wikishia:Featured articles/2026
حضرت زینب(س) (زوکړه یې ۵ یا ۶ هجري – وفات یې ۶۲ هجري) د امام علي(ع) او حضرت زهرا(س) لور ده. د خپل ورور امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه د کربلا د پاڅون د بیرغ پورته کوونکې او د کربلا د بندیانو مشره ونومول شوه. د کربلا پېښه د زینب(س) په ژوند کې تر ټولو مهمه پېښه ګڼل شوې ده. د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له شهادت وروسته، هغه له نورو پاتی کسانو سره ونیول شوه او بیا کوفې او له هغه ځایه شام ته ولیږدول شوه. له عاشورا وروسته د زینب(س) درې مهمې دندې وې یوه د ژوندیو پاتې شویو کسانو مشري، د امام سجاد(ع) ملاتړ او ساتنه او خلکو ته د کربلا د شهیدانو پیغام رسول وو. په کوفه کې او په شام کې د یزید په درباره کې د حضرت زینب(س) خطبو، سربېره په دې چې د اهل بیتو(ع) مقام او مظلومیت معرفي کړي، د امویانو، په شمول د عبیدالله بن زیاد او یزید بن معاویه او د یزید ظلمونه يې هم څرګند کړی او یزید یې بخښنې او افسوس څرګندونې ته اړباسه. د حضرت زینب(س) دوه ماشومان، عون او محمد، د کربلا په پیښه کې شهیدان شول.
نورې ټاکل شوې مقالې: د قرآن اعجاز – آمنه بنت وهب – د قدر شپه