پادشاهي عاشورخانه

يادشاهي عاشورخانه ( پاچاهي عاشورخانه) د هند په حیدراباد کې د شیعیانو یوه تاریخي ودانۍ ده چې د امام حسین(ع) د عزادارۍ کولو لپاره جوړه شوه. دغه ودانۍ په ۱۰۰۵ق کال کې د حیدر اباد د شیعه واکمن محمد قلی قطب شاه په امر او د میر محمد مومن استرابادي په نقشې سره جوړه شوه. د دغه عاشورخانې په دستورو کې په تېره بیا د محرم په لومړۍ لسیزه کې، واکمن کس، سره د وزیرانو او امیرانو شتون درلود او حتی په خپله محمد قلي قطب شاه به هم ویرنې ویلې.
پادشاهي عاشورخانې د قطب شاهیانو لړۍ د ختمېدو او په حیدر اباد د ګورکاني سترواکۍ په واکمنېدو سره، څو لسیزې فعالیت نه درلود تر دې چې د آصف جاهیانو د لړۍ په زمانه کې بیا فعاله شوه او ځینې برخې یې پر ودانۍ ورزیاتې شوې. دغه عاشورخانه د هند براعظمګي د نورو حسینیو او امامباړو په شان تر اوسه (۱۴۰۳ل) پورې همېشه د شیعیانو، مسلمانانو او ان غیر مسلمو د عزادارۍ مرکز پاتې شوی دی.
پادشاهي عاشورخانه، په کاشیو او کتیبو ښکلې شوې او پرې د فارسۍ شعرونه او د شیعه امامانو نومونه کنده شوې دي. په دغه عاشورخانه کې همداراز د څوارلسو معصومانو په نوم د عزادارۍ علمونه (بېرغونه) موجود دي. دغه عاشورخانه د صوبایي تاریخي میراث د ادارې او د شیعه د اوقافو د ادارې تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
جوړېدل
بادشاهي عاشورخانه په ۱۰۰۵ق[۱] کال کې د قطب شاهیانو د شیعه لړۍ د واکمن محمد قلي قطب شاه په امر نوي جوړ شوي ښار حیدر اباد کې جوړه شوه.[۲] د حیدر اباد ښار نقشه کې ځینې ودانۍ لکه چهار منار، چت لرونکی چهار بازار، څوارلس زره دکانونه، دولتخانه او منجمله بادشاهي دولتخانه[۳] د قطب شاهیانو د ایراني صدر اعظم میر محمد مومن استرابادي په څارنه په ۹۹۹ق کال کې جوړې شوې.[۴] د بادشاهي عاشورخانې له جوړېدو مخکې د محرم د دستورو لپاره نورې عاشورخانې په بیجاپور کې د عادل شاهیانو او په حیدراباد کې د قطب شاهیانو په حکومتونو کې جوړې شوې وې.[۵] عاشورخانې تر ټولومهمې ودانې وې چې قطب شاهیانو یې د جوړولو هڅه کوله.[۶]
د ویر او عزادارۍ د جوړېدو ځای
بادشاهي عاشورخانه د جوړېدو له وخته، همېشه د مذهبي دستورو د ترسره کېدو په تېره بیا د امام حسین د عزادارۍ لپاره یو مرکز و.[۷] د قطب شاهیانو په حکومت کې د دغه عاشورخانې له جوړېدو مخکې، د هند په ګُلکُندَه او حیدرآباد کې، مسلمانان او غیر مسلمه کسان نورو عاشورخانو ته تلل.[۸] د قطب شاهي د حدیقة السلاطین کتاب د راپور له مخې چې د عزادارۍ د دستورو او مذهبي اخترونو مفصله شرحه یې بیان کړې،[۹] د محرم ورځو د ویر دستورو د محمد قلي قطب شاه په زمانه کې د بادشاهي عاشورخانې په تاسیس سره په لا ډېر برم سره دوام وموند.[۱۰] د محرم میاشتې په پېل کېدو سره، پاچا امر کاوه چې ټول ښار د امام حسین(ع) په ویر کې په غم کښیني.[۱۱] د دغه ورځو له ادابو څخه کولی شو د موسیقۍ، د تماکو او د مشروباتو د خرڅلاو بندیدو او د غوښې له استعماله ډډه کولو ته اشاره کولی شو.[۱۲]
د عاشورخانې د ویر په دستورو کې د واکمن او درباریانو ګډون
د بادشاهي عاشورخانې په دستورو کې، د وخت پاچا محمد قلي قطب شاه، له نورو وزیرانو او امیرانو سره د عزا جامې اغوستې، له خلکو سره یو ځای برخه اخستله.[۱۳] قطب شاهي حدیقة السلاطین کتاب، د بادشاهي عاشورخانې دستورې د محرم د لومړۍ لسیزې د ورځو مطابق په تفصیل سره بیان کړې دي.[۱۴] پر دې اساس د محرم له لومړۍ تر لسمې شپې، هره شپه په دغه عاشورخانې کې هره شپه یو زر څراغه بلول کېدل چې ترلسمې شپې به یې شمېر لسو زرو ته رسېده.[۱۵] په دې عاشورخانه کې هم د نورو عاشورخانو په شان، د مصایبو د بیان او ماتم ذکر کېده. مداحانو او ذاکرانو به مداحۍ او ویرنې ویلې.[۱۶]
د فعالیت دوام

بادشاهي عاشورخانه په ۱۰۰۵ق کال کې د جوړېدو له وخته تر اوسه (۱۴۴۶ق) پورې تر ۴۰۰ زیات کلونه[۱۷] خپل فعالیت جاري ساتلی دی. په بادشاهي عاشورخانه کې، د امام حسین(ع) عزاداري له لومړۍ شپې څخه د عاشورا تر شپې پورې د شیعیانو او اهل سنتو او هندوانو له خوا ترسره کیږي.[۱۸] سره له دې د مورخانو د راپور په اساس د قطب شاهیانو د شیعه لړۍ له زواله وروسته د عاشورخانې په فعالیت کې یو ځنډ راغی.[۱۹] په دکن کې د ګورکاني سترواکۍ د اورنګزیب د حکومت په راتګ سره عزاداري اویا کاله بنده شوه.[۲۰] او له هغه وروسته د شیعه لړۍ آصف جاهیانو په راتګ سره عزادارۍ بیا ځلا وموندله.[۲۱]
د بادشاهي عاشورخانې د ودانۍ فزیکي ځانګړنې

د مآثر دکن کتاب په راپور، د بادشاهي عاشورخانې په لرغونې ودانۍ کې یوازې یوه اندروني وه[۲۲] او د تاسیس له وخته د څوارلسو معصومانو په نوم په دې عاشورخانه کې څوارلس علمونه ولګېدل.[۲۳] په ۱۰۹۸ق کال کې د ګورکاني سترواک اورنګزیب د لښکرو له خوا د حیدر اباد له فتح کېدو وروسته،[۲۴] د فرقه ایزو تعصباتو په وجه، له عاشورخانې څخه د عسکرو د اسونو د اصطبل په توګه استفاده وشوه.[۲۵] او په دې بهیر کې د ودانۍ ځینې برخې ورانې شوې.[۲۶] پر حیدر اباد د آصف جاهیانو له واکمنۍ وروسته، دغه ودانۍ په ۱۷۶۵ م کال کې د دوهم آصف جاه ( میر نظام علي خان بهادر) له خوا بیا ورغول شوه[۲۷] او د باب فیض عالمیان په نوم یوه نوې دروازه او بهرني هالونه او لرګینې ستنې، د عاشورخانې پر اصلي ودانۍ ورزیاتې شوې.[۲۸] همداراز په ۱۲۵۰ ق کال کې د عاشورخانې ودانۍ ورنګول او انځور ګري پکې وشوه.[۲۹] د لرغوني عمارت د چت خاتم بندۍ د آصفیه له زمانې څخه خوندي پاتې دي.[۳۰] که څه هم دغه ودانۍ د لرغونوالي له نظره د لکهنو ښار له نورو حسینیو او امامباړو زیاته پخوانۍ ده، خو بیا یې هم کاشیکارۍ خوندي پاتې شوې دي.[۳۱]
د ودانۍ برخې
په بادشاهي عاشورخانې کې مختلفې برخې لکه نقارخانه، نیاز خانه، آبدار خانه، لنګرخانه ( د نذرونو او خوړو د ځای په معنا) د ساتندویانو کوټې او د متولي کور شامل دي.[۳۲]
کتیبې او کاشیکارۍ

د بادشاهي عاشورخانې کاشیکارۍ په ۱۰۲۰ق کال کې په ایراني سبک سره ترسره شوې.[۳۳] د مآثر دکن کتاب د راپور په اساس چې د ودانۍ د کتیبو مفصل راپور یې وړاندې کړی، د سلطان محمد قلي قطب شاه نوم د محراب لپاسه کتیبې باندې موجود دی.[۳۴] همداراز د اوم سلطان عبدالله قطب شاه نوم هم د ابوالمظفر له کنیت سره په مختلفو ځایونو کنده کاري شوی دی.[۳۵] په نورو کاشیکاریو باندې په طغرا خط سره ځینې لیکنې شوې چې تر ټولو مهمې یې دا دي:
- د جنوبي او شمالي دیوالونو په کتیبو د «اللهم صل علی النبی و الوصی و البتول فاطمه و السبطین و السجاد و الباقر و الصادق و الکاظم و الرضا و التقی و النقی و العسکری و المهدی و السلام علیهم» عبارت کنده شوی دی.[۳۶]
- په لویدیځ دیوال د دوهم دالان په کتیبې هم لاندینی عبارت په شعري بڼه موجود دی:
د بادشاهي عاشورخانې د عمارت بودجه
د عاشورخانې لومړۍ ودانۍ سلطان محمد قلي قطب شاه په ۶۶ زره روپیو سره جوړه کړې وه.[۳۸] نواب میرنظام علیخان بهادر غفران مآب د عاشورخانې د لګښتونو لپاره د کال دولس زره روپۍ مقرر کړې[۳۹] او له هغه وروسته نواب سکندرجاه بهادر مغفرت منزل دوه زره روپۍ په هغې ورزیاتې کړې.[۴۰] د مآثر دکن کتاب د راپور له مخې، دغه ودانۍ لږ تر لږه تر ۱۹۲۴ م کاله پورې دولتي بودجه لرله.[۴۱] اوس هم دغه عاشورخانه د تاریخي میراث د صوبایي ادارې او شیعه اوقافو د ادارې تر څارنې لاندې اداره کیږي.[۴۲]
فوټ نوټ
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۰
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۰؛ عباسی، «عاشورخانه»، ص۷۹۴؛ کرمی، نگاهی به تاریخ حیدرآباد دکن، ۱۳۷۳ش، ص۸۵
- ↑ صادقی علوی، «دوران طلایی حکومت قطبشاهیان»، ص۱۵۵
- ↑ صادقی علوی، «دوران طلایی حکومت قطبشاهیان»، ص۱۵۵
- ↑ عباسی، «عاشورخانه»، ص۷۹۴؛ صادقی علوی، «گذری بر منابع تاریخی عصر قطبشاهیان»، ص۱۴۹
- ↑ عباسی، «عاشورخانه»، ص۷۹۴؛ صادقی علوی، «گذری بر منابع تاریخی عصر قطبشاهیان»، ص۱۴۹
- ↑ «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت شیعه خبریں
- ↑ ضابط، «نقش ایرانیان در ترویج عزاداری در شبه قاره هندوستان»، ص۱۰۲؛ معصومی، «هندوان و ایینهای محرم در دکن»، ص۱۷۵
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹-۵۷
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹-۵۷
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطب شاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹و۵۶
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹-۵۷
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۵۰
- ↑ صاعدی شیرازی، حدیقه السلاطین قطبشاهی، ۱۹۶۱م، ص۴۹-۵۷
- ↑ «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت شیعه خبریں
- ↑ ضابط، «نقش ایرانیان در ترویج عزاداری در شبه قاره هندوستان»، ص۱۰۲؛ معصومی، «هندوان و ایینهای محرم در دکن»، ص۱۷۵
- ↑ «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت شیعه خبریں
- ↑ «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت شیعه خبریں
- ↑ «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت شیعه خبریں
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ Green, "Auspicious Foundations: The Patronage of Sufi Institutions in the Late Mughal and Early Asaf Jah Deccan", p74
- ↑ Green, "Auspicious Foundations: The Patronage of Sufi Institutions in the Late Mughal and Early Asaf Jah Deccan", p74
- ↑ Green, "Auspicious Foundations: The Patronage of Sufi Institutions in the Late Mughal and Early Asaf Jah Deccan", p74
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳؛ عباسی، «عاشورخانه»، ص۷۹۴؛ Green, "Auspicious Foundations: The Patronage of Sufi Institutions in the Late Mughal and Early Asaf Jah Deccan", p74
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳؛ عباسی، «عاشورخانه»، ص۷۹۴
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳
- ↑ Chatterjee, "Badshahi Ashurkhana", sia photography site
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۱
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۱
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۲
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۳
- ↑ بلگرامی، مآثر دکن، ۱۹۲۴م، ص۱۰
- ↑ سید مبشر، «مقبرہ سیدانی ماں، بادشاہی عاشور خانہ اور شیخ پیٹ سرائے کی تزئین نو کا فیصلہ»، سایت روزنامه منصف حیدرآباد
سرچينې
- «حیدرآباد دکن ہندوستان میں عزاداری کا ایک قدیمی مرکز»، سایت: شیعہ خبریں، تاربخ درج مطلب: ۱۳ جولایی ۲۰۲۴م.
- بلگرامی آصفجاہی، علیاصغر، مآثر دکن، دارالطبع جامعہ عثمانیہ سرکار عالی، حیدرآباد، ۱۹۲۴م.
- خانترین، غلام امام، تاریخ رشید الدین خانی و بر حاشیہ تاریخ خورشید جاہی، مطبع ریاض ہند، علی گڈہ، ۱۲۷۰ق، ۱۸۵۳م
- سید مبشر، «مقبرہ سیدانی ماں، بادشاہی عاشور خانہ اور شیخ پیٹ سرائے کی تزئین نو کا فیصلہ»، سایت روزنامه منصف حیدرآباد، تاریخ درج مطلب: ۲۰ می ۲۰۲۳
- صادقی علوی، محمود، «گذری بر منابع تاریخی عصر قطبشاهیان»، در مجله نامه تاریخ پژوهان، شماره ۱۰، ۱۳۸۶ش.
- صادقی علوی، محمود، «دوران طلایی حکومت قطبشاهیان»، در مجله تاریخ اسلام، شماره ۳۳، ۱۳۸۷ش.
- صاعدی شیرازی، میرزا نظامالدین احمد بن عبدالله، حدیقه السلاطین قطبشاهی، تصحیح علیاصغر بلگرامی، مجلس اشاعت تاریخ و تمدن، دکن، ۱۹۶۱م.
- ضابط ، حیدررضا، «نقش ایرانیان در ترویج عزاداری در شبه قاره هندوستان»، در مجله مشکات، شماره ۷۷، ۱۳۸۱ش.
- عباسی، محمد، «عاشورخانه»، دانشنامه جهان اسلام، ج۳۱، ۱۴۰۰ش.
- کرمی، مجتبی، نگاهی به تاریخ حیدرآباد دکن ، موسسه چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه، تهران، ۱۳۷۳ش.
- معصومی، محسن، «هندوان و ایینهای محرم در دکن»، در مجله تاریخ و تمدن اسلامی، شماره ۱۶، ۱۳۹۱ش.
- Chatterjee, Saurabh, "Badshahi Ashurkhana"
- Green, Nile, "Auspicious Foundations: The Patronage of Sufi Institutions in the Late Mughal and Early Asaf Jah Deccan", South Asian Studies, Volume 20, 2004