په اسرائیلو باندې د ایران برید

د wikishia لخوا

په اسراییلو باندې د ایران برید یا وعده صادق عملیات، د ایران د اسلامي جمهوریت په اسرائیلو پر ضد پوځي عملیات وو چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۱۴ ترسره شو دا برید په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د برید په غبرګون کې وشو. دا عملیات د ایران او اسرائیلو تر منځ لومړنۍ مخامخ جګړه ګڼل کېږي، چې په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید او د ایران په تاریخ کې تر ټولو لوی توغندیز برید بلل کېږي. د وعده صادق په عملیاتو کې له ایران څخه تر ۳۰۰ زیات بې پیلوټه الوتکې او توغندي د اشغال شویو سیمو په لور وتوغول شول او ځینې توغندي د اسرائیلو له دفاعي سیسټم څخه تېر شول او د نوآتیم هوايي اډې په ګډون د اسرائیلو پوځي اهداف یې وویشتل.

بیلا بیلو عالمانو او مذهبي او سیاسي شخصیتونو لکه د شیعو د تقلید له مراجعو څخه آیت‌الله مکارم شیرازي و آیت‌الله نوري همداني، په دې عملیاتو غبرګون ښودلی او د دې حمایت یې کړی دی؛ خو امریکې او ځینې نورو اروپايي هیوادونو دا برید غندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ د ایران پوځي برید مشروع او دفاع وګڼله. په سیمه او نړۍ کې د میزایلو او ډرون ځواک په توګه د ایران ثبات او هر ډول ګواښ ته د ځواب ویلو وړتیا د دې عملیاتو له اغیزو او پایلو څخه ګڼل شوي دي. ځینو ایراني کارپوهانو د اسرائیلو د پرمختللو هوايي دفاعي سیسټمونو په لرلو سره د فلسطین نیواکي سیمو ته د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو رسیدل د ایران د وړتیا او د صهیونیسټي رژیم د ناکامۍ ثبوت ګڼلی دی.

د عملیاتو تفصیل

دا عملیات د ۱۴۰۳ کال د وري د میاشتې د ۲۵ نیټې په وروستیو او د سهار په ساعتونو کې د ایران له خوا «یا رسول الله» کوډ سره، د اسرائیلو پر لور د لسګونو توغندیو او ډرون په ویشتلو سره ترسره شول.[۱] دا د ایران او اسرائیلو لومړۍ نیغ په نیغه مخامخیدل ګڼل کیږي.[۲] د اسراییلو د پوځي چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې پر اسراییلو ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۱۱۰ کروز توغندي وویشتل شول چې زیاتره یې د ایران او ځینې یې له عراق او یمن څخه وو.[۳] د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو عملیات د صهیونیسټانو د حملو په ځواب کې په نوآتیم هوايي ډګر باندې وشوه.[۴] د یورونیوز په وینا، په دې عملیاتو کې چې د یمن حوثي ملیشو، عراقي ملیشو او د لبنان حزب الله په مرسته ترسره شول، د اشغالي سیمو په شمالي، جنوبي او ختیځې سیمې او د ګولان غرونه هم په نښه شوي دي.[۵]


دا عملیات په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو ترټولو لوی برید بلل شوی او د ایران په تاریخ کې ترټولو لوی توغندیز برید[۶] او د خپل ډول ترټولو بې ساری برید دی[۷].

ایا د ایران بې پیلوټه الوتکو هدفونه په نښه کړي؟

د خبري سرچینو په وینا، ځینو هیوادونو لکه امریکا، انګلستان[۸] او اردن[۹] د ایراني بې پیلوټه الوتکو په مخنیوي کې له اسرائیلو سره مرسته کړې ده. خو د رپوټونو له مخې په اشغال شوي فلسطین کې د رامون او نواتیم په هوايي اډو یو شمیر توغندي لګیدلي دي[۱۰] د ایراني چارواکو په وینا هغه بې پیلوټه الوتکې چې په عملیاتو کې شاملې وې سل په سلو کې خپل هدفونه ترلاسه کړي، ځکه چې هیڅ یو یې د ویجاړولو لپاره نه و تللی او یوازې د اسراییلو د دفاعي سیسټمونو د ښکیلولو لپاره الوزول شوي وو، ترڅو د دفاعي سیسټم په ښکیلولو سره توغندي په نښه ولګي.[۱۱]

ایران ولی په اسرائیلو برید وکړ؟

اسراییلو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ (د ۲۰۲۴ کال د اپریل په لومړۍ نېټه) برید وکړ، چې د ایران په اسراییلو د برید لامل شو

د اسرائیلو پر ضد د ایران پوځي عملیات د ۱۴۰۳ کال د وري په دیارلسمه (۱ اپریل 2024) په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې ترسره شول.[۱۲] د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په ښکاره وویل چې د دې عملیاتو لامل د اسرائیلو د ایران له سره کرښه تېرېدل او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وه.[۱۳] د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو په برید کې د اسلامي انقلابي ګارډ اووه غړي شهیدان شول د سپاه پاسداران په شمول د قدس ځواک یو لوړ پوړی قوماندان محمد رضا زاهدي شهید شو.[۱۴] په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ د ایران پوځي عملیات مشروع او دفاع وګڼل.[۱۵] ویل شوي، چې پر اسرائیلو د ایران برید وروسته له هغه وشو، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دمشق کې د ایران پر سفارت د برید ډیپلوماټیکو لارو چارو د تعقیبولو له مایوسۍ سره مخ شو نو ایران د دې کار د غندلو او دوباره نه تکراریدلو د مخنیوي په غرض دا برید وکړ.[۱۶]

عملیاتو ته د وعده صادق نوم ورکول

سپاه پاسداران انقلاب اسلامی په یوه بیانیه کې دغه عملیات یو وعده صادق نامه ورکړه او دا یې د اسرائیلو د سزا یوه برخه وبلله چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا په منظورۍ او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز تر څارنې لاندې ترسره شوه.[۱۷] همدارنګ د دغه هیواد فوځ او د جمهوري اسلامی د دفاع د وزارت په دې عملیاتو کې ګډون درلود.[۱۸] له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای د اسرائیلي رژیم د سزا[۱۹] او د داسې ځواب په هکله خبره کړې وه چې هغوي به ورباندې پښیمان شي.[۲۰]

غبرګونونه

د وعده صادق د عملیاتو د ملاتړ (د ۱۴۰۳هـ ق کال د وري په ۲۷) د همدان په ښار کې د خلکو غونډه [۲۱]

د سپاه پاسداران د عملیاتو په وخت کې د ایران په مختلفو ښارونو لکه تهران، اصفهان او کرمان[۲۲] او همدارنګه په لبنان[۲۳] عراق[۲۴] کې ډلې ډلې سړکونو ته راووتل او خوښي یې وکړه. همدارنګه د وري په ۲۶ مه د ایران په ښارونو[۲۵] او ځینو نورو هیوادونو[۲۶] کې د دغه اقدام په ملاتړ مظاهرې وشوې. همدارنګه، په ځینو ټولنیزو شبکو کې د تیري کوونکي د سزا او د انتقام ورځ هشتک په لاره اچول شوي [سرچینې ته اړتیا لري].

د شیعه تقلید له چارواکو څخه د ایت الله مکارم شیرازي په ګډون علماوو او مختلفو دیني او سیاسي شخصیتونو دغه عملیات د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او ویاړ سرچینه بللې ده.[۲۷] آیت الله نوري همداني هم په یوه پیغام کې دغه عملیات پر ځای او مناسب بللي.[۲۸] د اهل بیتو(ع) د نړیوال مجلس عمومی منشی رضا رمضاني هم دغه اقدام د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه ستره ماتې وبلله.[۲۹] همدارنګه په ټولنیزه شبکه کې د عمان لوی مفتي احمد بن حمد الخلیلي ته منسوب پاڼه کې هم د ایران دغه اقدام د خوښۍ وړ بللی شو.[۳۰]

متحده ایالاتو او ځینو اروپایي هیوادونو لکه انګلستان او جرمني د اسراییلو په ملاتړ کې د وعده صادق عملیات غندلي دي.[۳۱] د ملګرو ملتونو سرمنشي، روسیې، چین او ځینو عربي هېوادونو هم ایران او اسراییل ته ویلي دي چې له زغمه کار واخلي.[۳۲]

پایلې

په سیمه او نړۍ کې د میزایل او ډرون ځواک په توګه د ایران ثبات او د هر ډول ګواښ په وړاندې د ځواب ورکولو وړتیا د دې عملیاتو له اغیزو او پایلو څخه یوه پایله ګڼل کیږي.[۳۳] ځینې ایراني کارپوهان د اسراییلو د اوسپنې گنبد، فلاخن داوود او پیگان 3 په څیر د هوايي دفاعي سیسټمونو سره سره، د فلسطین اشغال شویو سیمو ته د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوازې رسیدل، د ایران د وړتیا ښودنه او له نظامي پلوه خورا مهم ګڼلی او دا یې د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه لویه ناکامي ګڼلې ده.[۳۴] همدارنګ يې دا عملیات د صهیونیسټو لپاره د سرې کرخې تیردل ګڼلي دي.[۳۵] د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو لومړی قومندان حسین علايي په رسمي اعلان سره پر اسرائیلو د ایران برید د ایران د دفاعي ځواک د دفاع د قدرت د بیا راژوندي کیدو لامل بللی دی.[۳۶]

د ایران له خوا پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له برید وروسته، ځینو اسرائیلي چارواکو د سخت او افسوسناک ځواب ژمنه وکړه؛ دا ژمنه د اسرائیلو تر ټولو د ستر ملاتړي او متحد امریکا له تړون او ملاتړ سره همغږې نه شوه. د امریکې ولس مشر جوبایدن د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو ته په یو تلفني تماس کې اسرائیل په ایران باندې له بریده ویرولی او ورته ویلي یې دي که اسرائیل ایران ته د برید ځواب ورکړي نو بیا دې له امریکې د ملتیا تمه نه لري.[۳۷] د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراييلو د اوسني او پخواني دفاع وزير په حواله ويلي، چې د ايران په وړاندې د اسراييلو مستقيم ځواب ډاډمن نه دی او نتنياهو تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده کړې،[۳۸] د  راز زیمیت (Raz Zimmit)، ورځپاڼې د راپور له مخې د اسرائیلو د امنیت د مطالعاتو د موسسې یو څیړنوال ویلي دي چې د ايران په ځواب کې اسراييل له دريو مسايلو سره مخ دی: د اسراييلو هر ډول غبرګون ته د ايران سخت غبرګون. د امریکا د ملاتړ نشتوالی، او د غزې سره په جګړه کې د اسراییلو ښکیلتیا.[۳۹]

په ملګروملتونو کښې د اسرائیلو استازی هم په ایران د نورو بندیزونو د لګولو او د ترهه ګرو سازمانونو په فهرست کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د شاملولو غوښتنه وکړه.[۴۰] ځینې سرچینو د امریکې  له خوا په ایران باندې د نوو بندیزو اراده هم بیان کړې ده.[۴۱]

د الجزیرې د صهیونیسټي ورځپاڼې یدیعوت اخرونوت د راپور له مخې، اسراییل د ایران د بی پيلوټو الوتکو او توغندیو د مقابلې لپاره په دې عملیاتو کې د 1.08 څخه تر 1.35 ملیارد ډالرو پورې مصرف کړی په داسې حال کې د دې پیسو شاوخوا 10٪ د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لپاره کارول شوي دي.[۴۲] د تركيې د دولتي راډيو او ټلويزيون ادارې په رسمي ويبپاڼه كې راغلي دي چې ۱.۳۵ ميليارده ډالره يوازې د بې پيلوټه الوتكو د مقابلې لګښت دى او د لسګونو الوتكو د الوتنې لګښت او همدارنګه د توغنديو له امله رامنځته شوي زيانونه په كې شامل نه دي.[۴۳]

د ګارډین انګلیسی ورځپاڼی د تحلیل له مخې اردن د ایران د بې پیلوټو الوتکو د مخنیوی په برخه کې له اسرائیلو سره د همکارۍ له امله له سخت وضعیت سره مخ شوی او په هیواد او سیمه کې د خلکو د غصې لامل شوی دی.[۴۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. «ده‌ها فروند پهپاد و موشک به سمت سرزمین‌های اشغالی شلیک شد»، خبرگزاری ایرنا.
  2. «رویارویی مستقیم نظامی با اسرائیل چه تاثیری بر زندگی شهروندان عادی ایران می‌گذارد؟»، یورونیوز؛ Motamedi, "‘True Promise’: Why and how did Iran launch a historic attack on Israel?», Al Jazeera Media Network.
  3. «نیویورک تایمز: اسرائیل در حمله ایران، با تسلیحاتی بسیار پیچیده و پیشرفته روبرو شد»، خبرگزاری ایسنا.
  4. «اولین تصاویر ماهواره از خسارت به پایگاه نواتیم در پاسخ ایران»، خبرگزاری ایسنا.
  5. «پاسخ احتمالی تل‌آویو به تهران: آیا نیروی هوایی اسرائیل می‌تواند ایران را زمین‌گیر کند؟»، یورونیوز.
  6. Motamedi, "‘True Promise’: Why and how did Iran launch a historic attack on Israel?», Al Jazeera Media Network.
  7. «پاسخ احتمالی تل‌آویو به تهران: آیا نیروی هوایی اسرائیل می‌تواند ایران را زمین‌گیر کند؟»، یورونیوز.
  8. «القوات الأمریکیة والبریطانیة اعترضت أکثر من 100 مسیرة إیرانیة قبل وصولها إلی إسرائیل»، arabic.rt.
  9. «الأردن: اعترضنا أجساما طائرة دخلت مجالنا الجوی»، الجزیره.
  10. «ای. بی. سی نیوز: ۹ موشک ایران به ۲ پایگاه اسرائیل اصابت کرد.»، خبرگزاری ایرنا.
  11. موشک هایپرسونیک ایران به اهداف اسرائیلی اصابت کرد /سفیر سوئیس به جای وزارتخارجه به سپاه احضار شد /موشک‌های بالستیک ظرف ۱۵ دقیقه به اسرائیل رسیدند»، خبرآنلاین.
  12. «حمله گسترده موشکی و پهپادی ایران به اسرائیل آغاز شد»، خبرگزاری تسنیم.
  13. «سرلشکر باقری: گنبد آهنین نتوانست مقابله قابل‌توجهی با عملیات ما داشته باشد»، شبکه العالم.
  14. «حمله اسرائیل به کنسولگری ایران در سوریه و شهادت ۷ عضو ارشد سپاه (+فیلم و عکس)»، عصر ایران.
  15. «نمایندگی ایران با هشدار به اسرائیل: اقدام نظامی بر اساس بند ۵۱ منشور سازمان ملل بود»، خبرگزاری ایرنا.
  16. «حسین علایی:۱۲۰ جنگنده پیشرفته برای مقابله با ایران به پرواز درآمدند اما...»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  17. «ده‌ها فروند پهپاد و موشک به سمت سرزمین‌های اشغالی شلیک شد»، خبرگزاری ایرنا.
  18. «ده‌ها فروند پهپاد و موشک به سمت سرزمین‌های اشغالی شلیک شد»، خبرگزاری ایرنا.
  19. «خطبه‌های نماز عید فطر»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  20. «پیام در پی شهادت سرلشکر پاسدار محمدرضا زاهدی و همرزمانش»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  21. «تصاویر / جشن مردمی همدان در پی عملیات وعده صادق»، خبرگزاری حوزه.
  22. «حشود إیرانیة تحتفی بالهجوم علی إسرائیل»، الجزیره.
  23. «لبنانی‌ها، عملیات ایران علیه رژیم صهیونیستی را جشن گرفتند»، مشرق‌نیوز.
  24. «شادی مردم عراق در خیابان های بغداد از حملات موشکی و پهپادی ایران به اسراییل»، آپارات.
  25. مثال په توګه وګورئ: «اجتماع حوزویان در حمایت از عملیات «وعده صادق»»، خبرگزاری حوزه؛ «تجمع دانشگاهیان در حمایت از پاسخ مقتدرانه سپاه به رژیم صهیونیستی»، خبرگزاری فارس.
  26. مثال په توګه وګورئ: «حامیان عملیات «وعده صادق» در پاکستان به خیابان آمدند»، خبرگزاری ایرنا.
  27. «پیام حضرت آیت الله العظمی مکارم‌شیرازی(مدّظلّه العالی)»، بلیغ‌نیوز.
  28. «پیام مرجع عالیقدر حضرت آیت الله العظمی نوری همدانی «مدظله العالی» در حمایت از پاسخ کوبنده جمهوری اسلامی ایران و گروه های مقاومت به تجاوزات رژیم صهیونیستی»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله نوری همدانی.
  29. «آیت‌الله رمضانی: رژیم صهیونیستی غده سرطانی و تهدیدی برای دنیای بشری است/ اسرائیل اگر اشتباهی کند، پاسخ ایران سنگین‌تر خواهد بود»، خبرگزاری ابنا.
  30. «المفتی العام لسلطنة عمان: الرد الإیرانی علی الکیان الصهیونی أمر یسر الخاطر حقا + صورة التغریدة»، وکالة أبنا العالمیة.
  31. «جنگ ایران و اسرائیل در نشست شورای امنیت»، یورونیوز؛ «حمله ایران به اسرائیل؛ واکنش کشورهای جهان چه بود؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  32. «جنگ ایران و اسرائیل در نشست شورای امنیت»، یورونیوز؛ «حمله ایران به اسرائیل؛ واکنش کشورهای جهان چه بود؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  33. «معادلات منطقه پس از وعده صادق»، روزنامه دنیای اقتصاد.
  34. «معادلات منطقه پس از وعده صادق»، روزنامه دنیای اقتصاد.
  35. «معادلات منطقه پس از وعده صادق»، روزنامه دنیای اقتصاد.
  36. «حسین علایی: ۱۲۰ جنگنده پیشرفته برای مقابله با ایران به پرواز درآمدند اما...»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  37. «پاسخ احتمالی تل‌آویو به تهران: آیا نیروی هوایی اسرائیل می‌تواند ایران را زمین‌گیر کند؟»، یورونیوز.
  38. «How will Israel respond to Iran’s attack and could it cope with a war?», The Guardian.
  39. «How will Israel respond to Iran’s attack and could it cope with a war?», The Guardian.
  40. «جنگ ایران و اسرائیل در نشست شورای امنیت»، یورونیوز.
  41. Shalal and Lawder, «US to hit Iran with new sanctions in "coming days", Yellen says», Reuters.
  42. «إسرائیل أنفقت 1.5 ملیار دولار فی لیلة واحدة لصد الهجوم الإیرانی»، الجزیره.
  43. «آسیب اقتصادی حمله پهبادی ایران به اسرائیل، ۱.۳۵ میلیارد دلار برآورد شد»، وبگاه TRT.
  44. «Jordan faces difficult balancing act amid row over role in downing Iranian drones»،The Guardian.

سرچينې