اطلبوا العلم من المهد الی اللحد
![](http://commons.wikishia.net/w/images/thumb/c/ce/%D8%A3%D8%B7%D9%84%D8%A8%D9%88%D8%A7_%D8%A7%D9%84%D8%B9%D9%84%D9%85_%D9%85%D9%86_%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%87%D8%AF_%D8%A5%D9%84%D9%89_%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%AD%D8%AF.jpg/230px-%D8%A3%D8%B7%D9%84%D8%A8%D9%88%D8%A7_%D8%A7%D9%84%D8%B9%D9%84%D9%85_%D9%85%D9%86_%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%87%D8%AF_%D8%A5%D9%84%D9%89_%D8%A7%D9%84%D9%84%D8%AD%D8%AF.jpg)
اُطلُبوا العِلمَ مِنَ المَهدِ إلَی اللَّحْدِ هغه جمله ده چې د پیغمبر(ص) د یو روایت په توګه مشهوره ده او په پښتو کې یې ترجمه په لاندې ډول ده: «له زانګو څخه تر قبره علم زده کړه».
که څه هم د شیعه او سنیانو د روايتونو په هيڅ سرچینې کې دا ډول روايت نشته، خو مضمون او منځپانګه يې صحيح ده او په همدې موضوع کې ځینې احاديث هم شته.
د دې عبارت شهرت د دې لامل شوی چې دا مصرع «ز گهواره تا گور دانش بجوی؛ له زانګو تر قبره علم زده کړه» د ژباړې په توګه د ایران په تعلیمي مرکزونو کې کارول کیږي. دا شعر د ابوالقاسم فردوسي له شعرونو څخه ګڼل کېږي. خو څیړونکو دا خبره نه ده منلې.
د دې عبارت د حدیث شونې مسئله
د تیرو پیړیو ډیری لیکوالانو دا عبارت «اُطلُبوا العِلمَ مِنَ المَهدِ إلَی اللَّحْدِ» د رسول الله(ص) د حدیث په توګه نقل کړی دی. ايراني ليکوال او ژباړن ابوالقاسم پاينده په خپل کتاب نهج الفصاحه کې دا جمله د رسول الله(ص) د لنډو ویناوو په توګه راوړې ده[۱] او خواجه نصیر الدين طوسي په خپل کتاب آداب المتعلمين کې، دا جمله «اَثَرُالْمعروف» (مشهور روایت) په توګه یاده کړې ده.[۲]
له دوی نه علاوه فيض کاشاني،[۳] حاجي خليفه (د يوولسمې پېړۍ مؤرخ)،[۴] او د تفسير روح البيان ليکوال حقّي بروسوي[۵] هم د دې جملې د روایت شونې څرګندونه کړې ده.
په همدې حال کې ځينو څېړونکو دا منلې ده چې دا جمله يې د روایتونو په کتابونو کې نه ده ليدلې[۶] او ځينو نورو هم ويلي دي چې دا عبارت د روايتونو په کتابونو کې نه و او د هغو ليکوالانو نظر يې بې څیړنیزه ګڼلى چې دا یې روايت ګڼلى دى.[۷]
د عبارت مضمون
![](http://commons.wikishia.net/w/images/thumb/e/e2/%D8%B2%DA%AF%D9%87%D9%88%D8%A7%D8%B1%D9%87_%D8%AA%D8%A7_%DA%AF%D9%88%D8%B1_%D8%AF%D8%A7%D9%86%D8%B4_%D8%A8%D8%AC%D9%88%DB%8C.jpg/230px-%D8%B2%DA%AF%D9%87%D9%88%D8%A7%D8%B1%D9%87_%D8%AA%D8%A7_%DA%AF%D9%88%D8%B1_%D8%AF%D8%A7%D9%86%D8%B4_%D8%A8%D8%AC%D9%88%DB%8C.jpg)
که څه هم د «اُطلُبوا العِلمَ مِنَ المَهدِ إلَی اللَّحْدِ» جملې په روایت شونې کې اختلاف موجود دی، خو مضمون او مینځپانګه یې ستونزه نه لري او په معتبرو کتابونو کې نور داسې احادیث شته چې مینځپانګه یې دې جملې ته ورته ده. امام کاظم(ع) له امام علی(ع) څخه په يو روايت کښې د مؤمن يوه ځانګړنه داسې بيانوي: «په خپل ټول عمر کښې هيڅکله د علم له زده کړې نه مړیږي».[۸]
د فارسۍ په کلتور کې
د «اُطلُبوا العِلمَ مِنَ المَهدِ إلَی اللَّحْدِ» پيغمبر(ص) ته انتساب په فارسي ژبه کې دومره مشهور دی چې په شعرونو کې يې هم راغلی دی:[۹]
چه خوش گفت پیغمبر راستگوی | ز گهواره تا گور دانش بجوی | |
ژباړه: ریښتوني پیغمبر(ص) څومره ښکلی خبره کړې ده چې له زانګو څخه تر قبره علم زده کړه. |
او له ډیرو کلونو راهیسې په ایران کې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو په دیوالونو باندې لیکل کیږي.[۱۰]
د دې بیت دويم بند د دهخدا په لغت کې د «ګور» ټکي لاندې سعدي ته منسوب شوى دى،[۱۱] خو د ټکو د ځواکمنتيا او د فردوسي له شاهنامې سره د موسيقۍ د يووالي له امله ډېر ليکوالان دا د هغه له شعرونو څخه ګڼي.[۱۲]
خو بیا هم څېړنې ښايي چې د دغه بیت لرغونو ايراني شاعرانو ته منسوبول ناسم دي او د دې بیت ویل ١٣١٥ لمريز کال ته ورګرځي.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ پاینده، نهج الفصاحه، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۸.
- ↑ نصیرالدین طوسی، آداب المتعلّمین، ۱۴۱۶ق، ص۱۱۲.
- ↑ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۲۶.
- ↑ حاجی خلیفه، کشف الظنون، بیتا، ج۱، ص۵۱.
- ↑ حقی بروسوی، تفسیر روح البیان، بیتا، ج۵، ص۲۷۴.
- ↑ منتظری، از آغاز تا انجام در گفتگوی دو دانشجو، ۱۳۸۸ش، ص۲۹.
- ↑ جمعی از نویسندگان، دانشنامه عقاید اسلامی، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۵؛ ری شهری، العلم و الحکمة فی الکتاب و السّنة، ۱۴۲۲ق، ص۲۱۸ و ۲۱۹.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ فهندژسعدی، «آگاهیهای تازه دربارهٔ «ز گهواره تا گور دانش بجوی» و سرایندهٔ آن»، ص۱۵۰.
- ↑ فهندژسعدی، «آگاهیهای تازه دربارهٔ «ز گهواره تا گور دانش بجوی» و سرایندهٔ آن»، ص۱۵۰.
- ↑ حکمت شیرازی، «یادداشتهایی از عصر پهلوی: آموزش بزرگسالان»، ص۷۳۴–۷۳۹
- ↑ ناطقی بلخابی، «نقش حدیث در غنای ادب فارسی»، ص۱۴۰؛ جمعی از نویسندگان، دانش نامه عقاید اسلامی، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۴.
- ↑ فهندژسعدی، «آگاهیهای تازه دربارهٔ «ز گهواره تا گور دانش بجوی» و سرایندهٔ آن»، ص۱۵۰.
سرچينې
- پاینده، ابو القاسم، نهج الفصاحة، تهران، دنیای دانش، ۱۳۸۲ش.
- جمعی از نویسندگان، دانشنامه عقاید اسلامی، قم، انتشارات دارالحدیث، ۱۳۸۵ش.
- حاجی خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون عن أسامی الکتب و الفنون، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، بیتا.
- حکمت شیرازی، علیاصغر، یادداشتهایی از عصر پهلوی: آموزش بزرگسالان، در مجله وحید، شماره ۱۸۴، مهر ۱۳۵۴ش.
- حقی بروسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، بیروت، دارالفکر، بیتا.
- ری شهری، محمد، العلم و الحکمة فی الکتاب و السّنة، قم، مؤسسه علمی فرهنگیدار الحدیث، سازمان چاپ و نشر، ۱۴۲۲ق.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، دار الکتب الإسلامیة، تهران، ۱۴۰۷ق.
- فهندژسعدی، حمیدرضا، آگاهیهای تازه دربارهٔ «ز گهواره تا گور دانش بجوی» و سرایندهٔ آن، شعرپژوهی، شماره ۲، تابستان ۱۴۰۰ش.
- منتظری، حسینعلی، از آغاز تا انجام در گفتگوی دو دانشجو، تهران، گواهان، ۱۳۸۸ش.
- ناطقی بلخابی، محمدحسن، نقش حدیث در غنای ادب فارسی، سفیر، شماره ۱، ۱۳۸۶ش.
- نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، آداب المتعلّمین، تحقیق سید محمدرضا حسینی جلالی، شیراز، کتابخانه مدرسه علمیه امام عصر(عج)، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.