کن فیکون
کُنْ فَیَکونُ، چې معنا یې ده «موجود شه! نو موجود شي»، د خدای تعالی په مازې ارادې د څیزونو خلقت ته اشاره لري. دا عبارت په قرآن، روایتونو او فارسي شعرونو کې مطرح شوی دی. امامیه مفسران دغه عبارت د دې حقیقت تمثیلي بیان ګڼي چې د خدای اراده د څیزونو له خلقت سره برابره ده بې له دې چې حقیقتا د «کن» لفظي امر ته ضرورت وي؛ خو اکثره اهل سنت له دغه تفسیر سره مخالف دي.
«کُنْ فَیکونُ» په قرآن، روایتونو او فارسي شعرونو کې
د «کُنْ فَیکونُ» معنا ده «وشه! نو موجود شي» د قرآن په اتو ایتونو کې د عیسی(ع) د غیر عادي زوکړې، د خلقت او د قیامت د واقع کېدو په شان موضوعاتو کې استعمال شوی دی.[۱] «إِذا قَضی أَمْراً فَإِنَّما یقُولُ لَهُ کنْ فَیکونُ»[۲]؛ یعنی: «[خدای] کله چې یو شی مقرر کړي(او د هغه د وجود امر وکړي) یوازې دا ورته ووایي چې موجود شه! نو هغه سملاسي موجود کیږي»[۳]
همداراز له پېغمبر(ص) په یو روایت کې نقل شوي چې خدای تعالی په جنت کې جنتیانو ته فرمایي: زه چې هر څه ته «کُن» (موجود شه) ووایم، هغه شی په وجود کې راځي؛ اوس دا مقام تاسو ته ټاکم چې هرڅه شي ته «کُن» ووایئ هغه شی وشي.[۴]
فارسي ژبو شاعرانو لکه عطار،[۵] مولوي،[۶] سعدي[۷] او نظامي[۸] په خپلو شعرونو کې، همدا عبارت په قرآني موضوع سره د خدای په اړه کارولی دی:
قضای کن فیکون است حکم بار خدای | بدین سخن سخنی در نمیتوان افزود[۹] |
«کُنْ فَیکونُ» تفسیر او معنا
اکثره شیعه مفسرانو دا ایت د دې حقیقت تمثیلي بیان ګني چې خدای تعالی همدا چې اراده وکړي چې یو شي موجود شي هغه شه موجودیږي؛ بې له دې چې حقیقتا هغه شي ته په خطاب کې د «کن» لفظي امر ته اړتیا وي.[۱۰] ځکه چې د یو شي د پېدا کولو لپاره د «کن» د لفظ استعمال هم د تسلسل مستلزم دی او هم بې فایدې. له دې امله تسلسل لازم راځي چې د همدې «کن» د ایجادولو لپاره یو بل «کن» ته اړتیا ده او د بل «کن» د ایجادولو لپاره هم یو بل «کن» ته ضرورت دی او همدا شان تر نهایته. د دې بې فایده والی هم په دې دلیل دی چې لا هغه شی موجود نه دی چې د «کن» خطاب ورته وشي، او که هغه شی موجود وي نو د «کن» لفظ ته اړتیا نه لري.[۱۱]
شیعه مفسران د امام علي(ع) په دې خبره استناد کوي چې:« خدای تعالی هرکله چې د یو شي اراده وکړي، وایي:موجود شه، او هغه سملاسي موجودیږي؛ نه په دې معنا چې په غوږونو کې له هغه کوم غږ واورېدل شي یا کومه چغه واورېدل شي، بلکې د خدای تعالی خبره هماغه شی دی چې ایجادول کوي او صورت او شکل ورکول کوي او له هغه مخکې هیڅ شی نه و موجود.[۱۲]
په عرفاني تفسیرونو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې چې «کُنْ فَیکونُ» وجودي امر او هماغه د شیانو ظهور او څرګندېدل دي.[۱۳]
خو اکثره اهل سنت مفسران دغه ایت تمثیلي نه ګڼي او باوري دي چې خدای تعالی د یو شي د خلق کولو لپاره حقیقتا د «کن» له لفظه استفاده کوي؛ یا په دې شکل چې موجود شي ته په خطاب کې د «کن» له لفظه استفاده کوي چې د هغه شي حالت بدل کړی؛[۱۴] او یا په الهي علم کې موجود شي ته په دغه لفظ سره خطاب کوي چې هغه شي په بهر کې هم موجود شي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: سوره بقره، آیه ۱۱۷؛ سوره آل عمران، آیات ۴۷و۵۹؛ سوره انعام، آیه ۷۳؛ سوره نحل، آیه ۴۰؛ سوره مریم، آیه ۳۵؛ سوره یس، آیه ۸۲؛ سوره غافر، آیه۶۸.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۱۷؛ سوره آل عمران، آیه ۴۷
- ↑ ترجمه فولادوند.
- ↑ صدرالمتالهین، الحکمة المتعالیة، ۱۹۸۱م، ج۶، ص۹-۱۰؛ فیض کاشانی، علم الیقین، ۱۴۱۸ ق، ج۲، ص۱۲۹۲؛ صدرالمتالهین، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۵، ص۱۹۷؛ آشتیانی، شرح بر زادالمسافر، ۱۳۸۱ ش، ج۱، ص۲۱.
- ↑ عطار نیشابوری، دیوان اشعار، قصیده ۵.
- ↑ مولوی، دیوان شمس، غزل ۱۳۴۴.
- ↑ سعدی، غزلیات، غزل ۲۵.
- ↑ نظامی، خمسه، لیلی و مجنون، بخش ۱.
- ↑ سعدی، غزلیات، غزل ۲۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۳۶۸؛طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۲۴۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۵۵۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۱، ص۲۳۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۱۵.
- ↑ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص: ۲۰۳.
- ↑ صمدی آملی، شرح دفتر دل علامه حسنزاده آملی، بیتا، ص۵۲.
- ↑ طبری، الجامع فی تفسیر القرآن، ج ۱، ص۴۰۵؛ طوسی، التبیان، ج ۱، ص۴۳۲؛ ماوردی، النکت والعیون، ج۱، ص۱۷۹.
- ↑ طبری، جامع البیان، ج۱، ص۴۰۵؛ سمرقندی، تفسیر السمرقندی، ج ۱، ص۸۸؛ طوسی، التبیان، ج ۱، ص۴۳۲؛ ماوردی، النکت والعیون، ج ۱، ص۱۷۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ج۱، ص۳۱۸.
سرچينې
- قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند.
- آلوسی، سیدمحمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- آشتیانی، جلالالدین، شرح بر زادالمسافر، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۱ش.
- سعدی، مواعظ، غزل ۲۵.
- صدرالمتالهین، الحکمة المتعالیة فی الاسفار العقلیة الاربعة، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۹۸۱م.
- صدرالمتالهین، تفسیر القرآن الکریم، قم، انتشارات بیدار، ۱۳۶۶ش.
- صمدی آملی، داوود، شرح دفتر دل علامه حسنزاده آملی، بیجا، ناشر چاپی: نبوغ؛ ناشر دیجیتالی: مرکز تحقیقات رایانهای قائمیه اصفهان، بیتا.
- طباطبائی، سیدمحمدحسین، المیزان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- عطار نیشابوری، دیوان اشعار، قصیده ۵.
- فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، علم الیقین، قم، انتشارات بیدار، ۱۴۱۸ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، انتشارات موسسه الوفاء، ۱۴۰۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- مولوی، دیوان شمس، غزل ۱۳۴۴.
- نظامی، خمسه، لیلی و مجنون، بخش ۱.