همبستري

د wikishia لخوا

همبستري يا ملاستی کول، له یو انسان یا حیوان سره د بل انسان همبستري او جماع کولو ته وایي. د جِماع، مُواقعه، وَطْی او دخول ټکي د همبسترۍ په معنا کارول کیږي. د همبسترۍ فقهي احکام په هغه وخت پورې اړوندیږي چې دخول- لږ تر لږه د سنت د ځای تر حده- شوی وي. فقیهان همبستري په درې ډوله، حلاله لکه واده، حرامه لکه زنا او شبه لرونکې (په غلطۍ سره) تقسیموي او د هرې یوې لپاره بېلا بېل احکام لري.د هغوي د فتوا مطابق همبستري یا آمیزش له مخې یا وروسته د جنابت سبب کیږي چې د پاکېدو لپاره ترې باید د جنابت غسل وکړی شي. له سړي سره د سړي د همبسترۍ (لواط) له ښځې سره د ښځې (مُساحقه)، له حیوان سره د انسان د جماع حراموالی او د شا له خوا له مېرمنې سره د همبسترۍ یا جماع کولو مکروهوالی په دې اړه له ځینو شرعي احکامو څخه دي.

تعریف او مقام

په فقه کې له همبسترۍ او آمیزشه د جِماع، مُواقعه، وَطْی او دخول په ټکو یادیږي چې معنا یې له یو انسان سره د بل انسان یا له حیوان سره د انسان همبستره کېدل دي.[۱] د همبسترۍ احکام د فقې په ډېرو برخو لکه طهارت، روژې، اعتکاف، حج، واده، طلاق، ظِهار، ایلاء او حدودو کې مطرح کیږي.[۲] البته دغه احکام له هغه همبسترۍ او جماع سره اړه لري چې پکې دخول لږ ترلږه د سنت د ځای (ختنه ګاه) تر حده شوی وي.[۳]

د همبسترۍ ډولونه

له فقهي نظره همبستري په دریو ډولونو حلال، شبهه لرونکې همبسترۍ او حرامې همبسترۍ تقسیمیږي چې بیل بیل احکام لري.[۴]

حلاله همبستري یا ملاستی

هغه همبستري چې د شرعي اسبابو له پوره کېدو وروسته وشي حلاله همبستري ده. د حلالې همبسترۍ شرعي اسباب دا دي: دایمي واده، موقت واده، مِلکیّت (د وینځې لرل) او تحلیل ( د بل چا لپاره له وینځې د جنسي استفادې حلالول)[۵]

شبه داره (مشکوکه) همبستري

د یوې ښځې او سړي همبستري په دې ګمان چې د همبسترۍ شرعي اسباب برابر شوې دي، شبهه دار یا په فقهي اصطلاح کې په شبهې سره وطي (په غلطۍ سره جنسي همبستري) نومول کیږي؛ لکه هغه وخت چې یو سړی په دې ګمان چې خپله ښځه یې ده له یوې ښځې سره همبستري وکړي.[۶]

د فقیهانو په فتوا شبهه داره همبستري د حد جاري کولو سزا نه لري.[۷] همداراز په دې کې ښځه باید عِده وساتي[۸] او مَهر المثل باید واخلي.[۹] البته د صاحب جواهر په وینا که غلطي یوازې د سړي له خوا وي، یعنې ښځې ته معلومه وي چې له هغه سره محرمه نه ده، مَهرالمثل نه لري.[۱۰]

حرامه همبستري

هغه همبستري چې د شرعي اسبابو له تحقق پرته او په اختیار او پوهې سره کیږي حرامه همبستري نومیږي.[۱۱] د حرامې همبسترۍ یا جماع ځینې موردونه دا دي: زِنا، لِواط، مُساحقه، له حیوان سره جماع،[۱۲] او په ځینو حالتونو لکه حیض، نفاس، روژې او احرام کې جماع کول.[۱۳]

په همبسترۍ سره جنب کېدل

همداراز وګورې: جنابت

د فقیهانو په فتوا، همبستري او جماع که له مخې وي او که له شا، د جنابت سبب کیږي.[۱۴] له سړي سره د سړي او له حیوان سره جماع هم د جنابت سبب کیږي.[۱۵] همبستري او جنابت حاصلیدل ځینې احکام لري؛ منجمله دا چې جنب کس باندې د قرآن د خط، د خدای د نوم او د واجب احتیاط له مخې د امامانو د نومونو لمس کول حرام دي، همداراز په جومات کې پاتې کېدل، او د قرآن د هغو سورو لوستل چې واجبه سجده لري حرام دي.[۱۶] هغه کس چې همبستري یې کړې، که لږ تر لږه د سنت د ځای (ختنه ګاه) تر حده یې هم دخول کړی وي،[۱۷] د لمونځ کولو او روژې نیولو لپاره باید د جنابت غسل وکړي.[۱۸]

د همبسترۍ ځینې احکام

د تقلید د مراجعو په فتوا، د همبسترۍ احکام، هغه وخت جاري کیږي چې په کې دخول لږ تر لږه د سنت تر ځای (ختنه ګاه) پورې شوی وي.[۱۹] د همبسترۍ ځینې احکام د فقهي کتابونو په نقل په دې ډول دي:

  • په دایمي واده کې تر څلورو میاشتو د زیات وخت لپاره هم بستري پرېښودل حرام دي.[۲۰]
  • له حیوان سره جماع حرامه ده او د تعزیرات سزا لري.[۲۱]
  • له هغه ښځې سره چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلې د جماع کول حرام دي.[۲۲]
  • له سړي سره د سړي همبستري چې لِواط نومیږي حرام دي او له ښځې سره د ښځې ملاستی چې سُحق (مُساحقه) نومیږي، حرام دي او د حد سزا لري.[۲۳]
  • که سړی له بل سړي سره همبستري وکړي حرامه ده چې د هغه سړي له مور، خور او یا یې لور سره واده وکړي.[۲۴]
  • له مېرمنې سره د شا له خوا جماع کول جایز دي خو سخت کراهت لري.[۲۵]
  • د هرې قمري میاشتې په لومړۍ، مینځ او آخري شپه، بې د روژې له لومړۍ شپې، مکروه ده.[۲۶]
  • په ځينو شپو لکه د دوشبنې، سه شنبې ، پنج شنبې او جمعې په شپه او د پنجشنبې په غرمه، همبستري کول مستحب دي.[۲۷]
  • په هغه شپه او ورځ چې لمر او سپوږمۍ تندر نیولی وي او همداراز د لمر پرېواته او د سهار له راختلو څخه د لمر تر راختلو او په خوب کې له احتلامه وروسته د جماع کول مکروه دي.[۲۸]
  • هغه مسافر چې د شپې له سفره رارسېدلی وي د همبسترۍ کول یې مکروه دي.[۲۹]
  • قبلې ته مخامخ او د قبلې په شا او په ډکه خېټه همبستري کول مکروه دي.[۳۰]
  • له مېرمنې سره ملاستی کول د مېړه (پلندر) له خوا د هغه ښځې د تېرو او راتلونکو میړونو له لوڼو (ربیبه) «یعنې هغه لوڼه چې له بل مېړه یې وي» او (ښځینه) لمسیو سره د واده د ابدي (همیشني) حرمت سبب کیږي.[۳۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۱.
  2. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۱.
  3. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۷.
  4. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۱.
  5. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۱.
  6. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۱.
  7. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۵.
  8. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۵.
  9. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۸۰۸.
  10. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۲، ص۳۷۸-۳۷۹.
  11. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۲.
  12. شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۷۵.
  13. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۶۲.
  14. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۷.
  15. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۷و۲۶۸.
  16. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۹.
  17. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۷.
  18. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۷۳.
  19. وګورئ: بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۶۷.
  20. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۱۴؛ شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۰۴.
  21. شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۷۵.
  22. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۱۴.
  23. علامه حلی، مختلف الشیعه،۱۴۱۳ق، ج۹، ص۱۸۹؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۴۶.
  24. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۶۱۱.
  25. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۱۴.
  26. حر عاملی، وسائل الشيعة، ط-آل البیت،ج۲۰،ص۱۲۹،ح۳.
  27. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۸۰۱.
  28. یزدی، محمدکاظم، عروة الوثقی،۱۴۱۷ق، ج۵، ص۴۸۲.
  29. یزدی، محمدکاظم، عروة الوثقی،۱۴۱۷ق، ج۵، ص۴۸۲، حرّعاملی، وسائل الشیعه، ج۲۰، ص۱۳۱.
  30. یزدی، محمدکاظم، عروة الوثقی،۱۴۱۷ق، ج۵، ص۴۸۳
  31. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۳۴۹.

سرچينې

  • بنى‌هاشمى خمينى‌، سيدمحمدحسين، توضیح‌المسائل مراجع مطابق با فتاوای شانرده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، ‌دفتر انتشارات اسلامى، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.‌
  • شهید اول، محمد بن مکی، القواعد و الفوائد، تحقیق سیدعبدالهادی حکیم، قم، کتابفروشی مفید، چاپ اول، ۱۴۰۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیه فی شرح اللمعة الدمشقیه، شرح سیدمحمد کلانتر، قم، کتاب‌فروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق
  • طباطبائی یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی احکام الشریعه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، موسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۹۲ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.