استبراء

د wikishia لخوا

اِستِبراء، یو مستحب عمل دی چې د تشو متیازو یا مني له وتلو وروسته ترسره کیږي چې د بولو لاره له پاتې متیازو یا مني پاکه شي. د فقهي احکامو له مخې، که له استبراء وروسته، د بولو له لارې مشکوک لوندوالی وځي هغه پاک دی او اودس یا غسل نه ماتوي.

په فقه کې د استبراء نور استعمالونه دا دي: د نجاست خوړونکي حیوان استبراء( د هغه حلال حیوان چې د انسان د مدفوع (ډکو متیازو) په خوړلو روږدی شوی وي، د هغه د غوښې او پیو د پاکولو لپاره د مدفوع له خوړلو دهغه مخنیوی) د رحم استبراء ( د وینځې د پېر پلور په وخت له هغې سره له همبستري ډډه کول چې د نه امیدواره کېدو څخه یې ډاډه شو) او له حیضه استبراء ( د حیض د وینې له بندیدو وروسته د فرج جاجول او کتل)

مفهوم او استعمال

استبراء غالبا هغه مستحب عمل ته ویل کیږي چې سړی یې د تشو متیازو او مني له وتلو ورسته ترسره کوي چې د بولو په نالۍ کې پاتې متیازې یا مني، پاتې نه شي او ووځي.[۱] په فقه کې د استبراء ټکی په نورو ځایونو کې هم استعمالیږي چې په دې ډول دي: د نجاست خور حیوان استبراء، د رَحِم استبراء او له حیضه استبراء.

د استبراء طریقه

له بولو په استبراء کې سړي له متیازو وروسته، د کیڼ لاس مینځنۍ ګوته درې ځله د ډکو متیازو له مخرجه د تناسلي آلې تر بیخه راکاږي، بیا د کیڼ لاس غټه ګوته د آلې لپاسه او یوه بله ګوته د الې لاندې ږدي او له هغه ځایه یې تر ختنه ګاه (د سنت تر ځایه) پورې راکاږي، بیا درې ځله د اله تناسل سر ته فشار او زور ورکوي.[۲]

له مني استبراء هم له بولو د استبراء په شان ده، خو باید له متیازو وروسته وکړی شي. سره له دې ځینې فقیهان باوري دي چې له مني د استبراء لپاره متیازې کول کافي دي او که بینادم تشې متیازې ونه کړی شي، په دې بڼه کې له بولو د استبراء په طریقې سره استبراء کول کافي دي.[۳]

له استبراء وروسته د مشکوک لوندوالي پاکوالی

د فقهي فتواوو له مخې که له استبراء وروسته د سړو د بولو له الې مشکوک لوندوالی او اوبه ووځي، دغه لوندالی پاک دی او اودس یا غسل نه باطلوي؛[۴] خو که څوک له بولو وروسته استبراء ونه کړي او مشکوکې اوبه ترې راووځي، دغه لوندوالی نجس ګڼل کیږي او اودس هم ماتوي.[۵] د مشهورې فتوا مطابق، که یو سړی د مني له وتلو وروسته بې له استبراء غسل وکړي او له دې پس یې له تناسلي الې اوبه او لوندوالی راووځي چې نه پوهیږي مني ده او که بل څه، باید دوباره د جنابت غسل وکړي.[۶]

آیا د ښځو لپاره هم استبراء شته ده؟

فقیهان په دې اړه چې آیا د ښځو لپاره هم استبراء شته که نه، د نظر اختلاف لري؛ زیاتره یې باوري دي چې د استبراء مستحبوالی یوازې د سړو لپاره دی.[۷] او له دې امله هغه لوندوالی چې له متیازو او یا مني ورسته د ښځو د متیازو له نالۍ وځي، که استبراء یې نه وي کړې هم، پاک ګڼلی دی.[۸] سره له دې ویل شوي چې ښه ده ښځې له بولو وروسته یو څه صبر وکړي بیا تَنَحْنُح (عمدي ټوخی) وکړي او خپلې الې ته زور ورکړي.[۹] علامه حلي باوري دی چې استبراء د ښځو لپاره هم جاري ده،[۱۰] خو د هغې طریقه یې نه ده بیان کړې.[۱۱]

د نجاست خور حیوان استبراء

استبراء په نجاست خوره حلال ځناور کې هم جاري کیږي؛ پر دې اساس د هغه حلال غوښه حیوان چې د انسان د مدفوع (غولو) په خوړلو روږدی شوی باید په یوې ټاکلې مودې کې د دغه کار مخنیوی وشي.[۱۲] په مختلفو حیواناتو کې د استبراء موده مختلفه ده؛ د شیخ طوسي په وینا د اوښ د استبراء موده څلویښت ورځې د غوا غویي شل ورځې او د پسه او چیلۍ لس یا اوه ورځې او د چرګې درې ورځې ده.[۱۳]

د حیض له وینې استبراء

په میاشتني عادت کې د وینې له بندېدو وروسته د فرج جاجول: د فقهي حکم له مخې، که د حیض وینه له لسو ورځو مخکې بنده شي او ښځه دا احتمال ورکړي چې وینه یې په رحم کې پاتې ده، باید په فرج کې یوه مالوچ کیږدي،[۱۴] بیا یې راوباسي او که مالوچ په وینو نه وي ککړ، ښځه له حیضه پاکه ده، که نه وي باید صبر وکړي چې پاکه شي.[۱۵]

د رحِم استبراء

د رحم استبراء په وینځو پورې اړوند ده او د پېر پلور په وخت د دې لپاره چې انسان ډاډه شي چې وینځه یې امیدواره نه ده له هغې سره تر یوې مودې ملاستی نه کولو ته اشاره لري؛ په دې حالت کې باید د وینځې خرڅوونکی، له خرڅولو مخکې د یو حیض په موده له هغې سره له همبستري ډډه وکړي او که وینځه له داسې ښځو وي چې حیض یې نه راځي د استبراء موده یې ۴۵ ورځې ده.[۱۶] اخستونکی که نه وي خبر چې خرڅوونکي په دې موده کې له وینځې سره همبستري کړې که نه، یا که خبر وي چې خرڅوونکي په دې موده کې له وینځې سره همبستري کړې ده، باید د وینخې له اخستلو وروسته په ذکر شوې موده (یو حیض یا ۴۵ ورځې) له هغې سره له ملاستي ډډه وکړي[۱۷]

فوټ نوټ

  1. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۲۳.
  2. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۲۲.
  3. حکیم، مستمسک العروة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۱۰۹.
  4. علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۵۵؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۲۲.
  5. علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۵۵.
  6. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۲۶.
  7. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۵۷-۵۸، ج۳، ص۱۱۲.
  8. حکیم، مستمسک العروة، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۲۸.
  9. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۲۳.
  10. علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۵۶.
  11. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۵۸.
  12. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۷۸.
  13. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۸۵-۸۶.
  14. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۸۹.
  15. شهید ثانی، روض الجنان، مؤسسة آل البیت، ص۷۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۸۹-۱۹۰.
  16. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۴، ص۱۹۳-۱۹۵.
  17. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۴، ص۱۹۹.

سرچينې

  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، مؤسسه ‌دارالتفسیر، ۱۴۱۶ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، روض الجنان فی شرح ارشاد، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، بی‌تا.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشی)، تصحیح احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم،۱۴۱۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، تصحیح علی خراسانی و دیگران، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، تصحیح بخش فقه در جامعه پژوهش‌های اسلامی، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.

بهرنۍ لینکونه