امام موسی کاظم علیه السلام

د wikishia لخوا
په کاظمین کې دامام کاظم(ع) او امام جواد(ع) حرم

په امام موسی کاظم علیه السلام مشهور او د کاظم او باب الحوائج لقب لرونکی موسی بن جعفر (۱۲۷ یا ۱۲۸-۱۸۳ق) د دولس امامي شیعیانو اووم امام دی. هغه به ۱۲۸ قمري کال کښې د امویانو خلاف د بني عباس د مدعي ابومسلم خراساني د پاڅون له پیلیدو سره هممهاله دنیا ته راغی او په ۱۴۸ قمري کال کښې د خپل پلار امام جعفر صادق(ع) له شهادت وروسته امامت ته ورسید. د هغه د امامت ۳۵ کلن پړاؤ د منصور، هادي، مهدي او هارون عباسي له خلافت سره هممهاله و. هغه څو ځلې د مهدي او هارون عباسي له خوا زنداني کړی شو او په ۱۸۳ قمري کال کښې د سندي بن شاهک په زندان کښې شهید شو. له هغه وروسته امامت د هغه زوي علي بن موسی(ع) ته منتقل شو.

د امام کاظم علیه السلام د امامت پړاؤ د عباسي د خلافت د اوج په دوران کښې و او هغه به د وخت د حکومت په وړاندې تقیه کوله او شیعیانو ته به یې هم د دغه کار سپارښتنه کوه، په دې وجه د عباسي خلفاؤ په وړندې د شیعیانو له اووم امام څخه کومه څرګندنه دریځنیونه او د شهید فخ د پاڅون په شان د علوي پاڅونونو خبر نه دی رارسیدلی. سره له دې به یې له عباسي خلفاؤ او نورو سره په مناظره کښې هڅه کوله چې د عباسیانو د خلافت رواوالی له مینځه یوسي.

له ځینو یهودي او عیسايي عالمانو سره د امام موسی بن جعفر د ځینې مناظرې او خبرې اترې په تاریخي او حدیثي سرچینو کښې نقل شوې دي چې د هغوي د غوښتنو په ځواب کښې وې. په مسند الامام الکاظم کتاب کښې له هغه څخه څه باندې درې زره احادیث راغونډ کړې شوي دي چې ځیني ترې اصحابِ اجماع روایت کړي دي.

امام موسی کاظم علیه السلام له شیعیانو سره د اړیکې لپاره د وکالت سازمان ته پراختیا ورکړه او په مختلفو سیمو کښې یې یوشمیر کسان د وکیل په توګه وټاکل. له بلې خوا، د امام کاظم علیه السلام ژوند په شیعه ؤ کښې د ډلې توب له رامینځته کیدو سره هممهاله و او اسماعیلیه، فطحیه او ناووسیه فرقې د هغه د امامت په پیلیدو سره او واقفیه فرقه یې له شهادت وروسته رامینځته شوه.

شیعه او سني سرچینو د هغه  علم، عبادت، زغم او بخشش ستایلی او هغه ته یې د کاظم او عبد صالح لقبونه ورکړي دي. د اهل سنت مشرانو به د یو دیني عالم په توګه د شیعیانو او اووم امام احترام کوه او د شیعیانو په شان به د هغه د قبر زیارت ته تلل. د امام کاظم علیه السلام او د هغه د لمسي امام جواد علیه السلام حرم د بغداد د شمال په کاظمین سیمه کښې دی او د کاظمین په حرم مشهور دی او د مسلمانانو په تیره بیا د شیعیانو لپاره زیارت دی.

ژوندپاڼه

اصلي مقاله:د امام کاظم(ع) د کنتیونه او لقبونه لړلیک

موسی بن جعفر د ۱۲۷ قمري کال په ذی‌الحجه کښې[۱] یا د ۱۲۸ قمري کال د صفرې په ۷ نیټه[۲] کله چې امام صادق علیه السلام او میرمنه یې حمیده له حج نه ستنیدل، په ابواء سیمه کښې دنیا ته راغی.[۳] د هغه زوکړه په ۱۲۹ قمري کال کښې په مدینې کښې هم بلل شوې ده.[۴] د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د اووم امام ولادت د ذی الحجې د میاشتې په ۲۰ نیټه ثبت شوی دی.[۵] ځینو سرچینو له هغه سره د امام صادق علیه السلام د پریمانه مینې خبر ورکړی دی.[۶] د احمد برقي د روایت له مخې، امام صادق علیه السلام د خپل زوي موسی له زوکړې وروسته درې ورځې خلکو ته خواړه ورکړل.[۷]

د موسی بن جعفر بن محمد بن علي بن حسین بن علي بن ابي‌طالب نسب له څلورو لارو امام علي علیه السلام ته رسیږي. پلار یې امام صادق(ع) د شیعیانو شپږم امام او مور یې حمیده بربریه ده.[۸] د هغه کنیت ابوابراهیم، وړومبې ابوالحسن، د پخوا ابوالحسن او ابوعلي بیان شوي دي. هغه ته د نورو د بد سلوک به وړاندې د خپل قهر د کنټرولولو په وجه د کاظم[۹] او د ډیر عبادت په وجه د صالح عبد لقبونه رکړی شوي دي.[۱۰] باب الحوائج هم د هغه یو لقب دی[۱۱] او د مدینې خلکو به ورته زَیْنُ المُجتَهدین (د هڅه کوونکو ښکلا) نوموه.[۱۲]

حضرت موسی بن جعفر علیه السلام له امویانو څخه عباسیانو ته د قدرت د انتقال په دوران کښې دنیا ته راغی. د هغه په څلور کلنۍ کښې وړومبنې عباسي خلیفه واکمن شو. د امام کاظم علیه السلام د ژوند په هکله د هغه له امامته مخکښې ډیر معلومات نه لرو، له ابوحنیفه[۱۳] او د نورو دینونو له څو عالمانو[۱۴] سره د خبرواترو په شمول چې په مدینې کښې شوې دي.

په مناقب کښې د راغلي روایت له مخې، امام کاظم علیه السلام په ناپیژاندې توګه د شام یو کلي ته لاړ او هلته یې له یو راهب سره خبرې اترې وکړي چې له امله یې هغه او د هغه ملګري مسلمانان شول.[۱۵] هم داشان د حج یا عمرې لپاره مکې ته د امام د سفرونو په هکله خبرونه موجود دي.[۱۶] امام د عباسي خلفاؤ له خوا څو ځلې بغداد ته هم احضار او بلل شوی دی. له دغو مواردو پرته امام خپل زیاتره عمر په مدینې کښې تیر کړی دی.

میرمنې او اولادونه

هم داشان وګورئ: د امام کاظم(ع) د اولادونو نوملړ

د امام کاظم علیه السلام د میرمنو شمیر معلوم نه دی. به هغو کښې وړومبنۍ د امام رضا علیه السلام مور نجمه ده.[۱۷] د امام د اولادونو د شمیر په هکله هم په تاریخي سرچینو کښې مختلف خبرونه راغلي دي. د شیخ مفید په وینا هغه ۳۷ اولادونه(۱۸ زامن او ۱۹ لوڼې) درلودلې. امام رضا(ع)، إبراهیم، شاهچراغ، حمزه او إسحاق یې په زامنو کښې او فاطمه معصومه او حکیمه یې په لوڼو کښې شاملې دي.[۱۸] د امام کاظم علیه السلام لمسي په موسوي سیدانو مشهور دي.[۱۹]

د امامت دوره

موسی بن جعفر، په ۱۴۸ قمري کال کښې د امام صادق علیه السلام له شهادت وروسته په ۲۰ کلنۍ کښې امامت ته ورسید.[۲۰] د هغه د امامت دوران د څلورو عباسي خلفاو سره هممهاله و.[۲۱] کابو ۱۰ کاله امامت یې د منصور په خلافت (حکومت۱۳۶-۱۵۸ق)، ۱۱ کاله یې د مهدي عباسي په خلافت (حکومت۱۵۸-۱۶۹ق)، یو کال یې د هادي عباسي په خلافت (حکومت۱۶۹-۱۷۰ق) او ۱۳ کاله یې د هارون په خلافت (حکومت۱۷۰-۱۹۳ق) کښې تیر شول.[۲۲] د امام موسی کاظم علیه السلام د امامت موده ۳۵ کاله وه او په ۱۸۳ کاله کښې یې په شهادت سره امامت د هغه زوي امام رضا علیه السلام ته منتقل شو.[۲۳]

د امامت نصوص(متنونه)

هم داشان وګورئ: د دولسو امامانو امامت

د شیعه و له نظره امام د خدای له خوا ټاکل کیږي او د هغه د پیژندلو لارې، نص(د پیغمبر اکرمی(ص) وضاحت یا له ځان وروسته امامت ته د رسیدونکي امام په هکله د موجوده امام څرګندونې) دي.[۲۴] امام جعفر صادق علیه السلام په ګڼو مواردو کښې خپلو نزدې اصحابو ته د موسی بن جعفر امامت اعلان کړی و. په کافی،[۲۵] ارشاد،[۲۶] اعلام الوری[۲۷] او بحارالانوار،[۲۸] کتابونو کښې د موسی بن جعفر د امامت د نصوص او عبارتونو په هکله یو باب موجود دی چې په دې اړه یې په ترتیب سره ۱۶، ۴۶، ۱۲ او ۱۴ روایتونه نقل کړي دي[۲۹] له هغو نه:

  • په یو روایت کښې فیض بن مختار وايي، له امام صادق علیه السلام څخه مې پوښتنه وکړه چې له تاسو وروسته امام څوک دی؟ دغه وخت د هغوي زوی موسی راننوته او امام صادق علیه السلام هغه راتلونکی امام معرفي کړ.[۳۰]
  • علي بن جعفر روایت کړی دی چې امام صادق علیه السلام د موسی بن جعفر په هکله وفرمایل: «فَإِنَّهُ أَفْضَلُ وُلْدِی وَ مَنْ أُخَلِّفُ مِنْ بَعْدِی وَ هُوَ الْقَائِمُ مَقَامِی وَ الْحُجَّةُ لِلَه تَعَالَی عَلَی كَافَّةِ خَلْقِهِ مِنْ بَعْدِی[۳۱]؛ هغه زما ترټولو غوره اولاد او رانه پاتې کس دی او هغه دی چې له ما وروسته زما ځاې نیسي او له ما وروسته په ټولو مخلوقاتو باندې د خدای حجت دی.

هم داشان په عیون اخبار الرضا کښې راغلي دي چې هارون الرشید خپل زوي مأمون ته په خطاب کښې، موسی بن جعفر په حقه امام او د پیغمبر(ص) د جانشینۍ لپاره ترټولو وړ کس بللی او خپل خلافت یې ظاهري او په زور اخیستی بللی دی.[۳۲] [یادداشت ۱]

د امام صادق علیه السلام وصیت او د ځینو شیعیانو لالهاندي

په سرچینو کښې راغلي دي چې امام صادق علیه السلام د عباسیانو له خوا سختیو ته په پام سره او د امام کاظم علیه السلام د ژوند د ساتنې لپاره پنځه کسان[یادداشت ۲]ـ له هغو نه عباسي خلیفه- د خپل وصي په توګه معرفي کړل.[۳۳] که څه امام صادق علیه السلام خپلو خاصو اصحابو او ملګرو ته په کراتو له ځان وروسته امام معرفي کړی و خو دغه کار حالات د شیعیانو لپاره یوڅه شکمن کړل. په دغه پړاؤ کښې د مؤمن طاق او هشام بن سالم په شان د امام صادق(ع) ځیني مشهور اصحاب هم په شک اخته شوي وو. هغوي وړومبی په عبدالله افطح پسې چې د امامت ادعا یې کړې وه، لاړل او له هغه نه یې د زکات په هکله پوښتنه وکړه. خو د عبدالله ځوابونو قانع نه کړل. دغو دواړو بیا له موسی بن جعفر(ع) سره ملاقات وکړ او د هغه په ځوابونو یې تسلي وشوه او امامت یې ومنه.[۳۴]

په شیع­و کښې ډلې توب

د حضرت موسی بن جعفر علیه السلام د امامت په پړاو کښې اسماعیلیه، فطحیه او ناووسیه فرقې جوړې شوې. که څه هم د امام صادق علیه السلام په ژوند کښې په شیع­و کښې د ډلې توب زمینه برابر شوې وه خو په کښې ډلې نه وې رامینځته شوې. خو د امام جعفر صادق علیه السلام په شهادت او د موسی بن جعفر د امامت په پیلیدو سره شیعیان په مختلفو فرقو بدل شول، له هغو نه یوې ډلې د امام صادق علیه السلام د زوي اسماعیل د مړینې انکار وکړ او هغه یې امام ګڼه. له دغې ډلې نه ځینو چې د اسماعیل له ژونده ناهیلې شوې وو، د هغه زوی محمد امام وګڼه. دغه ډله په اسماعیلیه مشهوره شوه. ځینو نورو عبدالله اَفْطَح امام وباله او په فَطَحیه مشهور شول خو د هغه له مړینې وروسته چې د امام صادق علیه السلام له شهادته کابو ۷۰ ورځې وروسته رامینځته شوه، د موسی بن جعفر په امامت باوري شول. ځیني هم د ناووس په نامه د یو کس په پیروی سره د امام صادق علیه السلام د امامت له لړۍ واوښتل او یوشمیر کسان د محمد دیباج په امامت باوري شول.[۳۵]

د غالیانو فعالیت

د امام کاظم علیه السلام په پړاؤ کښې غالیان هم فعال وو. په دغه پړاو کښې بشیریه فرقه جوړه شوه چې د موسی بن جعفر له اصحابو څخه په محمد بن بشیر پورې منسوبه وه. هغه  به د امام په ژوندانه کښې په هغه حضرت پورې دروغ تړل.[۳۶] محمد بن بشیر به ویل، دا هغه محمد بن جعفر نه دی چې امام او د خدای حجت دی[۳۷] او مدعي و چې حقیقي موسی بن جعفر له ده سره دی او هغه امام خلکو ته ښودلی شي.[۳۸] هغه په شعبده بازۍ(مداري توب) کښې مهارت درلود او د امام کاظم علیه السلام د مخ په شان یو مخ یې جوړ کړی و او هغه به یې د امام کاظم(ع) په توګه خلکو ته ښوده او ځیني هم پرې غولیدلي وو.[۳۹] محمد بن بشیر او منونکو یې د امام کاظم علیه السلام له شهادته مخکښې په ټولنه کښې پروپاګنډا کړې وه چې امام کاظم علیه السلام نه دی زنداني شوی او ژوندی دی او نه مري.[۴۰] امام کاظم به محمد بن بشیر نجس ګڼه او لعنت به یې پرې لیږه او د هغه د وینې بهول یې مباح ګڼل.[۴۱]

علمي فعالیت

له امام کاظم علیه السلام څخه مختلف علمي فعالیتونه رپورټ شوې دي، د دغو فعالیتونو متن د روایتونو، مناظرو او علمي روایتونو په چوکاټ کښې د شیعه­و د حدیثو په کتابونو کښې راغلي دي.[۴۲]

روایتونه

امام کاظم(ع):

«هر څوک چې په دنیا میئن شي، له زړه یې د آخرت ویره وځي. که یو بنده ته کوم علم ورکړې شو او هغه له دنیا سره خپله مینه زیاته کړه نو له خدای لرې کیږي او الهی قهر به پرې زیات شي.»

ابن شعبه حراني، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ۳۹۹مخ.

له امام کاظم علیه اسلام څخه د شیعه و د حدیثونو په سرچینو کښې ډیر حدیثونه روایت شوي دي، دغه روایتونه زیاتره د توحید[۴۳]، بداء[۴۴] او ایمان[۴۵] او هم د اخلاقي موضوعاتو په هکله دي.[۴۶] همداشان د جوشنِ صغیر دعا په شمول یولړ مناجات هم ورڅخه نقل شوي دي. د دغو روایتونو په اسنادو کښې هغه د الکاظم، ابي الحسن، ابي الحسن الاول، ابي الحسن الماضي، العالم[۴۷] او د العبد الصالح په شان تعبیرونو سره یاد شوی دی. عزیزالله عطاردي په مُسْنَدُ الامام الکاظم کښې له هغه څخه ۳۱۳۴ حدیثونه راغونډ کړې دي.[۴۸] له اهل سنت عالمانو څخه ابوعمران مَروَزی بغدادی (زوکړه۲۹۹ق) هم په مسند الامام موسی بن جعفر کښې د شیعیانو له اووم امام څخه یوشمیر حدیثونه راغونډ کړې دي.[۴۹]

له موسی بن جعفر څخه ځینې نور آثار هم روایت شوې دي:

  • د امام کاظم علیه السلام ورور علی بن جعفر د المسائل په نامه یو کتاب درلود چې په کښې یې له امام کاظم(ع) څخه د یوشمیر مسئلو پوښتنې او د هغو ترلاسه کړي ځوابونه لیکلي وو.[۵۰] د دغه کتاب موضوع فقهي مسائل دي.[۵۱] دغه کتاب د آل البیت موسسې له خوا د «مسائل علی بن جعفر و مستدرکاتها» په عنوان سره خپور شوی دی.
  • د عقل په هکله یوه رساله چې خطاب په هشام بن حکم ته په خطاب کښې لیکل شوې ده.[۵۲]
  • د توحید په هکله یوه رساله چې د فتح بن عبدالله د پوښتنو په ځواب کښې ده.[۵۳]
  • علي بن یقطین هم هغه مسائل چې له موسی بن جعفر څخه یې زده کړي وو، د مسائل عن ابی الحسن موسی بن جعفر‌ په نامه کتاب کښې راټول کړي دي.[۵۴]

مناظرې او خبرې اترې

اصلي مقاله: د امام کاظم(ع) مناظرې

امام کاظم(ع) سره بحثونه او مناظرې له ځینو عباسي خلفاو،[۵۵] یهودي[۵۶] او مسیحی[۵۷] پوهانو، ابوحنیفه[۵۸] او ځینو نورو سره د امام کاظم علیه السلام یوشمیر مناظرې او خبرې اترې رپورټ شوې دي. له باقر شریف قرشي سره د امام کاظم(ع) اته ځلې خبرې اترې، د هغه حضرت د مناظرو تر عنوان لاندې راغونډې کړې دي.[۵۹] امام کاظم(ع) له مهدي عباسي سره د فدک او هم په قرآن کښې د نشې د حراموالي په هکله مناظرې کړې دي.[۶۰] له هارون عباسي سره یې هم ځینې مناظرې درلودلې دي. له دې امله چې هارون غوښتل له ځان سره د پيغمبر(ص) خپلولي له موسی بن جعفر سره د هغه له خپلوۍ نزدې وښايي، امام کاظم علیه السلام د هارون په شتون کښې، په پیغمبر سره د خپلې رشتۍ نزدې والی څرګند کړ.[۶۱] د نورو دینونو له عالمانو سره د موسی بن جعفر خبرې اترې هم معمولاً د هغوي د پوښتنو په ځواب کښې شوې دي چې په پاې کښې اسلام ته د هغوي د مخه کونې لامل ګرځیدلې دي.[۶۲]

سیرت

عبادي سیرت

د شیعه او سني سرچینو له مخې،امام کاظم علیه السلام به ډیر عبادت کوه، په هم دې وجه د هغه لپاره د عبد صالح لقب استعمالیږي.[۶۳][۶۴]د ځینو روایتونو له مخې امام کاظم (ع) دومره عبادت کاوه چې زندانیان یې هم تر اغیز لاندې راغلل.[۶۵] شیخ مفید موسی بن جعفر ته د خپلې زمانې ترټولو ستر عابد بللی او ویلي یې دي چې هغه حضرت به د خدای له ویرې دومره ژړل چې ږیره به یې په اوښکو لمدیده. هغه به د «عَظُمَ الذَّنْبُ مِنْ عَبْدِكَ فَلْيَحْسُنِ الْعَفْوُ مِنْ عِنْدِكَ»(ګناه ستا له بنده ستره شوه، نو بس ستا له درګاه څخه بخښنه به یې ښه او ښکلی کړي) به یې تکراروله او د «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الرَّاحَةَ عِنْدَ الْمَوْتِ وَ الْعَفْوَ عِنْدَ الْحِسَابِ» (ای خدایه له تا نه د مرګ په وخت اساني او د عملونو د حساب کتاب په وخت بخښنه غواړم) دعا به یې په سجده کښې لوستله.[۶۶] حتی کله چې د هارون په حکم زندان ته منتقل کړی شو نو د خدای شکر به یې کوه چې د عبادت لپاره یې فرصت موندلی دی: «خدایه تل به مې له تا څخه ستا د عبادت لپاره فراغت غوښته او تا دغه فرصت راکړ نو بس ستا شکر کوم .»[۶۷]

د امام کاظم علیه السلام د ګوتمې رول «حَسْبِيَ اللهُ حَافِظِي»(زما د ساتنې او حفاظت لپاره خدای کافي دی.)[۶۸]‏‏ او ِ «الْمُلْكُ لِله وَحْدَهُ»(مُلک او واکمني یوازې واحد خدای لره ده.)[۶۹] و.

اخلاقي سیرت

په شیعه او سني سرچینو کښې د امام کاظم علیه السلام د زغم او سخاوت[۷۰][۷۱] په هکله مختلف رپورټونه موجود دي.[۷۲][۷۳] شیخ مفید هغه د خپلې زمانې ترټولو بخښونکی انسان بللی دی چې د شپې به یې د مدینې د بې وزلو لپاره خواړه وړل.[۷۴] ابن عنبه د موسی بن جعفر د سخاوت په هکله ویلي دي: هغه به د شپې مهال له کوره وته او د درهمو کڅوړې به ورسره وې او هر چا ته به چې رسیده یا هغه کسان چې د هغه احسان ته به یې سترګې وې، وربخښلې تر دې چې د غه د پیسو کڅوړې په ضرب المثل بدلې شوې وې.[۷۵] هم داشان ویل شوي دي چې موسی بن جعفر به هغه کسان هم بخښل چې دی به یې ځوروه او کله به چې خبریده چې یو کس غواړي ویې ځوروي نو هغه ته به یې ډالۍ لیږله.[۷۶] هم داشان شیخ مفید امام موسی کاظم علیه السلام له کورنۍ او نورو خپلوانو سره په صله رحم کښې ترټولو زیارکښ کسان بللی دی.[۷۷]

د کاظم په لقب د شیعیانو د اووم امام د مشهوریدو وجه دا وه چې خپله غصه او قهر به یې کنټرولوه.[۷۸][۷۹] په سرچینو کښې داسې مختلف رپورټونه راغلي دي چې امام کاظم علیه السلام به د خپلو دښمنانو او هغو کسانو په وړاندې هم خپله غصه څښله چې ورسره به یې بدي کوله.[۸۰][۸۱] [۸۲]

:د ډیرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: کاظم (لقب)

بشر حافي هم چې بیا وروسته یو صوفیه شیخ شو، د هغه د ویناؤ او اخلاقو تر اغیزې لاندې توبه وکړه.[۸۳][۸۴]

سیاسي سیرت

ځینو سرچینو ویلي دي چې امام کاظم علیه السلام به د مناظرې او ملګرتیا نه کولو په شمول په مختلفو طریقو د عباسي خلفاؤ په نه رواوالي ټینګار کوه او هڅه به یې کوله چې په هغوي باندې د خلکو باور کم کړي.[۸۵] لاندې څو موارد د عباسیانو د بې اعتباره کولو لپاره د هغه د هلوځلو ځینې نمونې دي.

د امام موسی کاظم علیه السلام د زمانې واکمنان

  • هارون الرشید ۱۷۰-۱۹۳ق
  • هادي عباسي ۱۶۹ق
  • مهدي عباسي ۱۵۸-۱۶۹
  • منصور دوانیقي ۱۳۶-۱۵۸ق
  • د امام موسی کاظم علیه السلام امامت۱۴۸-۱۸۳ق
  • امام موسی کاظم علیه السلام په هغو مواردو کښې چې عباسي خلفاو له پیغمبر(ص) سره د ځان په منسوبولو سره خپل حکومت ته د رواوالي بخښلو په لټه کښې وو، خپل نسب به یې مطرح کوه او ښودله به یې چې هغه د عباسیانو په پرتله پیغمبر(ص) ته ډیر نزدې دی. له هغو نه هغه خبرې اترې چې د هغه او هارون عباسي ترمینځ وشوې، امام کاظم علیه السلام د مباهلې د آیت په شمول د قرآن کریم په یوشمیر آیتونو باندې په تکیې سره، د خپلې مور حضرت زهرا(س) له لارې له پیغمبر سره خپله رشته او خپلولي ثابته کړه.[۸۶][۸۷]
    • کله چې مهدي عباسي رد مظالم کول (ورپه غاړه حقونه او پورونه یې ورکول) نو امام کاظم علیه السلام ورڅخه د فدک غوښتنه وکړه.[۸۸] مهدي له هغه وغوښتل چې د فدک حدود وټاکي او امام داسې سرحدونه وټاکل چې د عباسیانو د حکومت له قلمرو سره یې برابري کوله.[۸۹]
    • د شیعیانو اووم امام به خپلو اصحابو ته له عباسیانو له د ملګرتیا نه کولو سپارښتنه کوله، له هغو نه یې صفوان جمال، هارون ته په کرایه د خپلو اوښانو له ورکولو منع کړ.[۹۰] په عین حال کښې یې له علي بن یقطین څخه چې د هارون الرشید په حکومت کښې وزیر و، وغوښتل چې په دربار کښې پاتې شي او د شیعیانو خدمت وکړي.[۹۱] امام کاظم علیه السلام هم داشان له هغه وغوښتل چې ضمانت ورکړي چې د اهل بیتو(ع) د ملګرو احترام وکړي او په ځواب کښې یې ضمانت ورکړی و چې په وژلې، سختۍ او زندان کښې ګیر نه شي.[۹۲]

    سره له دې، له موسی بن جعفر علیه السلام څخه د وخت د حکومت په وړاندې څرګند مخالفت نه دی رپورټ شوی. هغه به تقیه کوله او شیعیانو ته به یې هم د دغه کار سپارښتنه کوله. د مثال په توګه، د هادي عباسي مور خیزران ته په یو لیک کښې یې د هغه د مړینې تسلیت ووایه.[۹۳] د یو روایت له مخې، کله چې هارون هغه وروغوښته نو ویې فرمایل: «له دې امله چې د واکمن په وړاندې تقیه واجبه ده، هارون ته ورځم». هغه به هم داشان د هارون ډالۍ، د ابوطالب د آل د ودونو او د هغوي د نسل د غوڅیدو د مخنیوي لپاره قبلولې.[۹۴] حتی امام کاظم علیه السلام په یو لیک کښې له علي بن یقطن څخه وغوښتل چې څه موده د اهل سنت په طریقه وضو وکړي چې خطر ورته پیښ نه شي.[۹۵]

    امام کاظم(ع) او د علویانو پاڅونونه

    د موسی بن جعفر د ژوند پړاو د عباسیانو د قدرت اخیستو له دوران او د هغوي خلاف د علویانو له خوا له پاڅونونو سره هممهاله و. عباسیان د اهل بیتو د پلویتوب او ملاتړ په شعار سره قدرت ته ورسیدل خو نه لږه موده نه وه تیره چې د علویانو په سخت دښمن بدل شول او ډیر کسان یې ترې ووژل یا یې په جیلونو کښې واچول.[۹۶] په علویانو باندې د عباسي واکمنانو سختۍ سبب شوې چې ځینې مشهور علویان پاڅون ته مخه کړي. د شهید فخ پاڅون، د یحیی بن عبدالله پاڅون او د ادریسیانو د حکومت جوړیدل له هغو څخه وو. د فخ پاڅون په ۱۶۹قمري کال کښې د موسی بن جعفر د امامت او د هادي عباسي د خلافت په پړاؤ کښې رامینځته شو.[۹۷] امام په دغو پاڅونونو کښې ګډون ونه کړ او د هغو په تایید یا رد کښې ورڅخه کوم څرګند دریځ نه دی راپورټ شوی، حتی یحیی بن عبدالله په طبرستان کښې له پاڅون وروسته په یو لیک کښې د هغه له ملګرتیا نه کولو ګله وکړه.[۹۸] د فخ په پاڅون کښې د امام د دریځ په هکله چې په مدینه کښې رامینځته شو، دوه لیدتوګې موجودې دي:

    • ځیني کسان باوري دي چې امام له دغه پاڅون سره موافق و. دغه ډله شهید فخ ته په خطاب کښې د امام په دې وینا استناد کوي چې ویې فرمایل: «ای د تره زویه، ته به شهید شې، نو بس په خپل کار کښې جدي شه(ښه وجنګیږه او جدي ګوذار وکړه) ځکه چې د دې خلکو په مینځ کښې داسې فاسقان شته چې د ایمان څرګندونه کوي خو په پټه شرک لري. »[۹۹][۱۰۰]
    • یوې بلې ډلې ویلي دي چې دغه پاڅونونه د امام د تایید وړ نه وو.[۱۰۱]

    په هر حال، کله چې امام د شهید فخ سر ولیده نو د استرجاع آیت یې ولوسته او هغه یې وستایه.[۱۰۲] هادي عباسي به د فخ د پاڅون حکم د امام کاظم علیه السلام کار باله او په هم دې وجه یې په وژلو وګواښه.[۱۰۳]

    زندان

    امام کاظم(ع) د خپل امامت په دوران کښې څو څو ځلې د عباسي خلفاؤ له خوا احضار او زنداني کړی شو. په اول ځل د مهدي عباسي د خلافت په زمانه کښې امام له مدینې نه بغداد ته منتقل کړی شو.[۱۰۴] هارون هم دوه وارې امام زنداني کړ. په اول ځل د امام د نیول کیدو نیټه په سرچینو کښې نه ده ذکر شوې خو په دویم ځل د ۱۷۹قمري کال د شوال په ۲۰ نیټه په مدینې کښې ونیوی شو[۱۰۵] او د ذی الحجې په ۷ نیټه په بصره کښې د عیسی بن جعفر په کور کښې زنداني شو.[۱۰۶] د شیخ مفید د وینا له مخې، هارون په ۱۸۰قمري کال کښې عیسی بن جعفر ته په یو لیک کښې له هغه وغوښتل چې امام ووژني خو هغه ونه منله.[۱۰۷] امام یې څه موده پس په بغداد کښې د فضل بن ربیع کور ته منتقل کړ. [یادداشت ۳]امام کاظم(ع) د خپل ژوند وروستي کلونه د فضل بن یحیی او سِندي بن شاهک په جیلونو کښې تیر کړل.[۱۰۸]  

    د امام کاظم علیه السلام په زیارتنامه کښې د الْمُعَذَّبِ فِي قَعْرِ السُّجُون‏؛ هغه کس چې په تیاره زندانونو کښې به شکنجه کیده، په عنوان سره هغه ته سلام شوی دی.[۱۰۹] د امام په زیارتنامه کښې د هغه زندان د ظُلَم‌المطامیر په توګه هم یاد شوی دی. مطموره هغه جیل ته ویل کیږي چې د یو کوهي یا څاه په شان وي او د پښو غزولو یا سملاستو او اوده کیدو امکان په کښې نه وي.[یادداشت ۴] او هم په دې وجه چې بغداد د دجله سیند په خوا کښې پروت دی، په طبیعي توګه تر ځمکې لاندې زندانونه مرطوب او نمجن(مطموره) وو.[۱۱۰]

    د عباسي خلفاؤ له خوا د شیعیانو د اووم امام د نیول کیدو او زنداني کیدو د وجوهاتو په هکله په سرچینو کښې مختلف ډوله رپورټونه راغلي دي. د ځینو رپورټونو له مخې، د هارون په حکم د موسی بن جعفر د نیول کیدو وجه، د یحیی برمکي حسادت او د هغه  د وراره علي بن اسماعیل بن جعفر له خوا د هارون لمسول وو.[۱۱۱] ویل شوي دي چې هارون له امام کاظم سره د شیعیانو په اړیکې حساس و او له دې ویریده چې هسې نه د هغه حضرت په امامت باندې د شیعیانو عقیده یې د حکومت د کمزورتیا لامل شي.[۱۱۲] هم داشان د ځینو رپورټونو له مخې د امام کاظم علیه السلام د زنداني کیدو وجه دا وه چې د هشام بن حَکَم په شان ځینو شیعیانو به سره له دې چې امام د تقیه کولو حکم ورکړی و، د امام د غوښتنې خیال نه ساته.[۱۱۳] دغه رپورټونه د هشام بن حکم مناظرې، د امام د زنداني کیدو له وجوهاتو بللې دي.[۱۱۴]

    شهادت

    د کاظمین په حرم کښې د امام کاظم علیه السلام د شهادت دستورې

    د امام کاظم علیه السلام د ژوند وروستۍ ورځې د سندي بن شاهک په جیل کښې تیرې شوې. شیخ مفید ویلي دي، د هارون الرشید په حکم امام ته زهر ورکړې شول او در ې ورځې وروسته امام شهید شو.[۱۱۵] د مشهور قول له مخې،[۱۱۶] د هغه شهادت د ۱۸۳قمري کال د رجب په ۲۵ نیټه د جمعې په ورځ په بغداد کښې واقع شوی دی.[۱۱۷] د شیخ مفید په وینا د امام شهادت د رجب په ۲۴ نیټه و.[۱۱۸] د امام کاظم علیه السلام د شهادت د نیټې او ځاې په هکله ځینې نور نظرونه هم موجود دي له هغو نه ۱۸۱ او ۱۸۶قمري کال.[۱۱۹][۱۲۰] مناقب د سیوطي د اخبارالخلفا له قوله ویلي دي له دې امله چې امام کاظم(ع) د هارون الرشيد په غوښتنه د فدک سرحدونه ټاکلي وو خو حدود يې په داسې ډول ټاکلي وو چې د هغه وخت د اسلامي نړۍ ټول سرحدونه يې پوښلي وو او د هارون د قهر او غضب سبب شو. هغه امام ته وویل: "تا زموږ لپاره هیڅ شی نه دی پریښی." او پریکړه یې وکړه چې امام ووژني.[۱۲۱] [یادداشت ۵]

    د موسی بن جعفر(ع) له شهادت وروسته سندي بن شاهک د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې امام په طبیعي مرګ مړ شوی دی، د بغداد ځینې مشهور فقهاء او پوهان یې راوغوښتل او د امام مړی یې ورته وښود تر څو هغوی وویني د امام په بدن هیڅ زخم نشته. هم داشان د هغه په حکم د امام جنازه د بغداد پر پل کښیښودې شوه او اعلان یې وکړ چې موسی بن جعفر په خپل مرګ وفات شوی دی.[۱۲۲] د هغه د شهادت د څرنګوالي په اړه بېلابېل رپورټونه شته؛ ډېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې یحیی بن خالد او سندي بن شاهک هغه ته زهر ورکړي دي.[۱۲۳][۱۲۴] په یو رپورټ کښې هم راغلي دي چې هغه یې په قالین کښې په نغښتلو سره شهید کړی دی.[یادداشت ۶][۱۲۵] [یادداشت ۷]

    د عامه خلکو نندارې ته د امام کاظم علیه السلام د جنازې د ایښودو دوه وجوهات ویل شوي دي. یوه د دې خبرې ثابتونه چې هغه په طبیعي مرګ له دنیا تلی دی او بله د هغو کسانو د باور او عقیدې باطلول چې د امام په مهدویت یې اعتقاد درلود.[۱۲۶]

    د امام موسی بن جعفر علیه السلام جنازه یې د منصور دوانیقي په کورنۍ مقبره کښې چې په «مقابر قریش» مشهوره ده، دفن کړه.[۱۲۷] د هغه مدفن په کاظمین حرم مشهور دی. ویل شوي دي چې د عباسیانو له خوا په دغې ادیرې کښې د امام د بدن د ښخولو علت، دا ویره وه چې هسې نه د هغه د دفن ځاې د شیعیانو د راغونډیدو مرکز وګرځي.[۱۲۸]

    د هغوي مبارک قبر

    د کاظمین د حرم پخوانی انځور

    اصلي مقاله: د کاظمین حرم

    د امام کاظم(ع) او امام جواد(ع) مقبره د بغداد په کاظمین سیمه کښې د کاظمین زیارت په نوم یادیږی او د مسلمانانو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو د زیارت ځای دی. له امام رضا(ع) څخه په روايتونو کښې راغلي دي چې د امام کاظم(ع) د قبر د زيارت ثواب د رسول الله(ص)، حضرت علي(ع) او امام حسين(ع) د قبرونو د زيارت برابر دی.[۱۲۹]

    اصحاب او وکیلان

    اصلي مقاله: د امام کاظم(ع) د اصحابو لړلیک

    د امام کاظم(ع) د اصحابو په اړه کره معلومات نشته او د هغوی د شمېر په اړه اختلاف موجود دی. شیخ طوسي د هغوی شمېر ۲۷۲ تنه ګڼلی دی،[۱۳۰] او برقي ۱۶۰ کسان ګڼلي دي.[۱۳۱] د الامام موسی بن جعفر د ژوند د کتاب خاوند باقر شریف قرشي، د برقي خبره چې د هغوي شمیر یې ۱۶۰ تنه ذکر کړی دی، مردود بلي او خپله یې د ۳۲۱ کسانو نومونه د امام د اصحابو په توګه اخیستې دي.[۱۳۲] علي بن یقطین، هشام بن حکم، هشام بن سالم، محمد بن ابي‌عمیر، حماد بن عیسی، یونس بن عبدالرحمن، صفوان بن یحیی او صفوان جمال د امام کاظم علیه السلام له اصحابو څخه وو چې ځیني په کښې د اجماع په اصحابو کښې ذکر شوي دي.[۱۳۳] د امام کاظم علیه السلام له شهادت وروسته د علي بن ابی حمزه بطائني، زیاد بن مروان او عثمان بن عیسی په شمول ځینو اصحابو د علي بن موسی الرضا(ع) امامت ونه منه او د موسی بن جعفر په امامت باندې اودریدل.[۱۳۴] دغه ډله په واقفیه مشهوره شوه. البته بیا وروسته له هغو نه ځینو د حضرت رضا علیه السلام امامت ومنه.[۱۳۵]

    د وکالت سازمان

    اصلي مقاله: د وکالت سازمان

    امام کاظم علیه السلام له شیعیانو سره د اړیکې او د هغوي د اقتصادي توان د پياوړتیا لپاره چې د امام صادق علیه السلام په زمانه کښې د وکالت د سازمان ډبره ایښې وه، پراختیا ورکړه. هغه به خپل ځیني اصحاب د وکیل په توګه مختلفو سیمو ته لیږل. ویل شوي دي چې په سرچینو کښې د هغه ۱۳ تنه وکیلانو ته اشاره شوې ده.[۱۳۶] د ځینو سرچینو له مخې، علي بن یقطین و مفضل بن عمر په کوفه کښې، عبدالرحمان بن حجاج په بغداد کښې، زیاد بن مروان په کندهار کښې، عثمان بن عیسی په مصر کښې، ابراهیم بن سلام په نیشابور کښې او عبدالله بن جندب په اهواز کښې د هغه وکالت په غاړه درلود.[۱۳۷]

    په سرچینو کښې داسې مختلف رپورټونه راغلي دي چې شیعیانو به خمس امام کاظم ته یا د هغه استازو ته رسوه. شیخ طوسي هم  له واقفیانو سره د هغه د ځینو وکیلانو د یوځای کیدو لامل، په هغو شتمنیو غولیدل بللي چې له دوی سره یې جمع کړي وو.[۱۳۸] هارون ته د علي بن اسماعیل بن جعفر په رپورټ کښې چې د امام کاظم علیه السلام د زنداني کیدو لامل شو، راغلي دي: «له ختیځ او لویدیځ څخه امام ته پریمانه مالونه لیږدول کیږي او د دومره بیت المال او خزانې خاوند دی چې په کښې په زیاته اندازه مختلفې سکې موجودې دي.»[۱۳۹]

    لیکونه استول له شیعیانو سره د هغه د اړیکې یوه بله طریقه وه چې د فقهي او اعتقادي مسائلو، وعظ او دعا او په وکیلانو پورې اړونده مسائلو په هکله به ترسره کیدله، حتی نقل شوي دي چې هغه به له زندان څخه هم خپلو اصحابو ته لیکونه لیکل[۱۴۰] او د هغوي د مسئلو ځواب به یې ورکوه.[۱۴۱][۱۴۲]

    د اهل سنتو په نزد یې مقام

    په مسجدالنبي کښې د امام کاظم علیه السلام نوم

    اهل سنت د شیعیانو اووم امام ته د یو دیني عالم په توګه احترام کوي. د هغوي ځینو مشرانو د امام کاظم علیه السلام علم او اخلاق ستایلي دي[۱۴۳] او د هغه د زغم، سخاوت، زیات عبادت او نورو اخلاقي ځانګړتیاؤ په هکله یې خبرې کړې دي.[۱۴۴] د امام کاظم(ع) د زغم او عبادت په هکله ځیني موارد په اهل سنت سرچینو کښې رپورټ شوي دي.[۱۴۵] د شپږمې هجري پيړۍ د شافعي فقیه، محدث او تاریخ لیکونکي سَمْعانی په شان ځیني اهل سنت عالمان به د امام کاظم د قبر زیارت ته تلل[۱۴۶] او متوسل کیدل به. د دریمې هجري پیړۍ یو اهل سنت عالم ابو علي خلّال ویلي دي: «هر کله به چې راته کوم ستونزه پیښیدله د موسی بن جعفر د قبر زیارت ته به تلم او هغه به مې وسیله ګرځوه او داشان به مې ستونزه هواریدله.[۱۴۷] د اهل سنت په څلور ګونو فقهاؤ کښې له امام شافعي څخه هم نقل شوي دي چې د هغه قبر یې «شفا ورکونکي درمل» بللي دي.[۱۴۸]

    کتاب پیژندنه

    اصلي مقاله: د امام کاظم علیه السلام په هکله د کتابونو لړلیک

    د امام کاظم په هکله په مختلفو ژبو د کتابونو، پایان نامو یا تیسِز او مقالو په بڼه ډیر آثار لیکل شوي دي چې شمیر یې تر ۷۷۰ رسیږي[۱۴۹] د امام کاظم علیه السلام د کتابنامې کتابونو،[۱۵۰] د کاظمین کتاب پيژندنې،[۱۵۱] او د امام کاظم عیله السلام د کتاب پیژندنې مقالې[۱۵۲] د دغو آثارو پیژندګلوي کړې ده. په دغو کښې د زیاتره آثارو موضوع، د شیعیانو د اووم امام د ژوند او شخصیت اړخونه دي. هم داشان د ۱۳۹۲ کال په سلواغې میاشت کښې په ایران کښې د «سیره و زمانه امام کاظم(ع)» په نوم یو کانفرنس جوړ شو چې مقالې یې د امام کاظم علیه السلام د سیرت د غونډې د مقالو د ټولګې په نامه خپرې شوې دي.[۱۵۳]

    د عزیز الله عطاردي کتاب «مسند الامام الکاظم»، د حسین حاج حسن لیکلی «باب الحوائج الامام موسی الکاظم»، د محمد باقر شریف قرشي اثر «حیاة الامام موسی بن جعفر» او د عبدالله احمد یوسف لیکلی کتاب «امام الکاظم(ع) عند اهل السنة» فارس حسون لخوا له هغو آثارو دي چې د امام کاظم علیه السلام په هکله لیکل شوي دي.

    فوټ نوټ

    1. طبری، دلائل الإمامة، ۱۴۰۳ق، ص۳۰۳.
    2. طبرسی،‌ اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶.
    3. مسعودی، اثبات الوصیة،‌ ۱۳۶۲ش، ص۳۵۷-۳۵۶.
    4. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۹.
    5. شورای تقویم مؤسسه ژئوفیزیک دانشگاه تهران، تقویم رسمی کشور سال ۱۳۹۸ش هجری شمسی، ۱۳۹۷ش، ص۸.
    6. شبراوی، الاتحاف بحب الاشراف، ۱۴۲۳ق، ص۲۹۵.
    7. امین، سیره معصومان، ۱۳۷۶ش، ج۶، ص۱۱۳.
    8. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵.
    9. ابن اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۱۶۴؛ ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۲.
    10. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۹.
    11. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۶،۲۲۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶؛ ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۲۳؛ قمی، الانوار البهیه، ۱۴۱۷ق، ص۱۷۷.
    12. شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۵.
    13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۹۷؛ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۱-۴۱۲؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۴۷.
    14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۲۷؛ مجلسی، بحارالانوار|، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۴۴-۲۴۵.
    15. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۱۱-۳۱۲.
    16. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۱۲-۳۱۳.
    17. شوشتری، رساله فی تواریخ النبی و الآل، ۱۴۲۳ق، ص۷۵.
    18. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۴.
    19. سمعانی، الانساب، ۱۳۸۲ق، ج۱۲، ص۴۷۸.
    20. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۳۸۵.
    21. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶.
    22. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۷۲ش، ص۴۱۳.
    23. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۳۷۹-۳۸۴.
    24. فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۷.
    25. |کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۰۷-۳۱۱.
    26. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۶-۲۲۲}}
    27. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۷-۱۶.
    28. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۸، ص۱۲-۲۹.
    29. جمعی از نویسندگان، مجموعه مقالات سیره و زمانه امام کاظم، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۷۹، ۸۱.
    30. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰.
    31. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۲۰.
    32. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۹۱؛ عطاردی، مسند الامام الکاظم، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۷۵.
    33. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۷۲ش، ص۴۱۴.
    34. {{کشّی، رجال،‌۱۴۰۹ق، ص۲۸۲-۲۸۳.
    35. {نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۶۶-۷۹.
    36. عاملی،‌ التحریر الطاوسی،‌ ۱۴۱۱ق، ص۵۲۴.
    37. طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۸۲.
    38. طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۸۰.
    39. طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۸۰.
    40. رک: حاجی‌زاده، «جریان غلو در عصر امام کاظم(ع)»، ص۱۱۲.
    41. کشّی، رجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۸۲.
    42. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۸۵-۳۹۶؛ مجلسی،‌ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۳۴-۲۴۹.
    43. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۱.
    44. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق،‌ ج۱، ص۱۴۸-۱۴۹.
    45. {{کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۸-۳۹.
    46. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۹۰-۲۷۸، ۲۹۷-۳۰۷.
    47. کلینی، الکافی، ج۱، ص۱۴۹.
    48. عطاردی، مسند امام الکاظم، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، مقدمه.
    49. مروزی، مسندالاامام موسی بن جعفر علیه‌السلام، ۱۴۲۵ق، ص۱۸۷-۲۳۲.
    50. شیخ طوسی، فهرست، ۱۴۲۰ق، ص۲۶۴.
    51. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۵۲.
    52. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳-۲۰؛ احمدی میانجی، مکاتیب الائمه، ۱۴۲۶ق، ج۴، ص۴۸۳-۵۰۱.
    53. احمدی میانجی، مکاتیب الائمه، ۱۴۲۶ق، ج۴، ص۳۵۷-۳۵۹؛ قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۲۳۸.
    54. طوسی، الفهرست، ۱۴۲۰ق، ص۲۷۱.
    55. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۱۲-۳۱۳؛ صدوق، عيون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۸۴-۸۵؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۰۶.
    56. بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۴۴-۲۴۵.
    57. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۱۱-۳۱۲.
    58. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۹۷.
    59. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۷۸-۲۹۴.
    60. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۰۶؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۵، ص۳۰۱.
    61. صدوق،‌ عيون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۸۴-۸۵؛ شبراوی، الاتحاف بحب الاشراف، ۱۴۲۳ق، ص۲۹۵؛ مجلسی، بحارالانوار،۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۴۱-۲۴۲.
    62. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۴۴-۲۴۵؛ ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۱۱-۳۱۲؛ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۷۰-۲۷۵.
    63. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۹.
    64. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۱۴.
    65. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق،‌ ج۱۳، ص۳۳-۳۲.
    66. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۲-۲۳۱.
    67. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۰.
    68. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، ص۹۱.
    69. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۸، ص۱۱.
    70. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۱۶۴.
    71. ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۲.
    72. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۳۰-۳۳.
    73. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۵۴-۱۶۷.
    74. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۲-۲۳۱.
    75. ابن عنبه، عمده الطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۷۷.
    76. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۹.
    77. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۲.
    78. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۱۶۴.
    79. {{ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق،‌ ص۳۱۲.
    80. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۳.
    81. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ص۱۶۲-۱۶۰.
    82. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۳۰.
    83. حاج حسنباب الحوائج، ص۲۸۱
    84. حلی، منهاج الکرامه، ص۵۹.
    85. جعفریان، حیات سیاسی و فکری امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۴۰۶.
    86. صدوق، عيون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۸۴-۸۵.
    87. شبراوی، الاتحاف بحب الاشراف، ص۲۹۵.
    88. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۴۹.
    89. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ص۴۷۲.
    90. کشّی، رجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۴۱.
    91. کشّی، رجال، ۱۴۰۹ق، ص۴۳۳.
    92. علامه مجلسی، بحار الانوار،۱۴۰۳ق، ج۷۵، ص۳۵۰.
    93. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۸، ص۱۳۴.
    94. صدوق، عیون اخبارالرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۷۷.
    95. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۲۷-۲۲۸.
    96. الله‌اکبری، رابطه علویان و عباسیان، ۱۳۸۱ش، ص۲۲-۲۳.
    97. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۱ش، ص۳۸۵-۳۸۴.
    98. کلینی، الكافى، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۶۷.
    99. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۶۶.
    100. مامقانی، تنقیح المقال، بی‌تا، ج۲۲، ص۲۸۵.
    101. ر.ک. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۱ش، ص۳۸۹.
    102. اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بی‌تا، ص۳۸۰.
    103. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۴۹۴-۴۹۶.
    104. ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۳.
    105. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۶.
    106. صدوق، عيون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۸۶.
    107. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق. ج۲، ص۲۳۹.
    108. شیخ قمی، الانوار البَهیّه، ۱۴۱۷ق، ص۱۹۲–۱۹۶.
    109. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۱۷.
    110. زندگانی امام موسی کاظم علیه‌السلام، موسسه فرهنگی هدایت.
    111. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۷-۲۳۸؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۷۶۰ِ؛ اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بی‌تا، ص۴۱۵-۴۱۴.
    112. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۰۱.
    113. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۳۶۱-۳۶۳؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۳۹۸-۴۰۰.
    114. کشّی، رجال، ۱۴۰۹ق،‌ ص۲۷۰ـ ۲۷۱؛مامقانی، تنقیح المقال، بی‌تا، ج۳، ص۲۹۸.
    115. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۲.
    116. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۵۱۶.
    117. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۹۹و۱۰۵.
    118. کينډۍ:پک
    119. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۵۱۶-۵۱۷.
    120. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۴۰۴.
    121. ابن شهرآشوب، مناقب آل أبي طالب، ۱۳۷۵ق، ج۳، ص۴۳۵.
    122. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۲-۲۴۳.
    123. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۲.
    124. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۵۰۸-۵۱۰.
    125. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۴۱۷.
    126. اربلی، کشف الغمه، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۷۶۳.
    127. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۹۹و۱۰۵.
    128. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۴۱۷.
    129. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۸۳.
    130. طوسی، رجال، ۱۴۱۵ق، ص۳۲۹-۳۴۷.
    131. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۲۳۱.
    132. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۲۳۱.
    133. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر، ۱۴۲۹ق، ج۲، ۲۳۱-۳۷۳.
    134. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۶۵-۶۴.
    135. ر.ک: صفری فروشانی و بختیاری، امام رضا(ع) و فرقه واقفیه، پژوهش‌های تاریخی(علمی - پژوهشی)، تابستان ۱۳۹۱ش، ص۹۸-۷۹.
    136. جباری، امام کاظم و سازمان وکالت، ۱۳۹۲ش،‌ ص۱۶.
    137. جباری، سازمان وکالت، ۱۳۸۲ش، ص۴۲۳-۵۹۹.
    138. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۶۵-۶۴.
    139. قرشی، حیاة الامام موسی بن جعفر۱۴۲۹ق، ج۲، ص۴۵۵.
    140. کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۳.
    141. امین،‌ اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۰.
    142. جباری، امام کاظم و سازمان وکالت، ۱۳۹۲ش، ص۱۶.
    143. ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، بی‌تا، ج۱۵، ص۲۷۳.
    144. ابن عنبه، عمدة الطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۷۷؛بغدادی، تاریخ بغداد،‌۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۹؛ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۲؛ کينډۍ:پک کينډۍ:پک
    145. کينډۍ:پک
    146. کينډۍ:پک
    147. کينډۍ:پک
    148. کينډۍ:پک
    149. کينډۍ:پک
    150. کينډۍ:پک
    151. کينډۍ:پک
    152. کينډۍ:پک
    153. کينډۍ:پک

    سرچينې

    • ابن ابی الحدید، عبدالحمید، شرح نهج البلاغه، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی،‌ ۱۴۰۴ق.
    • ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارالصادر، ۱۳۸۵ق.
    • ابن جوزی، سبط، تذکرة الخواص، قم، منشورات شریف الرضی، ۱۴۱۸ق.‏
    • ابن شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح: علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۴ق.
    • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
    • ابن عنبه حسنی، سید جمال الدین احمد، عمدة الطالب فی أنساب آل ابى‌طالب، قم‏، انتشارات انصاریان، ۱۴۱۷ق.
    • احمدی میانجی، علی، مکاتیب الائمة علیهم السلام، تصحیح: مجتبی فرجی، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
    • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفه الائمه، قم، رضی|مکان، ۱۴۲۱ق.
    • اصفهانی، ابوالفرج، مقاتل الطالبیین، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
    • الله‌اکبری، محمد، رابطه علویان و عباسیان(از سال۱۱ تا ۲۰۱ هجری)، در فصل‌نامه تاریخ در آینه پژوهش، پیش‌شماره اول، ۱۳۸۱ش.
    • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۳ق.
    • امین، سید محسن، سیره معصومان، ترجمه: علی حجتی کرمانی، تهران، انتشارات سروش، ۱۳۷۶ش.
    • انصاری قمی، ناصرالدین، کتابنامه امام کاظم علیه السلام، کنگره جهانی حضرت رضا علیه‌السلام، ۱۳۷۰ش.
    • بغدادی، خطیب، تاریخ بغداد، تحقیق: مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
    • پیشوایی، مهدی، سیره پیشوایان، قم،‌ مؤسسه امام صادق، ۱۳۷۲ش.
    • جباری، محمدرضا، امام کاظم علیه السلام و سازمان وکالت، در فصل‌نامه تاریخ اسلام، شماره۵۳، بهار ۱۳۹۲ش.
    • جباری، محمدرضا، سازمان وکالت، قم، مؤسسه امام خمینی،‌ ۱۳۸۲ش.
    • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم،‌ انتشارات انصاریان، ۱۳۸۱ش.
    • جمعی از نویسندگان،‌ انجمن تاریخ‌پژوهان حوزه علمیه قم،‌ مجموعه مقالات همایش سیره و زمانه امام کاظم علیه السلام،‌ قم،‌ مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه،‌ ۱۳۹۲ش.
    • حاج حسن،‌ حسین، باب الحوائج الامام موسی الکاظم علیه السلام، بیروت، دارالمرتضی، ۱۴۲۰ق.
    • حاجی‌زاده، یدالله، «جریان غلو در عصر امام کاظم(ع) با تکیه بر عقاید غالیانه محمد بن بشیر»، در فصلنامه تاریخ اسلام، شماره۵۳، سال چهارم، بهار۱۳۹۲ش.
    • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۹ق.
    • حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامه فی معرفه الامامه، مؤسسه عاشورا، مشهد، ۱۳۷۹ش.
    • حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الاسناد، تهران، مکتبه نینوی الحدیثه،‌ بی‌تا.
    • خویی، سید ابوالقاسم، سید ابوالقاسم خویی، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الروات، قم، مرکز نشر آثار الشیعه، ۱۴۱۰ق.
    • سمعانی، عبدالکریم بن محمد، الانساب، تحقیق: عبدالرحمن بن یحیی المعلمی الیمانی، حیدراباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیه، ۱۳۸۲ق.
    • شامی، یوسف بن حاتم،‌ الدرالنظیم فی مناقب الائمة الهامیم، قم، جامعه مدرسین،‌ ۱۴۲۰ق.
    • شبراوی، جمال الدین، الاتحاف بحب الاشراف، قم، دارالکتاب،‌ ۱۴۲۳ق.
    • شورای تقویم مؤسسه ژئوفیزیک دانشگاه تهران، تقویم رسمی کشور ۱۳۹۸ش.
    • شوشتری، محمدتقی، رسالة فی تواریخ النبی و الآل، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۲۳ق.
    • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون اخبار الرضا علیه السلام، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
    • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمه، تهران،‌ انتشارات اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
    • شیخ صدوق،‌ محمد بن علی بن بابویه، التوحید، تصحیح: هاشم حسینی، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۹۸ق.
    • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، اختیار معرفه الرجال، قم، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
    • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، الغیبه، قم، دارالمعارف الاسلامیه، قم، ۱۴۱۱ق.
    • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، رجال طوسی،‌ قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۵ق.
    • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعه و اصولهم و اسماء المصنفین و اصحاب الاصول، تصحیح: عبدالعزیز طباطبایی، قم، مکتبة المحقق الطباطبایی، ۱۴۲۰ق.
    • شیخ طوسی،‌ محمد بن حسن،‌ تهذیب الاحکام، تصحیح: حسن موسوی خرسان،‌ قم، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
    • شیخ عباس قمی، الانوار البهیه، تحقیق: مهدی باقر القرشی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۷ق.
    • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نُعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، كنگره شیخ مفید،‌۱۴۱۳ق.
    • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی،‌ ۱۴۱۲ق.
    • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، مشهد، آل البیت، ۱۴۱۷ق.
    • طبرسی، فضل بن حسن، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تصحیح: محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی،‌ ۱۴۰۳ق.
    • طبری، محمد بن جریر بن رستم،‌ دلائل الامامه، قم، بعثت، ۱۴۰۳ق.
    • عاملی، حسن بن زین الدین، التحریر الطاوسی، تحقیق: فاضل جواهری،‌ قم، کتابخانه آیت الله مرعشی، ۱۴۱۱ق.
    • عطاردی، عزیزالله، مسندالامام الکاظم ابی الحسن موسی بن جعفر علیهماالسلام، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۹ق.
    • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، تحقیق: مهدی رجایی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی،‌ ۱۴۰۵ق.
    • قرشی، باقر شریف، حیاة الإمام موسی بن جعفر علیهما السلام، تحقیق: مهدی باقر القرشی، ۱۴۲۹ق.
    • کشّی، محمد بن عمر، تصحیح: محمد بن حسن طوسی و حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
    • کعبی، علی موسی، الامام موسی بن الکاظم علیه السلام سیره و تاریخ،‌ بی‌جا، مؤسسه الرساله، ۱۴۳۰ق.
    • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
    • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، بی‌تا.
    • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار،‌ بیروت، داراحیاءالتراث العربی، ۱۴۰۳ق.
    • مروزی، موسی بن ابراهیم، مسند الامام موسی بن جعفر، در فصلنامه علم حدیث، شماره ۱۵، قم، دانشگاه قرآن و حدیث، ۱۴۲۵ق.
    • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه،‌ ترجمه: محمدجواد نجفی، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۳۶۲ش.
    • مقدسی، یدالله، تاریخ ولادت و شهادت معصومان، قم، دفتر تبلیغات حوزه علمیه قم، ۱۳۹۱ش.
    • نجاشی، احمد بن علی، رجال نجاشی، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۶۵ش.
    • نصر اصفهانی، اباذر، کتاب‌شناسی کاظمین، تهران، نشر مشعر،‌ ۱۳۹۳ش.
    • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، دارالاضواء،‌ ۱۴۰۴ق.
    • یعقوبی، احمد بن ابی یعقوب، تاریخ الیعقوبی،‌ بیروت، دارصادر، ۱۳۵۸ق.
    د کاظمین حرم پینوراما

    بهرنۍ اړیکې