د الاقصی طوفان

د wikishia لخوا
دا مقاله یا ځینې برخې یې، د یوې ورځې په پېښې مشتملې دي.
د وخت په تېرېدو سره،ممکنه ده اطلاعات زر زر بدل شي. ممکنه ده لومړي خبرونه نامعتبره وي او د مقالې اخري اپديټس هم د دغه پېښې په اړه ټول اتفاقات منعکس نه کړي. مهرباني وکړئ د مقالې د ښه کولو اقدام وکړئ.

د الاقصی توپان د نیواکي فلسطین د تاټوبي او غَزِّه تر مینځ  په سرحدي سیمه کې د اسراییلو په خلاف د حماس د ځواکونو پوځي عملیات دي. دا عملیات د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې د میاشتې په  پینځلسمه ( د ۲۰۲۳ میلادي د اکتوبر په اومه نېټه) پېل او تر څو ورځو روان وو. له دغه حملو وروسته حماس ځواکونو د صهیونسټ رژیم د نیواکګرۍ د دوام د مقابلې لپاره اول په ځینو نیواکي سیمو راکټي بریدونه وکړل او بیا له ځمکې نیواکي سیمو ته ورننوتل. په دې حمله کې  تر ۱۴۰۰ زیات اسراییلي ووژل او کابو درې زره ژوبل شول. دا حمله د اسراییلو لپاره بې مخینې ماته وبلل شوه.

له دې حملې وروسته اسراییلي پوځ په غزې تړانګې برید وکړ او په څو ورځو بمباریو کې یې  تر ۲۶۰۰ زیات کسان ووژل او تر نهو زرو یې ټپیان کړل.  د اسراییلو له خوا د استوګنو سیمو د بمباریو دوام او د عامو خلکو وژلې  د نړۍ په مخلتفو سیمو کې د خلکو د غبرګونونو سبب شوې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر ایت الله خامنه ای او نورو شیعه د تقلید مراجعو د غزې د خلکو ملاتړ وکړ.

اهمیت او موخې

حماس ځواکونو د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې د طوفان الاقصی په نوم عملیات د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کې ترسره کړل. اسراییلي رسنیو دغه عملیات په تاریخ کې بې ساري او د دغه رژیم لپاره لویه ماته وبلله.[۱] همداراز د حماس د ځینو اسیرو شویو عسکرو په قول د ځینو رسنیو په وینا دا حمله په تېر یو کال کې پلان شوې وه.[۲]

د حماس انګیزه او محرک

له دې حملې د حماس انګېزه، د فلسطین ازادول او د اسراییلو له خوا د بشري حقوقو له خلاف ورزۍ او نیواکګرۍ سره مقابله ګڼل شوې ده.[۳] د حماس ملاتړو رسنیو هم د حماس له خوا د دغه حملې اسباب د فلسطینیانو په وژله او د مسجد الاقصی په سپکاوي او په ساتونکو یې په تیري او په فلسطینیانو د صهیونسټو ښارګي میشتو په ملاتړ کې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې جنایتونو غبرګون ګڼلی دی.[۴] د حماس د پوځي کوماندان په خبرتیا کې چې د جنګ په دریمه ورځ خپره شوه، د حملې د دلیل په بیان کې، د مسلمانو سپېڅلتیاوو ته د صهیونیسټانو سپکاویو، په هغوي ظلمونو جاري ساتلو او د فلسطین په خاروه تیري ته اشاره شوې ده.[۵]

د عملیاتو اجرا

د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په پینځلسمه چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر اوومه کیږي، په غزې کې ځاي پر ځای د حماس ځواکونو د ناڅاپي عملیاتو په طراحۍ او اجرا سره د اسراییل په نیواک کې ځمکو برید وکړ. د دغه حملې په لومړیو شېبو کې پینځه زره توغندي د نیواکي ټاټوبي په لور وویشتل شول. له هغه وروسته د حماس پوځیانو د غزې او نیواکي ځمکو تر مینځ له حایل دیواله ورتېر او په صهیونسټ میشته ښارګیو یې ځمکنی برید وکړ.[۶] د عملیاتو حکم د قسام کنډک یو کوماندان محمد ضیف ورکړ. د حملې په لومړیو شېبو کې، یو شمېر صهیونسټي ښارګي میشته او پوځیان د حماس له خوا ونیول او د اسیرانو په توګه غزې ته ولېږدول شول. د حملو د څپې په پېل کېدو سره، د صهیونسټ رژیم د جنګ وزیر بیړنی حالت اعلان کړ.[۷]‌ د حماس له خوا په دغه حمله کې برخه اخستونکي ځواکونه کابو زر کسان او نیواکي ځمکو ته د ننوتلو عملیاتي ځایونه  پینځلس ځایونه معرفي شول.[۸] د اسراییلي سرچینو د شمېرنو له مخې د حملې له پېله تر دولسمې ورځې پورې، ۱۴۰۰ اسراییليان مړه او ۳۵۰۰ ژوبل شوې وو.[۹]

غبرګونونه

په رسنیو کې د دغه عملیاتو د خبر له خپرېدو وروسته مختلفو هیوادونو لکه ایران،[۱۰] افغانستان[۱۱] او عراق[۱۲] کې مسلمانانو خوشالۍ وکړې او د مقاومت د کامیابۍ جشن یې ولمانځه. د ایران اسلامي جمهوریت[۱۳] او د لبنان حزب الله د حماس له حملې ملاتړ وکړ.[۱۴] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای دغه عملیات د اسراییلو لپاره نه جبرانېدونکې ماته وبلله.[۱۵] د ایران د علمیه حوزو مشر علي رضا اعرافي، دغه حمله په اسلامي نړۍ کې یو لوی بدلون وباله.[۱۶]

امریکې له اسراییلو په ملاتړ کې د تمبوونکي اقدام لپاره خپله د جنګي الوتکو بېړه سیمې ته ولېږله.[۱۷]

په غزې د اسراییلو حمله او د ملکي خلکو وژله

د الاقصی له توپانه وروسته په غزې د اسراییلو د حملې ورانۍ

اسراییلیانو په عملیاتو کې له ناڅاپي راګېرېدو وروسته، په غچ اخستونکو حملو کې په غزې تړانګه کې په استوګنو او پوځي سیمو حملې وکړې. د اوبو او برېښنا غوڅول، د استوګنو سیمو بمبارول، د ملکي کسانو ښځو او ماشومانو وژل، د طبي مرکزونو او روغتونونو بمبارول او له ممنوعه وسلو استفاده هغه اقدامات دي چې اسراییلو له حماس ځواکونو سره په مقابلې کې وکړل او له دې امله پرې مختلفو هیوادونو نیوکه وکړه.[۱۸] اسراییلي ځواکونو د غزې خلکو ته وویل چې تر یوې ټاکلې مودې د غزې شمالي سیمه خالي کړي چې دغه اقدام د بشري حقوقو د ټولنو له مخالفت سره مخامخ و.[۱۹]

د اسراییلو په متقابلو حملو کې هم  په غزې په دولس ورځو بریدونو کې تر ۱۳۵ زره زیات کورونه وران او د غزې ځینې محلې له خاورو سره خاورې شوې. د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې، په دغو حملو کې تر ۳۲۰۰ زیات فلسطینیان ووژل او تر ۱۱۰۰۰ زیات ژوبل شول.[۲۰] د امریکا این بي سي(NBC) خبري چینل د اکتوبر په ۱۸ د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله  د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴۷۸ کسان او ژوبل تر ۱۲۰۰۰ زیات اعلان کړل.[۲۱] د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې د اسراییلو د حملې تر یوولسمې ورځې د اسراییلو ځواکونو له خوا کابو پینځه سوه ښځې او اوه سوه ماشومان ووژل شول.[۲۲] همداراز د یورو نیوز په راپور، د اسراییلي جنګي الوتکو په هوایي بریدونو کې، په غزې کې اوه جوماتونه وران شول.[۲۳]

په مختلفو هیوادونو کې د خلکو اعتراض

په غزې د صهیونسټ رژیم له حملې وروسته، د اسلامي نړۍ په مختلفو هیوادونو او غیر مسلمه هیوادونو کې د غزې د خلکو په وژله کې د اسراییلي پوځ د اقداماتو په اعتراض کې لاریونونه وشول. ترکیه، پاکستان، ایران، ملاشییا، اسټریلیا، انګلستان او امریکا له هغو هیوادونو وو چې د مقاومت ځواکونو په ملاتړ کې د لاریون کتونکي وو.[۲۴]

د شیعه د تقلید د مراجعو او عالمانو غبرګون

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه ای په یوې وینا کې او په نجف کې میشته د تقلید مرجع سید علي سیستاني په یوې بیانیې کې په غزې د اسراییلي ځواکونو حمله وغندله. نوری همداني، مکارم شیرازي، جعفر سبحاني او جوادی آملی هغه نور د  تقلید مراجع وو چې په دې حمله او د فلسطینیانو په پلویتوب کې یې غبرګون وښود.[۲۵] ایت الله خامنه ای، د اسراییلو له خوا د فلسطینیانو وژله ښکاره نسله وژنه وبلله او د صهیونیسټي رژیم د محاکمې او د غزې د بمباریو د سملاسي بندېدو غوښتنه یې وکړه.[۲۶]

د غزې په المعمداني روغتون د اسراییلو د ترهه ګرو حملو د شهیدانو د جنازو په مینځ کې د غزې د روغتیا وزارت خبري غونډه

په المعمداني روغتون د اسراییلو حمله

اصلي مقاله: د المعمداني روغتون وژله

اسراییلو د تلې په ۲۵ المعمداني روغتون چې له فلسطیني ټپیانو او کډوالو ډک و، هوایي حمله وکړه. په دې حمله کې چې ویل کیږي د امریکا په یو ټني بم سره وشوه،[۲۷] تر ۵۰۰ زیات ملکي کسان ووژل شول.[۲۸] ډېرو رسنیو دغه حمله نسل وژنه وبلله. همداراز په مختلفو اسلامي او غېر اسلامي هیوادونو کې ځینې غوڼډې وشوې. په اردن کې د اسراییلو سفارت ته اور ورته کړی شو[۲۹] په ځینو اسلامي هیوادونو لکه ایران او عراق کې یو یا څو ورځې عمومي ویر اعلان شو.[۳۰] په ایران کې د امام رضا(ع) د حرم په ګنبد بېرغ په تور بېرغ بدل شو.[۳۱]

اقتصادي، سیاسي او امنیتي پایلې

په لندن کې د الاقصی د توپان له عملیاتو په ملاتړ کې  صهیونسټي ضد مظاهرې، د «فلسطین د ازادۍ» په شعار سره

د اسراییلو د اقتصادي بازارونو ځوړتیا

د ونډو د بازار ډېره ځوړتیا، د پېسو د ارزښت کمېدا او په نړیوالو ټولنو کې د اسراییلو د اعتباري درجې کمزورتیا د دغه حملې له پایلو ګڼل شوې دي. همداراز د دغه حملې له اوږد مهاله پایلو څخه  په اسراییلو کې د پانګه ونې د اندازې کموالي ته اشاره شوې ده.[۳۲] همدا راز د فارس خبري اژانس په اشغال شویو سیمو کې د ځینو نړیوالو شرکتونو لکه د سویس شرکت نستله او د هسپانوي شرکت اینتدیتکس د څانګو د تړلو اعلان کړی دی.[۳۳]

د عربستان او اسراییلو د اړیکو د نارملولو ځنډول

د ځینو راپورونو له مخې له الاقصي توپان وروسته سعودي عربستان له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو پروګرام وځنډاوه.[۳۴]

د لبنان په جنوب کې له حزب الله سره د اسراییلو نښته

د حماس له حملې دوه ورځې وروسته، د لبنان حزب الله هم په یو پېغام کې د دغه حرکت ملاتړ وکړ او ادعا یې وکړه چې د صهیونسټ رژیم په دریو مورچو یې حمله کړې ده.[۳۵] همداراز د اسراییلو په لاس د خپلو څو ځواکونو د وژلې په ځواب کې په دریمه ورځ د لبنان حزب الله، د صهیونسټ رژیم په دوو اډو په توغندیو او هاوانونو برید وکړ.[۳۶]‌‌

له نیواکي ټاټوبو د صهیونسټانو معکوس مهاجرت

د العالم د راپور له مخې،  دالاقصی عملیاتو له پېله وروسته په نیواکي ټاټوبو کې استوګن بهرني ښاریز له دغه ټاټوبي ووتل.[۳۷] د استراتژیکو مسایلو د کارپوه  محمد حسین قدیري ابیانه په وینا، د الاقصی په توپان سره نه یوازې له نیواکي ټاټوبو مهاجرت بند شوی بلکې له دغه ټاټوبو معکوس مهاجرت پیل شوی دی.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. «دهمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، شبکه العالم.
  2. «بازنده اصلی عملیات «طوفان الاقصی» کیست؟»، خبرگزاری دنیای اقتصاد.
  3. «طوفان الاقصی نقطه عطف زوال قطعی رژیم صهیونیستی است»، مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  4. «دهمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، شبکه العالم.
  5. «لحظه به لحظه با سومین روز از عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری العالم.
  6. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم.
  7. «لحظه به لحظه با عملیات توفان الاقصی»، شبکه العالم.
  8. «بازنده اصلی عملیات «طوفان الاقصی» کیست؟»، خبرگزاری دنیای اقتصاد.
  9. «دوازدهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم؛ «Palestinian health minister says 3,478 killed in Gaza; Israeli government says 1,400 killed in Israel»، nbcnews.
  10. وګورئ: «شادی مردم تهران در پی پیروزی مقاومت فلسطین در عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری ایرنا.
  11. «شادی مردم افغانستان پس از عملیات طوفان الاقصی»]، خبرگزاری مهر.
  12. «تصویر اولین جشن عملیات طوفان الاقصی| کارناوال‌های شادی به راه افتادند»، همشهری‌آنلاین.
  13. «تهران به پشتیبانی همه‌جانبه از مقاومت فلسطین ادامه می‌دهد حمایت ایران از «طوفان‌الاقصی»»، سایت روزنامه دنیای اقتصاد.
  14. «لحظه به لحظه با دومین روز از عملیات طوفان الاقصی]»، شبکه العالم.
  15. «مراسم مشترک دانش‌آموختگی دانشجویان دانشگاه‌های افسری نیروهای مسلح»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  16. «عملیات طوفان الاقصی سرآغاز تحولات بزرگی در جهان اسلام و منطقه است»، شورای نگهبان.
  17. «لحظه به لحظه با پنجمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، خبرگزاری العالم.
  18. «دهمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، شبکه العالم.
  19. «هشتمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، خبرگزاری العالم.
  20. «دوازدهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم؛ «لحظه به لحظه با دوازدهمین روز عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  21. «Palestinian health minister says 3,478 killed in Gaza; Israeli government says 1,400 killed in Israel»، nbcnews.
  22. «غزة تحت النار و الحصار»، الجزیره.
  23. «تصاویر ویرانه‌های مسجد الحبیب محمد در حملات هوایی اسرائیل به غزه»، وبگاه یورونیوز.
  24. «نهمین روز از عملیات "طوفان الاقصی"»، شبکه العالم.
  25. «واکنش مراجع عظام تقلید به جنایات رژیم صهیونیستی»، خبرگزاری مشرق.
  26. «دیدار نخبگان و استعدادهای برتر علمی با رهبر انقلاب»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  27. «بیمارستان المعمدانی با بمب آمریکایی هدف قرار گرفته شد»]، خبرگزاری ایرنا؛ «دوازدهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم.
  28. «دوازدهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم.
  29. «آتش زدن سفارت رژیم صهیونیستی در اردن»، خبرآنلاین.
  30. «العراق وإيران ودول عربية تدخل حدادا عاماً على أرواح ضحايا غزة»، خبرگزاری شفقنا.
  31. «اعلان عزا در حرم مطهر رضوی به دنبال جنایات صهیونیست‌ها در نوار غزه»، وبگاه آستان نیوز.
  32. «بازنده اصلی عملیات «طوفان الاقصی» کیست؟»، خبرگزاری دنیای اقتصاد.
  33. «جنگ غزه شرکت‌های بین‌المللی در سرزمین‌های اشغالی را مجبور به تعطیلی کرد»، خبرگزاری فارس.
  34. «منبع نزدیک به دولت عربستان: ریاض مذاکرات عادی‌سازی با اسرائیل را تعلیق کرد»، خبرگزاری تسنیم.
  35. «لحظه به لحظه با دومین روز از عملیات طوفان الاقصی]»، شبکه العالم.
  36. «لحظه به لحظه با سومین روز از عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری العالم.
  37. سفال‌گر، «آینده رژیم صهیونیستی در پرتو عملیات "طوفان اقصی"».
  38. «عملیات طوفان الاقصی مهاجرت به سرزمین‌های اشغالی را متوقف كرد»، بدون خط خوردگی.

سرچينې