الکافي (کتاب)

د wikishia لخوا
الکافي کتاب

الکافي د شیعو له حدیثي سرچینو څخه یوه ده او د څلورو کتابونو ترټولو مهمه او مستند سرچینه ده. دا کتاب د محمد بن یعقوب بن اسحاق لخوا لیکل شوی، چې د ثقة الاسلام کُلینی په نوم پیژندل کیږي، کوم چې هغه د ۲۰ کلونو په اوږد کې راټول کړی. الکافي چې په دریو برخو لیکل شوي: اصول، فروع او روضه، او د شیعه عالمانو د رجوع ځای دی. اصول کافي د الکافي ترټولو مشهوره برخه ده. کلینې په دی اندیښنه و چې د الکافي حدیثونو د قرآن سره مخالفت نه لرل او د اجماع سره موافقې پربنسټ راټول کړي.

د امامانو صحابي سره د هغې د اړیکې او د اربعمأة اصولو ته د لاسرسي له امله، کلیني د دې کتاب حدیثونو د لږ واسطی سره روایت کړې. د شیعه عالمانو یوې ډلې د دې کتاب ټولو روایاتو ته کلکه باور لري او معتبر ګني، خو د هغوی یوې ډلې په وړاندې په الکافي کتاب کې د ضعیف حدیثونو شتون منلي دی. ویل کیږي چې د دی کتاب نوم ایښیدلو امام زمان(عج) ته منسوب کیږي، مګر ډیری پوهانو دا ادعا سره مخالفت کړی.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد بن یعقوب کلیني

محمد بن یعقوب بن اسحاق کلیني رازري، چې د ثقة الاسلام او شیخ المشایخ په نامه پیژندل کیږي، د غیبت صغری په جریان کې د شیعو مشهوره عالم ده. هغه د یو شمیر محدثانو سره لیدلي چې د امام عسکري(ع) یا امام هادي(ع) څخه حدیث اوریدلي دي. د دریمې پیړۍ په دوهمه نیمایي او د څلورمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې، هغه یو له لوی شیعه عالمانو څخه ګنل کیده. د هغه څه پربنسټ چې د تراجم او تاریخ په کتابونو کې د کلینی شخصیت او علمي موقعیت په بیان کې ویل شوي، هرڅوک؛ د موافق او مخالف په شمول د هغه فضل او عظمت یادونه کړې.[۱]

د لیکلو موخه او د نوم ورکولو لامل

لکه څنګه چې کلیني د دې کتاب په معرفي کې لیکي، هغه د هغه چا غوښتنې په ځواب کې کافي کتاب لیکلي چې هغه ته دیني ورور وایی:

امابعد وروره... هغه پوښتنه چې خلک یې باید، ناپوهی سره پاتې شی او نا پوهی سره دیندار وي، ځکه چې د دوی دین لرلو د پلرونو او نیکو د عادت او تقلید لامله دی...
تاسو یادونه کړی چې ځینې مسئلو ستاسو لپاره ستونزمن دي او په موجوده روایاتو کې د توپیرونو له امله، تاسو د دې مسلو حقیقت نه پوهیږئ... او تاسو د اعتماد وړ عالم ته لاسرسي نلرئ ترڅو یادونې او خبرې اتری وکړئ. تاسو وویل چې غواړئ یو کتاب ولرئ چې د دینی علوم ټولې فنونو درلودل ترڅو زده کونکو ته کفایت کوی او لار لټوی ته سرچینه وی... تاسو وویل چې هیله لری چې خدای تعالی د داسې کتاب له لارې زموژ هم مذهبونو لاسنویوی کوی او خپلو ولیانو ته یې وسپاري. خدای لپاره ستاینه چې دغسې کتاب لیکنه چې تاسو یې غوښتنه کړې، چمتو کړ او هیله ده، هماغسې وی چې تاسو غواړی.[۲]

د کتاب د کافی په نوم ورکولو د دلیل په اړه دوه ټکي یادونه شوه:

  1. د طهارت کتاب په خطبه کې پخپله د کلینی ټکي، چې وايي: دا کتاب د دیني علومو د ټولو فنونو لپاره کافي دی.[۳]
  2. د کتاب نوم د هغه وینا څخه اخیستل شوی چې د امام زمان(عج) ته منسوب شوی، چی وویل: دا کتاب زموږ د شیعو لپاره کافي دی. دا جمله هغه وخت خپره شوه کله چې امام(عج) ته وړاندیز شوی و او هغه یې ستاینه وکړه. [۴] (البته، داسې هیڅ حدیث شتون نلري او دا یوازې ادعا ده.)

د شیعه عالمانو نژدی ته د کتاب موقعیت

شیخ مفید وايي: دا کتاب یو له غوره شیعه کتابونو څخه دی، چې ډیری گټونه لري.[۵]

شهید اول[۶] او محقق کرکي[۷] دا د حدیث په اړه داسي کتاب ګڼلی دی چې د امامیه په منځ کې نور کتاب په دا څیر نه دی لیکل شوی.

شهید ثاني وایي: «د احادیثو د راټولولو او د فصلونو د خوندور ترتیب په برخه کې د دې کتاب په څیر په نړۍ کې بل نشته.»[۸]

محمد تقی مجلسي لیکي:

کافي کتاب، د اصولو ټولو کتابونو څخه ډیر مضبوط او هراړخیز دي، او د ناجیه فرقې (امامیه) غوره او لوی لیکل دي.[۹]

آقا بزرګ تهراني وايي:

کافي دغسې کتاب دی چې د اهل‌بیت(ع) څخه د حدیث په نقل کې ورته نه لیکل شوی.[۱۰]

استر آبادي د خپلو استاذانو او پوهانو له وینا څخه روایت کوي چې وايي؛ په اسلام کې کافي کتاب ورته یا دهغی نژ دی ته نه دي لیکل شوي.[۱۱]

آیت الله خویی، د خپل استاد میرزا محمد حسین نایني په وینا وایی؛ د کافي روایاتو په سندونو کې شخرو د کمزورانو او عاجزانو کړنه دی.[۱۲]

لکه څنګه چې کلینی د کتاب په سریزه کې وایی: قرآن ته د مخالفت نه لرلو معیارونو او د اجماع سره موافقې پر بنسټ حدیثونه راټول کړي، او چیرې چې هغه د غوره توب لپاره هیڅ دلیل نه ویني، هغه د دوه متعارض روایاتو څخه یو غوره کړی چې هغه یې سم شتون ته نږدې ګني.[۱۳]

د کتاب ځانګرتیاوی

د کافي لیکلو په وخت کې، کلیني د اربعمأة اصولو (۴۰۰حدیثي کتابونه چې د امامانو ملګری لخوا لیکل شوي) گټه اخیستلو سره، او د امامانو(ع) صحابي هغه چا سره چې صحابي یې د لیدلي سره احایثو د لږ واسطی ترلاسه کړي و. د نواب اربعه سره همکاري د حدیثونو د سموالي یا ناسم والي په اړه د تحقیق لپاره لاره هواره کړه.[۱۴] البته، د دې وروستۍ ادعا په اره، باید وویل شي چې امامانو(ع) ته د کتابونو عرضه کول دود نه و، او د هغه کتابونو په پرتله چې وړاندیز نه شوي کوچنۍ دی. سربیره پردې، کلیني د اربعه نواب سره هیڅ تړاو نه درلوده.[۱۵]

د کتاب ترتیب او هر اړه خیزول د کافي یو بل ځانګرتیاوی ده. دا کتاب، د روایتونو په سمبال کې، د نظم او د روایاتو شمیر او د حدیثونو لړۍ بشپړتیا، او د روایاتو د بشپړولو او لپاره، بیلابیل مسئلې راپورته کوي لکه اعتقادي، فقهي، اخلاقي، ټولنیز او داسې نور... دا ځانګړی دی. پدې برخه کې، هغه هڅه کړې چې د فصل په پیل کې تفصیلي، سم او روښانه حدیثونه راوړي، او بیا یې د مجمل او مبهم حدیثونو یادونه وکړي.[۱۶]

د امام زمان(عج) لخوا د کتاب تأیید

ځینو د کافي په اړه ویلي چې امام زمان(عج) ته وړاندیز شوی او امام وویل:

«الکافي کاف لشیعتنا» دا زموږ د شیعه ګانو لپاره کافي دی.[۱۷] دا ریښتیا ندي:

علامه مجلسي وايي:

دا چې ځینې مبالغه کونکي په ډاډ سره ووایی چې ټول کافي کتاب امام قایم(عج) ته وړاندې شوي دي، ځکه چې په بغداد کې کافي اوسیدونکي و چې هماغسې د حضرت استازي هم شتون درلود. د دوی ټکي تیروتنی د کوم عاقل سړي لخوا پوښل شوي ندي. [۱۸]

میرزا حسین نوري راوړی دی:

هغه شایعه چې دوی د کافي په اړه ویلي دي: حضرت حجت(عج) ته وړاندیز شوي او هغه ویلی دی: کافي زموږ د شیعه ګانو لپاره کافي دي، دا هیچ بنسټ نلري، او دا زموږ د صحابي په لیکنو کې نه دی.» هغه د محدث استر آدي څخه روایت کوي چې داسې هیڅ حدیث شتون نلري.[۱۹]

جوړښت او مینځپانګه

کافي کتاب درې برخې لري: اصول، فروع او روضه: اصول کافي د اعتقادی مسئلو په اړه دی، فروع د فقهي خبرونو په اړه او روضه د تاریخ په اړه دی. د اصولو برخه پخپله ډیری کتابونه لري، چې یو یې د الحجة کتاب دی.

د کافي بابونه

د کافي لیکوال دا په دریو عمومي برخو کې بڼه ورکړی.

اصول کافي

اصلي مقاله: اصول کافي

اصول کافي چې اعتقادی حدیثونو پکې شامل دي او اته کتابونه شاملیږی.

  • کتاب العقل و الجهل
  • کتاب فضل العلم
  • کتاب التوحید
  • کتاب الحجة
  • کتاب الایمان و الکفر
  • کتاب الدعاء
  • کتاب فضل القرآن
  • کتاب العشرة

فروع کافي

فروع کافي چی فقهي روایاتو په برخه لری او پکې ۲۶ کتابونه شامل دي.

  • کتاب الطهارة
  • کتاب الحیض
  • کتاب الجنائز
  • کتاب الصلاة
  • کتاب الزکاة والصدقه
  • کتاب الصیام
  • کتاب الحج
  • کتاب الجهاد
  • کتاب المعیشة
  • کتاب النکاح
  • کتاب العقیقه
  • کتاب الطلاق
  • کتاب العتق والتدبیر والمکاتبة
  • کتاب الصید
  • کتاب الذبائح
  • کتاب الاطعمة
  • کتاب الاشربة
  • کتاب الزی والتجمل والمروة
  • کتاب الدواجن
  • کتاب الوصایا
  • کتاب المواریث
  • کتاب الحدود
  • کتاب الدیات
  • کتاب الشهادات
  • کتاب القضا والاحکام
  • کتاب الایمان و النذور و الکفارات

روضه کافي

روضه کافي چې په کې متفرقه او بیلابیل حدیثونه ځای لري او پرته له ځانګړي سمبال څخه، مختلف مسئلو ته ګوته کوي. که څه هم ځینې روضي د کافي برخه نه بولي[۲۰]، خو نجاشي او طوسي څرگندونه کړیده چې روضه د کافي کتاب وروستۍ برخې دی.[۲۱] [۲۲]

  • د قرآن د ځینو آیتونو تفسیر او تاءویل
  • د امامانو(ع) سپارښتنه او ورمونه
  • ویده او ډولونه
  • خوږی او درملنه
  • د کائنات د رامینځته کولو کیفیت او د هغې ځینې مخلوقاتو
  • د ځینې الهی پیغمبرانو تاریخ
  • د شیعه فضیلتونو او دندې
  • د اسلام د پیل تاریخ ځینې مسئلو او د امیرالمؤمنین د خلافت وخت ځینې مسئلې
  • د امام زمان(عج) او د هغه ځانګړتیاوې او همدارنګه د هغه د شتون وخت ملګري او ځانګړتیاوې
  • د ځینې صحابی او اشخاصو د ژوند تاریخ

د روضه په کتاب کې لومړۍ لیکنه یو لیک دی چې امام صادق(ع) شیعه ګانو او د دوی ملګروته د لارښوونو په توګه په ګوته کوي ترڅو دوی وکولي شي د موضوع او منځپانګی ته د غور، مطالعی او په ځیر سره بحث وکړي او د زده کړي کارول سره په ټولنیز ژوند او د نورو سره په چلند او کړنو(د هغو مخالفینو او هغه څوک چې د دوی سره په باورونو موافق ندي) د اخلاقي او ایمانی اصولو سره سم چلند کوي او د ځان په اړه د تورن او کتنۍ زمینه برابره نه کوی. دا لیک د عافیت غوښتنه له پروردګار څخه په سپارښتنی سره پیل کیږی او د وقار، هوساینی او حیا په رعایت کولو او د باطل خلکو سره په ښه کړنه او تعامل ټینګار کوی، او د خدای اطاعت کولو په سپارښتنه او د اهل بیت(ع) په مطابعت کولو پای ته رسیدلی.[۲۳]

د امام باقر(ع) لخوا د کتاب وروستۍ روایت د یو سړي په ځواب کې چې حضرت ته یې وویل: تاسو د رحمت کورنۍ یاست چې خدای تاسو ته د هغه ځانګړی جوړه کړه، امام وویل: موږ ورته یو، او د خدای څخه منندوی یو. موږ هیچا بیلارې ته نه یوسو او له سمې لارې بهر نه کړو. په رښتیا کې، نړۍ به تر هغه وخته پورې پای ته ونه رسیږي چې خدای تعالی زموږ د کورنۍ څخه یو سړی و ګماری، څوک چې د خدای په کتاب عمل کوي او ستاسو په مینځ کې یو بد عمل نه ګوري پرته لدې چې هغه انکار وکړي(د دې سره مخالفت کوي)[۲۴]

د کافي روایاتو شمیره

د کافي کتاب د روایاتو شمیر د مختلف رقمونو سره یادی کړه. یوسف بحرانې په لؤلؤة البحرین ۱۶۱۶۹ روایت، دکتر حسین علی محفوظ د کافي په سریزه کې ۱۵۱۷۶، علامه مجلسي ۱۶۱۲۱ او ځینې له معاصرانو لکه شیخ عبدالرسول الغفار ۱۵۵۰۳ حدیثونه شمیرلي دی. په شمیرو کې دا توپیر دحدیثونو شمیرلو د لاری له امله دی. دا پدې معنی ده چې ځینې یې په دوه سندونو ذکر شوي روایاتو دوه روایت او ځینې یې دا یو روایت ګنلي دی. یوې ډلې د مرسله روایت هم په پام کې نیولی، او ځینې یې په حساب کې ندي راوړلی دی. البته، په لږ مواردو کې، دا د توپیر لامل کیدۍ شي، چی په ځینو نسخو کې ځینې روایاتو شتون نه لری.[۲۵]

د کتاب د روایاتو اعتبار

د کافي روایتونو د اعتبار په اړه دوه لیدونه شتون لري:

ځینې، لکه محدث نوري د کافی کتاب ټول روایاتو د اعتبار وړ او د رجالي څیړنه غیر ضروري ګني، او دلیلونه لکه د کافي کتاب ممتاز موقعیت او د پوهانو په نږدی کې د هغه موقعیت او همداسې د مولف شتون د غیبت صغري په دوره کې او د امام زمان(عج) د استازې لخوا د هغه روایاتو د آزموینې امکان د دې نظر لپاره یاد کړی دی. [۲۶]

په مقابل کې، د عالمانو یوې ډلې دا دلایل نه نیوکه او نقد کړي او ویلي یې دي چې د کلیني او د امام نایبانو ترمینځ هیڅ ټګ راټګ نه و، او له همدې امله له دوی څخه روایتو نقل نه کړه، او که کتاب نایبانو ته وړاندې شوی و، دا د کتاب په سریزه کې (کوم چې د کتاب له تاءلیف نه و روسته لیکلي شوه) یادونه کوي. له بلې خوا، د کافي ځینې روایت کونکي او سرچینې د رجالي له نظره ضعیف ګنل شوي دی، له همدې امله د کافي کتاب روایاتو د رجالي له څیرنو څخه غیر ضروري نه ګنل کیدی شي.[۲۷]

د کافي شرحونو

د لومړۍ دورې څخه کافي کتاب، د عالمانو او حدیث پوهانو لخوا په پام کې نیول شوي، د هغه په اړه ډیر کارونه شوي. د الذریعه په کتاب کې، آقا بزرګ تهراني، د اصول کافي برخې یا ټولو کتاب کې ۲۷ شرحونه او لس حاشیه پکې معرفي کړي.[۲۸]

د نورو حدیثې ټولګو سره پرتله کول

د نورو حدیثې ټولګو سره پرتله کول
دشیعو مهم حدیثي ټولګو لیکوال وفات د حدیثو شمېره توضیحات
المحاسن احمد بن محمد برقي ۲۷۴ق شاوخوا ۲۶۰۴ د مختلفو موضوعاتو لکه فقه او اخلاقو سره د روایتونو ټولګه
کافی محمد بن یعقوب کلیني ۳۲۹ق نږدې ۱۶۰۰۰ د عقیدتي، اخلاقي، آداب او فقهي احادیثو ډولونه
کتاب من لایحضره الفقیه شیخ صدوق ۳۸۱ق نږدې ۶۰۰۰ فقهي حدیثونه
تهذیب الاحکام شیخ طوسي ۴۶۰ق نږدې ۱۳۶۰۰ فقهي حدیثونه
الاستبصار في ما اختلف من الاخبار شیخ طوسي ۴۶۰ق نږدې ۵۵۰۰ فقهي حدیثونه
الوافي فیض کاشاني ۱۰۹۱ق نږدې ۵۰۰۰۰ د شیعو د څلور کتابونه احادیث د تکرار له مینځه وړل او د ځینو توضیحاتو سره.
وسائل الشیعه شیخ حر عاملي ۱۱۰۴ق نږدې ۳۵۸۵۰ د شیعو د څلور کتابونه فقهي حدیثونه او له اویا څخه زیات نورو حدیثي کتابونه
بحار الانوار علامه مجلسي ۱۱۱۰ق نږدې ۸۵۰۰۰ په مختلفو موضوعاتو کې د معصومینو د ډیرو احادیثو راټولول
مستدرک الوسائل میرزا حسین نوري ۱۳۲۰ق نږدې ۲۳۵۱۴ د وسائل الشیعه د فقهي احادیثو بشپړول
مستدرک سفینة البحار شیخ علي نمازي ۱۴۰۵ق ۱۰ ټوک د سفینة البحار بشپړول
جامع احادیث الشیعه آیت الله بروجردي ۱۳۸۰ق ۴۸۳۴۲ د شیعه فقهې احادیثو راټولول او په بابونو کې ترتیبول
میزان الحکمه محمدي ری شهري اوسمهال ۲۳۰۳۰ ۵۶۴ غیر فقهي عنوانونه
الحیات محمد رضا حکیمي خراساني اوسمهال ۱۲ ټوک د مختلفو فکري او عملي موضوعاتو په اړه ۴۰ فصلونه


اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۳۲۵
  2. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۵.
  3. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج ۱، ص۱۴.(مقدمه)
  4. غفار، الکلینی و الکافی، ۱۴۱۶ق، ص۳۹۲.
  5. مفید، تصحیح الاعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۷۰.
  6. شهید اول، اجازهٔ نقل حدیث، به نقل از: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۶، ص۱۹۰.
  7. محقق کرکی، اجازهٔ نقل حدیث، به نقل از: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۵، ص۶۳.
  8. شهید ثانی، اجازهٔ نقل حدیث، به نقل از: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۵، ص۱۴۱.
  9. مجلسی، مرآة العقول، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳.
  10. تهرانی، الذریعه، ج ۱۷، ص۲۴۵.
  11. استرآبادی، الفوائد المدنیه، ۱۴۲۴ق، ص۵۲۰.
  12. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳ق، ج ۱، ص۹۹.
  13. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۸۹.
  14. سید بن طاووس، کشف المحجة، ۱۳۷۰ق، ص۱۵۹.
  15. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ۱۳۹۲ش، ج۱، صص۱۷۳-۱۷۴.
  16. مصطفوی، ترجمه اصول کافی، ۱۳۶۹ش، ج ۱، ص۱۰.
  17. غفار، الکلینی و الکافی، ۱۴۱۶ق، ص۳۹۷
  18. «و أمّا جزم بعض المجازفین بکون جمیع الکافی معروضا علی القائم علیه‌السلام لکونه فی بلدة السفراء فلا یخفی ما فیه علی ذی لبّ»، مجلسی، مرآة العقول، ۱۳۶۳ش، ص۲۲.
  19. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۷۰
  20. افندی، ریاض العلماء، ج ۲، ص۲۶۱.
  21. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۱۶ق، ص۳۷۷.
  22. طوسی، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۱۰.
  23. کلینی، الروضه من الکافی، ۱۳۴۸ش، ج۸، ص۲-۱۴.
  24. کلینی، الروضه من الکافی، ۱۳۴۸ش، ج۸، ص۳۹۶.
  25. غفار، الکلینی و الکافی، ۱۴۱۶ق، ص۴۰۱-۴۰۲.
  26. سبحانی، کافی کافی نیست، کتاب ماه دین، ش۱۳۰ و ۱۳۱، ص۶۱-۶۴، به نقل از مـستدرک الوسائل، ج۳، ص۵۳۲.
  27. سبحانی، کافی کافی نیست، کتاب ماه دین، ش۱۳۰ و ۱۳۱، ص۶۵-۶۸.
  28. تهرانی، الذریعه، ج ۱۳، ص۹۵ – ۹۹.
  29. برای آشنایی جامع با شرح‌ها و حاشیه‌های کافی، نگاه کنید به: قنبری، كتاب شناسى كلينى و كتاب الكافی، ۱۳۸۷ش، صص۲۷-۷۱؛ ایازی، كافى پژوهى، ۱۳۸۷ش، ص۱۳.

سرچينې

  • استرآبادی، محمد امین، الفوائد المدنیه، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • ایازی، سيد محمد على،كافى پژوهى (گزارش پايان نامه‏‌هاى مرتبط با كلينى و الكافی)، دار الحديث‏، ۱۳۸۷ش.
  • افندی، عبدالله بن عیسی، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، قم، مطبعه الخیام، بی‌تا.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • خویی، ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۳ق.
  • سبحانی، جعفر، «کافی کافی نیست»، ترجمه علی اوجبی، کتاب ماه دین، ش۱۳۰ و ۱۳۱، سال یازدهم، مرداد و شهریور ۱۳۸۷ش.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، کشف المحجه لثمره المهجه، نجف، المطبعه الحیدریه، ۱۳۷۰ق.
  • شبیری زنجانی، سیدموسی، جرعه‌ای از دریا، ج۱، قم: مؤسسه کتاب شناسی شیعه، ۱۳۹۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، الفهرست، تحقیق جواد قیومی، بی‌جا، نشر الفقاهه، ۱۴۱۷ق.
  • غفار، عبدالله الرسول، الکلینی و الکافی، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • قنبرى، محمد، شناخت‏نامه كلينى و الكافی، قم، دار الحديث، ۱۳۸۷ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران،‌دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مصطفوی، جواد، ترجمه اصول کافی، تهران، کتابفروشی علمیه اسلامیه، ۱۳۶۹ش.
  • مفید، محمد بن نعمان، تصحیح اعتقادات الامامیه، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • نوری، حسین بن محمد تقی، خاتمة مستدرک الوسائل، جلد ۳، موسسه آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، قم، ۱۴۱۶ق.

بهرنۍ لینکونه