ویکي شیعه

د wikishia لخوا

ویکي شیعه، یوه مجازی انسائیکلوپیډیا ده چې دنده یې د هغو مفاهیمو تشریحول دي چې د شیعو په پيژندګلو او د نورو هغو مذهبونو په پيژندګلو کې رول لوبوي چې د اهلبیتو علیهم السلام د مکتب لارویان دي. په دې مفاهیمو کې عقائد، خلک، علوم (لکه کلام، فقه او د فقهې اصول)، کتابونه، ځایونه، پیښې، مراسم او عقاید، هغه فرقې چې په اهلبیتو علیهم السلام باور لري، د شیعو تاریخ او هغه نورې مفکورې شاملې دي چې په یو ډول له اهلبیت علیهم السلام او د هغوي لارویانو سره تړاو لري. هغه کلمې او نومونه چې د دې ماموریت د ترسره کولو لپاره اړین دي په دې پوهنغونډ کې به تشریح شي.

په ویکي شیعه کې، له شخصي تحلیلونو او نظرونو او همدارنګه د غیر ثابت شوي نوي نظریاتو وړاندې کولو ډډه کیږي. دا په لوستونکو پورې اړه لري چې د ساینسي او تاریخي شخړو قضاوت وکړي، او ویکي شیعه په دې قضیو کې بې طرفه دی. د مذهبي توپیرونو په پام کې نیولو سره، د ویکي لیکوالان د دوو لویو اسلامي فرقو (شیعه او سني) څخه د لومړي لاس او منل شویو سرچینو کارولو پر بنسټ ولاړ دی.

ویکي شیعه د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې سره تړلی دی. دا پوهنغونډ اوسمهال په دوه ویشت ژبو فعال دی او په فارسي ژبه ۷۲۵۱ مقالې لري.

د پیلولو موخې او غرضونه

په علمی پوهنغونډو کی د اسلام او شیعه مذهب په هکله پراخ معلومات شته؛ خو له دې امله چې د دغو پوهنغونډو لیکوالان یا له اسلامي لارښوونو صحیح خبرتیا نه لري او یا کیدی شي په اسلام یا شیعو باندې عقیده او باور نه لري، نو د اسلام او تشیع په هکله د مفاهیمو په مقالاتو کې ناسم مواد لیدل کیږي. د شیعه د عقایدو په اړه په انټرنیټي سایټونو کې موجودو ستونزو ته په پام سره او همداشان د نړۍ د شیعو او نورو څیړاندو د شیعو اصلی عقایدو ته په آسانۍ سره لاس رسۍ او ضرورتونو ته په پام، د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې غونډې کلتوري مرستیال، د ویکي شیعه په نامه یو پوهندغونډ (انسائکلوپیډیا) شورو کړه چې په کې د اهل بیتو علیهم السلام پيژندګلي او د هغوي د مکتب دفاع په ښې طریقې سره وشي.

تاریخچه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت ولسمشر حسن روحاني لخوا د ویکي شیعه رسمي پرانستل

د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت د جمهور رئیس حسن روحاني په لاس د 1393 کال د سرطان(چنګاښ) د میاشتې په لومړۍ نیټه د ویکي شیعه رسمي پرانستل ترسره شو.

د 1392 کال د جوزا په لومړۍ نیټه د ویکي شیعه د لیکوالانو د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه او د جوزا(غبرګولی) په 28 د زده کړو له څو ناستو وروسته لومړۍ مقاله په سایټ کې خپره شوه. او د 139۲ کال د سرطان(چنګاښ) په میاشت کې سایټ د خلکو د لیدلو لپاره چمتو شو.

ویکي شیعه په 1393 کال کې د سرطان(چنګاښ) د میاشتې په لومړۍ نیټه په تهران کښې د سبط‌‌النبی(ص) کنګره کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د هغه وخت د ولسمشر حسن روحانی په لاس په رسماي ډول پرانستل شو.

ځانګړنې

د ویکي شیعه ځینې ځانګړنې لاندې دي:

د مینځپانګې پراختیا

د ویکي شیعه مینځپانګې(مطلبونه) لاندې دي:

  • عقائد، خلک، علمونه (لکه کلام، فقه او د فقه اصول)، کتابونه، ځایونه، پیښې، مراسم او مناسک، هغه فرقې چې په اهل بیتو(ع) باور لري، د شیعه تاریخ او هغه ټول عنوانونه چې اهل بیتو(ع) او د هغوی لارویانو سره تړلي دي.
  • د اسلام عام مفهومونه چې د ټولو مسلمانانو ورباندې باور وي یا اسلامي تاریخ سره اړوند وي، هم په ویکي شیعه کې یادیږي.
  • نورو اسلامي فرقو سره اړوند مفهومونه، هاله په ویکي شیعه کې بیانیږي چې له یوې خوا د اهلبیتو(ع) مکتب سره اړوند وي یا په ویکي شیعه کې هغه مفهوم زیات کارولی شي.

د منځپانګې څارنه

  • د ویکي شیعه د منځپانګې څارنه کیږي. له همدې سبب د شیعو د معرفۍ لپاره دېره معتبره سرچینه ګڼل کیږي.
  • ویکي شیعه یو داسې پوهندغونډ دی چې اوس محدودې چارې ترسره کوي؛ خو په راتلونکی کې، یې آزادي په نظر کې ده چې چې ټول شیعه مینه وال او توان لرونکي وکولی شي د دې په بشپړتیا کې رول ولري او د اهلبیتو(ع) د مکتب د زده کړو تبلیغ وکړي. دې پوهندغونډ ته ننوتل د دې د مدیرانو په تایید سره ممکن دي. دې سره ویکي شیعه خپلو کاریالانو ته دا اجازه ورکوي چې د مقالو په لیکلو کې د ګډون او همغږي کولو له لارې د مقالو علمي ارزښت لوړ کړي.

د پلان شورا

دا یوه داسې شورا ده چې د ژبې له مدیرانو، علمي مدیرانو او د ویکي شیعه له کارپوهانو جوړه شوې ده. دا شورا د ویکي شیعه په مختلفو برخو کې د پالیسۍ جوړولو او پلان کولو مسولیت په غاړه لري.

د بې طرفۍ پالیسي

  • د بې طرفۍ پالیسي هغه ده چې د شیعه مذهب دننه او د اهل بیتو(ع) د پیروانو په فکري بحثونو کې یې خیال ساتل کیږي؛ خو دا څرګنده ده چې ویکي شیعه د اهل بیتو(ع) د مکتب ترویج کوونکی دی او مقالې یې د دې غرض د تعلیماتو په تشریح او دفاع کې لیکل کیږي.
  • د ويکي شيعه مقالې علمي څېړنيزې مقالې نه دي. په دې معنی چې لومړی لاس څیړنې وي او خپرې شوې نه وي، او د علمي ستونزو د حل پسې نه دي. د ويکي شیعه بنسټ د موجودو سرچينو پر اساس د معلوماتو چمتو کول دي، نو ليکوال بايد خپل نظرونه خپاره نه کړي.
  • د علمي او تاریخي اختلافاتو په هکله قضاوت لوستونکي ته پریښودل کیږي. ویکی شیعه په دې قضیو کې بې طرفه دی.
  • د مذهبي اختلافاتو په پام کې نیولو سره، لیکوالان د امکان تر حده د دوو لویو اسلامي فرقو (شیعه او سني) له لومړي لاس او منل شویو سرچینو څخه کار اخلي.

د ويکيز ځانګړنې

  • د تل لپاره د مقالو د ایډیټ کولو وړتیا.
  • د مقالو د معلوماتو د تازه کولو او اضافه کولو وړتیا.
  • د مقالې د تاریخ پاڼې شتون. د تاریخ په پاڼه کې هر هغه بدلون چې په مقاله کې راغلی وي لیدلی شي. لیدونکي کولی شي د بدلونونو او د مینځپانګې د لیکوالانو په اړه خبر شي.
  • د وروستیو بدلونونو پاڼه. دا پاڼه په ټولو ويکي پاڼو کې اخرنی بدلونونه کاریالانو ته ښيي.
  • د تیر مینځپانګې او بدلونونو د بیرته راګرځولو وړتیا.
  • د مدخلونو یو له بل سره اړیکه؛ په دې طریقه چې د مقالې لوستونکی کولی شي په هر یو عبارت باندې د پوهیدو لپاره، پرته له لټونه په هماغه وخت کې، د دغه مفکورې اړوند پاڼه پرانیزي او ویې لولي، دا خصوصیت لوستونکي ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره د هر یو مدخل په لوستلو کې ټولو هغه مفکورو ته هم لاس رسي ولري چې په دې مدخل کې کاریدلي دي او د مطالعې د موضوع په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
  • په نورو ویکي ژبو کې د ورته موضوع سره د هرې مقالې اړیکه.
  • د مقالې په پای کې د کټګوریو کارول. کټګوري یو عمومي سرلیک دی چې د مقالې سرلیک د دې کټګورۍ فرعي سیټ ګڼل کیږي. کټګورۍ د ويکي د موضوع لړلیک دي.
  • د (Navigation templates). د نیویګیشن نمونې هغه نمونې دي چې د مقالې په پای کې په افقی بکس کې د مقالې اړوند مفکورې راټولوي. نیویګیشنونه کله کله د مقالو په سر کې د عمودی بکسونو په توګه کارول کیږي. په دې جدولونو کې شامل شوي سرلیکونو ترمنځ اړیکه په عرضي شکل ده؛ یعنی ټول سرلیکونه د یو جامع سرلیک لاندې راځي.
  • د معلوماتو بکس (Infobox). هغه بکسونه چې د مقالې په پورتنۍ برخه کې ایښودل شوي او د مقالې مهم معلومات په لنډ ډول راټولولو کې رول لري. د معلوماتو بکس ته په مراجعې سره، تاسو کولی شئ مقالې له لوستلو پرته په مقالې له لیکل شوي معلوماتو خبر شئ.
  • د بحث پاڼه. په ويکي کې هره پاڼه او مقاله د بحث پاڼه لري. د بحث په پاڼه کې، کاروونکي کولی شي د مقالې په اړه خپل نظرونه د مقالې لیکوال یا لیکوالانو او مدیرانو سره شریک کړي. د بحث پاڼه، په حقیقت کې، د متخصصینو او د مقالې موضوع سره مینه والو لپاره د خبرو کولو ځای دی او د لیکل شوي مقالې بڼه او محتوا بډایه کولو کې مرسته کوي.

د ویکي شیعه د ژبو د پيلولو تاریخچه

دې وخت ویکي شیعه په 22 ژبو کې لاس رسي لري:

رجدیف زبان تاریخ راه‌اندازی نخستین مقاله توضیحات
۱ فارسي ۲۸ جوزا(غبرګولی) ۱۳۹۲ لمریز کال
صریا
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۲ عربي ۴لیندی ۱۳۹۲ لمریز کال
تهذيب الأحكام (كتاب)
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۳ انګلیش ۹ لیندی ۱۳۹۲ لمریز کال
Al-Hannana Mosque
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۴ اردو ۲۷ کب ۱۳۹۲ لمریز کال
امام علی علیہ السلام
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۵ ترکي استانبولي ۲۱حمل(وری) ۱۳۹۳ لمریز کال
Hz. Fatıma Zehra (s.a)
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۶ اسپینش ۱ جوزا(غبرګولی) ۱۳۹۳ لمریز کال
Profeta Muhammad (PBD)
د 1393 کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سبط‌‌النبی(ص) د میلاد په پروګرام کښې پرانستل شوه
۷ انډونیشن ۳ سنبله(وږی) ۱۳۹۳ لمریز کال
Imam Ali bin Abi Thalib as
۸ فرانسوي ۴ سنبله(وږی) ۱۳۹۳ لمریز کال
Verset d'al-Mubâhala
۹ جرمني ۳۰ سنبله(وږی) ۱۳۹۵ لمریز کال
Die Vier Stellvertreter
۱۰ روسي ۹ کب ۱۳۹۶لمریز کال
Хадис Сакалайн
۱۱ چینیي ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱لمریز کال
后世
د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې په اووم اجلاس پرانستل شوه.
۱۲ سواحیلي ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱لمریز کال
Eid al-ghadir
د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې په اووم اجلاس پرانستل شوه.
۱۳ هندي ۷ زمری ۱۴۰۱ لمریز کال
आय ए इकमाल
د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې په اووم اجلاس پرانستل شوه.
۱۴ بنګالي ۳۱ زمری ۱۴۰۱ لمریز کال
প্রথম মুসলিম
د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې په اووم اجلاس پرانستل شوه.
۱۵ تاجیکي ۳۱ زمری ۱۴۰۱ لمریز کال
Аввалин мусулмон
د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې په اووم اجلاس پرانستل شوه.
۱۶ پښتو ۲۶ جدی(مرغومې) ۱۴۰۱لمریز کال
د شیعو امامان
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۱۷ آذري ۲۷ جدی(مرغومې) ۱۴۰۱لمریز کال
Məvəddət ayəsi
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۱۸ میانماري ۶دلو(سلواغه) ۱۴۰۱لمریز کال
آیه صلوات
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۱۹ پرتغالي ۱۲ دلو(سلواغه) ۱۴۰۱لمریز کال
Imames xiitas
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۲۰ ایټیلین ۱۹ دلو(سلواغه) ۱۴۰۱لمریز کال
WikiShia
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۲۱ هوسا ۲۰ دلو(سلواغه) ۱۴۰۱لمریز کال
Kyautar zobe
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.
۲۲ تایلندي ۲۳ دلو(سلواغه) ۱۴۰۱لمریز کال
อะบาอับดิลลาฮ์ (ฉายานาม)
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت پرانستل شوه.