ام داوود

د wikishia لخوا

امّ داوود د حسن مثنی مېرمن او د امام صادق(ع) رضاعي(د پیو) مور ده. د هغې کنیت د هغې د زوي له نوم داوود بن حسن څخه اخستل شوی دی. نوم یې حبیبه یا فاطمه و. د ام داوود اعمال او دعای استفتاح (د ام داوود دعا) هغې له امام صادق(ع) څخه نقل کړې ده.

ام داوود دغه عملونه او دعا له زندانه د خپل بچي د خوشي کېدو لپاره له امام صادق(ع) زده او روایت کړل. د هغې په وینا د ام داوود د اعمالو له ترسره کولو وروسته داوود له بنده خوشی او کور ته ستون شو.

نوم او کنیت

حبیبه یا د ځینو په نظر فاطمه، چې په ام داوود مشهوره ده د عبد الله بن ابراهیم لور او د حسن مثنی مېرمن وه.[۱] هغه د خپل زوي داوود بن حسن په وجه په ام داوود مشهوره شوې ده.[۲] په اعیان الشیعه کې، د هغې کنیت، ام خالد بربریه معرفي شوی دی.[۳]

ام داوود د امام صادق(ع) (۸۳-۱۴۸ق)د پیو مور وه.[۴] د هغه زوی داوود هم د امام باقر(ع) یا امام صادق(ع) له اصحابو ګڼل شوی دی.[۵]

د ام داوود اعمال او دعا

اصلي مقالې: د ام داوود اعمال او د ام داوود دعا

په روایي سرچینو کې له امام صادق(ع) یو حدیث دی چې پکې په ایام البیض کې ام داوود ته د ځینو عملونو د کولو سپارښتنه کوي. دغه عملونه د ام داوود په اعمالو مشهور شوي دي. همداراز د استفتاح دعا یا ام داوود دعا په نوم یوه دعا هم له هغې نقل شوې چې د ام داوود د اعمالو په پای کې لوستل کیږي.[۶] د دغه حدیث روایت کوونکې هم په خپله ام داوود ده.[۷]

د ام داوود دعا د اهل سنتو د پینځمې قمري پیړۍ د عالم حاکم حسکاني لیکلي کتاب فضایل شهر رجب کې هم راغلې ده.[۸]

د ام داوود اعمال په دې ډول دي چې لومړی په ایام البیض کې (د بزرګې میاشتې دیارلسمه، څوارلسمه، پینځلسمه) روژه نیسي؛ په پینځلسمه ورځ د غرمې په وخت لامبي؛ د ماسپښین او مازیګر له لمونځونو وروسته د قرآن ځینې سورې تلاوتوي؛ او په اخر کې دعای ام داوود یا استفتاح لولي.[۹]

د شیخ طوسي، سید بن طاووس او علامه مجلسي په شان د ځینو شیعه عالمانو په وینا، ام داوود دعا د بوختیاوو د لرې کېدو او د حاجتونو د پوره کېدو لپاره موثره ده.[۱۰]

د ام داوود د اعمالو کیسه

له امام صادق(ع) څخه د ام داوود د عملونو د بیان کیسه، په مفصل داستاني شکل کې د شیخ صدوق په لیکلي فضائل الاشهر الثلاثه (د درې ګونو میاشتو فضایل) کتاب او د سید بن طاووس په لیکلي کتاب اقبال الاعمال کې راغلې ده.[۱۱]

د دغه دوو کتابونو په راپور، د ام داوود زوی داوود د منصور دوانیقي د خلافت په زمانه کې اسیر او عراق ته ولېږدول شو او ام داوود ترې ډېره موده ناخبره وه. هغې د خپل زوي د ازادۍ لپاره ډېرې دعاګانې او راز و نیاز وکړ، خو هیڅ خبر ورته ونه رسیده. د عابدانو لمنه یې هم ونیوله خو د هغوي دعاګانو هم مساله حل نه کړه؛[۱۲] په دې ډول چې د خپل زوي له لیدلو نهیلې شوه.[۱۳]

تر دې چې یوه ورځ د امام صادق(ع) د پوښتنې لپاره چې ناروغ و د هغوي کور ته لاړه. امام ترې د داوود پوښتنه وکړه او ام داوود ورته کیسه تېره کړه. امام صادق ورته وویل: ولې استفتاح دعا (د ام داوود دعا) نه وایې؟ بیا ترې غواړي چې ایام البیض روژه ونیسي او په اخري ورځ (د بزرګې په پینځلسمه) ام داوود عملونه ترسره کړي او دا دعا دې ولولي.[۱۴]

د ام داوود په وینا، وروسته له دې چې عملونه یې ترسره کړل، د شپې یې خوب ولیده چې پېغمبر(ص) ورته د داوود د خوشي کېدو زیری ورکوي. څه موده پس داوود کورته راغی او وې ویل چې په هماغه شپه ازاد شوی دی.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۷۶.
  2. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۷۶.
  3. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۷۶.
  4. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۳۶۸.
  5. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۳۶۸.
  6. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۵۳۰-۵۳۵؛ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ۱۸۰-۱۸۳؛ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۰۷-۸۱۲؛ سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۲-۲۴۸.
  7. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۵۳۰-۵۳۵؛ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ۱۸۰-۱۸۳؛ شیخ طوسی،مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۰۷-۸۱۲؛ سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۲-۲۴۸.
  8. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۸۸-۹۱.
  9. قمی، مفاتیح الجنان، ذیل «اعمال ام‌داوود».
  10. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۸۲.
  11. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۱و۲۴۲.
  12. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۱و۲۴۲.
  13. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۴.
  14. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۱و۲۴۲.
  15. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۵۰و۲۵۱.

سرچينې

  • اکبری، زهرا، و سیدعلی‌اکبر ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، در مجله سفینه، تهران: مؤسسه فرهنگی نبأ مبین، شماره ۳۶، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • امین، سیدمحسن، اعیان‌الشیعه، تحقیق: حسن الامین، بیروت: دارالتعارف، ۱۴۰۶ق.
  • سیدبن‌طاووس، على‌بن‌موسی، الإقبال بالأعمال الحسنه، تحقیق: جواد قیومى اصفهانى، قم: ‏دفتر تبلیغات اسلامى، چاپ‏ اول، ۱۳۷۶ش.‏
  • شیخ صدوق، محمدبن‌على، ‏فضائل الأشهر الثلاثة، تحقیق و تصحیح: غلامرضا عرفانیان یزدى، قم: کتابفروشى داورى‏، چاپ اول، ۱۳۹۶ق.
  • طوسى، محمدبن‌الحسن، ‏مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، بیروت: ‏مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.‏
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان، قم: اسوه، [بی‌تا].
  • کفعمى، ابراهیم‌بن‌على عاملی، البلد الأمین و الدرع الحصین، بیروت: ‏مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • کفعمى، ابراهیم‌بن‌على عاملی، ‏مصباح الکفعمی، قم: دارالرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.‏
  • مجلسى، محمدباقر،‏ بحارالأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تحقیق: جمعى از محققان‏، بیروت: ‏دار إحیاء التراث العربی،‏ چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.‏

بهرنۍ لینکونه