Jump to content

لومړی مخ

د wikishia لخوا
د اهل بیت د مکتب مجازی پوهنغونډ د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې سره تړلی دی
۱٬۱۲۵ مقالې / ۳۹٬۶۷۴ سمونونه په پښتو ژبه

ځانګړې شوې مقاله

په امام هادي یا امام علي النقي مشهور علی بن محمد (۲۱۲ - ۲۵۴ق) د شیعیانو لسم امام او د امام جواد(ع) زوی دی. هغه له ۲۲۰ ق تر ۲۵۴ ق کاله د ۳۴ کلونو په موده امامت په غاړه درلود. د امام هادي د امامت وخت له یو شمېر عباسي خلیفه ګانو منجمله متوکل سره هم مهاله و. هغه د خپل امامت زیات کلونه په سامرا کې د عباسي واکمنانو تر څارنې لاندې تېر کړل. له امام هادي(ع) په اعتقادي، تفسیر، فقې او اخلاقو کې ځینې حدیثونه روایت شوي دي په ځینو حدیثونو کې کلامي بحثونه شوي لکه تشبیه او تنزیه او جبر او اختیار. زیارت جامعه کبیره او زیارت غدیریه هم له هغوي نقل شوې دي. عباسي خلیفه ګانو امام هادي(ع) محدوداوه او له شیعیانو سره د هغوي د اړیکو مخه یې نیوله. له همدې امله هغه زیاتره د خپل وکالت تنظیم په ذریعه چې د امام له ځینو وکیلانو جوړ و، له شیعیانو سره اړیکي لرل. عبد العظیم حسني، عثمان بن سعید، اَیوب بن نوح او حسن بن راشد د هغه له اصحابو وو. د امام هادي مزار په سامرا کې او د شیعیانو زیارت دی.

نور یی ولوله ...

نورې ټاکل شوې مقالې: د قبلې آیتثقل اکبرحجاج بن زید تمیمي سعدي

آیا تاسو پوهیږې ...

د کعبې زیږون د فرشچیانو لخوا انځور شوی
  • ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟
  • ...علامه حلي د اهل سنت له عالم سره په مناظره کې د امام علي(ع) امامت او د شیعه مذهب حقانيت ثابت کړ چې له امله يې پاچا شيعه مذهب غوره کړ او ځان يې د سلطان محمد خدابنده نوم کېښود.
  • ...عبدالعلي مزاري چې په افغانستان کې د شیعو یو له مشهورو مشرانو څخه دی، د طالبانو له خوا شهید شو او جسد یې د زرګونو خلکو له خوا په پیاده او په سلګونو کیلومتره واټن کې تشییع شو؟
  • ...د حیدرآباد ښار چې پخوا بهاګ نگر بلل کېده، د هغه وخت پاچا لخوا په حیدرآباد (حیدر ته منسوب، د امام علي(ع) له لقبونو څخه) بدل شو؟
  • ...په دوهمه هجري پېړۍ کې د بلخ له ښار څخه په شیعه روایي او رجالی متنونو کې اوولس راویانو ثبت شوي دي چې زیاتره یې د امام صادق(ع) راویان دي؟
  • ...حکيم بن حزام عمر بن خطاب ته سپارښتنه کړى و چې قريشو ته د پيسو له ورکولو ډډه وکړي. ځکه چې دا به د دوی د سوداګرۍ مخه ونیسي او څرګنده نه ده چې ایا دا بخښنه به په راتلونکي کې هم دوام وکړي؟


وړاندیز شوي مقالې

په قدس کې د جمعې لمونځ
  • د جمعې لمونځ «د جُمعې لمونځ، دوه رکعتي لمونځ دی چې د جمعې ورځې په ماسپښین، د ماسپښین لمانځه په ځای او په جَماعت سره کیږي. د جمعې لمونځ لږ تر لږه پینځو کسانو سره کیږي چې یو یې د جُمعې امام دی. د جمعې امام باید له لمانځه مخکې د لمونځ کوونکو لپاره دوه خطبې ووایي چې تقوا ته بلنه پکې شامله ده.»
  • د عاشورا تحریفونه «د عاشورا تحریفونه د کربلا د پېښې په اړه هغه راپورونه او شننې چې ځینو عالمانو او څېړاندو هغه جعلي یا غلطې ګڼلې دي. ویل شوي چې غلط نقلونه او بې صحیح سنده ادعاګانې، له کربلا وروسته په مختلفو پېړیو په تېره بیا د صفویانو او قاجاریانو په زمانه کې په سرچینو کې شاملې شوې دي.»
  • د امام حسین(ع) پاڅون « د امام حسین(ع) پاڅون د یزید بن معاویه د حکومت په خلاف د هغه حضرت اعتراضیه حرکت و چې د ۶۱ قمري کال د محرم په لسمه د هغه حضرت او د ملګرو یې د شهادت او د هغوي د کورنۍ د اسیرېدو سبب وګرځېد. دغه حرکت د یزید د استازي په توګه د مدینې له واکمن سره بیعته د امام حسین(ع) له ډډه کولو او د ۶۰ قمري کال په رجب کې له مدینې په وتلو سره پېل او مدینې ته د اسیرانو په بیا ستنېدو سره پای ته ورسید.»
  • د دوح ورځ « د دَوح ورځ د غدیر ورځې لپاره بل نوم دی؛ هغه ورځ چې پیغمبر(ص) امیر المومین علي(ع) ته د خپل ځای ناستې او ولې په توګه معرفي کړ..»
  • د حج ارکان «د حج ارکان د حج له اصلي مناسکو او واجباتو څخه دي، چې قصداً پرېښودل یې د حج د باطليدو سبب کیږي. د شیعه فقهاوو له نظره احرام، طواف، په عرفات کې هیساریدل، په مشعر الحرام کې هیساریدل او د صفا او مروه تر مینځ سعي کول، د حج ارکان دي. ځينو امامیه فقهاوو نيت، تلبیه او ترتيب هم د حج له ارکانو ګڼلي دي.»
  • علي بن ابي رافع «علي بن ابي رافع د امام علي(ع) په حکومت کې د بیت المال کاتب او مسئول و. هغه د پیغمبر(ص) د مشهور صحابي ابو رافع زوی دی.»
  • د الاقصی طوفان « د نیواکي فلسطین د تاټوبي او غَزِّه تر مینځ  په سرحدي سیمه کې د اسراییلو په خلاف د حماس د ځواکونو پوځي عملیات دي.»
  • تور اغوستل «سیاه پوشي (تور اغوستل)، د تورو جامو اغوستل یا په ځایونو د تورو پردو لګول دي چې د عزادارۍ په نښه ترسره کیږي. په شیعیانو کې دا فرهنګ د اسلام له لومړیو دود پاتې شوی دی. د معصومانو په روایتونو کې مختلف شواهد د دغه سنت په تایید موجود دي.»

شاخص

د افراد وېشنيزه و نه موندل شوه
د باورها وېشنيزه و نه موندل شوه
د تاریخ وېشنيزه و نه موندل شوه
د جامعه وېشنيزه و نه موندل شوه
د جغرافیا وېشنيزه و نه موندل شوه
د زمان وېشنيزه و نه موندل شوه
د سیاست وېشنيزه و نه موندل شوه
د علوم وېشنيزه و نه موندل شوه
د فرهنگ وېشنيزه و نه موندل شوه
د مفاهیم وېشنيزه و نه موندل شوه
د موجودات وېشنيزه و نه موندل شوه