منځپانگې ته ورتلل

ابوالقاسم (کنیت)

د wikishia لخوا

ابو القاسم د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) کنیت دی.[۱] د رسول الله(ص) د زوي قاسم له پیدا کیدو وروسته هغه حضرت په ابو القاسم مشهور شو.[۲] شیخ صدوق ( وفات: 381هـ) د يو روايت په بیانولو سره وايي: دا لقب په رسول الله(ص) باندې د خلکو د ايمان او کفر راوړلو له سببه ایښې شوې دی چې د خلکو جنت او دوزخ ته د وېشیدو سبب کیږي.[۳] همدارنګ هغه د همدې روایت په دلیل سره بیانوي چې له دې سببه چې پېغمبراکرم(ص) د ټولو پلار دی او د امام علي(ع) هم پلار دى، او امام هغه چې پخپله د جنت او دوزخ وېش کوونکى دى (قَسیمُ النّارِ و الجَنَة) دى، هغوى ورته ابوالقاسم (د جنت او دوزخ د ویشونکي پلار) وويل شول.[۴]

هم دا وګورئ: د قسیم النار والجنة حدیث

په جامع الرُوَاة کې د محمد بن علي اردبیلي په وینا دا کنیت امام سجاد(ع) لپاره هم منسوب شوی دی.[۵] او همدارنګ د امام مهدي(عج) لپاره هم کارول شوی دی،[۶] د یوولسمې پیړۍ د رجال پیژندونکي عنایت الله قُهْپایی په وینا، د ابو القاسم کینت د حضرت مهدي(عج) لپاره د رسول الله(ص) څخه زیات کارول شوی دی.[۷]

په وسائل الشیعه کتاب کې شیخ حر عاملي په دې باور دی چې که د چا نوم محمد وي، نو دا مکروه دي چې د هغه کنیت ابوالقاسم کیښودی شي.[۸] د هغه راپور له مخې چې د ایران د ثبت احوال له ادارې خپور شوی دی، له 1297 څخه تر 1380 ابوالقاسم د 100 ایراني نارینه له غوره نومونه څخه وو.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ قهپائی، مجمع الرجال، ۱۳۶۴ش، ج۷، ص۱۹۳.
  2. ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۶، ص۱۰۷.
  3. ↑ شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۵۲.
  4. ↑ شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۵۲.
  5. ↑ اردبیلی، جامع الرواة، ۱۴۰۳ق،‌ ج۲، ص۴۶۲.
  6. ↑ نوری، نجم ثاقب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۸۹.
  7. ↑ قهپائی، مجمع الرجال، ۱۳۶۴ش، ج۷، ص۱۹۳.
  8. ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۳۹۹-۴۰۰.
  9. ↑ « گزارشی جالب از یکصد نام برتر ایرانیان در قرن حاضر».

سرچينې

  • اردبيلى، محمد بن على‌، جامع الرواة و ازاحة الاشتباهات عن الطرق و الاَسناد، بیروت، دار الاضواء، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصيل وسائل الشيعة إلى تحصيل مسائل الشريعة، قم، مؤسسة آل‌ بیت علیهم السلام، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، معانی الاخبار، قم، دفتر نشر اسلامی (جامعه مدرسین)‏، ۱۴۰۳ق.
  • قهپايى، عنايت‌الله‌، مجمع الرجال‌، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۳۶۴ش.
  • « گزارشی جالب از یکصد نام برتر ایرانیان در قرن حاضر»، آی‌تل، تاریخ بازدید: ۹ بهمن ۱۴۰۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • نوری، حسین، نجم ثاقب در احوال امام غایب علیه‌السلام، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۴ش.