لیلة المبیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

لَیلَةُ‌المَبیت، هغه شپه ده چې امام علي (ع) د پېغمبر (ص) د سر ساتنې لپاره د هغوي په بسترې کې څملاست. په دې شپه د مکې مشرکانو غوښتل په ګډه د پېغمبر په کور برید وکړي او وې وژني. د خدای په امر او د پېغمبر (ص) په غوښتنه امام علی (ع) د پېغمبر په بسترې کې څملاسته او په نتیجه کې یې مشرکان پوه نه شول چې پېغمبر (ص) نیشته او د خدای رسول وکړی شول په دغه شپه د مدینې په لور هجرت وکړي. ډېر مفسران د آیه شِراء یا آیه لیلة المبیت شان نزول په لیلة المبیت کې د امام علي دغه سرښندنه ګڼي تاریخ دغه پېښه د لومړي قمري کال د ربیع الاول میاشتې لومړۍ شپه ګڼلې ده.

مقام او اهمیت

لَیلةُ المَبیت هغه پېښې ته ویل کیږي چې پکې امام علي (ع) د پېغمبر د سر د حفاظت لپاره د هغوي په ځای د هغوي په بستره کې څملاسته. دغه پېښه د امام علي (ع) له فضایلو ګڼل شوې او امام په شپږ کسیزه شورا کې د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره په هغه احتجاج کړی دی.[۱] مفسران د شراء یا لیلة المبیت ایت نزول په همدغه پېښې پورې اړوند او د امام علي (ع) په شان کې ګڼي.[۲]

د سید بن طاووس په راپور پېغمبر (ص) په غدیر خطبه کې دغه پېښې ته اشاره کړې او هغه یې امام علي (ع) ته د خدای له لوري یو ماموریت ګڼلی دی.[۳] همداراز د روایتونو له مخې کله چې علي (ع) د پېغمبر په بسترې کې ملاست و، جبراییل یې د بسترې سر او میکاییل لنګې ته راغی. جبراییل وویل: «څومره بختور دي ستا په شان کسان ای د ابو طالب زویه چې خدای د پرښتو په وړاندې په تا ویاړي.»[۴]

د اسماعیل پر تسلیم د علي (ع) د سرښندنې لوړاوی

سید بن طاووس د پېغمبر (ص) په بسترې کې د امام علي څملاستل د ذبحې په کیسه کې د حضرت ابراهیم (ع) د زوي اسماعیل له تسلیم سره پرتله کړي دي. د هغه له نظره د امام علي ایثار د اسماعیل تر تسلیمه زیات لوړ دی؛ ځکه چې اسماعیل تیار و چې د خپل پلار په لاس حلال شي؛ خو امام علي ځان د خپلو دښمنانو په لاس وژل کېدو ته تیار کړی و.[۵]

د پېغمبر (ص) د وژلو پلان =

د تاریخي سرچینو په راپور یو شمېر کفار په دارالندوه کې راغونډ شول چې له پېغمبر سره د چلند په باره کې فیصله وکړي. په دې غونډه کې فیصله دا وشوه چې له هرې قبیلې یو کس غوره کړی شي او د شپې په پېغمبر (ص) حمله وکړي او په ګډه یې په کور کې ووژني؛ ځکه چې په دې بڼه کې به د هغه وینه د ټولو قبیلو په غاړه وي او بني هاشم چې د پېغمبر کورنۍ او د وینې د غچ غوښتونکی و، له ټولو قریشو قبیلو سره نه شي جنګېدلی او مجبورا به یې دیت ته غاړه اېښې وه.[۶]

له دغه فیصلې وروسته، جبراییل په پېغمبر (ص) نازل شو او هغه یې د مشرکانوله دغه پلانه خبر کړ.[۷] له دې امله پېغمبر (ص)اراده وکړه چې د مشرکانوله راتګه مخکې له خپل کوره ووځي او مدینې ته لاړ شي.[۸]

د پېغمبر (ص) په بستره کې د علي(ع) اوده کېدل

د مجلسي د روایت له مخې پېغمبر (ص) علي ته وفرمایل:« مشرکان غواړي نن شپه ما ووژني، ایا ته زما په بسترې کې څملې؟» امام علي (ع) وویل:«که داسې وکړم تاسو به بچ پاتې شئ؟» پېغمبر (ص) وفرمایل: «هو» امام علي (ع) مسکی شو، د شکر سجده یې وکړه او کله یې چې سر له سجدې پورته کړه وې ویل:« هغه څه چې مامور شوی یې پرې ترسره یې کړه زما سترګې غوږونه او زړه له تا زار شه.» [۹]

مشرکانو د شپې له سره د پېغمبر (ص) کور کلابند کړی و. ټاکل شوې وه نیمه شپه حمله وکړي؛خو ابولهب وویل په دې وخت ښځې او ماشومان په کور کې دي او بیا به عرب زمونږ په اړه وايي چې د خپل تره د بچیانو حرمت یې ماته کړ.[۱۱] هغوي په علي چې په بسترې کې ملاست و د کاڼي ګوزار وکړ چې ډاډه شي یو څوک په بسترې کې اوده دی او شک یې نه درلود چې دا رسول اکرم (ص) دی.[۱۲] سهار یې چې په کور برید وکړ، کله یې چې حضرت علي (ع) د پېغمبر په بسترې ولیده، وې ویل محمد(ص) چرته دی؟علي (ع) ځواب ورکړ: «ولې هغه مو په ما سپارلی و چې چې له مایې غواړئ؟! تاسو داسې څه وکړل چې هغه مجبوره شو له کوره ووځي» په دې وخت هغوي په علي برید وکړ او هغه یې وځوراوه او بیا یې له کوره بهر وکشاوه او وې واهه. یو څو ساعته یې په مسجد الحرام کې بندي کړ او بیا یې پرېښود.[۱۳]

په یو بل نقل کې راغلي چې علي (ع)چې کله هغوي ولیدل چې تورې یې راوېستلې دي او د هغه لور ته راځي په یو چل یې د خالد بن ولید چې تر ټولو مخکې و توره واخسته او هغوي یې له ځانه لرې کړل. هغوي وویل مونږ له تا سره کار نه لرو؛ خو دا راته ووایه چې محمد (ص)چرته دی؛ علي ځواب ورکړ زه ترې نه یم خبر ، بیا قریشو د پېغمبر (ص) لټون پېل کړ.[۱۴]

د لیلة المبیت ایت

وَ مِنَ النَّاسِ مَن یشْرِی نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّـهِ وَ اللَّـهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ؛ او په خلکو کې هغه کس دی چې خپل ځان د خدای د رضا د اخستلو لپاره خرڅوي، اوخدای په (دغو) بندګانو مهربانه دی.


بقره سوره ، آیه ۲۰۷. شیخ طوسی په مصباح المُتَهَجِّد کې، د دغه پېښې وخت د پېغمبر د هجرت د لومړي کال د ربیع الاول لومړۍ شپه ګڼلې ده.[۱۵]

د علي (ع) په شان کې د شراء ایت نزول

اصلي مقاله: لیلة المبیت آیت

شیعه عالمان [۱۶] او یو شمېر اهل سنت عالمان [۱۷] باوري دي چې لیلة المبیت ایت یا شِرا‌ء ایت (د بقرې سورې ۲۰۷ ایت) د علي (ع) په شان کې او د لیلة المبیت په ماجرا کې نازل شوی دی. ابن ابی الحدید د نهج البلاغې په شرحه کې له خپل استاد ابوجعفر نقلوي چې په تواتر سره ثابته شوې چې دا ایت د امام علي (ع) په باره کې نازل شوی او هر څوک یې چې انکار وکړي یا لیونی دی یا له مسلمانانو سره هیڅ اړه لري.[۱۸]

په شرا‌ء ایت کې خدای تعالی هغه کسان ستایلي چې تیار دي خپل سر د خدای د رضا په بدل کې قربان کړي.[۱۹]

هنری اثار

شعر

د لیلة المبیت په باره کې، ډېر شعرونه ویل شوي دي. د یمن په امیرالشعراء مشهور حسن بن علي هَبَل په ۱۰۷۶ ق کال کې د «نَفْسی فِداءُ الغری» په نامه یو شعر ویلی چې د الهبل په دیوان کې لیکل شوی دی. ځینې بیتونه یې دا دي:


مَنْ نامَ فی مَرقدِ النبی دُجی وَ اَعیُنُ المشرکینَ لمْ تَنَمِ فداه بالنفسَ لمْ یَخَفْ اَبدا ما دَبَّروا من عظیم کیدهم[۲۰] [علی] هغه څوک دی چې د پېغمبر په بسترې کې (ارام) څملاسته؛ په داسې حال کې چې مشرکانو له سختې وېرې یوه سترګه خوب نه و کړی.هغه [علي] خپل ځان په هغه [پېغمبر] قربان کړ او هیڅکله ونه وېرېد له هغه لوی سازشه چې (دښمنانو) جوړ کړی و. ځینې شعرونه هم حضرت علي ته منسوب دي:


وَقَيْتُ بِنَفْسِي خَيْرَ مَنْ وَطِئَ اَلْحَصَى وَ مَنْ طَافَ بِالْبَيْتِ اَلْعَتِيقِ وَ بِالْحَجَرِ رَسُولَ إِلَهِ اَلْخَلْقِ أَنْ مَكَرُوا بِهِ فَنَجَّاهُ ذُو اَلطَّوْلِ اَلْكَرِيمُ مِنَ اَلْمَكْرِ وَ بِتُّ أُرَاعِيهِمْ وَ مَا يُثْبِتُونَنِي وَ قَدْ صَبَرَتْ نَفْسِي عَلَى اَلْقَتْلِ وَ اَلْأَسْرِ.[۲۱] په خپل ځان سره مې حفاظت وکړ تر ټولو د غوره انسان چې په ځمکه یې پښه اېښې او له هغه چا د کعبې او د حجر طواف یې کړی دی. هغه د هغو خلکو لپاره د خدای رسول و چې دوي ورسره چل وکړ، وسیال او کریم خدای هغه د هغوي له مکره وساته. او زه یې په بسترې کې څملاستم او د هغه حضرت خیال مې ساته؛ خو هغوي زه ونه پېژندلم او ما ځان د وژل کېدو او اسیرېدو لپاره تیار کړ.

د لیلة المبیت په اړه د نفس رسول انځور ګري، انځور ګر: حسن روح الامین

د لیلة المبیت مستند

هغه مستند دی چې د علي (ع) په مدحه کې او په لیلة المبیت پېښه کې د هغوي د سرښندنې په اړه جوړ شوی دی. دا مستند (ډاکومنټري) چې د امام علي د مدحې او فداکارۍ په اړه د شیخ محمد طوخي د ابتهال یو اثر نندارې ته وړاندې کوي، په ۱۳۹۶ کال کې د سید محمد قاسمیان په پروډیوسرۍ د ایران له ټیلي ویژني چینلونو خپور شو. سید حسن سعادت مصطفوي په دې مستند کې د لیلة المبیت واقعه او پکې د علي رول تشریح کړی دی.[۲۲]

انځورګري

حسن روح‌الامین (زوکړه ۱۳۶۴، ایراني هنرمن د پېغمبر په بسترې کې د امام علي څملاستل انځور کړې دي.[۲۳]

فوټ نوټ

سرچينې