ابوالفرج اصفهاني

د wikishia لخوا

اَبوالفَرَجِ اِصفَهاني (۲۸۴-۳۵۶هـ ق) د هجري کال د دریمې او څلورمې پیړۍ له پوهانو او لیکوالانو څخه دی. مقاتل الطالبین کتاب د ده تر ټولو مشهور کتاب دی چې د ابو طالب د اولادونو تاریخ پکې د رسول الله(ص) له زمانې څخه د څلورم قمري پیړۍ تر نیمایي پورې په کې بیان شوی دی. د هغه بل مشهور کتاب الاغاني، د موسیقۍ او کلتور تر ټولو لوی پوهنغونډ او همدارنګه د نظم او نثر تر ټولو جامع دیوان او د عرب د جاهليت د دور او د اسلام د پیل د روایتونو پوهندغونډ ګڼل کیږي.

شیعه او سني عالمانو ابوالفرج اصفهاني زیدي شیعه ګڼلی دی. خو ځینو خلکو د هغه مرواني شالید ته په کتو سره د هغه په شیعه شونی کې شک ښودلی او د هغه شیعه دریځ څرګندول یې شیعه واکمنانو د نږدې کیدو لپاره ګڼلي دي.

ژوندلیک

علي بن حسین بن محمد بن احمد بن هیثم مرواني چې په ابوالفرج اصفهاني لقب لري، د مروان بن محمد له اولادې څخه دی چې په مروان حمار مشهور دی او د اموي وروستی خليفه و.[۱] هغه یې په بیلا بیلو علمونو کې له لویانو څخه ګڼلی دی لکه ادب، فقه، تاریخ، سیره، لغت، مغازی او نسب‌پيژندنه.[۲] هغه په ۲۸۴ هجري قمري کال[۳] کې د عباسي خلیفه معتضد په حکومت کې په اصفهان کې زېږېدلی دی.[۴] په اصفهان کې د هغه د زیږون او یاد شوي ښار ته د هغه د نسبت ورکولو په اړه اختلاف شته.[۵]

ابوالفرج اصفهاني په ماشومتوب کې په بغداد کې بېلابېل علوم زده کړل[۶] او له ماشومتوبه یې له موسیقۍ، تاریخ، د حدیثونو ثبتولو او شعرونو سره مینه درلوده. ډېر تاریخ لیکوالان لکه یاقوت حموي، ابن خلقان، ثعلبي او ابن ندیم، په مختلفو علومو کې د هغه د مقام په اړه خبرې کړې دي.[۷] تنوخي له دې وروسته چې په بیلا علومو کې یې د هغه پوهه بیان کړې ده ویلی دي چې د ټولو عالمان د علم پوه او د شاعرانو ظرافت په هغه کې راټول شوی دی.[۸]

هغه د عز الدوله دیلمي د وزیر مهلبي له خوا بغداد ته راوغوښتل شو او د هغه سلاکار او خاص خدمتګار شو.[۹] لکه څه رنګ چې ابوحیان توحیدی لیکلي دي، ابولفرج د رکن الدوله کاتب هم و.[۱۰]

هغه په ​​14 ذوالحجې 356 هجري[۱۱] یا 357 هجري کې په بغداد کې وفات شو او هلته ښخ شو.[۱۲]

مذهب

د شیخ طوسي او سید ابوالقاسم خویي په شمول ډیر شیعه رجال پوهان په دې باور دي چې ابوالفرج اصفهانی شیعه و.[۱۳] د ذهبی او ابن جوزی په شمول ځینو سنی علماوو هم هغه شیعه منلی دی.[۱۴] ځینو لکه ذهبی، مروانیانو ته د هغه نسبت ورکول عجیبه بللي دي.[۱۵] او ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب لسان المیزان کې د هغه مرواني شونې ته په پام د هغه شیعه شونه له ډېرو کمو پیښو ګڼلې ده.[۱۶] ابن جوزي دهغه شیعه شونه د هغه د روایتونو د ضعيفۍ لامل ګڼلى دي.[۱۷] همدارنګه خطيب بغدادي د ابوالفرج د ابوالفرج شيعه شونې ته په اشارې سره، هغه تر ټولو درواغجن كس معرفي كړی دی.[۱۸]

شیخ طوسي او علامه حلي د ابوالفرج په کتابونو کې د هغه قولونو ته په پام سره، هغه یې د زیدی شیعو له ډلی ګڼلی دی،[۱۹] خو محمد باقر خوانساري (۱۳۱۳-۱۲۲۶) په خپل کتاب روضات الجنات کې، که څه هم د هغه په زیدي شیعه شونې کې شک نه کوي. خو هغه داسې ګڼلی چې ځان به یې شیعه ښوده چې د امامانو ستاینه یې د خپلې دورې له پاچاهانو سره د نږدې کیدو په موخه کوله. لکه څنګه چې مرواني شونه یې هم د هغه په امامي نه شونې دلیل ګڼلی دی.[۲۰]

هغه په ​​خپلو اثارو کې په ځانګړې توګه په الاغانی و مقاتل الطالبیین کې په ډیر درنښت د امام علی(ع) او د هغه د اولادونو یادونه کړې او په ټولو ځایونو کې یې امام علی(ع) د امیر المومنین په لقب سره یاد کړی دی.[۲۱] او د «رضی الله عنه» او «کرم الله وجه»، پرځای یې «علیه‌السلام» ټکي د امامانو(ع) لپاره کارولي دي.[۲۲]، چې دا په خپله د ده د شیعیت له نښو څخه یوه نښه کېدای شي او ښايي همدا دلیل وي چې ځينې سنيان يې شيعه ګڼي او احاديث او کتابونه يې ضعيف ګڼي.[۲۳]

ښوونکي او زده کوونکي

ابوالفرج اصفهاني د خپل وخت د ډیرو عالمانو په علمي غونډو کې ګډون کړی دی. خطیب البغدادي او یاقوت حموي د هغه څو استاذانو ته اشاره کړې ده.[۲۴] ابوبکر بن درید د هغه له استاذانو څخه یو استاذ ګڼل کیږي،[۲۵] د هغه ځینې نور استادان دا دي: محمد بن جریر بن یزید طبري، جعفر بن قدامه، ابو بکر. بکر ابن انباري، فضل ابن حجاب جمحي، علي ابن سلیمان اخفش، نفطویه، محمد ابن عبدالله حضرمي، محمد ابن جعفر قتات، حسین ابن عمر ابن ابي احوص ثقفي، علي ابن عباس مقانعي، علي ابن اسحاق بن زاطیا، ابو خبیب برتي او محمد بن عباس یزید.[۲۶]

ځینی علماء لکه ابو زکریا یحیی، ابو حسین بن دینار، علی بن ابراهیم دهکي، دارقطني، ابو اسحاق طبري، ابراهیم بن مخلد، محمد بن ابی الفوارس او تنوخی د هغه له شاګردانو ګڼل کیږي.[۲۷]

کتابونه

ډېر کتابونه ابوالفرج اصفهاني ته منسوب شوي دي.[۲۸] هغه په شعر او نثر او نسب پيژندنه کې ډېر کتابونه لیکلي دي؛ په دې ډول چې ځينو کتابپوهانو ده ته کابو دېرش اثار منسوب کړي دي[۲۹] د ده تر ټولو مشهور کتابونه چې تر پاتی دي مقاتل الطالبين او الاغاني دي.[۳۰] د هغه ځینې ​​نور کتابونه دا دي: نسب بني عبد شمس، ایام العرب و جمهرة النسب، آداب الغربا، الأخبار و النوادر، نسب بني شیبان.[۳۱]

شیخ طوسي په خپل فهرست کتاب کې، د هغه دوه نور کتابونه هم ذکر کړي دي چې نامې یې «ما نزل من القرآن فی أمیر المؤمنین و أهل بیته(ع)»، و «فیه کلام فاطمة(ع) فی فدک».[۳۲] ډېر شعرونه په بېلابېلو موضوعاتو کې ورته منسوب شوي او ځينې شعرونه يې د الاغاني کتاب په سريزه کې نقل شوي دي.[۳۳]

مقاتل الطالبیین

مقاتل الطالبین د ابو الفراج اصفهاني کتاب

اصلی مقاله: مقاتل الطالبین (کتاب)

مقاتل الطالبین په عربي ژبه کې په ۱۹ فصلونو او ۲۱۶ برخو کې د امام علي(ع) د پلار ابو طالب د اولادونو او لمسو کیسه کوي،[۳۴] د جعفر بن ابیطالب، امام علي(ع)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، صاحب فخ، امام کاظم(ع) او امام رضا(ع)، د شهادت شرح حال د مقاتل الطالبین د کتاب له ځانګړنو څخه شمیرل کیږي.[۳۵] دا کتاب په روایتي بڼه تالیف شوی او د ابوالفرج اصفهاني له خوا په دېرش کلنۍ کې لیکل شوی، یعنې په ۳۱۳ هجری کال کې لیکل شوی دی.[۳۶] شیخ مفید په کتاب الارشاد کې د مقاتل الطالبین ډیر حدیثونه نقل کړي دي.[۳۷] ​​ابوالفرج اصفهاني لکه څنګه چې رسول جعفریان ویلي دي د مقاتل الطالبین حدیثونه په خاصه توګه له کتاب المبیضه فی اخبار آل ابی طالب څخه روایت کړي دي. چې دا کتاب احمد بن عبیدالله ثقفي لیکلی دی او د مقاتل الطالبین په نوم له یو بل کتاب یې هم ګټه اخستې ده چې د محمد بن علي بن حمزه علوي لخوا لیکل شوی دی.[۳۸]

دا کتاب د خبرونو په راپور ورکولو کې د خپل جامعیت او دقت له امله د ډیرو لیکوالانو پام ځانته اړولی دی؛ په دې ډول چې ځینو کسانو لکه شیخ مفید دغه کتاب له اصلي منابعو څخه معرفي کړی دی.[۳۹]

الأغاني

اصلي مقاله: الاغاني (کتاب)

الاغاني د ابوالفرج اصفهاني له خوا په پنځوسو کلونو کې راټول او تالیف شوی دی.[۴۰] او د څو پیړیو په موده کې، د اسلامي تمدن د دورې د موسیقۍ، ادب، تاریخ او هنر په اړه له مهمو سرچینو څخه ګڼل کیده.[۴۱] دا کتاب د موسیقۍ او فرهنګ تر ټولو لوی پوهنغونډ او همدارنګه د جاهلي عربو او د اسلام د لومړیو زمانو د نظمونو، نثرونو او روایتونو تر ټولو جامع دیوان ګڼلی شوی دی.[۴۲] چې د د هغه وخت د موسيقۍ او سندرو د موسیقارانو، سندرغاړو د ژوندلیکونو مجموعه ګڼل کیږي.[۴۳] دا کتاب په ۲۰ جلدونو کې ليکل شوی دی.[۴۴] زرکلي په خپل کتاب الاعلام کې ادعا کړې چې ابوالفرج اصفهاني د اندلس اموي واکمن ته د سندرو کتاب لېږلی او له هغه څخه یې انعام ترلاسه کړی دی.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۴۹؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۹۸؛ امین، مستدرکات اعیان الشیعة، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۴۶؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۴.
  2. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۷؛ ابن العماد الحنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۹۲؛ صفدی، صرف العین، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۷؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۲۰۰؛ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۴۹؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ق، ج۱۱، ص۳۶۸.
  3. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۸؛ امین، أعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۹۸.
  4. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۴.
  5. امین، مستدرکات اعیان الشیعة، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۴۶.
  6. امین، أعیان الشیعه، ۱۴۰۶، ج۸، ص۱۹۸.
  7. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۵-۱۶.
  8. تنوخی، نشوار المحاضرة و أخبار المذاکرة، ۱۳۹۱ق، ج۴، ص۱۰.
  9. ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۳۰۸؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۲۶، ص۱۴۴؛ یاقوت حموی، معجم الادبا، ۱۹۹۳م، ج۱۳، ص۱۰۰.
  10. ابوحیان توحیدی، أخلاق الوزیرین، ۱۹۹۲م، ص۴۲۱.
  11. ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۳۰۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۸؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰، ج۲۱، ص۱۶؛ صفدی، صرف العین، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۷؛ امین، أعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۹۸.
  12. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۲۱، ص۳۷۶.
  13. شیخ طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۵۴۴؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۳۸۱ش، ص۴۶۵؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ق، ج۱۱، ص۳۶۷.
  14. ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۱۸۵؛ ذهبی، سیر اعلام النبلا، ۱۴۱۴ق، ج۱۶، ص۲۰۲؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۱۲۳؛ ابن العماد الحنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۹۲؛ ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۳۰۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۹.
  15. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۲۶، ص۱۴۴؛ ابن العماد الحنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۹۲.
  16. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۹.
  17. ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۱۸۵.
  18. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۸.
  19. شیخ طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۵۴۴؛ حلی، خلاصه الاقوال، ۱۳۸۱ش، ص۴۶۵.
  20. خوانساری اصفهانی، روضات الجنات، ۱۳۹۲ق، ج۵، ص۲۲۱.
  21. اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۳۹.
  22. اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۴۱ و ۵۹ و ۶۹ و ۱۱۶ و ۱۱۸ و ۴۱۲ و ۴۶۰ و...
  23. ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۱۸۵، ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۲۶، ص۱۴۴.
  24. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۷؛ یاقوت حموی، معجم الادبا، ۱۹۹۳م، ج۱۳، ص۹۵؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۴.
  25. ابن درید، الاشتقاق، ۱۳۷۸ق، مقدمه، ص۷.
  26. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۷؛ یاقوت حموی، معجم الادبا، ۱۹۹۳م، ج۱۳، ص۹۵؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۴.
  27. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۸؛ ذهبی، سیر اعلام النبلا، ۱۴۱۴ق، ج۱۶، ص۲۰۲.
  28. ابن العماد الحنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۹۲.
  29. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۲۴.
  30. قائمی، «ابوالفرج اصفهانی»، ص۵۰-۵۱.
  31. ابن خلکان، وفیات الاعیان، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۳۰۸؛ ابن ندیم، فهرست ابن ندیم، بیروت، ص۱۲۸؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۳۹۷؛ شیخ طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۲۸۱؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۲۶، ص۱۴۴؛ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۲ ص۲۴۹؛ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۴، ص۲۷۸.
  32. شیخ طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۵۴۴؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ق، ص۳۶۸.
  33. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۱۸-۲۳.
  34. عادل، «ابوالفرج اصفهانی و ترجمه مقاتل الطالبیین»، ص۴۸.
  35. عادل، «ابوالفرج اصفهانی و ترجمه مقاتل الطالبیین»، ص۴۸.
  36. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۵؛ عادل، «ابوالفرج اصفهانی و ترجمه مقاتل الطالبیین»، ص۴۸.
  37. خانجانی، «منابع شیخ مفید در گزارش‌های تاریخی»، ص۲۷-۳۰.
  38. جعفریان، «علی بن محمد نوفلی و کتاب الأخبار او»، ص۳۵۹.
  39. خانجانی، منابع شیخ مفید در گزارش‌های تاریخی،تاریخ اسلام در آینه پژوهش، پاییز۱۳۸۷، شماره۱۹.
  40. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۴، ص۲۷۸؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۲۵.
  41. گلسرخی، «کتاب الآغانی»، ص۱۱۱-۱۱۲.
  42. گلسرخی، «کتاب الأغانی»، ۱۳۷۰ش، ص۱۱۱-۱۱۲.
  43. گلسرخی، «کتاب الأغانی»، ۱۳۷۰ش، ص۱۱۱-۱۱۲.
  44. گلسرخی، «کتاب الأغانی»، ۱۳۷۰ش، ص۱۱۱-۱۱۲؛ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۹۹۴م، ج۱، ص۲۵.
  45. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۴، ص۲۷۸.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابن العماد الحنبلی، عبد الحی بن احمد، شذرات الذهب فی اخبار من ذهب، تحقیق الأرناؤوط، بیروت، دار ابن کثیر، ۱۴۰۶ق.
  • ابن جوزی، عبد الرحمن بن علی بن محمد، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبد القادر عطا و مصطفی عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن خلکان، احمد بن محمد، وفیات الاعیان، تحقیق احسان عباس، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • ابن درید، محمد بن حسن، الاشتقاق، تحقیق عبد السلام محمد هارون، قاهره، مکتبة الخانجی، ۱۳۷۸ق.
  • ابن ندیم، محمد بن اسحاق، فهرست ابن ندیم، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن الحسین، الأغانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۹۹۴م.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، شرح و تحقیق سید احمد صقر، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • ابوحیان توحیدی، علی بن محمد، أخلاق الوزیرین، تحقیق محمد بن تاویت الطنجی، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۲م.
  • امین، سید حسن، مستدرکات اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۸ق.
  • امین، سید محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • تنوخی، محسن بن علی، نشوار المحاضرة و أخبار المذاکرة، تحقیق عبود الشالجی، بیروت، ۱۳۹۱ق.
  • جعفریان، رسول، «علی بن محمد نوفلی و کتاب الاخبار او»، در مجله علوم حدیث، پاییز و زمستان۱۳۸۷، ش۴۹ و ۵۰.
  • حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۱ش.
  • خانجانی، قاسم، «منابع شیخ مفید در گزارشهای تاریخی»، در مجله تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره ۱۹، پاییز ۱۳۸۷.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • خوانساری اصفهانی، محمدباقر بن زین العابدین، روضات الجنات: فی احوال العلماء والسادات، تحقیق اسدالله اسماعیلیان، تهران، اسماعیلیان، ۱۳۹۲ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، دار الثقافة الاسلامیة، ۱۳۷۲ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلا، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، ۱۳۸۲ق.
  • زرکلی، خیرالدین، الاعلام، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة و أصولهم و أسماء المصنّفین و أصحاب الأصول، قم، مکتبة المحقق الطباطبائی، ۱۴۲۰ق.
  • صفدی، خلیل بن أیبک، الوافی بالوفیات، تحقیق احمد الارناووط و مصطفی ترکی، بیروت، داراحیاء التراث، ۱۴۲۰ق.
  • صفدی، خلیل بن أیبک، صرف العین، قاهره،دار الافاق العربیة، ۱۴۲۵ق.
  • عادل، پرویز، «ابوالفرج اصفهانی و ترجمه مقاتل الطالبیین»، در مجله کتاب ماه تاریخ و جغرافیا، شماره ۲۶، آذر ۱۳۷۸ش.
  • قائمی، محمد، «ابوالفرج اصفهانی»، در مجله فرهنگ اصفهان، ش۳۱، سال ۱۳۳۹ش.
  • گلسرخی، ایرج، «کتاب الأغانی»، در مجله فرهنگ، شماره ۸، بهار ۱۳۷۰.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم الادبا، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۹۹۳م.

بهرنۍ لینک

* (د ابوالفرج اصفهاني مقاله په ستر اسلامي پوهنغونډ کې)مقاله ابوالفرج اصفهانی در دائره المعارف بزرگ اسلامی