استهلال

د wikishia لخوا
په ایران کې د سپوږمۍ لیدل

استهلال یا د میاشتې لیدل د سپوږمیزې میاشتې په لومړۍ شپه د میاشتې لیدلو ته وایي. استهلال مستحب او په ځینو مواردو کې کفایي واجب دی. د مسلمانانو ځینې وګړنیز او ټولنیز عبادتونه منجمله د روژې د میاشتې پېل او پای، د حج د ځینو دستورو ترسره کول او د حرامو میاشتو معلومول د قمري یا سپوږمیزو میاشتو د معلومولو په اساس دي.

زیاتره فقیهان په غیر مسلح سترګو( له دروبینه له استفادې پرته) د میاشتې لیدل د قمري میاشتې د لومړۍ ورځ د ثابتولو ملاک ګڼي. خو د اسلامي ایران د مشر آیت الله خامنه ای له نظره په سنبالو سترګو (دوربین) سره د میاشتې لیدل هم معتبر دي.

مفهوم پیژندنه او ځایګاه

د سپوږمیږې میاشتې په لومړۍ شپه د میاشتې د لیدلو لپاره آسمان ته کتلو ته استهلال وایي.[۱] استهلال په لغت کې د غږ د پورته کولو په معنا دی[۲] د شیخ مفید په وینا میاشتې ته په دې وجه هلال وایي چې خلکو به یې د لیدلو په وخت په لوړ غږ تکبیر وایه او خپل غږ به یې پورته کاوه.[۳]

د مسلمانانو ځینو مناسک او عبادتونه د سپوږمېزې میاشتې په اساس دي او د سپوږمیزې میاشتې د لیدل او ثابتولو یوه لاره د میاشتې لیدل دي.[۴]


استهلال مستحب او کله کله کفايي واجب عمل دی[۵] د روایتونو له مخې، د روژې په میاشتې کې د روژ واجبوالی او په پای ک یې وړوکی اختر د میاشتې په لیدلو پورې تړلې دي.[۶] همداراز په فقې کې د حج مناسک او په عرفات، مشعر او منا کې وقوف، د ذی الحجې میاشتې په لیدلو پورې تړلې دي[۷] په دې اساس یو شمېر شیعه او اهل سنت فقیهان د رمضان، شوال او ذی الحجې په میاشتو کې استهلال یا د میاشتې لیدل کفايي واجب ګڼي.[۸]

استهلال په خپلو سترګو یا دوربین سره

فقیهان د استهلال د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف لري.[۹] ځینې شیعه فقیهان باوري دي چې د میاشتې لیدل باید په خپلو سترګو سره وي او په دوربین یا ټیليسکوپ سره د میاشتې لیدل معتبر نه دي[۱۰] د شیعیانو د تقلید مرجع او د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیت الله خامنه اي، په سنبال سترګو (له وسایلو په استفادې سره) د میاشتې لیدل هم معتبرګڼي. له دې امله په ایران کې د میاشتې لیدلو لپاره له اپټیکي دوربینونو استفاده کیږي.[۱۱] له دې امله په هغو مواردو کې چې میاشته په سنبال سترګو سره ولیدل شي خو په غیر سنبال سترګو ونه لیدل شي، د قمري میاشتې منجمله د وړوکي اختر د راتګ په اړه د تقلید په مراجعو کې د نظر اختلاف لیدل کیږي.[۱۲] همداراز اهل سنت عالمان په ځینو هیوادونو لکه عربستان او د فارس خلیج څنډې هیوادونو کې بې له کومې وسیلې د میاشتې لیدل معیار ګڼي.[۱۳]

د استهلال کمېټه

د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر ایت الله خامنه ای په امر د استهلال لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده. دغه کمټه د سپوږمېزې میاشتې په اول کې د استهلال یا میاشته لیدو لپاره مختلفو سیمو ته ډلې لیږي.[۱۴] او د میاشتې د لیدلو راپورونه هره میاشته د دغه کمېټې له خوادلته خپریږي.[۱۵]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. عمید، فرهنگ فارسی، ذیل واژه استهلال.
  2. طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ص۴۹۹.
  3. مفید، جوابات اهل الموصل في العدد والرؤية، ۱۴۱۳ق، ص۱۶.
  4. جلیلی، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، ص۹۷.
  5. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۹۳؛ کاشف الغطاء، کشف الغطا، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۷.
  6. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۷۷.
  7. خراسانی و مختاری، «استهلال»، ص۳۸۹.
  8. خراسانی و مختاری، «استهلال»، ص۳۸۹
  9. جلیلی، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، ص۱۰۳.
  10. جلیلی، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، ص۱۰۳.
  11. هلال ماه نو چگونه رؤیت می‌شود؟، پایگاه دفتر نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  12. جلیلی، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، ص۹۹.
  13. جلیلی، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، ص۱۰۰.
  14. هلال ماه نو چگونه رؤیت می‌شود؟، پایگاه دفتر نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  15. «گزارش ماهانه استهلال»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر مقام معظم رهبری.

سرچيڼې

  • جلیلی، عباس، «بررسی فقهی استهلال در نزد فریقین»، در مجله حبل المتین، شماره اول، ویژه نامه ماه رمضان، ۱۳۹۱ش.
  • حلى، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة على مذهب الإمامیة، قم، موسسه امام صادق، ۱۴۲۰ق.
  • خراسانی، حمیدرضا و رضا مختاری، «استهلال» در دانشنامه حج و حرمین شریفین، قم، مشعر، ۱۳۹۲، ج۲، ص۳۸۸ تا ۴۰۰.
  • طریحى، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، تهران، مرتضوى، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
  • عمید، حسن، فرهنگ فارسی، تهران، نشر اشجع، ۱۳۸۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، مصحح على اکبر غفارى و محمد آخوندى، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • نجفى، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، دفتر تبلیغات، ۱۴۲۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد، جوابات اهل الموصل في العدد والرؤية، تحقیق مهدی نجف، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.