آداب المتعلمین (کتاب)

د wikishia لخوا
د آداب المتعلمین کتاب

آدابُ المُتَعَلِّمین د زده کړې د آرابو په اړه یو مشهور کتاب دی چې شیعه متکلم خواجه نصیر الدین طوسي ته منسوب دی. آداب المتعلمین تل د علماوو او د قلم د خاوندانو له خوا د پام وړ ګرځیدلی او په ځلونو په جامِعُ المُقَدَّمات کې چې د دیني مدرسو مهشور کتاب دی چاپ شوی دی. ځينو څېړونکو د ځينو شواهدو په دلیل سره د دې کتاب، خواجه نصیر طوسي ته په نسبت ورکولو کې اعتراض کړی دی او ځينو بيا دا کتاب په اصل کې د اوومې پېړۍ د سني عالم برهان الدين زَرنوجي حَنَفي کتاب تعلیم المتعلم ګڼلی دی.

دا کتاب په دولسو څپرکو کې لکه د علم فضیلت، د پوهې د ترلاسه کولو نیت، د علمي څانګې د انتخاب د استاد او ټولګیوالو د انتخاب څرنګوالی، توکل او له استاد څخه د استفادې څرنګوالی په اړه په کې خبرې شوي دي.

پوهانو د آداب المتعلمینو په اړه شرحې او ترجمې لیکلي دي، چې له هغو ځینې: اَللُّؤلُؤ الثَّمين فی شرحِ آداب المتعلمین چې د سلیمان بن عبد الله ماحوزي لخوا لیکل شوی او د اَنیسُ الطالبین د فارسۍ ژباړه چې محمد جواد ذهني تهراني لیکلی. د ایران، پاکستان، مصر او نورو هېوادونو په کتابتونونو کې د دې کتاب ګڼ شمېر چاپ شوي او لاسي نسخې شته.

د کتاب اهمیت

آداب المتعلمین کتاب د اختصار سره سره، د پوهې د آدابو په هکله له خورا مشهورو اثارو څخه شمیرل کیږي.[۱] دا کتاب د هغې له لیکلو راهیسې، د پوهانو لخوا په ښوونځیو او دینی مدرسو کې د درسي کتاب په بڼه منل شوی دی. او د جامِعُ المُقَدَّمات کتاب چې د دینی حوزو لومړی کتاب دی په مشهوره مجموعه کي څو ځله چاپ شوې ده.[۲] ویل شوي دي خواجه نصیرالدین طوسي ته د دې کتاب منسوب شونه، د مهمو موضوعاتو کې ساده او روان بیان، د دې سبب شوی دی چې پوهان آداب المتعلمین ته مخه کړي.[۳]

د کتاب لیکلوال

د شعیو کتاب پیژاندي، اغا بزګ تهراني، د راپور له مخې، د مشهور نسبت له مخې خواجه نصیرالدین طوسي(وفات: ۶۹۲ هـ ق) د آداب المتعلمین کتاب لیکوال دی.[۴] ډېرو لیکوالانو لکه علامه مجلسی په بِحارُ الاَنوار کې،[۵] سید محمد باقر خوانساري په روضات الجَنّات کې[۶] او مُدرِّس تبریزي په ریحانَة الاَدَب کې[۷] دا کتاب د خواجه نصیر طوسي کتاب ګڼلی دی. خو ځينو څېړونکو د ځينو شواهدو په حوالې د سره د دې کتاب خواجه نصیر طوسي په نسبت ورکولو اعتراض کړی دی او ځينو يې اصلی کتاب د اوومې پېړۍ د سني عالم برهان الدين زَرنوجي حَنَفي کتاب تَعلیم المُتَعَلِّم ګڼلی دی.[۸] هغوي د كتاب په لومړي څپرکې كې د علم نجوم د حراموالي خبره سره د دې چې خواجه په خپله منجم و، او د كتاب په خطي نسخو كې د هغه نامه نه راتلل د دې دلیل ګڼلي دي چې دا د خواجه کتاب نه و.[۹] ویل شوي دي چې د مینځ پانګې له نظره لیکوال د زَرنوجي د کتاب مهم مطلبونه راوړي دي او تر دې چې د څپرکو عنوانونه یې هم نه دي بدل کړي؛ خو د زرنوجي له كتاب څخه زياتره شعرونه، حاشيې او توضیحات حذف شوي دي.[۱۰] معاصر نسخه پیژندای سيد محمد رضا حسيني جلالي په خپله څېړنه كې د زرنوجي انتخاب شوي مطالب راوړي دي.[۱۱]

د کتاب منځپانګه

د آداب المتعلمین کتاب لیکوال د کتاب په پیل کې ویلي دي چې په ډیرو مواردو کې د پوهانو د لږې ګټې او د علم د زده کړې د ستونزو له امله یې هڅه وکړه چې د علومو د زده کړې طریقه او لاره په لنډه توګه بیان کړي لکه څنګه چې یې له خپلو استاذانو څخه اوریدلي دي.[۱۲] کتاب په دولسو فصلونو کې ترتیب شوی دی:

  • لومړی څپرکی: دا څپرکی د علم پر ماهیت او پر نورو کارونو د هغې د برترۍ په اړه بحث ته خاص شوی دی او علم د احادیثو په دلیل سره او د عقل په رڼا کې، د ابدي خوشالۍ د لاسته راوړلو وسیله ګڼل شوې ده.[۱۳]
  • دویم څپرکی: دویم څپرکی د زده کوونکي د نيت په اړه دی، چې د زده کړې په لاره کې د الله جل جلاله رضا او د جهالت له منځه وړلو او د اسلام د ساتنې نیت ولري.[۱۴]
  • دریم څپرکی: دریم څپرکی د علمی څانګې د غوره کولو څرنګوالی، د استاد او ټولګیوالو ټاکل او د هغوي په هکله د صبر او استقامت بحث کوي. ليکوال ويلي دي چې د زده کوونکي لپاره لازمه ده چې هغه علمي څانګې چې د هغه د دين او راتلونکي لپاره ګټورې وي، غوره کړي او له استادانو، متقيانو او زیات عمر لرونکیو پوهانو یو کس غوره کړي.[۱۵]
  • څلورم څپرکی: څلورم څپرکی په مطالعه کې د جدیت، پاملرنې او زیار په اړه دی. دلته ډېر خوراک او خوب کول د سستۍ لامل ګڼلی شوی دی.[۱۶]
  • پنځم څپرکی: پنځم څپرکی د لومړي درس د وخت، مقدار او ترتیب په اړه دی چې زده کوونکي یې زده کوي. د لیکوال په وینا، د زده کړې په پیل کې یو پیل کونکی باید دومره سبق واخلي چې په تدریجي ډول د دوه ځله لوستلو وروسته ورباندې ښه پوه شي او زده یې شي. همدارنګه، د درس په لومړۍ غونډه کې باید د داسې مطلبونه زده کړي چې د زده کونکي د پوهاوي لپاره اسانه او نږدې وي.[۱۷]
  • شپږم څپرکی: شپږم څپرکی د توکل په هکله دی او دا چې شاګرد نباید د رزق په لاس راوړلو مشغول شي؛ بلکي د علم په زده کړې کې بايد صبر وکړي تر څو د دنيايي لذتونو څخه لوړ خوند تر لاسه کړي.[۱۸]
  • اووم څپرکی: د دې څپرکي سرلیک د علم د زده کړی وخت دی. د لیکوال په اند د علم د حاصلولو تر ټولو ښه وخت د ځوانۍ وخت دی او مناسب وخت یې د سحر وخت او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو تر منځ وختونه دي.[۱۹]
  • اتم څپرکی: اتم څپرکی د ښوونکي او زده کونکي د رحم او خېر غوښتی په اړه دی. عالم باید مهربانه او خېر غوښتی وي او له حسد څخه لیري وي او شاګرد هم باید له هر ډول جنجال او دښمنۍ څخه ځان وساتي.[۲۰]
  • نهم څپرکی: دا څپرکی د دې په اړه دی چې زده کوونکی څنګه له ښوونکي څخه ګټه واخلي. هغه باید هر وخت په زده کړې پسې وي. او تل د لیکلو وسیله له ځانه سره ولري ترڅو هرڅه چې له پوهانو اوري هغه ولیکي.[۲۱]
  • لسم څپرکی: لسم څپرکی د زده کړې په برخه کې د لوړی تقوا په اړه دی. څومره چې شاګرد پرهیزګار وي، هومره یې د علم حاصلول اسانه وي او هومره یې ګټه ډېره وي.[۲۲]
  • یوولسم څپرکی: یوولسم څپرکی د هغه څه په اړه بحث کوي چې د حفظ سبب کیږي یا هیریدو لامل کیږي. په دې څپرکی کې د حافظې د پياوړتيا لپاره تر ټولو مهم عوامل دا بیان شوي دي: په زده کړه کې جديت، لږ خوراک، د شپې لمونځ او د قرآن تلاوت. همدارنګه ډېر ګناهونه کول او په دنیا پسې ډېر خفګان کول د هېرېدو او د حافظې د ضعف سببونه بیان شوي دي.[۲۳]
  • دولسم څپرکی: وروستي څپرکي کې د رزق د زیاتوالي یا کموالي او د عم د لنډوالي یا اوږدوالي په اړه خبرې شوي دي. لیکوال په دې اړه د رسول الله(ص) د یو حدیث له ذکر کولو وروسته چې دعا رزق او روزي زیاتوي او نیکی عمر زیاتوي، لیکلي دي چې ګناه کول، په ځانګړې توګه دروغ ویل د فقر او تنګلاسۍ سبب ګرځي.[۲۴]

شرحې او ترجمې

د څوارلسمې پیړۍ د شیعه کتاب پيژاندي اقا بزرګ تهراني د راپور له مخې، په آداب المتعلمین کتاب ډېرې شرحې لیکلي شوي دي.

  1. بیان الآداب د محمدمؤمن بن محمد‌قاسم جزائری شیرازی (زاده ۱۰۷۴ق) کتاب؛[۲۵]
  2. اَللُّؤلُؤ الثَّمين فی شرحِ آداب المتعلِّمین د ابوالحسن سلیمان بن عبدالله ماحوزی (وفات ۱۱۲۱ق) کتاب؛[۲۶]
  3. هدایَة الطّالبین فی شرحِ آدابِ المتعلمین د سید محمود موسوي دهسرخي اصفهاني کتاب.[۲۷]

همدارنګ د دې کتاب لپاره لاندینۍ ترجمې لیکلې شوي دي:

  • تَذکِرَةُ الطّالبين فی نَظم آدابِ المتعلمين په فارسۍ ژبه د سید محمد‌ تقي موسوي احمد‌آبادي اصفهاني کتاب،[۲۸] چې د مِکیالُ المَکارِم کتاب لیکوالو دی. هغه دا ترجمه په ۲۰۰ بیتونو کې د مثنوي په شکل کې لیکلې ده.[۲۹]
  • د آداب المتعلمین د فارسۍ ترجمه، چې سید علی الطَّبیب بن محمد بن ابراهیم حسیني مرعشي تبریزي لیکلې ده چې اوس د هغه لمسي سید شهاب‌ الدین مرعشي نجفي سره په قم کې موجوده ده.[۳۰]
  • اَنیسُ الطّالبین په فارسۍ کې، چې سید محمد‌ جواد ذهني تهراني (وفات کال۱۳۸۱ لمریز) لیکلی؛[۳۱]
  • د آداب المتعلمین په فارسۍ کې ژباړه چې عبدالرسول چمن خواه لیکلی.[۳۲]

چاپ او خپریدا

آداب المتعلم په جامع المقدمات کتاب کې ډېر چاپ شوی او په دې سربېره د ایران په کتابتونونو(تهران، مشهد، قم او همدان)کې چاپي او خطي نسخې پرتې دي او همدارنګ په پاکستان، مصر او نورو ځایونو کې هم چاپ شوی دی.[۳۳] د دې کتاب یوه نسخه د مصري محقق یحیی خشاب په تحقیق سره په ۱۳۷۶ هجري کال کې د «معهد المخطوطات العربیه» په مجله کې په ۱۳۷۶ هـ ق کال په قاهره کې چاپ شوی.[۳۴] د سید محمد رضا حسیني جلالي د دې کتاب ځنې چاپی او خطي نسخو ته په اشاره سره، په 1416 هجري کال کې له جامع المقدمات پرته په ځانګړي توګه چاپ کړی دی.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. عطایی نظری، «نگاهی اجمالی بر آداب المتعلّمین‌ها و جایگاه آن در نظام اخلاقی حوزه»، ج۲۱، ص۸.
  2. میری، «نگاهی به کتابهای اخلاقی ویژه حوزویان»، ص۲۹۷؛ مولوی، «آداب المتعلمین»، ص۱۶۵.
  3. عطایی نظری، «نگاهی اجمالی بر آداب المتعلّمین‌ها و جایگاه آن در نظام اخلاقی حوزه»، ج۲۱، ص۸.
  4. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۱، ص ۲۷.
  5. علامه مجلسی، بحار‌الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۴۲.
  6. موسوی خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۶، ص۳۰۴.
  7. مدرس، ریحانة الادب، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۹۱.
  8. جهانبخش، «درنگی دیگر در انتساب آداب المتعلمین به استا‌ذ البشر»، ص۱۷۹-۱۸۱.
  9. کتابی، «ملاحظاتی درباره رساله آداب المتعلمین و مولف آن»، ص۱۸۹.
  10. «کتاب آداب المتعلمین»، سایت درس‌گفتار.
  11. حسینی جلالی، «مقدمه بر آداب المتعلمین»، ص۲۵.
  12. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۴۹.
  13. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۴۹-۵۰.
  14. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۰.
  15. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۱.
  16. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۳.
  17. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۳-۵۴.
  18. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۵.
  19. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۶.
  20. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۶.
  21. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۷.
  22. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۷.
  23. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۸-۵۹.
  24. نصیرالدین طوسی، «آداب المتعلمین»، ص۵۹.
  25. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۳، ص ۱۷۵.
  26. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۱۸، ص ۳۸۲.
  27. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۲۵، ص ۱۸۲.
  28. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۴، ص ۳۹.
  29. «تقدیم»، سایت موعود.
  30. آقا‌بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج ۴، ص ۷۳.
  31. ذهنی تهرانی، انیس الطالبین، ۱۳۷۰ش، ص۴.
  32. «کتاب آداب المتعلمین»، سایت ایران‌کتاب.
  33. میری، «نگاهی به کتابهای اخلاقی ویژه حوزویان»، ص۲۹۷؛ مولوی، «آداب المتعلمین»، ص۱۶۵.
  34. حسینی جلالی، «مقدمه بر آداب المتعلمین»، ص۲۴.
  35. حسینی جلالی، «مقدمه بر آداب المتعلمین»، ص۲۲.

سرچينې

  • آقا‌بزرگ تهرانی، محمد‌محسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • «تقدیم»، سایت موعود، تاریخ بازدید: ۱۷ مهر ۱۴۰۲ش.
  • حسینی جلالی، سید محمد‌رضا، «مقدمه بر آداب المتعلمین»، در آداب المتعلمین، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، شیراز، کتابخانه مدرسه علمیه امام عصر (عج)، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • جهانبخش، جویا، «درنگی دیگر در انتساب آداب المتعلمین به استا‌ذ البشر»، در فصلنامه اخلاق، شماره ـ ۱، پاییز ۱۳۸۴ش.
  • ذهنی تهرانی، سید محمد‌جواد، انیس الطالبین، قم، حاذق، ۱۳۷۰ش.
  • عطایی نظری، حمید، «نگاهی اجمالی بر آداب المتعلّمین‌ها و جایگاه آن در نظام اخلاقی حوزه»، در فصلنامه اخلاق، شماره ۲۱، پاییز ۱۳۸۹ش.
  • علامه مجلسی، محمد‌باقر، بحار‌الانوار، تهران، موسسه وفا، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • «کتاب آداب المتعلمین»، سایت ایران‌کتاب، تاریخ بازدید: ۲۲ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «کتاب آداب المتعلمین»، سایت درس‌گفتار، تاریخ بازدید: ۲۳ مهر ۱۴۰۲ش.
  • کتابی، بدر الدین،«ملاحظاتی درباره رساله آداب المتعلمین و مولف آن»، در مجله نامه فرهنگ، شماره ۲۸، زمستان ۱۳۷۶ش.
  • مدرس، محمد‌علی، ریحانة الادب، قم، موسسه امام صادق(َع)، ۱۳۹۵ش.
  • موسوی خوانساری، محمد‌باقر، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • مولوی، محمد‌علی، «آداب المتعلمین»، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • میری، سید عباس، «نگاهی به کتابهای اخلاقی ویژه حوزویان»، در مجله حوزه، شماره ۶۸ ـ ۶۹، خرداد، تیر، مرداد و شهریور ۱۳۷۴ش.
  • نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد، «آداب المتعلمین»، در جامع المقدمات، تصحیح مدرس افغانی، جلد دوم، قم، موسسه انتشارات هجرت، بی‌تا.