کفر
کفر د اسلام په مقابل کې او د الله د انکار، د هغه د یووالي، د رسول(ص) د رسالت یا د دین له ضروریاتو څخه د یوه انکار معنا لري. هغه چا ته چې د دې چارو له منځه د یو یا ټولو انکار وکړي، کافر ویل کېږي. په اسلامي فقه کې، د کافر په اړه ځانګړي احکام بیان شوي دي. له هغو څخه دا دي چې د کافر بدن پاک نه دی؛ همدارنګه له کافر سره د مسلمان واده جواز نه لري.
د شیعه فقیهانو د فتوا له مخې، د اهل قبلې تکفیر (کافرګڼل) جایز نه دی. دوی اهل قبله د نورو اسلامي فرقو پیروان بولي چې د دین له ضروریاتو څخه د هیڅ یو انکار نه کوي؛ له همدې امله د شیعه فقیهانو له نظره، ځینې فرقې او ډلې لکه خوارج، ناصبیان او غالیان چې د دین د ځینې ضروریاتو انکار کوي، د کفر حکم لري.
په هغو روایاتو کې چې له شیعه امامانو نقل شوي، د ځینو ګناهونو ترسره کوونکي، لکه رشوت، ریا او د لمانځه پرېښودونکی، کافر ګڼل شوي دي. ویل کېږي چې په دې روایاتو کې د کفر مراد عملي کفر دی او مقصد ترې د الله د امرونو په وړاندې سرکشي ده. فقیهان وايي چې د داسې ګناهونو ترسره کوونکی یوازې عملي کافر دی او د کافر فقهي احکام لکه نجاست او د واده نه جواز هغه ته نه شاملیږي.
د کفر مقام او حیثیت
ویل کېږي چې د «کفر» کلمه او د هغې بېلابېل مشتقات په قرآن کریم کې له پنځه سوه څخه زیات ځله[۱] او په بېلابېلو معناوو لکه د الله د انکار، د نبوت انکار، د معاد انکار، د الهي نعمتونو په وړاندې ناشکري، په تثلیث باور او د انسان لپاره د خدایۍ مقام، ارتداد، شرک، د الهي امرونو پرېښودل او نورو کې راغلي دي .[۲]
په روایي متونو کې هم د دې په اړه روایتونه ذکر شوي دي. د بېلګې په توګه، کلیني په کتاب الکافي کې «بابُ وجوهِ الْکفر» او «بابُ دَعائِمِ الْکفر و شُعَبِه» تر سرلیک لاندې ابواب ترتیب کړي او د کفر د اقسامو او څانګو په اړه روایتونه یې پکې راټول کړي دي.[۳] حُرّ عاملي هم په وسائلالشّیعه کې، یوه برخه د «اثبات کفر و ارتداد بهواسطه انکار برخی ضروریات دین»(د دین د ځینو ضروریاتو د انکار په وسیله د کفر او ارتداد اثبات) تر عنوان لاندې دې موضوع ته ځانګړي کړې او په دې اړه روایتونه یې پکې راټول کړي دي.[۴]
د کفر، حدودو، اقسامو، شرایطو او احکامو په اړه په ځینو علومو لکه تفسیر، کلام او فقه کې بحث کېږي.[۵]
د کفر تعریف او د کافر ډولونه
کفر د اسلام په مقابل کې دی او د الله، د هغه د یووالي، د پیغمبر(ص) د رسالت، د قیامت ورځې یا په عمومي توګه د دین د ضروریاتو د انکار معنا لري.[۶] د بل تعریف له مخې، کفر د هغه څه انکار او تکذیب دی چې تصدیق او اقرار پرې واجب وي.[۷] هغه چا ته چې د دې چارو د یو یا ټولو انکار وکړي، کافر ویل کېږي.[۸] د «کفر» کلمه له لغوي پلوه د پوښلو او پټولو معنا لري؛[۹] له همدې امله هغه چا ته چې د الله د وجود او یووالي ښوونکي آیاتونه پوښي، یعنې پټوي یې او پرده پرې اچوي، کافر ویل کېږي.[۱۰]
د کافر قسمونه
په اسلامي فقه کې، کافر په ځینو اقسامو لکه اصلي کافر[۱۱]، مرتد،[۱۲] اهل کتاب،[۱۳] ذِمّي کافر،[۱۴] او حَربي کافر[۱۵] وېشل شوی او د دوی لپاره ګډ او همدارنګه ځانګړي احکام بیان شوي دي؛ له هغو څخه ځینې یې:
- کافر نجس دی؛[۱۶] البته ویل کېږي چې د مشهور نظر پرخلاف، ځینې فقیهان اهل کتاب نجس نه بولي؛[۱۷]
- مسلمانه ښځه نشي کولی له کافر سړي سره واده وکړي او مسلمان سړی هم نشي کولی له کافرې ښځې سره واده وکړي؛[۱۸] البته ځینې فقیهان په دې باور دي چې مسلمان سړی کولی شي له کتابي کافرې ښځې سره لنډمهاله واده وکړي ؛[۱۹]
- د هغه حیوان د غوښې خوړل چې کافر ذبحه کړی وي، حرام دي.[۲۰]
عملي کفر
عملي کفر د الله د امرونو د نه عملي کولو معنا لري او د اطاعت په مقابل کې دی .[۲۱] په ځینو روایاتو کې، د لمانځه قصدي پرېښودونکی، د حج پرېښودونکی، رشوت اخیستونکی، ریاکار او نور کافر بلل شوي دي.[۲۲] ویل کېږي چې په دې روایاتو کې کفر د عملي کفر په معنا دی؛ نه هغه کفر چې د اسلام په مقابل کې دی.[۲۳]
همدارنګه ځینې شیعه فقیهان په دې باور دي چې اهل سنت، د یوه مهم اصل لکه د امام علي(ع) د ولایت او د رسول(ص) څځه وروسته د هغه د امامت د انکار له امله، په عقیده کې د یو ډول کفر سره مخ دي؛ خو له فقهي لحاظه، مسلمان ګڼل کېږي او د اسلام احکام لکه د بدن پاکوالی، د ځان او مال حرمت او له دوی سره د واده اجازه پرې تطبیقېږي.[۲۴]
د دین د ضروریاتو انکار
د مسلمانو فقیهانو په اتفاق، د دین د ضروریاتو انکار د کفر لامل کېږي او هغه څوک چې له دغه ضروریاتو د یو یا ټولو یې انکار وکړي، کافر دی.[۲۵] د دین ضروریات هغه مسایل دي چې په یقیني او څرګنده توګه د دین برخه دي او هیڅوک د دوی په دیني والي کې شک نه کوي.[۲۶]
د فقیهانو له نظره، د هغو ضروریاتو انکار چې د اسلام له عملي احکامو څخه دي، یوازې هغه وخت د کفر لامل کېږي چې د رسول(ص) د رسالت د انکار او تکذیب لامل شي.[۲۷] ځینې په دې باور دي چې حتی که د رسول(ص) د رسالت د انکار لامل نه شي، په خپله د کفر د حصول لپاره یو خپلواک او مستقل دلیل دی او د دې له امله، سړی کافر کېږي.[۲۸]
هغه اسلامي فرقې چې کافرې ګڼل کېږي
د امامیه فقیهانو له نظره، د مسلمانانو ځینې فرقې او ډلې، لکه خوارج، ناصبیان، غالیان، مُجَسِّمه (هغه چې د الله د جسماني والي باور لري)، مشَبِّهَه (هغه چې الله له مادي موجوداتو سره تشبیه کوي) او مُجَبِّره، د دې له امله چې د دین د ضروریاتو انکارکوي، کافر ګڼل کېږي[۲۹].
د صاحبْحدائق په وینا، په امامیه فقیهانو کې په دې کې اختلاف نشته چې خوارج، ناصبیان او غالیان نجس دي؛[۳۰] خو د نورو ډلو په نجاست کې د نظر اختلاف شته.[۳۱] شیعه فقیه او د اَلْعروةُ الْوثقی کتاب لیکوال، سید محمد کاظم طباطبایي یزدي، ویلي دي چې مجسمه، مجبره او هغه صوفیان چې په وحدت وجود باور لري، که د اسلامي احکامو التزام ولري، د هغوي په نه نجسوالي حکم کېږي.[۳۲]
شیعه عالمان د نورو فرقو پیروان، په ځانګړي توګه اهل سنت چې شهادتین وايي او له اهلبیتو(ع) سره دښمني نه لري، مسلمان بولي.[۳۳]
د اهل قبلې تکفیر
تکفیر د مسلمان کافر بللو[۳۴] یا اهل قبلې ته د کفر نسبت ورکولو معنا لري[۳۵]. د شیعه فقیهانو له نظره، د نورو اسلامي فرقو پیروان چې شهادتین وايي او د توحید، نبوت او معاد په څېر د دین د هیڅ یو ضروریات انکار نه کوي، مسلمان ګڼل کېږي او د دوی تکفیر جوایز نه دی.[۳۶] ځینې فقیهان لکه ابنادریس حلي او شهید ثاني په دې باور دي چې هغه چا ته چې په ظاهره ایمان لري او مسلمان دی، د کفر نسبت ورکول نه یوازې جواز نه لري، بلکې نسبت ورکوونکی باید تعزیر شي.[۳۷]
د اهل سنتو مصري فقیه، عبدالرحمن جَزیري (مړینه: ۱۳۶۰ق)، په اَلْفقهُ عَلی اْلمَذاهبِ الْاَربعه کتاب کې ویلي دي چې د حنفي، شافعي او حنبلي فقیهانو له نظره، یو مسلمان ته د کفر نسبت ورکول جواز نه لري او که دا کار وشي، نسبت ورکوونکی باید تعزیر شي.[۳۸] همدارنګه په اَلموسوعةُ الْفقهیةُ الْکویتیه کتاب کې، چې د اهلسنتو په فقه کې یوه موسوعه ده، شافعیانو ته داسې نسبت ورکړل شوی چې که څوک یو مسلمان تکفیر کړي، کفر یې کړی دی؛ ځکه چې د یو مسلمان په تکفیر سره یې، اسلام کفر بللی دی؛[۳۹] خو سره له دې، نن ورځ، یعنې په څوارلسمه او پنځلسمه قمري پېړیو کې، وهابیان او سلفیان ځینې مسلمانې ډلې، په ځانګړي توګه شیعیان، د شفاعت، توسل او د قبرونو د زیارت په څېر مسایلو له امله تکفیر کوي او ورته کافران وایي.[۴۰]
اړوند څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ روحانی، المعجم الاحصائی، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۵۳۰.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به بابالحوائجی، «کفر در قرآن»، ص۱۳۱؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۲۸۹ و ج۶، ص۶۹ و ج۴، ص۴۳ و ج۵، ص۱۱۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۸۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۸۹ و ۳۹۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۸۹ و ۳۹۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۲۸۹، ج۶، ص۶۹، ج۴، ص۴۳، ج۵، ص۱۱۳؛ سبحانی، الإیمان والكفر فی الكتاب و السنة، ۱۴۱۶ق، ص۴۹؛ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۸۰؛ شیخ طوسی، الاقتصاد الهادی، ۱۴۰۰ق، ص۱۴۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۲۲۸؛ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۶۳.
- ↑ سبحانی، الإیمان والكفر فی الكتاب و السنة، ۱۴۱۶ق، ص۴۹.
- ↑ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۸۰؛ شیخ طوسی، الاقتصاد الهادی، ۱۴۰۰ق، ص۱۴۰.
- ↑ راغب اصفهانی، مفردات راغب، ۱۴۱۲ق، ذیل واژه «کفر».
- ↑ جوهری، الصحاح، ۱۴۰۴ق، ذیل واژه «کفر».
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ذیل واژه «کفر».
- ↑ صندوقدار، «احکام کافران و مرتدان در فقه اسلامی»، ص۳.
- ↑ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۴-۴۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۲۲۸.
- ↑ مشکینی، مصطلحاتالفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۰.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۶۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۴۱-۴۲.
- ↑ جناتی، طهارة الکتابی فی فتوی السید الحکیم، ۱۳۹۰ق، ص۲۰.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۳۹۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: وحید خراسانی، توضیح المسائل، ۱۴۲۱ق، ص۶۶۰؛ سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۱.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۸.
- ↑ غروی تبریزی، التنقیح (تقریرات درس خارج فقه آیتالله سید ابوالقاسم خوئی)، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۸-۵۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۸-۲۷۹؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۹ و ج۱۱، ص۳۰ و ج۱۷، ص۹۶.
- ↑ غروی تبریزی، التنقیح (تقریرات درس خارج فقه آیتالله سید ابوالقاسم خوئی)، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۹؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۲۷۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کاشف الغطاء، اصل الشیعة و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۶۲؛ غروی تبریزی، التنقیح (تقریرات درس خارج فقه آیتالله سید ابوالقاسم خوئی)، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۸-۵۹؛ خمینی، کتاب الطهارة، ۱۳۹۸ش، ج۳، ص۳۲۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی شرایع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۵؛ شهید اول، الدروس الشرعیة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵۱؛ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۰؛ جمعی از نویسندگان، موسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق، ج۱۴، ص۱۶۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۱۹۹.
- ↑ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۳۷۶ش، ج۷، ص۲۷۶؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۴۴.
- ↑ حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۴۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ج۱، ص۱۴؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۸۲؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴۲۱ و ج۲۲، ص۱۹۹؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۴۵.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴۲۱.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴۲۱.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۴۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۲۵؛ خویی، مصباح الفقاهه، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۳۶؛ امام خمینی، کتاب الطهارة، ۱۳۹۸ش، ج۳، ص۶۳۵.
- ↑ فیومی، ذیل «تکفیر».
- ↑ عبدالمنعم، معجم المصطلحات والألفاظ الفقهیة، دارالفضیلة، ج۱، ص۴۸۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۶۴؛ شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۲۵؛ خویی، مصباح الفقاهه، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۳۶؛ امام خمینی، کتاب الطهارة، ۱۳۹۸ش، ج۳، ص۶۳۵.
- ↑ ابنادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۵۲۹؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۱۷۵.
- ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۹۴-۱۹۵.
- ↑ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق، ج۲۲، ص۱۸۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: منجد، موقع الإسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۹۳۸؛ رفاعی، التوصل الی حقیقة التوسل، ۱۳۹۹ق، ص۱۸۵.
سرچينې
- ابنادریس، محمد بن احمد، السرائر: الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۰ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۴ق.
- امام خمینی، سید روحالله، کتاب الطهارة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (ره)، ۱۳۹۸ش.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، تحقیق: محمد تقی ایروانی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۰۵ق.
- جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح: تاج اللغة و صحاح العربیة، تحقیق: احمد عبدالغفور عطار، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۴۰۴ق.
- حکیم، سید محسن، مستمسک الـعـروة الوثقی، قم، مؤسسه دار التفسیر، ۱۴۱۶ق،
- غروی تبریزی، علی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی (تقریرات درس خارج فقه آیتالله سید ابوالقاسم خوئی)، قم، نشر لطفی، ۱۴۰۷ق.
- خویی، ابوالقاسم، مصباح الفقاهة، قم، نشر انصاریان، ۱۴۱۷ق.
- خویی، ابوالقاسم، موسوعة الامام الخوئی قم، احیاء الاثار الامام الخویی، ۱۴۱۸ق.
- روحانی، محمود، المعجم الاحصائی للالفاظ القرآن الکریم، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۶۸ش.
- سبحانی تبریزی، جعفر، الإیمان و الکفر فی الکتاب و السنة، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۶ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعية فی فقه الامامية، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ انصاری، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تهران، مکتبة المرتضوية، ۱۳۸۷ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، تصحیح: ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۲۰ق.
- کاشفالغطاء، محمدحسین، أصل الشیعة و أصولها، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۶ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح المقاصد، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۴ق.
- مقدس اردبیلی، احمد بن احمد، مجمع الفائدة و البرهان في شرح إرشاد الأذهان، تصحیح: مجتبی عراقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۴ق.
- موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه الحدود و التعزیرات، قم، جامعة المفيد، مؤسسة النشر، ۱۴۲۷ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، محقق: ابراهیم سلطانی نسب، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- همدانی، رضا، مصباح الفقیه، تحقیق: محمد باقری، قم، المؤسسة الجعفریة لاحیاء التراث، ۱۳۷۶ش.
- آملی، محمدتقی، مصباح الهدی فی شرح العروة الوثقی، تهران، بینا، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
- ابنزهره، حمزه بن علی، غنیة النزوع، تصحیح ابراهیم بهادری، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۳۷۵ش.
- بابالحوائجی، ساره، «کفر در قرآن»، در دایرة المعارف تشیع، جلد۱۴، تهران، انتشارات حکمت، ۱۳۹۰ش.
- جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعة، بیجا، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
- جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- جمعی از نویسندگان، موسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، دارالسلاسل، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق.
- جناتی، محمدابراهیم، طهارة الکتابی فی فتوی السید الحکیم، نجف، مطبعة القضاء، ۱۳۹۰ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تصحیح سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
- حسینی عاملی، سید محمدجواد، مفتاح الکرامة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- خوئی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخوئی، قم، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
- رفاعی، محمدنسیب، التوصل الی حقیقة التوسل، بیروت، دار لبنان للطباعة والنشر، چاپ سوم، ۱۳۹۹ق.
- روحانی، سید محمدصادق، فقه الصادق، قم، آیین دانش، ۱۳۹۲ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دار القرآن الکريم، ۱۴۰۵ق.
- سیستانی، سیدعلی، توضیح المسائل، قم، انتشارات مهر، ۱۴۱۵ق.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تعلیقه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- شیخ بهایی، محمد بن حسین، حرمة ذبائح اهل الکتاب، بیروت، موسسةالاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادی، تهران، مکتبة چهل ستون العامة و مدرستها، ۱۴۰۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
- صندوقدار، زمان، «احکام کافران و مرتدان در فقه اسلامی»، کنفرانس ملی اندیشههای نوین و خلاق در مدیریت، حسابداری و مطالعات حقوقی و اجتماعی، سال ۱۳۹۷ش.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- عبدالمنعم، محمود عبدالرحمن، معجم المصطلحات والألفاظ الفقهیة، قاهره، دارالفضیلة، ۱۴۱۹ق.
- کاشف الغطاء، محمدحسین، اصل الشیعة و اصولها، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
- مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، نشر الهادی، ۱۳۹۲ش.
- منجد، محمدصالح، موقع الإسلام سؤال و جواب، بیجا، بینا، ۱۴۳۰ق.
- وحید خراسانی، حسین، توضیح المسائل، قم، مدرسه باقر العلوم، ۱۴۲۱ق.