مني
- دا د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د ديني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
مَني، سپین رنګې او ټینګې اوبه دي چې له بدنه یې وتل د جنابت سبب کیږي د شیعه فقیهانو او ځینو اهل سنتو فقیهانو په فتوا، مني نجسه ده. په اختیاري توګه له بدنه مني ویستل روژه باطلوي. همداراز هغه کس چې مني ترې وتلي باید د لمونځ کولو لپاره غسل وکړي.
د مني ځینې نښې چې د شک په بڼه کې د هغو په وسیله معلومیږي چې مني دي که نه، دا دي: زیات جنسي خوند، په ټوپ او پریشر سره وتل او د بدن سستنېدل.
د اسپرم په هکله ځینې احکام مطرح دي چې له مستحدثه مسایلو ګڼل کیږي. د شیعه فقیهانو له نظره د ښځې په رحم کې له مېړه پرته د بل چا د اسپرم تزریقول حرام دي. هغوي په دې مساله کې چې که د یو سړي اسپرم وساتل شي او له مرګه وروسته یې د ښځې په رحم کې تزریق شي د نظر اختلاف لري. د نظر دا اختلاف په دې مساله کې د هغوي مبنا او نظر ته ورګرځي چې ایا د ښځې یا مېړه په مړ کېدو سره زوجیت ختمیږي که نه؟ همداراز د اسپرم د پېر پلور په اړه د نظر اختلاف موجود دي چې د هغه د مالي ارزښت لرلو یا نه لرلو ته ورګرځي.
مفهوم پېژندنه
مني یوه نسبتا ټینګه او تر یوه حده سپینه مایع (اوبه) دي[۱] چې معمولا د زیات جنسي خوند په وخت له تناسلي اندامه وځي.[۲]
فقهي حکم
د شیعه فقیهانو په فتوا، د انسان مني نجسه ده.[۳] هغوي له بدنه د مني وتل کېدو ته انزال (خلاصېدل) وایي.[۴] انزال په فقه کې د جنابت له سببونو دی.[۵] د محمد حسن نجفي په وینا شیعه فقیهانو د هغه حیوان چې ټوپ وهونکې (جهنده) وینه لري مني هم نجسه ګڼي.[۶]
هغه کس چې مني ترې وتلې ده، باید د هغه کارونو لپاره چې طهارت ته اړتیا لري لکه لمونځ غسل وکړي.[۷] له بدنه په عمدي ډول د مني ویستل (که په همبسترۍ سره وي که په موټ وهلو او استمناء سره) د روژې د ماتېدو سبب کیږي.[۸]
د اهل سنتو نظر
اهل سنت فقیهان د مني د نجاست یا نه نجاست په اړه یو شان نظر نه لري. ابوحنیفه او مالک بن انس مني نجس ګڼي؛[۹] په دې فرق سره چې ابو حنیفه باوري دی که مني وچه وي، په سولولو سره پاکیږي او وینځلو ته اړتیا نه لري.[۱۰] شافعیان[۱۱] او حنبلیان، د انسان مني پاکه ګڼي.[۱۲]
د مني نښې
په فقې کې د مني لپاره ځينې نښې بیان شوي چې که په دې خبره کې شک وي چې مني وتلې که نه، د هغو نښو په مرسته مني له غیر مني معلومولی شو. د زیاتره شیعه فقیهانو له نظره په سړو کې د مني وتل په دریو خصوصیتونو، جنسي خوند، په ټوپ سره وتل او د بدن له سستېدو سره یو ځاي وي.[۱۳] البته په مریض کې په ټوپ او زور سره وتل شرط نه دي او په شهوت سره یې وتل او د بدن سستېدل د مني حکم لري.[۱۴]
ځینو فقیهانو ویلي چې: له بدنه د اوبو وتل که په جنسي خوند او ټوپ وهلو او پریشر سره وتلو او د بدن له سستېدو سره یو ځای وي، مني ده.[۱۵]
د مني نښې په ښځو کې فرق کوي. د زیاتره شیعه فقیهانو له نظره، هغه لوندوالی او اوبه چې په خوند سره د ښځې له تناسلي اندامه راوځي، د مني حکم لري دوي ټوپ وهل او د بدن سستېدل په ښځو کې د مني نښه نه ده ګڼلې.[۱۶]
له مذي، وذي او ودي سره یې فرق
فقیهان د مني او هغو نورو اوبو تر مینځ چې د انسان له جنسي اندامه وځي، د فرق قایل دي. هغوي پر مني سربېره درې نورې اوبه هم یادوي:
- «مَذي» هغه نرۍ اوبه دي چې د معمولي شان جنسي خوند یا لوبو کولو له امله د انسان له بدنه وځي.[۱۷] دا اوبه چسپېدونکي دي؛ خو د مني نښې نه لري او په ښځو کې تر سړو زیاتې دي.[۱۸]
- « وَذْی» هغه اوبه دي چې کله کله د مني له وتلو وروسته له انسانه وځي.[۱۹]
- «وَدْي» هغه اوبه دي چې کله کله له متیازو کولو وروسته له انسانه وځي.[۲۰]
د شیعه فقیهانو له نظره مذي، وذي او ودي نجس نه دي.[۲۱] او اودس نه ماتوي.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ د منی په اړه د طبی او فقهی تعریفونو ترمنځ توپیر، سایت تبیان.
- ↑ عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، ج۳، ص۳۶۹.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۹۶-۹۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۳؛ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۹۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۲۹۰.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیله، ناشر: موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى( ره)، ج۱، ص۳۹.
- ↑ وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۹، ص۱۲۹-۱۳۰.
- ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۵؛ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۹۶.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۹۶.
- ↑ شافعی، احکام القرآن، دار الکتب العلمیه، ص۸۱-۸۲.
- ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۵ پانویس۳؛ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۹۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، ۱۳۹۲ق، ج۱، ص۲۶۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۳؛ نگاه کنید به بنیهاشمی خمینی، ۱۳۹۲ق، ج۱، ص۲۶۵و۲۶۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۱۱.
- ↑ عاملی، الاصطلاحات الفقیه، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۶.
- ↑ عاملی، الاصطلاحات الفقیه، ۱۴۱۳ق، ص۲۲۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۱۵.
- ↑ عاملی، الاصطلاحات الفقیه، ۱۴۱۳ق، ص۲۲۹.
- ↑ بېلګي په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۳۱.
- ↑ بېلګي په توګه وګورئ: سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۱۴.
سرچينې
- ابنادریس حلی، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الاسلامي التابعة لجماعة المدرسين، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
- امام خمینی، سید روحالله، المکاسبالمحرمه، قم، مؤسسة إسماعيليان، چاپ سوم، ۱۴۱۰ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره فی احکام العترة الطاهره، تصحیح محمدتقی ایروانی و سیدعبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۵ق.
- بنیهاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیحالمسائل مراجع، مطابق با فتاوای شانزده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۲ش.
- جزیری، عبدالرحمن بن محمد عوض، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
- سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذبالاحکام فی بیان حلال و الحرام، قم، دارالتفسیر، بیتا.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الانتصار فی انفرادات الامامیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۵ق.
- شافعی، محمد بن ادریس، احکام القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیه.
- شیخ انصاری، مرتضی، کتابالمکاسب، قم، مجمع الفكر الإسلامی، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تهران، المكتبة المرتضوية لإحياء الآثار الجعفرية، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیه فی الرسائل العلمیه، بیروت، دارالبلاغه، ۱۴۱۳ق.
- عبدالرحمان، محمود، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه،
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرةالفقهاء، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف اللثام و الابهام عن قواعد الاحکام، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۶ق.
- فاضل لنکرانی، محمد، احکام پزشکان و بیماران، قم، مركز فقهى ائمه اطهار (ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
- مرتضوی، سید محسن و مجتبی نوروزی، «نگهداری اسپرم و بهرهبرداری از آن در فقه امامیه»، مجله علمی-پژوهشی فقه پزشکی، شماره ۳۸ و ۳۹، بهار و تابستان ۱۳۹۸ش
- مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، انتشارات مدرسه امام علی بن ابیطالب علیهالسلام، ۱۴۲۹ق.
- منتظری، حسینعلی، دراسات فی المکاسب، قم، نشر تفکر، ۱۴۱۵ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء العربی، ۱۴۰۴ق.