یوم حسین (دستورې)

د wikishia لخوا
په اصفهان کې د یوم الحسین(ع) مراسم

یوم الحسین ( په پښتو، د حسین ورځ، په انګریزۍ Hussain Day)) د نړۍ د شیعیانو د دستورو او راغونډېدو د یوې ټولګې نوم دی چې عموما د امام حسین(ع) د شهادت د لمانځلولپاره ترسره کیږي. دغه دستورې په مختلفو هیوادونو کې جوړیږي او پکې د امام حسین(ع) د شخصیت، د کربلا د شهیدانو او د شهادت د مفهوم په اړه ویناوې کیږي.[۱] په ځینو حدیثونو کې هم د کربلا پېښه د یوم الحسین په نوم یاده شوې ده.[۲] د ایران په ځینو ښارونو لکه اصفهان او بروجرد کې هم د عاشورا په مازیګر د یوم الحسین په نامه غونډې جوړیږي.[۳] د هند په بنګلور ښار کې هم هر کال د محرم او صفر د عزادارۍ په ورځو کې کلنۍ غونډې جوړیږي. په دغه دستورو کې د مختلفو مذهبونو او دینونو ویناوال په عربۍ، اردو او انګریزۍ ژبو د امام حسین(ع) په اړه ویناوې کوي.[۴] د دغه غونډې جوړوونکي، هغه د برابرۍ د پراختیا او د مسلمانانو او نورو دینونو په خلاف د تاوتریخجنو اعمالو د غندنې لپاره یوه عامه بلنه ګڼي.[۵] همداراز په دغو دستورو کې، د عزا بېرغونه د هند مختلفو ادارو ته ډالۍ او د دغه هیواد په ځینو ښارونو کې رپول کیږي.[۶]

د پاکستان امامیه زدکړیالانو سازمان هم هر کال د محرم په دریمه لسیزه کې، د « یوم حسین» په نوم یوه غونډه د پاکستان په پوهنتونونو کې ترسره کوي.[۷] له دغه غونډې سره د پاکستان د ځایي مسوولانو د مخالفت ځینې راپورونه شته دي.[۸] البته له ځینو راپورونو داسې پوهیږو چې په پاکستان کې د امام حسین(ع) د زوکړې جشنونو ته هم « یوم حسین» ویل کیږي.[۹]

د «یوم حسین» دستورې په نیویارک کې هم جوړیږي. د امریکا شیعیان هر کال د عاشورا ورځې ته په ډېرې نزدې یکشنبې لاریونه کوي او لیدونکو ته د سرو ګلونو څانګې او او د کربلا د پېښې په اړه بروشرونه ډالۍ کوي.[۱۰] په برتانیا کې هم د دغه دستورو په اړه ځینې راپورونه شته دي. په ۲۰۱۳م کال کې د وِسِکس په نامه د شیعیانو ټولنې د انګلستان په المهدي مرکز کې په دغه نوم او د مسیحیانو، یهودیانو او د انګلستان د نورو مذهبونو د پېروانو په شتون کې یوه غونډه وکړه.[۱۱] د سکاټ لینډ اهل بیتو ټولنه هم هر کال د «یوم حسین» په نوم او د امام حسین(ع) د شخصیت، شهادت او عدالت غوښتنې په موضوع ځینې ویناوې ترسره کوي.[۱۲]

نندارتون

فوټ نوټ

  1. «Hussain Day International Convention», International Media Center (IMC); Call for social equality at Hussain Day event; deccanherald.com; اقامة مؤتمر يوم الحسين بمشاركة العتبة الحسينية»، مركز الاعلام الدولي.
  2. صدوق، أمالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۲۸.
  3. «اجتماع یوم الحسین در بروجرد برگزار شد»؛ خبرگزاری اعتلای ایران؛ «اجتماع یوم الحسین در اصفهان»؛ خبرگزاری میزان.
  4. «Hussain Day International Convention», International Media Center (IMC); Call for social equality at Hussain Day event; deccanherald.com; اقامة مؤتمر يوم الحسين بمشاركة العتبة الحسينية»، مركز الاعلام الدولي.
  5. 26th Annual Hussain Day Convention; International Media Center (IMC).
  6. «اقامة مؤتمر يوم الحسين بمشاركة العتبة الحسينية»، مركز الاعلام الدولي،
  7. «هدف از برگزاری «یوم الحسین (ع)» در پاکستان تبیین اهداف عاشورا است»؛ خبرگزاری حوزه؛ ملتان-میں-سالانه-یوم-حسین-کا-انعقاد، رسا نیوز؛ «آئی ایس او کی جانب سے جامعہ کراچی میں سالانہ یوم حسین (ع) کا انعقاد»، خبرگزاری حوزه؛ «پشاور، امامیہ اسٹوڈنٹس آرگنائزیشن کے زیر اہتمام سالانہ یوم حسینؑ»؛، اسلام‌تایمز؛ YOUM-E-HUSSAIN; Institute of Business Administration.
  8. «برگزاری همایش «یوم الحسین» باوجود اعلام ممنوعیت دولت ایالتی پاکستان»، خبرگزاری تسنیم.
  9. Youm-e-Hussain; thenews.com
  10. «روز حسین در آمریکا به کنگره می‌رفتیم»؛ مشرق‌نیوز؛ Mourning rituals held in New York on Hussain Day; iranpress.
  11. Husayn Day at Wessex Jamaat | 8th December 2013; Al Mahdi Center.
  12. The launch event of ‘Imam Hussain Day’ in Scotland; scottish ahlulbayt society.

سرچينې