مهاجران

د wikishia لخوا
دا مقاله د مهاجرانو په هکله ده. مدینې ته هجرت او حبشې ته هجرت مقالو لپاره دغه دوو ته مراجعه کولی شئ

مهاجران یا هجرت کوونکي هغه مسلمانان وو چې په مکه مکرمه کې اوسیدل او له مسلمان کیدو او د مشرکانو د فشارونو له زغملو وروسته د رسول الله(ص) په حکم یې مدینې ته هجرت وکړ. مهاجرو په خپل هجرت سره د اسلام په ترویج کې رول ولوباوه او په دې لاره کې یې ډیر کړاوونه وزغمل. له همدې امله رسول الله(ص) دوی ته ځانګړې پاملرنه کړی او قرآن هم هغوي په ښه توګه ياد کړي دي.

له اسلام څخه مخکې د مکې او مدينې د خلکو تر منځ دښمني او شخړه وه، چې د رسول الله(ص) له هجرت او د مهاجرينو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ په رامنځته کېدو سره له منځه ولاړه، خو د پیغمبر(ص) له وفات وروسته یو ځل بیا د انصارو او مهاجرینو ترمینځ سيالي پيل شوه او د امويانو تر دورې پورې يې دوام وکړ. د دې يوه بېلګه د ثقیفې په مسئله کې د انصارو او مهاجرينو تر منځ سيالي وه، چې ابوبکر بن ابي قحافه د مهاجرينو په ملاتړ خلافت ته ورسید.

امام علي(ع) د شیعو لومړنی امام وو، د پیغمبر اکرم(ص) لور حضرت فاطمه، ابو سلمه، ام سلمه، حمزة بن عبد المطلب، د پیغمبر(ص) تره او درې خليفه ګان له پيژندل شویو مهاجرینو څخه وو.

مفهوم‌ پيژندنه

اصلي مقاله: مدینې ته هجرت

د مهاجرانو لقب هغو مسلمانانو ته ورکړل شو چې د مکې د مشرکینو د ظلم او ستم له امله یې د پیغمبر(ص) په حکم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ.[۱] د مهاجرانو تر څنګ هغه مسلمانانو ته چې په مدینه کې وو او د پیغمبر(ص) مرسته یې وکړه[۲] انصار ویل کیږي.[۳]

د مهاجرینو په لقب کې ټول هغه مسلمانان شامل دي چې د هجرت په اتم کال د مکې تر فتحې پورې له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ؛ خو هغه کسان چې د حدیبیه له صلحې(۶ هجري قمري کال) مخکې مدینې ته داخل شوي وو، لوړ مقام لري.[۴]

مقام او منزلت

د تقليد مرجع او د قرآن مجيد د مفسر مکارم شيرازي په وينا، رسول الله(ص) مهاجرينو ته ځانګړې پاملرنه کوله؛ ځکه چې هغوي خپل مادي ژوند او مال د هغه د دعوت په خدمت کې ولګول او په هجرت سره يې د اسلام غږ د ټولې نړۍ غوږونو ته ورساوه.[۵]

«إِنَّ الَّذينَ آمَنُوا وَ هاجَرُوا وَ جاهَدُوا بِأَمْوالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ في‏ سَبيلِ اللَّهِ وَ الَّذينَ آوَوْا وَ نَصَرُوا أُولئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِياءُ بَعْضٍ وَ الَّذينَ آمَنُوا وَ لَمْ يُهاجِرُوا ما لَكُمْ مِنْ وَلايَتِهِمْ مِنْ شَيْ‏ءٍ حَتَّى يُهاجِرُوا وَ إِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلى‏ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَ بَيْنَهُمْ ميثاقٌ وَ اللَّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصيرٌ»[۶]


ژباړه: هغه کسان چې ايمان يې راوړے دے او هجرت يې کړے دے او دخداي په لاره کښې يې په خپلو مالونو او نفسونو سره جهاد کړے دے او هغه کسان چې (مهاجرو ته يې) ځاي ورکړے دے او (د پيغمبر) مرسته يې کړې ده دوي د يو بل ملګري دي او کومو کسانو چې ايمان راوړے دے او هجرت يې نه دے کړے له هغوي سره ستاسو څه ملګرتيا او تعلق نشته تر دې چې هجرت وکړي او که تاسو نه د دين (په کار کښې) مرسته وغواړي نو په تاسو باندې يې مرسته لازمه ده مګر د هغه ټولي په خلاف (ورسره مرسته مه کوئ) چې ستاسو او د هغوي تر مينځ معاهده وي، او خدای د هغه کار ښه ليدونکې دے چې تاسو يې کوئ.


په قرآنکریم کې د هجرت مشتقات ۲۴ ځله راغلی چې د مهاجرانو، په ټکي سره «الذین هاجروا» او «من هاجر» ذکر شوي دي.[۷] همدارنګه قرآن، مهاجران د جهاد کوونکیو تر څنګ بیان کړي دي.[۸] او هغوي یې د صبر او توکل[۹] ستایلي شوي[۱۰] او ریښتیني مومنان[۱۱] ګڼلي دي چې خپل هجرت سره یې خپل ایمان څرګند کړی دی.[۱۲] قرآن کریم هم د هغوي ته د ګناهونو د بخښنې[۱۳] او جنت ته د ننوتلو خبره کړې ده.[۱۴] البته د شيعه علماوو په اند له دې آيتونو څخه دا معلومیږي چې د خداى مطلب هغه مهاجران دي[۱۵] چې پر خپل عهد ټينګ ولاړ پاتی شوو، نه ټول.[۱۶]

په لومړیو قمري پیړیو کې مهاجر کیدل یو ویاړ ګڼل کیده؛ عمر بن خطاب د بیت المال په ویش کې مهاجرینو ته په اسلام کې د مخکې والي له سببه زیاته برخه ورکړه.[۱۷] او د خلیفه د ټاکلو لپاره یې له هغوی څخه شپږ کسیزه شورا وټاکله؛[۱۸] که څه هم د هغوي د څارنې دنده انصارو ته وسپارله.[۱۹]

لومړي مهاجران

پیغمبر(ص) مدینې ته له هجرت کولو مخکې خپلو اصحابو ته امر وکړ چې مدینې ته هجرت وکړي.[۲۰] د علی بن حسین مسعودي په وینا، ځینې هغه لومړني کسان چې له پيغمبر(ص) وړاندې مدینې ته راورسیدل، دا دي: عبد الله بن عبد الاسد، عامر بن ربیعه، عبد الله بن جحش، عمر بن خطاب او عیاش بن ابي ربیعه.[۲۱] د دريمې پېړۍ يو مورخ احمد بن يحيى بلاذري د لومړي مهاجرينو څخه مصعب بن عمير او ابن ام مکتوم ګڼلي دي، چې له عبد الله بن عبد الاسد څخه مخکې مدينې ته راورسېدل.[۲۲] د هغه د روايت له مخې مصعب بن عمير له بیعت عقبه نه وروسته د بعثت په دولسم کال د پیغمبر(ص) له خوا د اسلام د دين د تبليغ په موخه مدینې ته ولیږل شو.[۲۳]

مهاجرانو سره د مکې د مشرکانو کړنې

د تاریخي راپورونو له مخې، د مکې مشرکینو په مختلفو طریقو سره مدینې ته د مسلمانانو د هجرت مخه ونیوله. دوي به ځینې کسان په بند کې ساتل او د مهاجرینو ځینې کورنۍ یې هم له هغوي سره د یوځای کیدو معنه کولې، د یو څه مودې لپاره یې د ابو سلمه(عبدالله بن عبد الاسد) میرمن ام سلمه او د هغې زوي ته مدینې ته د تلو اجازه ورنه کړه.[۲۴] او صهیب رومي ته یې د هغه د مال په بدل کې اجازه ورکړه چې مدینې ته هجرت وکړی.[۲۵]

همدارنګه مسلمانانو یو شمېر ښځو او ماشومانو به ژړل چې د هجرت پلان یې درلود، او ژړا سره به یې د هغوي د هجرت مخه نیوله. په همدې اړه د شپږم هجري قمري کال د شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي، له ابن عباس او مجاهد څخه نقل کړی چې دا آیت «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ»[۲۶] په دې هکله نازل شوی دی.[۲۷]

مهاجرانو سره د انصارو ملاتړ

له هجرت وروسته رسول الله(ص) د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ تړون رامنځته کړ.[۲۸] د مشهورو نظریو له مخې په دې تړون کې ۴۵ تنه له مهاجرینو او ۴۵ تنه له انصارو څخه شتون درلود.[۲۹]

پیغمبر(ص) د ابوبکر بن ابي قحافه او خارجة بن زید انصاري تر مینځ، د عمر بن خطاب او عتبان بن مالک انصاري خزرجي تر مینځ، د عثمان بن عفان او اوس بن ثابت خزرجي تر مینځ، د ابوعُبیده جَرّاح او سعد بن معاذ تر مینځ، د عبدالرحمن بن عوف او سعد بن ربیع تر مینځ، د طلحة بن عبید الله او کعب بن مالک تر مینځ، زبیر بن عوام او سلمه بن سلام تر مینځ، د سلمان فارسي او ابو درداء تر مینځ، د عمار بن یاسر او حذیفه بن نجار یا د یو نقل مطابق د ثابت بن قیس تر مینځ او نورو تر مینځ یې د ورورۍ تړون وتړه[۳۰] همدارنګ یې د خپل ځان او علي(ع) تر مینځ د ورورۍ تړون وکړ.[۳۱]

انصارو هغو مهاجرينو ته چې په مکه کې يې خپل مالونه پريښي وو، مادي مرستې برابرې کړې، تر دې چې په څلورم قمري کال کې رسول الله(ص) د بنو نضير په جګړه کې ترلاسه شوي مالونه د انصارو په موافقې سره په مهاجرينو وويشل.[۳۲] او د انصارو مادي مرستې پای ته ورسیدې.[۳۳]

د مهاجرانو او انصارو سیالي

له اسلام څخه مخکې د المفصل في تاريخ العرب د ليکوال جواد علي په وينا مدينې ته د رسول الله(ص) له هجرت مخکې د يثرب او د مکې د خلکو ترمنځ دښمني وه چې د پيغمبر(ص) له هجرت سره او د مهاجرينو او انصارو تر منځ د ورورۍ  تړون سره له منځه لاړه. خو دا دښمني د رسول الله(ص) له وفات وروسته د مهاجرينو او انصارو تر منځ د شخړو په بڼه راښکاره شوه. لکه څنګه چې د حسن بن ثابت، نعمان بن بشير او طرماح بن حکيم په شعرونو کې راغلي دي.[۳۴] مهاجرينو به په دې ویاړ کاو چې رسول الله(ص) له هغو څخه وو، او انصارو به په دې ویاړ کاوه چې هغوي ته یې پناه ورکړې وه او د پیغمبر(ص) مور له بني نجار څخه وه او هغه د مدينې وه.[۳۵]

د جواد علي په وينا د معاوية بن ابي سفيان او يزيد بن معاويه په زمانه کې د مهاجرو او انصارو تر منځ شخړه روانه وه. که څه هم په دې دوره کې د مهاجرینو او انصارو دا ټکی به کم استعمالیده او د قریشي او یمني په څیر ټکي به ډیر کارول کیدل.[۳۶]

د تاریخي سرچينو له مخې د سقیفې کیسه د مهاجرینو او انصارو تر منځ د سیالۍ او جګړې صحنه وه.[۳۷] ابوبکر سره د بیعت په وخت کې حباب بن منذر چې له انصارو څخه وو، په مهاجرینو توره وویستله او عمر بن خطاب، سعد بن عباده ته چې د انصارو له مشرانو څخه و، منافق وویل.[۳۸]

په سقیفه کې د مهاجرینو رول

د پیغمبر(ص) له وفات وروسته د انصارو يوه ډله په سقيفه بني ساعده کې راغونډه شوې وه چې سعد بن عباده د خليفه په توګه وټاکي، خو کله چې ورسره مهاجرین یوځای شول لکه ابوبکر بن ابي قحافه، عمر بن خطاب او ابو عبیده جراح، نو د دوي تر مینځ بحث او جدال شورو شو؛[۳۹] ابوبکر چې له مهاجرینو څخه و، په خپلو خبرو کې مهاجران له انصارو لوړ او د خلافت لپاره وړ وګڼل،[۴۰] حباب بن منذر چې له انصارو و هغوي وویل چې یو امیر دې له انصارو شي او یو دې له مهاجرینو چې د عمر بن خطاب رد عمل سره مخامخ شو او بیا ابوبکر، عمر بن خطاب او ابو عبیده جراح چې په هجرت کوونکو کې وو، د خلافت لپاره وړاندیز کړل، خو هغو دواړو ونه منله او د ابوبکر په اړه یې د فضیلت په څرګندولو سره هغه د خلافت وړ وګاڼه او له هغه سره یې بیعت وکړ.[۴۱] وروسته د بني اسلم قبيله چې له مهاجرينو سره يې تعلق درلود مدينې ته ننوتل او له ابوبکر سره يې بيعت وکړ.[۴۲]

مشهور مهاجران

ځینې ​​مشهور کسان چې د رسول الله (ص) په حکم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، دا دي:

عمر بن خطاب (دويم خليفه)،[۵۰] عثمان بن عفان (درېم خليفه)، حمزة بن عبد المطلب، د رسول الله تره، عثمان بن مظعون، ابو حذيفه، مقداد بن عمرو، ابوذر غفاري او عبد الله بن مسعود نور هغه کسان وو چې هجرت یې کړی و. همدارنګه زینب د رسول الله(ص) لور، ام کلثوم د رسول الله(ص) لور، رقیه د رسول الله(ص) لور، فاطمه بنت اسد، ام ایمن، عایشه، زینب د جحش لور او سوده د زمعة بن قیس لور نور هغه کسانې وې چې هجرت یې وکړ.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۸۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۵۷.
  2. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۶۹.
  3. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۸۲.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۲۶۱-۲۶۲.
  5. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۱۹۴.
  6. سوره انفال، ۷۲آیه.
  7. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۳۶.
  8. مثال په توګه وګورئ: سوره انفال، آیه۷۲-۷۵؛ سوره بقره، آیه۲۱۸.
  9. سوره نحل، آیه ۴۲.
  10. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۹۵.
  11. سوره انفال، آیه ۷۴.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۹۹.
  13. سوره بقره، آیه ۲۱۸؛ سوره انفال، آیه ۷۴.
  14. سوره آل عمران، آيه ۱۹۵.
  15. وګورئ: علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۳۷۴؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۴۴۵.
  16. وګورئ: شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۳۲۹.
  17. وګورئ:‌ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۱۴.
  18. وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۶۰.
  19. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۶۰.
  20. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۶۹.
  21. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۰۰.
  22. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۵۷.
  23. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۵۷.
  24. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۵۸-۲۵۹؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۴۶۹.
  25. ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۱۹.
  26. سوره تغابن، آیه ۱۴.
  27. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۵۱.
  28. وګورئ: عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۵، ص۹۹.
  29. وګورئ: عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۵، ص۱۰۱؛ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۹.
  30. دیار بکری، تاریخ الخمیس، دار صادر، ج۱، ص۳۵۳.
  31. وګورئ: عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۵، ص۱۰۳.
  32. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۹۱-۱۹۲.
  33. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۹۱-۱۹۲.
  34. علی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۴۲۲ق، ۱۴ق، ج۲، ص۱۳۴.
  35. علی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۳۶.
  36. علی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۳۴-۱۳۶.
  37. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۰-۲۲۱.
  38. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۰-۲۲۱.
  39. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۳۲۵.
  40. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۱۹-۲۲۰.
  41. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۰-۲۲۱.
  42. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۵.
  43. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۰۰.
  44. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۰۰.
  45. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۱۰.
  46. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۸۳.
  47. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۴۶۹.
  48. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۷۳-۲۷۴.
  49. وګورئ: مظفر، السقیفة، ۱۴۱۵ق، ص۶۰-۶۵.
  50. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۰۰.

سرچينې

  • قرآن.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دارالفکر، ۱۹۸۹م/۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۹۹۰م/۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، علامه، قم، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شبلی، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۱)، تحقیق محمد حمیدالله، مصر، دارالمعارف، ۱۹۵۹م.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، مؤسسه انتشارات هجرت، ۱۳۷۶ش.
  • دیار بکری، حسین بن محمد، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنه و العقل، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، مقدمه آقابزرگ تهرانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • عاملی، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۶ق/۱۳۸۵ش.
  • علی، جواد، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، دارالساقی، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۱م.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، تصحیح عبدالله اسماعیل الصاوی، قاهره، دارالصاوی، بی‌تا.(قم، مؤسسة نشر المنابع الثاقة الاسلامیة)
  • مظفر، محمدرضا، السقیفه، تحقیق محمود مظفر، قم، مؤسسه انتشارات انصاریان، ۱۴۱۵ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النسیمی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • مکارم شیرازی، ناصر، الامثل فی تفسیر کتاب‌الله المنزل، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب العلمیه، ۱۳۷۴ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.