د عسکریینو حرم

د wikishia لخوا
د عسکرین د حرم نقشه

حرم عَسْکَریَین یا د امامین عسکریین حرم د امام هادي(ع) (شهادت ۲۵۴ق) او دهغه د زوي امام حسن عسکري(ع) (شهادت ۲۶۰ق) مزارونه دي. دغه مزار یا زیارتونه په سامرا کې واقع دي او په عراق کې د شیعیانو ډېر مهم زیارتونه ګڼل کیږي. د امام حسن عسکري(ع) مېرمن او د امام مهدي(عج) مور نرجس خاتون، د امام جواد(ع) لور حکیمه او یو شمېر نور سادات او شیعه عالمان په دغه حرم کې ښخ دي.

امام هادي(ع) په ۲۵۴ قمري کال او امام عسکري(ع) په ۲۶۰ قمري کال کې په خپلو کورونو کې ښخ کړی شول. په ۳۲۸ قمري کال کې په دغه دوو قبرونو لومړی ګنبد جوړ شو او له هغې وروسته په مختلفو دورو کې بیارغول شوې، بشپړ شوی او نوی شوی دی. په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ لمریز کلونو کې د دغه حرم ځینې برخې په ترهه ګرې چاودنې کې خرابې شوې. له دغه حملو وروسته د عتباتو د بیا رغاونې کمېټې او د آیت الله سیستاني دفتر په ترتیب سره د دغه دوو امامانو ضریح او بارګاه بیا ورغوله.

موقعیت او مقام

د عسکریین(ع) حرم د دوو شیعه امامانو قبرونه او په عراق کې د شیعیانو مهم زیارتونه دي. دغه حرم په سامرا ښار کې ( د بغداد د شمال په ۱۲۰ کلومیټرې کې) پروت دی[۱] په شیعه روایاتو کې د امامانو د قبرونو د زیارت سپارښتنه شوې ده.[۲] هر کال د ډېرو سیمو شیعیان د نړۍ له مختلفو سیمو د امام هادي او امام حسن عسکري(ع) قبرونو ته ځي او زیارت یې کوي.

تاریخچه

د شیعیانو لسم او یوولسم امامان امام هادی(ع) او امام حسن عسکری(ع)، له شهادته وروسته په خپلو کورونو په سامرا کې خاورو ته وسپارل شول[۳] امام هادي دغه کور له دلیل بن یعقوب نصراني اخستی و[۴] د ذبیح الله محلاتي په وینا هغه کور چې امامین عسکریین پکې ښخ شوې وو تر ۳۲۸ ق کاله په هماغه لومړي حالت کې و؛ البته یوه جنګله پرې لګول شوې وه او خلکو به له بهره د امامانو د قبر زیارت کاوه.[۵] محلاتي د محمد سماوي (۱۲۹۲-۱۳۷۰ق)، د شعر له مخې د ال حمدان حاکم ناصرالدوله حمداني (حکومت ۳۲۳-۳۵۶ق) لومړی کس ګڼلی چې په دغه کور کې یې تعمیرات وکړل او په ۳۲۸ ق کال کې یې د دوو امامانو په قبرونو قبه جوړه کړه[۶] له دې وروسته د عسکریینو په حرم کې مختلف تعمیرات او بیا رغاونې شوې دي. د آل بویه له حاکمانو(حکومت ۳۲۲-۴۴۸ق)، معزالدوله دیلمی[۷] او عضدالدوله دیلمی[۸] او ارسلان بساسیری (وفات ۴۵۱ق)،[۹] سلطان برکیارق ( وفات ۴۹۸ق) له سلجوقی پاچاهانو،[۱۰] احمد الناصر لدین‌الله، المستنصر بالله عباسي خلیفه (۵۷۵–۶۲۲ق)،[۱۱] سلطان حسن جلایري (وفات ۷۷۶ق)،[۱۲] له صفوي پاچاهانو، سلطان حسین صفوي (حکومت ۱۱۰۵-۱۱۳۵ق)[۱۳] احمدخان دُنبُلي،[۱۴] حسنقلی‌خان دنبلي (وفات۱۲۹۷ش)،[۱۵] ناصرالدین شاه قاجار (حکومت ۱۲۶۴ـ۱۳۱۳ق) او میرزای شیرازي (۱۲۳۰-۱۳۱۲ق)[۱۶] له هغو کسانو وو چې د هغوي په امر د عسکریینو حرم بیا رغاول یا تعمیر شوی دی.

په ترهه ګره حمله کې ویجاړېدا

اصلي مفاله: د عسکرپپڼ حرم ویجاړتیا

د عسکریینو حرم په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ لمریز کلونو کې د تکفیري ډلو په ترهه ګرو حملو کې وچاودل شو چې له امله یې ویجاړ شو. دغه اقدام د نړۍ په مختلفو سیمو کې د تقلید د مراجعو او د شیعیانو د غبرګون سبب شو. په دغه بمب کېښودنه کې، حرم د خښتو له پوښښ او طلاکارۍ سره او همداراز یې په دیوالونو کې له شویو کاشیکاریو سره راونړېد خو د ګنبد ستنې، اصلي جوړښت او دیوالونه یې باقي پاتې شول.[۱۷]. د ایران د عتبات عالیاتو د بیا رغاونې کمېټې له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۴ کلونو پورې حرم بیا ورغاوه.[۱۸] په دغه بیا رغاونه کې د حرم ګنبد له ۳۲ زره زیاتو خښتو، د سرو زرو په اوبو وپوښل شو[۱۹] همداراز نوی ضریح په ایران کې د ایت الله سیستاني د استازي سید جواد شهرستاني تر څارنې لاندې جوړ شو.[۲۰]

تعمیر او ودانۍ

د عسکریینو حرم له مختلفو برخو جوړ شوی چې ځینې یې دا دي:

  • ګنبد: د عسکریینو د حرم ګنبد ۱۲۰۰ مربع میټره مساحت لري او د شیعه امامانو په حرمونو کې تر ټولو لوی ګنبد دی.[۲۱]
  • ګلدستې: د ګنبد دواړو لورو ته دوه ګلدستې دي چې په برنیو برخو یې د سرو زرو کار شوی دی [۲۲]
  • ضریح: د ضریح په جوړلو کې ۱۵۰۰ کلوګرامه سپین زر او اویا کلوګرامه سره زر کارول شوی دی.[۲۳]
  • صحن یا انګڼ: عسکریین حرم یو انګڼ لري چې د ۷۸ میټره اوږد او ۷۷ میټره پلن د امامینو له غولي، د مصلی له اصلي غولي چې ۵۰ میټره اوږد او ۴۰ میټره پلن دی او الغیبه غولي چې ۶۴ میټره اوږده او ۶۱/۵ میټره پلن دی په رایوځای کېدو سره جوړ شوی دی.[۲۴]

مدفونان (ښخ شوې کسان)

اصلي مقاله: په عسکرین(ع) حرم کې د ښخ شوو کسانو نوملړ

په مآثر الکبراء فی تاریخ سامراء کتاب کې د ذبیح الله محلاتي په وینا په عسکریینو حرم کې د حضرت مهدي(عج) د مور نرجس خاتون، د امام جواد د لور حکیمه، د امام عسکري(ع) د مور، حسین بن علي الهادي، د امام عسکري(ع) د ورور، جعفر کذاب، او د جعفر طیار له لمسیانو ابو هاشم جعفري قبرونه هم شته دي.[۲۵] د امام هادي (ع) مور سمانه مغربیه،[۲۶] احمد خان دنبلي( وفات ۱۲۰۰ ق) او زوي یې حسین قلي خان دنبلي[۲۷] او آقا رضا همداني (وفات ۱۳۲۲ق)[۲۸] چې د میرزای شیرازي له شاګردانو دی قبرونه هم په سامرا کې دي.

ګالری

د عسكرين د نوي زيارت انځور چې په قم کې جوړ شوي.
د تروریستي چاودنو له امله د عسکریین حرم ویجاړ تیا

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۷ش، ص۱۹۳.
  2. وګورئ: شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۹۳.
  3. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۵.
  4. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۲۲ق، ج۱۳، ص۵۱۸.
  5. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۷.
  6. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۸.
  7. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۲۱.
  8. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۲۴.
  9. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۴۴.
  10. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۴۷-۳۴۸.
  11. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۵۰.
  12. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷.
  13. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۹-۳۸۰.
  14. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۸۶.
  15. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۹۳.
  16. صحتی سردرودی، گزیده سیمای سامرا، ۱۳۸۸ش، ص۶۷.
  17. خامه‌یار، تخریب زیارتگاه‎ های اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، ص۲۹ و ۳۰.
  18. «تخریب و بازسازی حرم امامین عسکریین(ع)»، خبرگزاری فارس.
  19. «تخریب و بازسازی حرم امامین عسکریین(ع)»، خبرگزاری فارس.
  20. «ساخت ضریح مطهر امامین عسکریین»، صداوسیمای مرکز قم.
  21. «تخریب و بازسازی حرم امامین عسکریین(ع)» خبرگزاری فارس.
  22. «گلدسته‌های حرم امامین عسکریین(ع) از تخریب تا طلاکاری»، مشرق‌نیوز.
  23. «ساخت ضریح مطهر امامین عسکریین»، صداوسیمای مرکز قم.
  24. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۷ش، ص۲۰۸.
  25. محلاتی، مآثر الکبرا، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۱۵.
  26. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۷ش، ص۲۰۶.
  27. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۸.
  28. قمی، الفوائد الرضویه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۸۲.

سرچينې