
  50. «تبلیغ، قلب دین»، خبرگزاری فارس.
  51. «آغاز ثبت‌نام مبلغان در خارج از كشور».، خبرگزاری رسمی حوزه
  52. «آئین گرگیعان در بین عرب‌های خوزستان»، وبگاه عصر ایران.
  53. «آئین گرگیعان در بین عرب‌های خوزستان»، وبگاه عصر ایران.
  54. «آئین گرگیعان در بین عرب‌های خوزستان»، وبگاه عصر ایران.
  55. رشیدی مهرآبادی، «ماه رمضان در تهران قدیم»، سایت تبیان؛ «سنت‌های رايج ماه رمضان در استان زنجان»، سایت استانداری زنجان.
  56. «رمضان امروز؛ رمضان قدیم از خوردن آجیل مراد و کله‌پاچه تا پوشاندن رخت نو به تن نیازمندان»، باشگاه خبرنگاران دانشجویی ایران.
  57. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۲۶۷.
  58. «جهان و روز جهانی قدس»، خبرگزاری تسنیم.
  59. وګورئ: رحیمی، «رمضان»، دانشنامه جهان اسلام.
  60. «مراسم سنتی دوست، دوست و پیراهن مراد در شب بیست و هفتم ماه رمضان یزد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  61. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۵۹.
  62. حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۲۶۸–۲۷۴.
  63. سید ابن طاووس، الإقبال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۳۳–۳۵.
  64. حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۲۶۱–۲۶۸.
  65. وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱۳، ص۲۷۰–۲۷۱؛ آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۸، ص۳۸۴.
  66. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۳۳۲-۳۳۳.
  67. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۴۶۵.
  68. ابن‌سعد، الطبقات‏ الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۱۴.
  69. قمی، وقایع الایام، ۱۳۸۹ش، ص۵۸.
  70. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۵۳۷.
  71. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج‌۲، ص‌۴۵.
  72. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۴۳.
  73. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۹.
  74. مولانا «دیوان شمس» رباعی ۵۳۷..
  75. مولانا «دیوان شمس» غزل ۳۷۰..
  76. شاه نعمت‌الله ولی » غزل ۲۶۴..
  77. صائب تبریزی «دیوان اشعار» غزل ۲۱۹۸..
  78. «ماه خدا (پژوهشی جامع درباره ماه مبارک رمضان از نگاه قرآن و حدیث)»، پایگاه رسمی محمد محمدی ری‌شهری..
  79. «رمضان در فرهنگ مردم»، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی.

سرچينې

  • «آغاز ثبت‌نام مبلغان در خارج از كشور»، خبرگزاری رسمی حوزه، درج مطلب ۹ خرداد ۱۳۹۰ش، مشاهده ۲۹ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • آملی، میرزا محمدتقی، مصباح الهدی فی شرح عروة الوثقی، تهران، نشر مؤلف، ۱۳۸۰ق.
  • «افطاری»، سایت مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تاریخ انتشار: ۲۲ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • بحرانی، شیخ یوسف، الحدائق الناضره فی أحکام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • «تبلیغ، قلب دین»، خبرگزاری فارس، تاریخ انتشار: ۸ تیر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • «چرا شیعیان نماز تراویح نمی‌خوانند؟»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت، تاریخ درج مطلب: ۲۴ دی ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۱ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت (ع)، ۱۴۰۹ق.
  • راغب، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن‏، بیروت - دمشق، دار القلم-دار الشامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • رحیمی، فاطمه، «رمضان»، دانشنامه جهان اسلام، (ج۲۰)، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۱ش.
  • «رمضـان در کشورهای مختلف جهان»، سایت کیهان، تاریخ انتشار: ۲۵ فروردین ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • سید ابن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال الحسنة فیما یعمل مرة فی السنة، تحقیق و تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الخصال، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا (ع)، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات‏، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طباطبایی یزدی، سیدمحمد کاظم، العروة الوثقی (محشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ط الثانیة، ۱۳۸۷ق.
  • «فرهنگ غذایی جهان در ماه رمضان+ تصاویر»، سایت الکوثر، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۱ش.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن‏، چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، قم، نشر اسوه، بی‌تا.
  • قمی، شیخ عباس، فیض العلام فی عمل الشهور و وقایع الایام، انتشارات صبح پیروزی، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، تحقیق و تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • «ماه مبارک رمضان نمادی از هویت دینی جامعه اسلامی است»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن، تاریخ درج مطلب: ۸ خرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۱ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار (ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مجیدی خامنه، فریده، «شبهای قدر در ایران»، در مجله گلستان قرآن، شماره ۳۷، آذر ۱۳۷۹ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسة آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • موسوی گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل، تحقیق و تصحح: علی کریمی جهرمی، علی ثابتی همدانی و علی نیری همدانی، دار القرآن الکریم، قم، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، بی‌تا.