الجار ثم الدار

د wikishia لخوا
د علي بحریني لخوا د «الجار ثم الدار» په نوم په کینوس باندې د تیلو نقاشي

اَلْجارَ ثُمَّ الدّار چې معنا یې ده «اول ګاونډی بیا کور» له حضرت فاطمه(س)[۱] د مشهور حدیث[۲] له متن څخه اخستل شوې جمله ده. له امام حسن(ع) څخه روایت شوی چې مور یې د جمعې په شپه تر سهاره په محراب کې په عبادت مشغوله وه او د مومنو سړو او ښځو لپاره یې د هغوي د نوم په اخستلو سره دعا کوله. خو د ځان لپاره یې دعا ونه کړه. ومې ویل: مورې! ولې هغه شان چې د نورو لپاره دعا کوې د ځان لپاره دعا نه کوې؟ وې ویل: زویه! اول ګاونډی بیا کور.[۳]

شیخ صدوق د علل الشرایع کتاب په ۱۴۵ باب کې دوه حدیثونه په دوو متفاوتو سندونو سره نقل کړی چې په کې د اَلجارَ ثُمَّ الدّارَ جمله شته دی. لومړی روایت له امام حسن(ع) او دوهم له امام کاظم(ع) څخه د خپلو پلرونو په نقل سره دی چې مضموني اختلاف یې څه خاص نه دی.[۴] شیخ حر عاملي له ځانه مخکې د نورو لپاره د دعا کول مستحب ګڼلي او په وسائل الشیعه کتاب کې یې د هغه لپاره یو باب ټاکلی دی. هغه دغه دوه حدیثه د خپلو دلیلونو په لړ کې راوړي.[۵]

سید علي خان په خپل لغت کتاب کې همدا جمله په یوې بلې محتوا سره د ګاونډیانو په موضوع متلونو کې راوړی دی. د هغه په وینا، دا متل د کور له اخستلو او یا پکې استوګنېدو مخکې د ګاونډي د پېژندلو اهمیت ته اشاره لري.[۶] په حدیثي کتابونو لکه الکافي او تحف العقول کې له امام علي(ع) څخه یوه جمله د کور له انتخابه مخکې د ګاونډي د اهمیت په اړه لري چې کلمات یې هم د حضرت فاطمه(س) له عبارت سره شباهت لري.[۷] د حدیثو د علومو څېړاندی مهدي مهریزي د حدیث د صادرېدو چاپېریال ته پام په دغه شان حدیثونو په پوهېدو کې چې مشترک ټکي لري لازم ګڼلی دی.[۸] ویل شوي چې دا جمله او دواړه مینځپانګې یې په فارسي عرف او ادبیاتو کې هم کارول کیږي.[۹] د الاختصاص کتاب لیکوال، له اوزاعي چې یو سني عالم دی، خپل زوي ته د لقمان حکیم ځینې پندونه راپور کړي چې «الجار ثُمَّ الدّار» هم پکې شامل دی.[۱۰]

د مولانا بلخي په یو شعر کې د الجار ثم الدار عبارت استعمال:



خاک از همسایگی جسم پاک چون مشرف آمد و اقبال‌ناک
پس تو هم اَلجار ثُمَّ الدّار گو گر دلی داری برو دلدار جو[۱۱]

ویل شوي د عطار نیشابوري او غزالي په شان عارفانو او شاعرانو د اَلجارَ ثُمَّ الدّار جمله په دوهمې پېړۍ کې زاهدې رابِعه عَدَویه ته نسبت ورکړی دی.[۱۲] ځینو څېړاندو په حدیثي سرچینو او د حضرت فاطمه(س) په بیان په استناد سره دغه ادعا رد کړې ده.[۱۳] عارفانو د دغه عبارت مضمون پر په عبادت کې په جنت د خدای ترجیح او په عبادت کې اخلاص ګڼلی دی.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م، ج۱، ص۱۸۲.
  2. جمشیدی، «قواعد فهم حدیث»، ص۶۰.
  3. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م، ج۱، ص۱۸۲.
  4. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م، ج۱، ص۱۸۲.
  5. شیخ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۱۱۳.
  6. مدنی شیرازی، الطراز، ۱۳۸۴ش، ج۷، ص۲۳۰.
  7. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۴؛ ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۳ش، ص۸۶؛ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه ۳۱، ص۴۰۵.
  8. مهریزی، حدیث‌پژوهی، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۷۹.
  9. «تأثیر زبانی و محتوایی روایات شیعی بر ادبیات فارسی»، سایت آیین رحمت.
  10. شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۳۳۷.
  11. مولوی، مثنوی معنوی، ص۹۲۹.
  12. پناهی، «الجار ثم الدار و بررسی مأخذ و آموزه‌های اخلاقی و عرفانی آن»، ص۳۲-۳۴.
  13. پناهی، «الجار ثم الدار و بررسی مأخذ و آموزه‌های اخلاقی و عرفانی آن»، ص۳۴-۳۶.
  14. ملاصدرا، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۴، ص۴۱۴؛ ج۷، ص۳۹۹؛ پناهی، «الجار ثم الدار و بررسی مأخذ و آموزه‌های اخلاقی و عرفانی آن»، ص۳۳.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۳ش.
  • پناهی، مهین، «الجار ثم الدار و بررسی مأخذ و آموزه‌های اخلاقی و عرفانی آن»، در مجله پژوهش‌های اسلامی، شماره هفتم، تابستان ۱۳۹۰ش.
  • «تأثیر زبانی و محتوایی روایات شیعی بر ادبیات فارسی»، سایت آیین رحمت، تاریخ بازدید: ۵ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • جمشیدی، اسدالله، «قواعد فهم حدیث»، در مجله معرفت، شماره ۸۳، آبان ۱۳۸۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتاب‌فروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإختصاص، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، علی خان بن احمد، الطراز الاول و الکناز لما علیه من لغة العرب المعول، مشهد، مؤسسه آل البیت(ع) لإحیاء التراث، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • ملاصدرا، محمد، تفسیر القرآن الکریم، تحقیق محمد خواجوی، قم، انتشارات بیدار، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش
  • مولوی، جلال‌الدین محمد، مثنوی معنوی، به‌کوشش توفیق هاشم‌پور سبحانی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • مهریزی، مهدی، حدیث‌پژوهی، قم، دار الحدیث، چاپ دوم، ۱۳۹۰ش.
  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.