د مکې فتحه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د مکې له فتحې مخکې د اسلام د لښکر یو انځور په "سیرت النبی" کتاب کې چې په یوولسمه هجري پیړۍ کې د عثماني واکمن دریم سلطان مراد او د سید سلیمان کسیم پاشا له خوا چمتو شوی و.

د مکې فتحه د پېغمبر اکرم(ص) یوه ډېره مهمه غزا ده چې په پایله کې یې، د مکې ښار په ۸ هجري قمري کال کې فتح شو. د مکې په فتحې سره، د جزیرة العرب اکثره قبیلو تر لسم کاله اسلام راوړ او اسلام په جزیرةالعرب کې واکمن شو. دغه غزا د مکې د قریشو له خوا د حُدَیْبیّه تړون د خلاف ورزۍ په ځواب کې وشوه. حضرت محمد(ص) په خپل تدبیر او سیاست سره، د ناڅاپي حملې په اصل په عمل کولو سره، مکه بې له وینې بهیولو فتح کړه. پېغمبر د مکې په فتحه کې د اَلْیَوم یَومُ الْمَرحَمَه (نن د رحمت ورځ ده) په نعرې سره، عمومي عفوه اعلان کړه او یوازې ګوته په شمېر کسانو منجلمه عِکْرِمَة بن ابی‌جَهْل، صَفْوان بن اُمَیّه او عُتْبَه لور هِندې ته یې امان ورنه کړ.

د ځینو راپورونو له مخې، د مکې له فتحې وروسته، د پېغمبر (ص) په وړاندیز، علي (ع) د هغه حضرت په اوږو وخته او بوتان یې په ځمکه راغورځول. بوتان د باب بني شیبه په دروازه (د مسجد الحرام یوه دروازه) کې ښخه کړی شول. همداراز پېغمبر د مکې خواوشا ته ځینې سریې (جنګیالي) ولېږل چې بتخانې ورانې کړي. د مکې په فتحې سره د کعبې له سِدانت او سِقایَةُ الحاجّ (حجیانو ته د اوبو ورکولو مسوولیت) پرته ټول تړونونه، قراردادونه او مقامونه ختم او لغوه شول.

په اسلامي تاریخ کې د مکې د فتحې اهمیت

د مکې د فتحې غزا د اسلام د لومړیو وختونو یوه ډېره مهمه پېښه ګڼل شوې ده چې په نتیجه کې یې، په مکې کې د مشرکانو حکومت ختم شو او اسلام په جزیرة العرب کې واکمني پېدا کړه.[۱] د مکې له فتحې وروسته، د جزیرة العرب اکثره قبیلو تر لسم کاله اسلام راوړ او هلته د مشرکانو طاقت بیخي ختم شو.[۲] شیعه مفسرانو محمد حسین طباطبایي او ناصر مکارم شیرازي د مکې په فتحې د نصر سورې په تطبیقولو سره ویلي چې دا غزا د پېغمبر(ص) تر ټولو لویه سوبه وه چې له امله یې له جزیرة العربه د شرک مونډ وویستی شو او خلکو ډلې ډلې په پېغمبر ایمان راوړ.[۳]

پېغمبر(ص) په دغه غزا کې وکړی شول بې له وینې بهېدلو او بې له دې چې چاته کوچنی شان تاوان ورسیږي مکه فتحه کړي.[۴] د تاریخ تحلیلي اسلام کتاب مولف سید جعفر شهیدي په وینا، هغه سلوک چې پېغمبر (ص) د مکې له خلکو سره وکړ، د پېغمبر سترتوب او د اسلام مروت مخالفانو ته څرګند کړ؛ ځکه چې قریشو شل کاله هغه حضرت او پیروان یې ځورولې وو او د پېغمبر (ص) له غچ اخستلو وېرېدل.[۵]

د لښکر لېږد سبب

د مکې د فتحې یادګاري ټکټ
همداراز ووینئ: د حدیبیې صلحه

د قریشو له خوا د حدیبیې د صلحې خلافورزي په مکې د پېغمبر(ص) د لښکر لېږد او د هغې د فتح کولو اصلي لامل و.[۶] د هجرت په شپږم کال مسلمانانو او مشرکانو په حُدَیْبیّه سیمه کې له یو بل سره تړون وکړ چې لس کاله به له یو بل سره سوله لري او د یو بل په خلاف به اقدام نه کوی.[۷] بني خُزاعه قبیله له مسلمانانو او بني بکر قبیله له قریشو سره هم تړونې شوې.[۸] په هغه جنګ کې چې په اتم کال د دغه دوو قبیلو تر مینځ وشو، د قریشو ځینو کسانو د بني بکر په ګټه د بني خزاعه ځینې کسان ووژل.[۹] په دې ډول د صلح حدیبیه تړون له دوو کلونو وروسته، د قریشو له خوا مات شو. سره له دې چې ابوسفیان په خپله د بخښنه غوښتلو لپاره مدینې ته لاړ خو عذر یې ونه منل شو.[۱۱] لږه موده پس پېغمبر له لس زریز لښکر سره د مکې په لور روان شو.[۱۲]

بې د وینې له بهېدلو د مسلمانانو کامیابي

په سیرة النبي کتاب کې په مکې کې د بلال حبشي د اذان ویلو یو انځور

د مورخانو په وینا، پېغمبر (ص) وکړی شول په خپل تدبیر او سیاست سره مکه بې له وینې بهیولو فتحه کړي.[۱۳] د پېغمبر په امر د اسلام لښکر د ۸ ق کال د روژې په لسمه[۱۴] د ناڅاپي حملې په چل سره، مخکې له دې چې دښمن د خپل ځان د دفاع په فکر کې شي، له مدینې ووته.[۱۵] اصلي منزل ان د اسلام سپایانو ته هم نه و معلوم.[۱۶] مَرّالظَّهْران( اوسنۍ وادی فاطمه چې د مکې په ۲۴ کلومیټرۍ کې ده) ته د اسلامي لښکر تر رسېدو پورې د مکې خلک ان د هغوي جاسوسان د اسلامي لښکر له جهادي حرکته هیڅ نه وو خبر.[۱۸]د مکې په خواوشا کې د اسلامي لښکر له شتونه د ابوسفیان له خبرېدو وروسته، عَبّاس بن عَبدُالمُطَّلِب د پېغمبر په امر، ابوسفیان د یو غر سر ته وخیږوه چې له هغه ځایه د مسلمانانو لوی لښکر وویني.[۱۹] او د هر ډول مقابلې فکر له سره وباسي چې د مکې فتحه بې له وینې بهیدو وشي.[۲۰] ابوسفیان پېغمبر(ص) ته ورغی او اسلام یې راوړ.[۲۱]

د ځینو راپورونو له مخې، مسلمانانو د رمضان په ۲۰ [۲۲] مکه په «نَحْنُ عِبَادُ اللَّهِ حَقّاً حَقّا؛ مونږ په حقیقت کې د خدای بندګان یوو» په شعار سره فتحه کړه.[۲۳] البته تاریخ لیکونکي مکې ته د مسلمانانو د ورتګ د ورځې په اړه د نظر اتفاق نه لري او د رمضان نورې ورځې هم د دې پېښې لپاره بیان شوې دي.[۲۴] پېغمبر(ص) په مسجد الحرام کې حاضرو کسانو، د ابوسفیان په کور کې دننه کسانو او هغه کسانو ته چې په خپلو کورونو کې پاتې شول، امان ورکړ.[۲۵] د مکې د فتحې په ورځ، له مسلمانانو بې له دوو کسانو کُرْز بن جابر[۲۶] او خُنَیْس بن خالد اشعری[۲۷] (یا خالد اشعری)[۲۸] څخه چې لاره یې ورکه کړې وه، هیڅوک ونه وژل شو. دغه دوه کسان په بله لاره تللي وو او په لاره کې د مشرکانو په لاس وژل شوې وو.[۲۹]

عامه معافي

عبد الحسین زرین کوب:

«د مکې خلکو په پښېمانۍ او وېره کې، ابوسفیان مدینې ته ولیږه چې محمد(ص) له دغه هوډه (په مکې له حملې) منعې کړي. خو نور د سولې وخت تېر شوی و او چې څنګه د مکې خلک خبر شو چې پېغمبر له لسو زرو مسلمانانو سره په یوې اونۍ کې د هغوي د ښار دروازو ته رسېدلی، نو مکې د هغه په وړاندې مقابله ونه کړه... دا ځل محمد د یو فاتح خو بیا هم د یو پېغمبر په توګه ښار ته ننوت؛ بې له چورتالان او وینه بهیولو.»

* سرچينه: زرین کوب،‌ بامداد اسلام،‌ ۱۳۶۹ ل، مخ ۳۷.

پیغمبر(ص) وروسته له دې چې مکې ته ننوت عامه معافي اعلان کړه[۳۰] او خپلو کوماندانانو ته یې امر وکړ چې له جنګ او وینه بهیولو ډډه وکړي او یوازې له هغو کسانو سره چې د جنګ اراده لري، مقابله وکړي.[۳۱] سعد بن عباده چې د مسلمانانو تور بېرغ یې په لاس کې و د «الْيَوْمُ يَوْمُ الْمَلْحَمَة» (نن د انتقام ورځ ده)،په ویلو سره د مکې په خلکو کې وېره رامینځته کړه.[۳۲] د سعد خبرې پېغمبر(ص) خپه کړ.[۳۳] له دې امله یې په دې بیان سره چې «الْيَوْمَ يَوْمُ الْمَرْحَمَة» (نن ورځ د رحمت ورځ ده)،[۳۴] له هغه تور بېرغ واخیست او امام علي (ع) [۳۵] یا د سعد زوي[۳۶] ته یې ورکړ. پېغمبر(ص) د مکې خلکو اسیران نه کړل اړو هغوي یې طُلَقاء ( ازاد شوي) وبلل او ازاد یې کړل.[۳۷] له دې امله ابوسفیان او د مکې خلکو ته طلقاء ویل کېدل.[۳۸] د ځینو څېړاندو په وینا، د طَلَقاء ټکي یو ډول په بدنامۍ دلالت کاوه؛ ځکه چې د مکې خلکو له مجبورۍ له پېغمبر سره بیعت وکړ.[۳۹] پېغمبر د مکې په فتحه کې د کعبې د سِدانت او سِقایَةُ الحاجّ (حجیانو ته د اوبو ورکولو مسوولیت) پرته ټول تړونونه، قراردادونه او مقامونه ختم او لغوه کړل.[۴۰]

له عامې معافۍ استثنا شوي کسان

پېغمبر(ص) ځینې کسان له عامې معافۍ استثنا کړل او امر یې وکړ چې دغه کسان ان که د کعبې تر پردې لاندې هم پټ شوې وي، وې وژنئ.[۴۱] تاریخي سرچینو د دغه کسانو شمېر یو شان نه دی بللی او تر شلو کسانو یې ذکر کړی دی.[۴۲] هغه څه چې سید جعفر مرتضی عامل له الصحیح من سیرة النبي الاعظم له کتابه د دغه کسانو نومونه راوړي په دې ډول دي:[۴۳]

سړي

  • عِکْرِمَة بن ابي جَهْل: هغه مکې ته د مسلمانانو له ورتګه مخکې وتښتېد؛ خو مېرمنه یې چې مخکې مسلمانه شوې وه، پېغمبر(ص) ته ورغله او هغه ته یې امان واخیست.[۴۴]
  • صَفْوان بن اُمَیّه: هغه له مکې وتښتېد؛ خو وروسته له دې چې عُمَیْر بن وَهْب د هغه لپاره امان واخیست پېغمبر(ص) ته ستون شو. هغه له پېغمبره دوه میاشتې مهلت وغوښت چې اسلام راوړي. پېغمبر(ص) هغه ته څلور میاشتې مهلت ورکړ. اخر له یوې مودې پس مسلمان شو.[۴۵]
  • عبدالله بن اَبي سَرْح: عُثمان بن عَفّان چې د هغه د پیو ورور و، ورته امان واخیست.[۴۶]
  • عبدالله بن خَطَل: هغه د اسلام له راوړلو وروسته، یو مسلمان وژلی او مرتد شوی و.[۴۷] هغه د مکې له فتحې وروسته د مسلمانانو په لاس د کعبې په خوا کې ووژل شو.[۴۸]
  • مقیس بن صباته: هغه یو مسلمان وژلی او مرتد شوی و. نمیلة بن عبدالله کناني هغه وواژه.[۴۹]
  • وَحْشیّ بن حَرْب: هغه د پېغمبر(ص) د تره حَمزة بن عَبدالمُطَّلِب قاتل و. څه وخت پس پېغمبر(ص) ته ورغی او مسلمان شو.[۵۰]

ښځې

  • د عتبه لور هنده: هغه د معاویه موروه چې په احد غزا کې یې د حمزه بن عبدالمطلب خیټه وڅېرله او د هغه ځیګر یې وچیچه. هغې خپل مخ پټ کړ او له نورو ښځو سره یو ځای یې له پېغمبر سره بیعت وکړ او مسلمانه شوه.[۵۱]
  • ساره د عَمرو بن هِشام وینځه: هغې د اسلامي لښکر له حرکته مخکې د مشرکانو لپاره جاسوسي کړې وه.[۵۲] هغه د مکې د فتحې په ورځ ووژل شوه.[۵۳]
  • قَریبه او فَرْتَنا د عبدالله بن خَطَل دوه وینځې: دغه دوه وینځې سندرغاړې وې او په سندرو کې به یې په پېغمبر(ص) پسې بد رد ویل.[۵۴] قریبه ووژل شوه، خو فرتنا ایمان راوړ او د عثمان تر زمانې ژوندۍ وه.[۵۵]

د بوتانو ماتول

په سیرة النبي کتاب کې د بوتانود ماتولو د کیسې انځور
اصلي مقاله: د بوتانو ماتولو پېښه

د راپورونو له مخې د مکې له فتحې وروسته پېغمبر (ص) د کعبې په چت پراته بوتان مات کړل.[۵۶] د پېغمبر(ص) په وړاندیز، علي(ع) د هغه حضرت په اوږو وخته او بوتان یې په ځمکه راوغورځول.[۵۷] د ځینو روایتونو له مخې، وروسته له دې چې امام علي(ع) هُبَل بوت (په مسجد الحرام کې تر ټولو لوی او مهم بت) د کعبې له چته راوغورځوه، هغه یې په باب بني شیبه ( د مسجد الحرام یوه دروازه) کې ښخ کړ.[۵۸] د مکې له فتحې وروسته، پېغمبر د مکې خواوشا ته ځینې کسان ولېږل چې بوتان مات کړي.[۵۹] د مکې د فتحې په ماسپښین، بلال حبشی د پېغمبر(ص) په امر کعبې ته وخوت او اذان یې ووایه او د مکې کفار په دې خبره ډېر خپه شول.[۶۰]

فوټ نوټ

سرچينې