د برائت آیتونه

د wikishia لخوا
دا لیکنه د توبه سوره د لومړنیو آیتونو په اړه ده. د دې آيتونو د ابلاغ په اړه د پوهېدو لپاره، د برائت د آیتونو رَسَوَل مدخل وګورئ.
د توبه سوره لومړني آیتونه

د برائت آیتونه د توبې سورې لومړي ایتونه دي چې له مشرکانو سره د مسلمانانو د اړیکو په اړه یې نهایي احکام بیان کړې دي. خدای په دې ایتونو کې پېغمبر(ص) او مسلمانانو ته امر کوي چې له مشرکانو بېزاري ښکاره کړي او له هغو تړونونو چې له هغوي سره یې کړي، ووځي او که هغوي اسلام رانه وړي نو ورسره د جنګ اعلان وکړي. دا ایتونه د ا مام علي(ع) په وسیله د لوی اختر په ورځ مشرکانو ته واورول شول.

د مفسرانو په وینا، له مشرکانو سره د تړون یو اړخیز لغوه کول بې سریزې او ناڅاپه نه وو؛ بلکې د تړون خلاف ورزي اول د مشرکانو له خوا شوې وه. له همدې امله له هغو مشرکانو سره تړون چې خپله ژمنه یې ماته کړې وه، د همدې ایتونو له مخې، د هغې د مودې تر پایه پورې د مسلمانانو لخوا محترم ګڼلی کېده. همداراز ویل شوي چې دغه تړونونه له هماغه اوله موقتي او د محدودې مودې لپاره وو.

د محمد جواد مغنیه په وینا د اسلام دین منلو ته د جزیرة العرب د مشرکانو د اجبار یا جنګ ته په تیارېدو د برائت ایتونو تاکید، د دین د منلو له اختیاري والي سره چې په نورو ایتونو کې پرې تصریح شوی، په تعارض کې نه دي؛ ځکه چې د جزیرة العرب مشرکانو بیا بیا خپل تړونونه ماتول او نوخیزه اسلامي ټولنه یې ګواښله. له دې امله دا حکم یوازې له هغوي سره مخصوص و.

معرفي کول، متن او ترجمه

د توبې سورې لومړي ایتونه برائت ایتونه نومول شوی دي.[۱]

بَرَ‌اءَةٌ مِّنَ اللَّـهِ وَرَ‌سُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِ‌كِينَ ﴿١﴾ فَسِيحُوا فِي الْأَرْ‌ضِ أَرْ‌بَعَةَ أَشْهُرٍ‌ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ‌ مُعْجِزِي اللَّـهِ ۙ وَأَنَّ اللَّـهَ مُخْزِي الْكَافِرِ‌ينَ ﴿٢﴾ وَأَذَانٌ مِّنَ اللَّـهِ وَرَ‌سُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ‌ أَنَّ اللَّـهَ بَرِ‌يءٌ مِّنَ الْمُشْرِ‌كِينَ ۙ وَرَ‌سُولُهُ ۚ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ‌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ‌ مُعْجِزِي اللَّـهِ ۗ وَبَشِّرِ‌ الَّذِينَ كَفَرُ‌وا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٣﴾ ...


[دا ایتونه] د بیزارۍ [او نه ژمنتیا] اعلان دی د خدای او دهغه د پېغمبر له لوري، له هغو مشرکانو څخه چې ورسره مو تړون کړی دی. نو [ای مشرکانو] څلور میاشتې [نور په پوره امنیت] سره په ځمکه کې وګرځئ او پوه شئ چې تاسو خدای نه شئ ستومانولې، او دا خدای دی چې د کافرانو رسوا کوونکی دی. او [دا ایتونه ] اعلان دی د خدای او د هغه د پېغمبر له لوري خلکو ته د حج اکبر په ورځ چې خدای او پېغمبر یې د مشرکانو په وړاندې هیڅ ژمنه نه لري [سره له دې] که [له کفره] توبه وکړئ، دا ستاسو لپاره غوره ده، او که مخ واوړئ پوه شئ چې تاسو خدای نه شئ ستومانه او عاجزه کولې؛ او هغو کسانو ته چې کفر یې کړی د درناک عذاب خبر ورکړه...



د نزول کیسه او د ایتونو رسول

اصلي مقاله: د برائت د ایتونو رَسَوَل

د برائت ایتونه د نهم قمري کال په پای کې او د تبوک له غزا د مسلمانانو له ستنېدو وروسته نازل شول.[۲] پېغمبر(ص) مامور شو چې د هماغه کال په ذی الحجې کې په مکې کې د مشرکانو د راغونډېدو په وخت، دا ایتونه هغوي ته ورسوي.[۳]

د برائت ایتونو د نازلېدولو د علت په اړه ویل شوي چې د هجرت په اتم کال[۴] د مسلمانانو په لاس د مکې له فتحې سره سره ځینو قبایلو او مشرکانو د اسلام په وړاندې مقاومت کاوه.[۵] او هغو مشرکانو هم چې له پېغمبر سره یې تړون کړی و بیا بیا خپله ژمنه ماتوله.[۶] د حالاتو په بدلېدو او د اسلام په پراخېدو سره،[۷] دا ایتونه نازل شول او د شرک شتون یې د نه زغملو وړ وباله.[۸]

مشرکانو ته د دغه ایتونو د رسولو د کیسې په اړه د شیعه سني په تاریخي او حدیثي سرچینو کې راغلي دي کله چې د برائت سورې لومړي ایتونه نازل شول، پېغمبر(ص) اول ابوبکر بن ابي قحافه د دغه ایتونو د رسولو لپاره د مکې خلکو ته ولېږه؛ خو له مدینې د ابوبکر له وتلو وروسته جبراییل په پېغمبر(ص) نازل شو او وې ویل چې دا ایتونه په خپله یا یې ستا له کورنۍ یو کس باید مشرکانو ته ورسوي. له دغه امره وروسته پېغمبر(ص) امام علي علیه السلام د ابوبکر په ځای مکې ته واستوه.[۹]

احمد بن یعقوب په تاریخ یعقوبي کې وایي چې علي د لوی اختر د ورځې له ماسپښین وروسته مکې ته ورسېد او د خلکو په مینځ کې یې د پېغمبر(ص) پېغام او د برائت ایتونه ولوستل او بیا یې یې وویل: له دې وروسته باید هیڅوک لغړ طواف ونه کړي او هیڅ مشرک حق نه لري بل کال د کعبې زیارت ته راشي. د یعقوبي په وینا علي(ع) له دې وروسته خلکو ته امان ورکړ او وې ویل د مشرکانو هر کس چې له پېغمبر سره تړون کړی. تړون یې تر راتلونکو څلورو میاشتو اعتبار لري او څوک چې عهد او تړون نه لري پنځوس شپې مهلت لري.[۱۰]

مینځ پانګه

محمد جواد مَغنیه په تفسیر الکاشف کې عقیده لري چې د برائت ایتونه چې د توبې سورې په ضمن کې نازل شول، له مشرکانو سره یې د مسلمانانو د اړیکو په اړه نهایي او وروستي احکام بیان کړې دي.[۱۱] د مفسرانو په وینا، د توبې سورې په لومړیو ایتونو کې، خدای تعالی خپل پېغمبر او مسلمانانو ته امر کوي چې له مشرکانو بیزاري څرګنده کړي او له هغو تړونونو چې له هغوي سره یې کړې دي ووځي او که هغوي اسلام رانه وړي ورسره د جنګ اعلان وکړي. په دې خبرداري کې ټول مشرکان او حتی هغه کسان چې له پېغمبر(ص) سره یې د سولې او سازباز تړون کړی و، شامل وو او اعلانوله یې چې هغوي په خپل حالت د غور او سوچ لپاره د څلورو میاشتو له مهلته وروسته، باید د اسلام راوړلو او یا له مسلمانانو سره د جنګېدلو لپاره خپله فیصله معلومه کړي.[۱۲]

د تړون د یو اړخیز ماتولو علت

په برائت ایت کې له مشرکانو سره د تړون د یو اړخیزو ماتولو امر، په اسلام کې د عهد او تړون په پوره کولو له پریمانه تاکیداتو سره سره، د پوښتنې ځای دی.[۱۳] علامه طباطبایي د مشرکانو عهد شکني له هغوي د امان پورته کېدو او له هغوي سره د ورته مقابلې یعنې له مشرکانو سره د کړیو تړونونو د ختمولو لپاره د مسلمانانو لپاره یو جواز ګڼي.[۱۴] په مجمع البیان کې د طبرسي په عقیده، د پېغمبر(ص) له خوا د سولې د تړون یو اړخیز ماتولو درې دلیله لرل: له مشرکانو سره د سولې تړون موقتي او د محدودې مودې لپاره وه، د خدای له لورې د امر په نه رسېدلو پورې د هغه مشروطوالی او همداراز د مشرکانو عهد شکني او خیانت.[۱۵]

مکارم شیرازي هم باوري دی چې د مسلمانانو له خوا د تړون لغوه کول بې مقدمې نه وو؛ ځکه چې د شواهدو له مخې څرګنده وه چې مشرکانو که د تړون د ماتولو توان لرلی په مسلمانانو به یې سخت ګوزار کړی و. د هغه په وینا کوم تړونونه چې په خاصو شرایطو او حالاتو کې په یو ولس تپل کیږي، د هغوي له پیاوړې کېدو او توانمنۍ وروسته یې د ماتېدو امکان شته دی.[۱۶]

د مفسرانو په باور، په مکې کې د مشرکانو د راغونډېو په مرکز او د لوی اختر په ورځ له مشرکانو سره د مسلمانانو د تړون د لغوې عمومي اعلان او هغوي ته د فکر کول لپاره د څلورو میاشتو د فرصت ورکول، د دې لپاره دي چې مشرکان له ناڅاپي مسالې سره مخامخ او راګېر نه شي او دا په انساني اصولو د اسلام د پابندۍ نښه ده.[۱۷] د علامه طباطبایي په وینا، خدای په خپل دغه امر سره، مسلمانان حتی له دومره اندازې خیانته هم منعې کړې دي.[۱۸]

د اسلام د دین منلو ته د مشرکانو د مجبورولو علت

سره له دې چې د بقرې سورې د ۲۵۶ ایت په شان ځینې ایتونه موجود دي چې د دین په منلو کې زور او جبر نفي کوي، د اسلام منلو ته د مشرکانو د اجبار د سبب په باره کې ویل شوي چې اسلام یوازې په حکمت او دلیل سره انسانان دین ته بلي او هیڅوک د دین منلو ته نه مجبوروي؛ خو کله کله د اسلامي ټولنې ګټې په خاصو شرایطو کې تقاضا کوي چې مشرکان په دغه ټولنه کې نه وي موجود، ځکه چې اسلامي ټولنې ته د تاوان رسېدلو او فساد سبب کیږي. د محمد جواد مغنیه په وینا، د اسلام د دین منلو ته د اجبار حکم د جزیرة العرب له مشرکانو سره مخصوص و؛ ځکه چې هغوي د سولې له تړون سره سره، په بیا بیا خلاف ورزیو سره دغه نوخېزه اسلامي ټولنې ته تاوان رساوه، له دې امله د هغوي په اړه د خدای حکم دا و چې یا دې ووژل شي او یا اسلام راوړي.[۱۹]

د ژمنې نه ماتوونکو د تړون درناوی

علامه طباطبایي د توبې سورې په څلورم ایت په استناد سره، د عهد شکنو کفارو او په خپل تړون د وفادارو کفارو تر مینځ فرق ایښی او وایي هغه مشرکان چې له مسلمانانو سره په تړون پابند وو او هغه یې نه نېغ په نېغه مات کړ او نه غیر مستقیم، له مشرکانو څخه د برائت له عمومیت څخه استثناء کیږي او مسلمانان باید د دغه شان کسانو عهد او تړون درون وګڼي او د وخت تر ختمېدو پورې یې وساتي.[۲۰] البته د هغه په وینا زیاتره مشرکانو خپل تړون مات کړی و او د نورو لپاره یې هم ډاډ نه و پرېښی.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. صادقی تهرانی، التفسير الموضوعى للقرآن الكريم‏، ۱۴۰۶ق، قم، ج۷، ص۲۰۲؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۰۵؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۱۵۲.
  2. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۷۳.
  3. رجبی، «امام علی در عهد پیامبر»، ص۲۰۹؛ ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۳۹۸ق، ج۵، ص۳۶ـ۳۷.
  4. طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ج۳، ص۴۲.
  5. رجبی، «امام علی(ع) در عهد پیامبر»، ص۲۰۹.
  6. شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۷۲.
  7. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۹.
  8. رجبی، «امام علی(ع) در عهد پیامبر»، ص۲۰۹.
  9. ابن حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۴۲۷؛ ابن حنبل، فضائل الصحابه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۷۰۳، ح۱۲۰۳؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۴۸، ح۸۹۲۹؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، بیروت، ج۱، ص۱۶۸؛ مفید، الامالی، قم، ص۵۶.
  10. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار البیروت، ج۲، ص۷۶.
  11. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۵؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۸۲.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۸۳.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۴۷.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۵.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۸۳.
  17. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۸، ص۱۴۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۸۴.
  18. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۴۷.
  19. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۹-۱۰.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۵۰.
  21. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۱۴۷.

سرچينې

  • ابن حنبل، احمد، فضائل الصحابه، تحقیق وصی‌الله محمد عباس، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • ابن حنبل، احمد، مسند، تحقیق شعیب الارنؤوط، عادل مرشد و دیگران، [بی‌جا]، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار بیروت، [بی‌تا].
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینه دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌کثیر، ابوالفداء اسماعیل بن کثیر، البدایه و النهایه، آماده‌سازی: خلیل شحاده، بیروت، دار الفکر، ۱۳۹۸.
  • حسكانى، عبيدالله بن عبدالله‏، شواهد التنزيل لقواعد التفضيل‏، تهران، مرکز طبع و انتشار وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • رجبی، محمدحسین، «امام علی(ع) در عهد پیامبر»، در دانشنامه امام علی علیه السلام، زیر نظر علی اکبر رشاد، ج۸، تهران، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه، ۱۳۸۰ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌هاى تفسير و علوم قرآن‏، ۱۳۸۷ش.
  • شبر، عبدالله، تفسير القرآن الكريم‏، قم، دار الهجرة، ۱۴۱۰ق.
  • صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن، قم، فرهنگ اسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، [بی‌نا]، [بی‌تا].
  • عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر، محقق هاشم رسولی، تهران، مکتبة الاسلامیه، ۱۳۸۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الأمالی، تحقیق حسین استادولی و علی‌اکبر غفاری، قم، منشورات جماعة المدرسین فی الحوزه العلمیه، [بی‌تا].
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار البیروت، بی تا.