دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

کُمَیت بن زید اَسَدي (۶۰-۱۲۶ق)، شیعه عرب ژبی شاعر، د امام باقر او امام صادق هم مهاله و. «هاشمیات» قصیدې د هغه له ډېرو مهمو اثارو دي چې د بني هاشمو د فضایلو، د غدیر پیښې، د امام حسین (ع) شهادت او له بني امیه سره اړوند مسایلو او د هغې د پایلو په شان موضوعات پکې شامل دي. دغه شعرونه د عاشورا له پیښې وروسته له ۱۵ تر شلو کلونو په واټن کې ویل شوې دي.

کمیت ته د هغه د شعرونو په وجه د شیعیانو د څلورم او پینځم امام، امام سجاد او امام باقر پام وروګرځېد او د هغه لپاره د دغه امامانو د دعا په اړه ډېر روایتونه نقل شوې دي. سره له دې ویل شوي چې هغه د خپل ځان د حفاظت لپاره د بني امیه په مدحه کې هم یوه قصیده ویلې ده.

مقام او اهمیت

ابومُستَهَل کمیت بن زید اسدي، د ابوالفرج اصفهاني په وینا، تکړه شاعر، په عربۍ ژبه او لغاتو عالم، د عربو له حالاتوخبر او د قحطانیانو په اړه متعصب، او له نورو عربو شاعرانو سره د شعري مقابلې سړی و.[۱] د هغه هاشمیات قصیدې، د کمیت له ډېرو ښو شعرونو بلل شوې دي.[۲] همداراز د هغه د شعرونو شمېر تر پینځو زرو بیتونو بیان شوی[۳] چې زیاتره بیتونو ته یې لاسرسي نیشته.[۴]

ویل شوي چې هغه په خپلو شعرونو کې پر عدنانیانو خاص تعصب درلود او د یمني شاعرانو په خلاف یې شعرونه ویل او د کمیت له خوا د یمن د خلکو د هجو دلیل په حقیقت کې دا و چې د حکیم بن عایش کلبي په نوم یو یمني شاعر علي بن ابیطالب او بني هاشم هجو کړې وو او کمیت د دې لپاره چې د بني امیه و تر قهر لاندې رانه شي، د هغه په ځواب کې خپل شعر د یمنیانو په هجوه کې ووایه، نه د امام علي او بني هاشمو په نېغ په نېغه دفاع کې.[۶]

کمیت بن زید بن خنیس بن مخالد اسدي په ۶۰ قمری کال کې وزېږېد.[۷] هغه د بني امیه و د زمانې د شاعر فرزدق خوریی او د متعصب او مشهور شیعه شاعر سید حمیري هممهاله و[۸] هغه د اخري اموي خلیفه مروان بن محمد د خلافت په زمانه کې په ۱۲۶ ق کال کې په کوفې کې ومړ.[۹] هغه لومړی کس و چې په بني اسد هدیرې کې ښخ کړی شو.[۱۰]

له اهل بیتو سره اړیکي

د امام حسین(ع) په اړه د کمیت له قصیدو ځینې بیتونه:


و من أكبر الأحداث كانت مصيبة علينا قتيل الأدعياء الملحّب
قتيل بجنب الطف من آل هاشم فيا لك لحما ليس عنه مذبب
و منعفر الخدين من آل هاشم ألا حبّذا ذاك الجبين المتّرب
و من عجب لم أقضه أن خيلهم لأجوافها تحت العجاجة أزمل
هماهم بالمستلئمين عوابس كحدءان يوم الدّجن تعلو و تسفل
يحلئن عن ماء الفرات و ظلّه حسينا و لم يشهر عليهن منصل
كأنّ حسينا و البهاليل حوله لأسيافهم ما يختلي المتقبّل
يخضن به من آل أحمد في الوغى دما طلّ منهم كالبهيم المحجّل
و غاب نبي اللّه عنهم و فقده على الناس رزء ما هنالك مجلل
فلم أر مخذولا أجلّ مصيبة و أوجب منه نصرة حين يخذل
يصيب به الرّامون عن قوس غيرهم فيا آخرا أسدى له الغيّ أول
تهافت ذبّان المطامع حوله فريقان شتى: ذو سلاح و أعزل
إذا شرعت فيه الأسنة كبّرت غواتهم من كل أوب و هللوا
فما ظفر المجرى إليهم برأسه و لا عذل الباكي عليه المولول
فلم أر موتورين أهل بصيرة و حقّ لهم أيد صحاح و أرجل
كشيعته، و الحرب قد ثفيت لهم أمامهم قدر تخيش و مرجل
فريقان: هذا راكب في عداوة و باك على خذلانه الحق معول
فما نفع المستأخرين نكيصهم و لا ضرّ أهل السابقات التعجّل
* سرچينه: شبر، ادب الطف، ۱ ټوک، ۱۸۱-۱۸۲ مخونه.


د موجودو روایتونو له مخې، کمیت د داسې شاعر په توګه چې د بني امیه و په زمانه کې یې د پېغمبر د کورنۍ ستاینه کوله، د امام سجاد، امام باقر او امام صادق د پام وړ و او د هغه لپاره د هغوي د دعا په اړه ځینې روایتونه نقل شوې دي.[۱۱]

همداراز ویل شوي چې کمیت هغه مادي ډالۍ چې د اهل بیتو په مدحه کې د شعرونو ویلو په وجه هغه ته ورکول کېدې نه منلې او کله کله به یې له امام سجاد یا امام باقر څخه یو کمیس غوښته چې ورسره تبرک وکړي.[۱۲]

هاشمیات قصائد

اصلي مقاله: هاشمیات قصائد

هاشمیات قصائد چې کمیت بن زید اسدي هغه د عاشورا له پېښې وروسته له ۱۵ تر ۲۰ کلونو کې ویلي، د هغه له ډېرو مهمو اثارو ګڼل شوې دي.[۱۳]دغه شعرونه په اتو قصیدو کې ویل شوي چې د بني هاشم او د اسلام د پېغمبر د کورنۍ، د غدیر خم د پېښې، د خلافت د غصب او د علی د حقانیت(ع) د امام حسین(ع) د شهادت، د ظالمو واکمنانو د حکومت، د بني امیه و د غمیزو، د زید بن علي د وژلې او د هاشمیانو د مصایبو په اړه دي.[۱۴]

سره له دې ویل شوي چې کمیت د خپل ځان د ژغورلو لپاره د بنی امیه و په مدحه کې یوه قصیده ویلې او په دې اړه یې له امام باقر(ع) څخه اجازت اخستی دی.[۱۵]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، الاغانی، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۴م.
  • امین، سید محسن، أعيان الشيعة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، ترجمهٔ محمدتقی واحدی، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۶۸ش.
  • امینی، عبدالحسین، موسوعة الغدیر فی الکتاب والسنة والادب، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، بیروت، انتشارات الثقافة الاسلامیه، ۱۴۱۳ق.
  • داود، سلوم، شعر الکمیت بن زید الأسدی، بیروت، عالم الکتاب، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.
  • شبر، جواد، أدب الطف: أو شعراء الحسین علیه‌السلام من القرن الأول الهجری حتی القرن الرابع عشر، بیروت، دار المرتضی، بی‌تا.