د ام داوود دعا

د wikishia لخوا

د اُمّ‌ داوود دعا یا اِستِفتاح دعا چې له امام صادق(ع) څخه نقل شوې ده، له مأثورو دعاګانو څخه ده او د ام داوود د عمل یوه برخه ده. د ام داود اعمال د رجب د میاشتې په پنځلسمه ترسره کیږي او د ام داوود دعا د دغو اعمالو وروستۍ برخه ده.

له دې امله چې د امام صادق(ع) د شودو مور، ام داوود له هغه حضرت څخه دا دعا روایت کړې ده، نو دا د ام داوود د دعا په نامه مشهوره شوې ده. د شیخ صدوق د راپور له مخې امام صادق(ع) دغه دعا ډیره ارزښتناکه بللې ده. ځینو شیعه علماوو هم د حاجتونو د پوره کیدو او له ظلم څخه د خلاصون لپاره د دې دعا د لوستلو سپارښتنه کړې ده.

فضایل الاشهر الثلاثة کتاب چې شیخ صدوق لیکلی، مصباح المُتَهَجِّد چې شیخ طوسي لیکلی او اقبال الاعمال کتاب چې سید بن طاووس لیکلی د ام داوود د دعا له سرچینو څخه دي. دا دعا د اهل سنتو په یوې سرچینې کې هم راغلې ده.

ام داوود

اصلي مقاله: ام داوود

د ام داوود نوم فاطمه یا حبیبه دی.[۱] د هغې د زوی داوود بن حسن د نوم له سببه د ام داود په کنیت مشهوره شوې ده.[۲] داود د امام باقر(ع) یا امام صادق(ع) له اصحابو څخه ګڼل شوی دی.[۳] ام داود د حسن مثنی مېرمن او د امام صادق(ع) رضاعي مور وه.[۴]

د دعا د بیانولو کیسه

د ام داوود د دعا کیسه د فضائل الاشهر الثلاثه (د دریو میاشتو فضایل) په کتاب کې چې شیخ صدوق او اقبال الاعمال چې سید ابن طاووس لیکلی دی په تفصیل سره راغلې ده چې لنډیې یې دا ډول دی:

د ام داوود زوی داود د عباسي خلیفه منصور داوانیقي له خوا نیول کیږي او عراق ته بوتلی کیږي او تر ډېره وخته د هغه خبر نه راځي. ام داود د خپل زوي د خلاصون لپاره څو ځلې دعاګانې کوي او له عبادت کوونکو څخه هم مرسته غواړي. خو هیڅ نه کیږي. یوه ورځ امام صادق(ع) ته ورځي او امام تر د داوود پوښتنه کوي. ام داوود ورته کیسه بیانوي. امام صادق له هغې څخه غواړي چې د رجب په دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه ورځ روژه ونیسي او د پنځلسمې ورځې په غرمه کې دا اعمال ترسره کړي چې دا اعمال د ام داوود په اعمالو مشهوریږي. په دغو عملونو کې یو د ام داوود دعا یا د استفتاح دعا ده چې هغې ته یې ښودلې ده.[۵]

د دغو دوو روایتونو له مخې، ام داوود د ام داوود له اعمالو ترسره کولو وروسته، د شپې په خوب کې پیغمبر(ص) ویني، چې ورته د زوي د خلاصون زېری ورکوي او څه موده وروسته یې زوی کور ته راستنیږي او وايي چې د رجب په نيمايي کې خوشې شوی دی.[۶]

د دعا فضیلت

د شیخ صدوق د راپور له مخې، امام صادق(ع) د ام داوود د دعا له ښودلی مخکې، ام داوود ته د هغې فضایل هم بیان کړل؛ دا  له هغو دعاګانو څخه ده چې الله تعالی ورته د آسمان دروازې پرانیزي، ملائکې یې په د قبلولو زیری ورکوي او له جنت څخه کم اجر نه لري.[۷]

ځينو شيعه عالمانو لکه شيخ طوسي، سيد بن طاووس او محمد باقر مجلسي د ام داوود د ستونزو په حلولو او د هيلو په پوره کولو او د ظلم په ليرې کولو کې اغېزمنه بللی ده.[۸]

د دعا د لوستلو طریقه

د ام داوود دعا د ام داود په اعمالو کې راغلې ده چې د رجب په 15 نیټه ترسره کیږي. دا دعا د ام داوود د اعمالو اخري برخه ده او د نورو اعمالو د ترسره کولو وروسته لوستل کیږي.[۹] د ام داوود د اعمالو د ترسره کولو لپاره باید لومړی په ایام البیض (د رجب په دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه ورځ) روژه ونیسي او د پینځلسمې ورځې په ماسپښین غسل وکړي. بيا د ماسپښين او ماځیګر له لمانځه وروسته د قرآن څو سورتونه تلاوت شي او وروسته د ام داوود يا استفتاح دعا ولوستی شي.[۱۰]

د دعا سرچینې

د ام داوود دعا په مختلفو شیعو او یو سني حدیثي سرچینو کې ذکر شوې ده. تر ټولو پخوانۍ سرچینه یې د شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ هـ) کتاب فضائل الاَشهُر الثَّلاثه دی. البته، په دې کتاب کې یوازې د دعا سند او د هغې د بیان کیسه ذکر شوې ده. د دعا د متن د لیدلو لپاره شیخ صدوق خپل بل کتاب عمل السنة ته اشاره کړې ده، چې ویل کیږي د هغه کتاب هیڅ نښه نه ده پاتې.[۱۱] بل ماخذ د شیخ طوسي(وفات ۴۶۰ هجري) کتاب مصباح المتهجد دی چې د مخکیني کتاب برعکس په کې د دعا د بیان کیسه نه ده راغلی؛ خو د دعا متن په کې د رجب د نیمایي په عملونو کې راغلی دی.[۱۲] د سید ابن طاووس په کتاب اقبال الاعمال کې هم د دعا د بیان کیسه او هم متن دواړه راغلي دي.[۱۳] له اهل سنتو عالمانو څخه حاکم حسکاني (وفات کال۴۹۰هـ) د فضائل شهر رجب په کتاب کې دا دعا نقل کړې ده.[۱۴]

بَلَدالامین او مصباح د کَفعَمی کتابونه،[۱۵] بِحارالانوار د علامه مجلسي کتاب[۱۶] او مفاتیح الجِنان[۱۷] د شیخ عباس قمي کتاب هم هغه سرچینې دي چې د پخوانیو کتابونو څخه په نقل یې دا دعا نقل کړې ده.[۱۸]

د دعا متن

همدا وګورئ: د ام داوود اعمال
د ام داوود دعا
متن Translation
صَدَقَ اللهُ الْعَظِیمُ الَّذِی لا إِلهَ إِلَّا هُوَ الْحَی الْقَیومُ ذُو الْجَلالِ وَ الْإِكرامِ الرَّحْمنُ الرَّحِیمُ الْحَلِیمُ الْكرِیمُ الَّذِی لَیسَ كمِثْلِهِ شَیءٌ وَ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ الْبَصِیرُ الْخَبِیرُ شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لا إِلهَ إِلَّا هُوَ وَ الْمَلائِكةُ وَ أُولُوا الْعِلْمِ قائِماً بِالْقِسْطِ لا إِلهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِیزُ الْحَكیمُ وَ بَلَّغَتْ رُسُلُهُ الْكرَامُ وَ أَنَا عَلَی ذَلِك مِنَ الشَّاهِدِینَ اللهُمَّ لَك الْحَمْدُ وَ لَك الْمَجْدُ وَ لَك الْعِزُّ وَ لَك الْفَخْرُ وَ لَك الْقَهْرُ وَ لَك النِّعْمَةُ وَ لَك الْعَظَمَةُ وَ لَك الرَّحْمَةُ وَ لَك الْمَهَابَةُ وَ لَك السُّلْطَانُ وَ لَك الْبَهَاءُ وَ لَك الِامْتِنَانُ وَ لَك التَّسْبِیحُ وَ لَك التَّقْدِیسُ وَ لَك التَّهْلِیلُ وَ لَك التَّكبِیرُ وَ لَك مَا یرَی وَ لَك مَا لَا یرَی وَ لَك مَا فَوْقَ السَّمَاوَاتِ الْعُلَی وَ لَك ما تَحْتَ الثَّری وَ لَك الْأَرَضُونَ السُّفْلَی وَ لَك الْآخِرَةُ وَ الْأُولَی وَ لَك مَا تَرْضَی بِهِ مِنَ الثَّنَاءِ وَ الْحَمْدِ وَ الشُّكرِ وَ النَّعْمَاءِ اللهُمَّ صَلِّ عَلَی جَبْرَئِیلَ أَمِینِك عَلَی وَحْیك وَ الْقَوِی عَلَی أَمْرِك وَ الْمُطَاعِ فِی سَمَاوَاتِك وَ مَحَالِّ كرَامَاتِك الْمُتَحَمِّلِ لِكلِمَاتِك النَّاصِرِ لِأَنْبِیائِك الْمُدَمِّرِ لِأَعْدَائِك اللهُمَّ صَلِّ عَلَی مِیكائِیلَ مَلَك رَحْمَتِك وَ الْمَخْلُوقِ لِرَأْفَتِك وَ الْمُسْتَغْفِرِ الْمُعِینِ لِأَهْلِ طَاعَتِك اللهُمَّ صَلِّ عَلَی إِسْرَافِیلَ حَامِلِ عَرْشِك وَ صَاحِبِ الصُّورِ الْمُنْتَظِرِ لِأَمْرِك الْوَجِلِ الْمُشْفِقِ مِنْ خِیفَتِك اللهُمَّ صَلِّ عَلَی حَمَلَةِ الْعَرْشِ الطَّاهِرِینَ وَ عَلَی السَّفَرَةِ الْكرَامِ الْبَرَرَةِ الطَّیبِینَ وَ عَلَی مَلَائِكتِك الْكرَامِ الْكاتِبِینَ وَ عَلَی مَلَائِكةِ الْجِنَانِ وَ خَزَنَةِ النِّیرَانِ وَ مَلَك الْمَوْتِ وَ الْأَعْوَانِ یا ذَا الْجَلالِ وَ الْإِكرامِ* اللهُمَّ صَلِّ عَلَی أَبِینَا آدَمَ بَدِیعِ فِطْرَتِك الَّذِی كرَّمْتَهُ بِسُجُودِ مَلَائِكتِك وَ أَبَحْتَهُ جَنَّتَك اللهُمَّ صَلِّ عَلَی أُمِّنَا حَوَّاءَ الْمُطَهَّرَةِ مِنَ الرِّجْسِ الْمُصَفَّاةِ مِنَ الدَّنَسِ الْمُفَضَّلَةِ مِنَ الْإِنْسِ الْمُتَرَدِّدَةِ بَینَ مَحَالِّ الْقُدْسِ اللهُمَّ صَلِّ عَلَی هَابِیلَ وَ شَیثٍ وَ إِدْرِیسَ وَ نُوحٍ وَ هُودٍ وَ صَالِحٍ وَ إِبْرَاهِیمَ وَ إِسْمَاعِیلَ وَ إِسْحَاقَ وَ یعْقُوبَ وَ یوسُفَ وَ الْأَسْبَاطِ وَ لُوطٍ وَ شُعَیبٍ وَ أَیوبَ وَ مُوسَی وَ هَارُونَ وَ یوشَعَ وَ مِیشَا وَ الْخِضْرِ وَ ذِی الْقَرْنَینِ وَ یونُسَ وَ إِلْیاسَ وَ الْیسَعِ وَ ذِی الْكفْلِ وَ طَالُوتَ وَ دَاوُدَ وَ سُلَیمَانَ وَ زَكرِیا وَ شَعْیا وَ یحْیی وَ تُورَخَ وَ مَتَّی وَ إِرْمِیا وَ حَیقُوقَ وَ دَانِیالَ وَ عُزَیرٍ وَ عِیسَی وَ شَمْعُونَ وَ جِرْجِیسَ وَ الْحَوَارِیینَ وَ الْأَتْبَاعِ وَ خَالِدٍ وَ حَنْظَلَةَ وَ لُقْمَانَ اللهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ ارْحَمْ مُحَمَّداً وَ آلَ مُحَمَّدٍ وَ بَارِك عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كمَا صَلَّیتَ وَ رَحِمْتَ [وَ تَرَحَّمْتَ] وَ بَارَكتَ عَلَی إِبْرَاهِیمَ وَ آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّك حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللهُمَّ صَلِّ عَلَی الْأَوْصِیاءِ وَ السُّعَدَاءِ وَ الشُّهَدَاءِ وَ أَئِمَّةِ الْهُدَی اللهُمَّ صَلِّ عَلَی الْأَبْدَالِ وَ الْأَوْتَادِ وَ السُّیاحِ وَ الْعُبَّادِ وَ الْمُخْلِصِینَ وَ الزُّهَّادِ وَ أَهْلِ الْجِدِّ وَ الِاجْتِهَادِ وَ اخْصُصْ مُحَمَّداً وَ أَهْلَ بَیتِهِ بِأَفْضَلِ صَلَوَاتِك وَ أَجْزَلِ كرَامَاتِك وَ بَلِّغْ رُوحَهُ وَ جَسَدَهُ مِنِّی تَحِیةً وَ سَلاماً وَ زِدْهُ فَضْلًا وَ شَرَفاً وَ كرَماً حَتَّی تُبَلِّغَهُ أَعْلَی دَرَجَاتِ أَهْلِ الشَّرَفِ مِنَ النَّبِیینَ وَ الْمُرْسَلِینَ وَ الْأَفَاضِلِ الْمُقَرَّبِینَ اللهُمَّ وَ صَلِّ عَلَی مَنْ سَمَّیتُ وَ مَنْ لَمْ أُسَمِّ مِنْ مَلَائِكتِك وَ أَنْبِیائِك وَ رُسُلِك وَ أَهْلِ طَاعَتِك وَ أَوْصِلْ صَلَوَاتِی إِلَیهِمْ وَ إِلَی أَرْوَاحِهِمْ وَ اجْعَلْهُمْ إِخْوَانِی فِیك وَ أَعْوَانِی عَلَی دُعَائِك اللهُمَّ إِنِّی أَسْتَشْفِعُ بِك إِلَیك وَ بِكرَمِك إِلَی كرَمِك وَ بِجُودِك إِلَی جُودِك وَ بِرَحْمَتِك إِلَی رَحْمَتِك وَ بِأَهْلِ طَاعَتِك إِلَیك وَ أَسْأَلُك اللهُمَّ بِكلِّ مَا سَأَلَك بِهِ أَحَدٌ مِنْهُمْ مِنْ مَسْأَلَةٍ شَرِیفَةٍ غَیرِ مَرْدُودَةٍ وَ بِمَا دَعَوْك بِهِ مِنْ دَعْوَةٍ مُجَابَةٍ غَیرِ مُخَیبَةٍ یا اللهُ یا رَحْمَانُ یا رَحِیمُ یا حَلِیمُ یا كرِیمُ یا عَظِیمُ یا جَلِیلُ یا مُنِیلُ یا جَمِیلُ یا كفِیلُ یا وَكیلُ یا مُقِیلُ یا مُجِیرُ یا خَبِیرُ یا مُنِیرُ یا مُبِیرُ یا مَنِیعُ یا مُدِیلُ یا مُحِیلُ یا كبِیرُ یا قَدِیرُ یا بَصِیرُ یا شَكورُ یا بَرُّ یا طُهْرُ یا طَاهِرُ یا قَاهِرُ یا ظَاهِرُ یا بَاطِنُ یا سَاتِرُ یا مُحِیطُ یا مُقْتَدِرُ یا حَفِیظُ یا مُتَجَبِّرُ یا قَرِیبُ یا وَدُودُ یا حَمِیدُ یا مَجِیدُ یا مُبْدِئُ یا مُعِیدُ یا شَهِیدُ یا مُحْسِنُ یا مُجْمِلُ یا مُنْعِمُ یا مُفْضِلُ یا قَابِضُ یا بَاسِطُ یا هَادِی یا مُرْسِلُ یا مُرْشِدُ یا مُسَدِّدُ یا مُعْطِی یا مَانِعُ یا دَافِعُ یا رَافِعُ یا بَاقِی یا وَاقِی یا خَلَّاقُ یا وَهَّابُ یا تَوَّابُ یا فَتَّاحُ یا نَفَّاحُ یا مُرْتَاحُ یا مَنْ بِیدِهِ كلُّ مِفْتَاحٍ یا نَفَّاعُ یا رَءُوفُ یا عَطُوفُ یا كافِی یا شَافِی یا مُعَافِی یا مُكافِی یا وَفِی یا مُهَیمِنُ یا عَزِیزُ یا جَبَّارُ یا مُتَكبِّرُ یا سَلَامُ یا مُؤْمِنُ یا أَحَدُ یا صَمَدُ یا نُورُ یا مُدَبِّرُ یا فَرْدُ یا وِتْرُ یا قُدُّوسُ یا نَاصِرُ یا مُونِسُ یا بَاعِثُ یا وَارِثُ یا عَالِمُ یا حَاكمُ یا بَادِی یا مُتَعَالِی یا مُصَوِّرُ یا مُسَلِّمُ یا مُتَحَبِّبُ یا قَائِمُ یا دَائِمُ یا عَلِیمُ یا حَكیمُ یا جَوَادُ یا بَارِئُ یا بَارُّ یا سَارُّ یا عَدْلُ یا فَاصِلُ یا دَیانُ یا حَنَّانُ یا مَنَّانُ یا سَمِیعُ یا بَدِیعُ یا خَفِیرُ یا مُعِینُ [مُغَیرُ] یا نَاشِرُ یا غَافِرُ یا قَدِیمُ یا مُسَهِّلُ یا مُیسِّرُ یا مُمِیتُ یا مُحْیی یا نَافِعُ یا رَازِقُ یا مُقْتَدِرُ [مُقَدِّرُ] یا مُسَبِّبُ یا مُغِیثُ یا مُغْنِی یا مُقْنِی یا خَالِقُ یا رَاصِدُ یا وَاحِدُ یا حَاضِرُ یا جَابِرُ یا حَافِظُ یا شَدِیدُ یا غِیاثُ یا عَائِدُ یا قَابِضُ یا مَنْ عَلَا فَاسْتَعْلَی فَكانَ بِالْمَنْظَرِ الْأَعْلَی یا مَنْ قَرُبَ فَدَنَا وَ بَعُدَ فَنَأَی وَ عَلِمَ السِّرَّ وَ أَخْفَی یا مَنْ إِلَیهِ التَّدْبِیرُ وَ لَهُ الْمَقَادِیرُ وَ یا مَنِ الْعَسِیرُ عَلَیهِ سَهْلٌ یسِیرٌ یا مَنْ هُوَ عَلَی مَا یشَاءُ قَدِیرٌ یا مُرْسِلَ الرِّیاحِ یا فَالِقَ الْإِصْبَاحِ یا بَاعِثَ الْأَرْوَاحِ یا ذَا الْجُودِ وَ السَّمَاحِ یا رَادَّ مَا قَدْ فَاتَ یا نَاشِرَ الْأَمْوَاتِ یا جَامِعَ الشَّتَاتِ یا رَازِقَ مَنْ یشَاءُ بِغَیرِ حِسَابٍ وَ یا فَاعِلَ مَا یشَاءُ كیفَ یشَاءُ وَ یا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكرَامِ یا حَی یا قَیومُ یا حَیاً حِینَ لَا حَی یا حَی یا مُحْیی الْمَوْتَی یا حَی لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ بَدِیعُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ یا إِلَهِی وَ سَیدِی صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ ارْحَمْ مُحَمَّداً وَ آلَ مُحَمَّدٍ وَ بَارِك عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ كمَا صَلَّیتَ وَ بَارَكتَ وَ رَحِمْتَ [تَرَحَّمْتَ] عَلَی إِبْرَاهِیمَ وَ آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّك حَمِیدٌ مَجِیدٌ وَ ارْحَمْ ذُلِّی وَ فَاقَتِی وَ فَقْرِی وَ انْفِرَادِی وَ وَحْدَتِی وَ خُضُوعِی بَینَ یدَیك وَ اعْتِمَادِی عَلَیك وَ تَضَرُّعِی إِلَیك أَدْعُوك دُعَاءَ الْخَاضِعِ الذَّلِیلِ الْخَاشِعِ الْخَائِفِ الْمُشْفِقِ الْبَائِسِ الْمَهِینِ الْحَقِیرِ الْجَائِعِ الْفَقِیرِ الْعَائِذِ الْمُسْتَجِیرِ الْمُقِرِّ بِذَنْبِهِ الْمُسْتَغْفِرِ مِنْهُ الْمُسْتَكینِ لِرَبِّهِ دُعَاءَ مَنْ أَسْلَمَتْهُ ثِقَتُهُ [نَفْسُهُ] وَ رَفَضَتْهُ أَحِبَّتُهُ وَ عَظُمَتْ فَجِیعَتُهُ دُعَاءَ حَرِقٍ حَزِینٍ ضَعِیفٍ مَهِینٍ بَائِسٍ مُسْتَكینٍ بِك مُسْتَجِیرٍ اللهُمَّ وَ أَسْأَلُك بِأَنَّك مَلِیك وَ أَنَّك مَا تَشَاءُ مِنْ أَمْرٍ یكونُ وَ أَنَّك عَلَی مَا تَشَاءُ قَدِیرٌ وَ أَسْأَلُك بِحُرْمَةِ هَذَا الشَّهْرِ الْحَرَامِ وَ الْبَیتِ الْحَرَامِ وَ الْبَلَدِ الْحَرَامِ وَ الرُّكنِ وَ الْمَقَامِ وَ الْمَشَاعِرِ الْعِظَامِ وَ بِحَقِّ نَبِیك مُحَمَّدٍ عَلَیهِ وَ آلِهِ السَّلَامُ یا مَنْ وَهَبَ لِآدَمَ شَیثاً وَ لِإِبْرَاهِیمَ إِسْمَاعِیلَ وَ إِسْحَاقَ وَ یا مَنْ رَدَّ یوسُفَ عَلَی یعْقُوبَ وَ یا مَنْ كشَفَ بَعْدَ الْبَلَاءِ ضُرَّ أَیوبَ یا رَادَّ مُوسَی عَلَی أُمِّهِ وَ زَائِدَ الْخِضْرِ فِی عِلْمِهِ وَ یا مَنْ وَهَبَ لِدَاوُدَ سُلَیمَانَ وَ لِزَكرِیا یحْیی وَ لِمَرْیمَ عِیسَی یا حَافِظَ بِنْتِ شُعَیبٍ وَ یا كافِلَ وَلَدِ أُمِّ مُوسَی [عَنْ وَالِدَتِهِ] أَسْأَلُك أَنْ تُصَلِّی عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ أَنْ تَغْفِرَ لِی ذُنُوبِی كلَّهَا وَ تُجِیرَنِی مِنْ عَذَابِك وَ تُوجِبَ لِی رِضْوَانَك وَ أَمَانَك وَ إِحْسَانَك وَ غُفْرَانَك وَ جِنَانَك وَ أَسْأَلُك أَنْ تَفُك عَنِّی كلَّ حَلْقَةٍ بَینِی وَ بَینَ مَنْ یؤْذِینِی وَ تَفْتَحَ لِی كلَّ بَابٍ وَ تُلَینَ لِی كلَّ صَعْبٍ وَ تُسَهِّلَ لِی كلَّ عَسِیرٍ وَ تُخْرِسَ عَنِّی كلَّ نَاطِقٍ بِشَرٍّ وَ تَكفَّ عَنِّی كلَّ بَاغٍ وَ تَكبِتَ [عَنِّی] كلَّ عَدُوٍّ لِی وَ حَاسِدٍ وَ تَمْنَعَ مِنِّی كلَّ ظَالِمٍ وَ تَكفِینِی كلَّ عَائِقٍ یحُولُ بَینِی وَ بَینَ حَاجَتِی وَ یحَاوِلُ أَنْ یفَرِّقَ بَینِی وَ بَینَ طَاعَتِك وَ یثَبِّطَنِی عَنْ عِبَادَتِك یا مَنْ أَلْجَمَ الْجِنَّ الْمُتَمَرِّدِینَ وَ قَهَرَ عُتَاةَ الشَّیاطِینِ وَ أَذَلَّ رِقَابَ الْمُتَجَبِّرِینَ وَ رَدَّ كیدَ الْمُتَسَلِّطِینَ عَنِ الْمُسْتَضْعَفِینَ أَسْأَلُك بِقُدْرَتِك عَلَی مَا تَشَاءُ وَ تَسْهِیلِك لِمَا تَشَاءُ كیفَ تَشَاءُ أَنْ تَجْعَلَ قَضَاءَ حَاجَتِی فِیمَا تَشَاء. پس سجده کن بر زمین و بر خاک بگذار دو طرف روی خود را و بگو: اللهُمَّ لَک سَجَدْتُ وَ بِک آمَنْتُ فَارْحَمْ ذُلِّی وَ فَاقَتِی وَ اجْتِهَادِی وَ تَضَرُّعِی وَ مَسْکنَتِی وَ فَقْرِی إِلَیک یا رَب.

فوټ نوټ

  1. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۷۶.
  2. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۷۶.
  3. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۳۶۸.
  4. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۳۶۸.
  5. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبالالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۱و۲۴۲.
  6. وګورئ: صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۳و۳۴؛ سید بن طاووس، اقبالالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۵۰و۲۵۱.
  7. صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۳۴.
  8. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۸۲.
  9. قمی، مفاتیح الجنان، ذیل «اعمال ام‌داوود».
  10. قمی، مفاتیح الجنان، ذیل «اعمال ام‌داوود».
  11. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۸۸.
  12. وګورئ: شیخ طوسی،مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۰۷-۸۱۲.
  13. وګورئ: سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۲۴۲-۲۴۸.
  14. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۸۸-۹۱.
  15. وګورئ: کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۵۳۰-۵۳۵؛ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ۱۸۰-۱۸۳.
  16. وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۵، ص۴۰۰-۴۰۳.
  17. قمی، عباس، مفاتیح‌الجنان، ذیل اعمال ام‌داوود.
  18. اکبری و ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، ص۹۰و۹۱.

سرچينې

  • اکبری، زهرا، و سیدعلی‌اکبر ربیع‌نتاج، «کاوشی در دعای ام‌داوود»، در مجله سفینه، تهران، مؤسسه فرهنگی نبأ مبین، شماره ۳۶، پاییز ۱۳۹۱.
  • امین، سیدمحسن، اعیان‌الشیعه، تحقیق حسن الامین، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۶ق.
  • سیدبن طاووس، على بن موسی، الإقبال بالأعمال الحسنه، تحقیق جواد قیومى اصفهانى، قم، ‏دفتر تبلیغات اسلامى، چاپ‏ اول، ۱۳۷۶ش.‏
  • شیخ صدوق، محمد بن على، ‏فضائل الأشهر الثلاثة، تحقیق و تصحیح غلامرضا عرفانیان یزدى، قم، کتابفروشى داورى‏، چاپ اول، ۱۳۹۶ق.
  • طوسى، محمد بن الحسن، ‏مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، بیروت، ‏مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.‏
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان، اسوه، قم. بی‌تا.
  • کفعمى، ابراهیم بن على عاملی، البلد الأمین و الدرع الحصین، بیروت، ‏مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • کفعمى، ابراهیم بن على عاملی، ‏مصباح الکفعمی، قم دارالرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.‏
  • مجلسى، محمدباقر،‏ بحارالأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تحقیق جمعى از محققان‏، بیروت، ‏دار إحیاء التراث العربی،‏ چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.‏